توماس اې هېندرېکس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
توماس اې هېندرېکس
توماس اې هېندرېکس
توماس اې هېندرېکس

د شخص معلومات
پيدايښت ۷ سپټمبر ۱۸۱۹[۱][۲][۳][۴]
مړینه 25 نومبر 1885 (66 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکې ژبه(ې) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
توماس اې هېندرېکس
توماس اې هېندرېکس

توماس انډریوس هېندرېکس (د ۱۸۱۹ ز ز کال د سپتمبر له ۷مې  نه د ۱۸۸۵ ز ز کال د نومبر تر ۲۵ مې پورې) یو امریکایی سیاستوال او د انډیانا حقوق پوه و چې له ۱۸۷۳ ز ز کال نه تر ۱۸۷۷ ز کال پورې یې د انډیانا د شپاړسم والي او د ۱۸۸۵ ز کال د مارچ له میاشتې نه د نومبر تر میاشتې پورې یې د متحده ایالاتو د یووېشتم مرستیال ولسمشر په توګه خدمت وکړ. هېندرېکس ( له ۱۸۵۱ ز کال نه تر ۱۸۵۵ ز کال پورې)  د متحده ایالاتو د استازو د مجلس او (له ۱۸۶۳ ز کال نه تر ۱۸۶۹ ز کال پورې) د متحده ایالاتو په سنا مجلس کې د انډیانا ایالت استازیتوب وکړ. نوموړي د انډیانا په عمومي مجلس (۱۸۴۸ –  ز کال۱۸۵۰ز کال) کې د شیلبي ناحیې استازیتوب هم وکړ او د ۱۸۵۱ ز کال د انډیانا د اساسي قانون په کنوانسیون کې یې د استازي په توګه هم دنده ترسره کړه. د دې تر څنګ، هېندرېکس د ځمکو د چارو په عمومي اداره کې (۱۸۵۵ – ۱۸۵۹ز) د کمېشنر په توګه دنده پر مخ یووړه. هېندرېکس د ډیموکرات ګوند مشهور غړی او مالي محافظه کار و. نوموړي د امریکا د کورنۍ جګړې او د بیارغونې په دوره کې د متحده ایالاتو په سنا کې له ډیموکراتیک دریځ نه دفاع وکړه او د متحده ایالاتو په اساسي قانون کې یې د ديارلسم، څوارلسم او پنځلسم تعدیل په وړاندې رایه ورکړه. نوموړي د متحده ایالاتو مجلس ته د جانسن له استیضاح وروسته د بیارغونې د رادیز کال ولسمشر انډریو جانسن له دندې نه د لرې کولو مخالفت هم وکړ.

هېندرېکس چې د اوهایو په مسکینګم ناحیه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، په ۱۸۲۰ ز کال کې د خپل مور او پلار سره انډیانا ته کډه شو چې په ۱۸۲۲ ز کال کې یې کورنۍ په شیلبي ناحیه کې هستوګنه شوه. د ۱۸۴۱ ز کال په دوره کې د هانوور له ز کالج نه تر فراغت وروسته، نوموړي  د انډیانا په شیلبی ویل او د پنسلوانیا په چیمبربرګ کې حقوق ولوستل. په ۱۸۴۳ ز کال کې نوموړي د انډیانا د مدافع وکیلانو د ټولنې غړیتوب لاس ته راوړ. هېندرېکس خپل حقوقي کار په شیلبی ویل کې پیل کړ، په ۱۸۶۰ ز کال کې انډیاناپولیز ته کډه شو او په ۱۸۶۲ ز کال کې یې د آسکر بی هورډ سره خصوصي حقوقي شرکت جوړ کړ. نوموړی شرکت بېکر او دانیل نومېده چې په دې ایالت کې له مخکښو حقوقي شرکتونو نه و. هېندرېکس د انډیانا ولایت چوکۍ ته درې ځله د سیالۍ ډګر ته راغئ، خو یوازې یو ځل یې ټاکنې وګټلې. هېندرېکس په ۱۸۷۲ ز کال کې، په درېیمه او وروستۍ هڅه کې جنرال توماس براون د ۱۱۴۸ رایو په توپیر له ماتې سره مخامخ کړ. د انډیانا د والي په توګه د نوموړي دوره ، له پراخو ګواښونو، لکه: د انډیانا په عمومي مجلس کې د جمهوري غوښتونکي غوڅ اکثریت، د ۱۸۷۳ ز کال اقتصادي ویره او اقتصادي ناورین سره مخامخ شوه. د ولایت په اوږدو کې د نوموړي یو له غوره میراثونو نه د اوسني انډیانا ایالت د دفتر د جوړولو او تمویل لپاره هلې ځلې وې، چې ودانیزې چارې یې د هغه د دندې له پریښودو وروسته بشپړې شوې. په ۱۸۹۰ ز کال کې د هېندرېکس په ویاړ یو یادګار د دې ادارې په سویل ختیځ کونج کې نصب شو.

هېندرېکس چې یو غوڅ دیموکرات و، د ۱۸۷۶ ز کال په جنجالي ولسمشریزو ټاکنو کې د نیویارک له والي سمویل ټیلډن سره چې د ولسمشرۍ نوماند و، د خپل ګوند له خوا د متحده ایالاتو د مرستیال ولسمشر په توګه نوماند شو. که څه هم دوی ښې رایې یووړې، خو د جمهوري غوښتونکو د ولسمشرۍ نوماند رودرفورډ بي هایس او د هغه د مرستیال ولسمشر ویلیم اې ویلر پر وړاندې یې په ټاکنیز ز کالج کې د یوې رایې په توپیر وبایللې. هېندرېکس په ناسم روغتیا یي حالت سربېره، د ۱۸۸۴ ز کال په ټاکنو کې د ګروور کلیولنډ د جوړې په توګه د مرستیال ولسمشر لپاره د خپل ګوند غوښتنه ومنله. کلیولنډ او هېندرېکس ټاکنې وګټلې، خو هېندرېکس یوازې د اتو میاشتو لپاره، د ۱۸۸۵ ز کال د مارچ له ۴ نه د ۱۸۱۵ ز کال د نومبر تر ۲۵ په انډیاناپولیز کې ترمړینې پورې د مرستیال ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه. هغه د انډیاناپولیس کراون هیل په هدیره کې خاورو ته و سپارل شو.  

د ژوندلومړي کلونه او زده کړې[سمول]

هېندرېکس د ۱۸۱۹ ز کال د سپټمبر په ۷ نېټه د اوهایو په مسکینګم ناحیه کې، ختیځ فولتونم او زینسویل ته نږدې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. نوموړی د جان د هېندرېکس او جېن (ډوک) د هېندرېکس د اتو ماشومانو نه دویم و. د هغه پلار د پنسلوانیا اوسېدونکی او مور یې د ویرجینیا اوسېدونکې وه. [۵][۶][۷]

هېندرېکس په ۱۸۲۰ ز کال د خپل مور او پلار او مشر ورور سره، د توماس د تره، ویلیم هېندرېکس په غوښتنه د انډیانا د جیفرسن ناحیې میډیسن سیمې کډه شول. ویلیم هېندرېکس یو بریالی سیاستوال و چې د متحده ایالاتو د استازي، د متحده ایالاتو د سناتور (۱۸۲۵ – زکال) او د انډیانا درېیم والي (۱۸۲۲ – ۱۸۲۵ز کال) په توګه یې دنده ترسره کړه. د توماس کورنۍ په میډیسن کې په لومړي ځل د خپل تره کور ته نږدې په یوه کرونده کې هستوګنه اختیار کړه او په ۱۸۲۲ ز کال کې د انډیانا شیلبي ناحیې ته کډه شوه. د هېندرېکس پلار چې یو بریالی بزګر او یو عام پلورنځی یې هم درلود، په سیاست کې ښکېل شو او د ولسمشر اندریو جیکسن له خوا د خپلې ولسوالۍ لپاره د عامه ځمکو د مرستیال سرویر په توګه وټاکل شو. د انډیانا د دیموکراتیک ګوند مشرانو په مکرر ډول په شیلبی ویل کې د هېندرېکس کور ته تګ راتګ کاوه او هېندرېکس يې له ماشومتوب نه په سیاست کې د ګډون لپاره تر اغېز لاندې راوست.  [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

هېندرېکس په سیمه ییزو ښوونځیو (د شیلبي ناحیې په دیني مدرسه او د ګرینزبرګ اکاډمي) کې زده کړې وکړې. نوموړی په ۱۸۴۱ ز کال کې، د البرټ جی پورټر سره په ورته ټولګي کې، چې د انډیانا راتلونکی والي شو، د انډیانا د هانوور له ز کالج نه فارغ شو. هېندرېکس له ز کالج وروسته په شیلبی ویل کې د قاضي سټیفن میجر سره حقوق ولوستل او په ۱۸۴۳ ز کال کې یې د پنسلوانیا په چیمبربرګ کې د خپل تره  قاضي الکساندر تومسن تر ادارې لاندې په ښوونځي کې د حقوقو په اته میاشتني کورس کې ګډون وکړ. هېندرېکس انډیانا ته راستون شو، په ۱۸۴۳ ز کال کې یې د مدافع وکیلانو د ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ او په شیلبی ویل کې یې، د حقوقو یو شخصي شرکت تاسیس کړ. [۱۰][۱۳][۱۴][۱۵][۱۳][۱۶]

واده او کورنۍ[سمول]

هېندرېکس د ۱۸۴۵ ز کال د سپټمبر په ۲۶ مه نېټه، د اوهایو د شمالي بېنډ له اوسېدونکې الیزا کارول مورګان سره له دوه کلنې مینې وروسته واده وکړ. دوی هغه وخت له یو بل سره ولیدل چې الیزا په شیلبی ویل کې د خپلې واده شوې خور مېرمن دانیل ویسټ لیدو ته راغلې وه. د مورګان په نوم د دوی یوازینی ماشوم، د ۱۸۴۸ ز کال د جنوري په ۱۶ مه وزیږېد او د درېیو کلونو په عمر په ۱۸۵۱ ز کال کې مړ شو. په ۱۸۶۰ ز کال کې توماس او الیزا هېندرېکس انډیاناپولیز کډه شول او له ۱۸۶۵ ز کال نه تر ۱۸۷۲ ز کال پورې د سویلي نیوجرسي په ۱۵۲۶ ګڼه سړک کې و اوسېدل چې اوس د بیټس-هېندرېکس هاوز په نامه یادېږي.  [۱۳][۱۷][۱۸][۱۳][۱۹][۲۰]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Thomas-A-Hendricks — subject named as: Thomas A. Hendricks — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6m32zmv — subject named as: Thomas A. Hendricks — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2111 — subject named as: Thomas Andrews Hendricks — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=hendrickst — subject named as: Thomas A. Hendricks
  5. "Biography of Thomas A Hendricks". HendricksMn.com. د اصلي آرشيف څخه پر October 30, 2006 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 4, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Gugin and St. Clair، ص. 160.
  7. Gray، ص. 122.
  8. Gray، ص. 122–23.
  9. Gugin and St. Clair، ص. 160–61.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Gray، ص. 123.
  11. Gray، ص. 122, 123.
  12. Gugin and St. Clair، ص. 52.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ ۱۳٫۳ Gugin and St. Clair، ص. 162.
  14. Gray، ص. 124.
  15. Memorial، ص. 16.
  16. Holcombe and Skinner، ص. 74.
  17. "Bates-Hendricks House: Site Assessment". Indiana Department of Natural Resources. د لاسرسي‌نېټه August 22, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) See also: Lois Hagedorn (April 29, 1975). "National Register of Historic Places Inventory Nomination Form: Bates-Hendricks House" (PDF). U.S. Department of the Interior, National Park Service. د لاسرسي‌نېټه August 22, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) In "SHAARD database" (Searchable database). Indiana Department of Natural Resources, Division of Historic Preservation and Archaeology. د لاسرسي‌نېټه April 1, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Bates-Hendricks House". Indiana Historical Bureau. د لاسرسي‌نېټه August 22, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Holcombe and Skinner، ص. 92, 93.
  20. Holcombe and Skinner، ص. 90.