تورکي ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ترکي ژبه
Türkçe (تورکي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
عامه معلومات
عمومي معلومات
ځانګړې وېشنيزه
سیمييزيتوب د
د لیکلو سیسټم
تورکي الفبا[۲] (۱۹۲۸ – )
عربي الفبا[۲] ( – ۱۹۲۸)
لاتين ليکدود (۱۹۲۸ – )
عربي ليکدود ( – ۱۹۲۸) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د ويونکو شمېر
  لړۍ...
۸۲٬۲۳۱٬۶۲۰[۳] (۲۰۲۱)
۵٬۸۷۰٬۳۰۰[۳] (۲۰۲۱)
۷۹٬۵۲۶٬۸۳۰[۴] (۲۰۲۰)
۷۹٬۴۰۰٬۰۰۰ (۲۰۱۹)
۷۸٬۵۲۷٬۲۴۰[۵] (۲۰۱۲)
۷۱٬۴۳۵٬۸۵۰[۶] (۲۰۰۶)
۵٬۶۷۰٬۳۰۰[۴] (۲۰۲۰)
۳۵۰٬۰۰۰[۶] (۲۰۰۶)
۳۸۰٬۳۰۰[۵] (۲۰۰۶) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د توکمپوهنې ژبې حالت
ايزو ۶۳۹-۱ کوډ
tr ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د ژبې کوډ
tr ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد

ترکي ژبه چې استامبل يې ترکي يا د «ترکیې ترکي» هم بولي، د ترکي ژبو له ډلې تر ټولو زيات ويونکي لري چې شمېر يې د اويا او اتيا ميليونو تر منځ دی. د ترکيې ملي ژبه ده. په عراق، سوريا، المان، اتريش، بلغاريا، شمالي مقدونيا، شمالي قبرس، يونان، قفقاز او د اروپا او مرکزي اسيا په نورو سيمو کې هم د ترکي ژبې ويونکو کوچنۍ ډلې شته. که څه هم ترکيه د اروپايي اتحاديې غړيتوب نه لري، بيا هم قبرس غوښتنه کړې وه چې اروپايي اتحاديه دې ترکي د يوې رسمي ژبې په توګه ومني.[۱۳][۱۴][۱۵]

لويديځ لور ته، د ترکي عثماني اغېز – د ترکي ژبې ډولونه چې د عثماني سترواکۍ د اداري او ادبي ژبې په توګه کار ځينې اخستل کېدو – د عثماني سترواکۍ په پراخېدو سره ترکي ژبه هم خپره شوه. په ۱۹۲۸ز کال کې، د ترکيې جمهوريت په لومړيو کلونو کې د اتاترک د يو سمون په توګه، د عثماني ترکي الفبا په لاتيني الفبا بدل شول.

د ترکي ژبې توپيري ځانګړتياوې غږيز (د علت توری) همغاړيتوب او زيات ترکيب دی. د ترکي ژبې د لغاتو بنسټيز جوړښت په دې ډول دی: فاعل-مفعول-فعل. په ترکي ژبه کې د نومونو ډلبندي يا نحوي جنسيت نه شته. ترکي ژبه له ستاينزيو څخه ګټه اخلي او يو پياوړی T-V توپير لري، کوم چې د درناوي، ټولنيزې فاصلې، عمر، نزاکت يا د يو مخاطب پر لور د بلدتيا د جلا جلا کچو توپير کوي. د مخاطب د ضمير جمع او د فعل بڼې يو واحد شخص ته د درناوي په توګه کارول کېږي. 

ډلبندي

ترکي ژبه د ترکي کورنۍ د اوغوز ډلې غړې ده. د ژبو د دې ډلې په نورو غړو کې اذربايجاني چې په اذربايجان او شمال لويديځ ايران کې پرې خبرې کېږي، د ګاګاوزيا  ګاګاوز، د ايران په سويل کې قشقايي او ترکمنستان ترکمني ژبې شاملې دي.[۱۶]

د ترکي ژبو ډلبندي پېچلې ده. د ترکي خلکو کډوالۍ او په دې ډول له يو بل او هم له هغو خلکو سره د دوی ګډېدل چې د ترکي په نورو ژبو خبرې کوي، خورا پېچلی ژبنی وضعيت رامنځ ته کړی دی.[۱۶]

په دې اړوند پرله پسې ډول بحثونه روان دي چې ايا ترکي کورنۍ خپله د يوې پراخې التايک کورنۍ غړې ده که نه، په يادو ژبو کې جاپاني، کوريايي، منګوليايي او تنګوسي شاملې دي. د نولسمې پېړۍ د اورال-التايک اند په اړه اختلافات شته، کوم اند چې ترکي له فنلنډي، هنګري او التايک ژبو سره ډلبندې کړې ده. دا اند تر ډېره بريده په درې واقعيتونو ولاړ و، هغه دا چې د دې ژبو درې ځانګړتياوې سره شريکې دي: يو له بل سره نښتل، غږيز همغاړيتوب او د ګرامري جنسيت کمښت. [۱۷][۱۸]

تاریخ

د ترکي ژبې تر ټولو لرغونی پېژندل شوی ډبرليک د ارخون د درې تاريخي څلو ډبرليکونه دي چې په اوسنۍ منګولیا کې موندل شوي. دا څلي د شاهزاده کول تيګين او د هغه ورور سترواک بيلګی خاګان په وياړ پورته شوي دي، تاريخ يې د ترکانو دويم خاقانات پير ته ورګرځي (له زېږد وروسته ۶۸۲-۷۴۴). د دې څلو له کشف او بيا کېندلو او همدا  راز د روسي لرغون پېژندونکو له خوا د ۱۸۸۹ او ۱۸۹۳ز کلونو په منځ کې د اورخون درې سره نژدې پراخو سيمو کې د ډبرينو دړو موندل کېدو څخه وروسته په ډاګه شوه چې په دې ډبرليکونو ليکل شوې ژبه زړه ترکي ژبه وه، زاړه ترکي الفبا يې کارولي وو، له روني –جرمني الفبا سره د يو څه ورته والي له کبله دې ژبې ته «ترکي رن» يا «رني بڼه» هم ويل کېږي.

د منځنيو پېړيو د ترکانو په پراختيا سره (له شپږمې تر يوولسمې پېړۍ) هغه خلک چې په ترکي ژبه يې خبرې کولې په ټوله مرکزي اسيا کې خپاره شول، يوه پراخه جغرافيايي سيمه يې وپوښله چې له سايبيريا څخه تر اروپا او مديترانې پورې خپره وه. په ځانګړي ډول د اوغوز ترکانو سلجوقيانو خپله ژبه اغوز – چې اوسنۍ ترکي د همدې له زوزات څخه ده – په يوولسمه پېړۍ کې اناتولي ته راوړه. همدا راز د يوولسمې پېړۍ په اوږدو کې، د ترکي ژبې يو لومړی ژبپېژندونکی، د کره خانۍ د خانات څخه محمد الکاشګري، په ترکي لهجو (عثماني ترکي) کې د ترکي ژبې لومړی هر اړخيز قاموس او په جغرافيايي وېش سره په ترکي ژبه د خبرې کوونکو نقشه خپاره کړل. [۱۹][۲۰]

عثماني ترکي

په ۹۵۰ کال کې د قره خاني خانات او سلجوقي ترکانو له خوا د اسلام تر منلو وروسته، څوک چې دواړه د عثمانيانو توکميز او کلتوري اصل بلل کېږي، د دې ولايتونو اداري ژبې له عربي او فارسي څخه پراخه ويي په پور واخستل. په عثماني پير کې ترکي ادبيات او په ځانګړي ډول ديوان شاعري تر ډېره بريده د فارسي ژبې تر اغېز لاندې وه، همدا راز شعري اوزان او ډېر وارداتي ويي يې ورڅخه واخستل. د عثماني پير (۱۲۹۹۰۱۹۲۲ز) پر مهال ادبي او رسمي ژبه عثماني ترکي بلل کېږي، دا د ترکي، عربي او پارسي ګډوله وه چې د پام وړ بدلونونه يې د رلودل او تر ډېره بريده د هغه مهال له عامې ترکي سره د فهم وړ نه وه. عامه ترکي د kaba Türkçe يا «سخته ترکي» په نوم پېژندل کېږي، هغه خلک پرې خبرې کوي چې زده کړې يې کمې يا د کلیوالي ټولنې غړې وي، اصلي لغات پکې زيات دي او د اوسنۍ ترکي ژبې لپاره بنسټ دی.[۲۱]

د ژبې سمون او اوسنۍ ترکي

د ترکيې د مودرن دولت له تاسيس او د ليک له سمون وروسته، د مصطفی کمال اتاترک تر پالنې لاندې په ۱۹۳۲ز کال کې د ترکي ژبې ټولنه (TDK) جوړه شوه، موخه یې دا وه چې په ترکي ژبه څېړنې وشي. د نوې جوړې شوې ټولنې یوه موخه دا وه تر څو د ژبې سمون پيل شي او له فارسي او عربۍ څخه پور شوي ټکي د هغې په سيالو ترکي لغاتو واړول شي. په رسنيو کې د وارداتي ويو په منع کولو سره، دا ټولنه بريالۍ شوه چې څو سوه بهرني ټکي له ژبې لرې کړي، په داسې حال کې چې (TDK) له خوا ژبې ته ډيری معرفي شوي لغات له ترکي جرړو څخه نوي را ايستل شوی وو، دې ټولنې همدا راز د لرغونو ترکي لغاتو د بيا راژوندي کولو لپاره چې د پېړيو راهيسې نه و کارول شوي کار وکړ. په ۱۹۳۵ز کال کې، (TDK) د عثماني ترکي/سوچه ترکي دوه ژبی قاموس خپور کړ چې د ژبې د سمون پايلې يې مستندې کړي دي.[۲۲][۲۳][۲۴]

په ژبه کې د دې ناڅاپي بدلون له امله، په ترکيه کې د زړو او ځوانانو په لغاتو کې توپيرونه پيل شول. په داسې حال کې چې له ۱۹۴۰ز کال څخه زېږېدلي نسل خوښ ګڼله چې د عربي او فارسي ژبو اصل لرونکي زاړه اصطلاحات وکاروي، خو نوی نسل د نويو لغاتو پلوی و. دا هم د پېغور خبره بلل کېږي چې اتاترک خپله په ۱۹۲۷ز کال کې پارلمان ته په خپله اوږده وينا کې هغه عثماني بڼه وکاروله، کومه چې وروستيو اورېدونکو ته هومره نابلده ښکارېده چې اړ شول دا وینا درې ځلې په نوې ترکي ژبه وژباړل شي: په لومړي ځل په ۱۹۶۳ز کال کې، بيا په ۱۹۸۶ز او په وروستي ځل په ۱۹۹۵ز کال کې.  [۲۵]

په تېرو څو لسيزو کې (TDK) خپل کار ته دوام ورکوي، تر څو د نويو اندونو او تيکنالوژۍ د بيانولو لپاره، سمدلاسه هغه مهال کله چې دا اندونه او تيکنالوژي ترکي ژبې ته داخلېږي، د نوې ترکي ژبې نوي ويي جوړ کړي، تر ډېره بريده دا لغات له انګليسي څخه جوړېږي. د ډیری دې نويو ويو، په ځانګړي ډول د معلوماتي ټيکنالوژۍ اصطلاحاتو، په پراخه هرکلی شوي دي. په هر حال، کله کله پر (TDK) د نويو لغماتو د جوړولو له امله په دې دليل نېوکې شوي چې دا لغات له ځآنه جوړ شوي او مصنوعي ښکاري. ځينې پخواني بدلونونه – لکه bölem  د fırka پر ځای «چې معنا يې ده سياسي ګوند» - نه دي توانيدلي چې عام تايید تر لاسه کړي (د fırka پر ځای فرانسوي پور شوی ټکی parti کارول کېږي).له لرغونې ترکي ژبې څخه بيا راژوندي شويو لغاتو خاصې معناوې خپرې کړي دي؛ د بېلګې په ډول betik (اصل کې يې معنا ده «کتاب») خو اوس په کمپيوټري علومو کې د «متن/ليک» په معنا کارول کېږي.[۲۶]

سرچینې

  1. Reference URL: https://iso639-3.sil.org/code/tur.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Stated in: The Cambridge Encyclopedia of Language. Page(s): 307. Publisher: Cambridge University Press. د خپرولو نیټه: ۱۹۸۷. ليکوال: David Crystal.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Reference URL: https://www.ethnologue.com/language/tur/24.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Reference URL: https://www.ethnologue.com/language/tur/23.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Reference URL: https://www.ethnologue.com/language/tur.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Stated in: اتنولوګ. Publisher: SIL International. د اثر ژبه يا نوم: انګليسي ژبه. ISSN: 1946-9675.
  7. "اتنولوګ" (په انګليسي ژبه ژبه کي). SIL International. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |access-date= (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  8. "ScriptSource - Bulgaria". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |access-date= (مساعدة)
  9. "ScriptSource - Cyprus". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |access-date= (مساعدة)
  10. "ScriptSource - Greece". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |access-date= (مساعدة)
  11. "ScriptSource - Turkey". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |access-date= (مساعدة)
  12. "Constitution of Northern Cyprus" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Martin J. Ball, (2010), Sociolinguistics Around the World: A Handbook, p. 121
  14. [۱] /I/ Wovel in the 17th century istanbul Turkish according to Meninsky
  15. Gülşah Durmuş, (2018), International Journal of Language Academy Volume 6/5, p. 475/486
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Aalto, P. "Iranian Contacts of the Turks in Pre-Islamic times," in Studia Turcica, ed. L. Ligeti, Budapest, 1971, pp. 29-37.
  17. Benzing, J. Einführung in das Studium der altäischen Philologie und der Turkologie, Wiesbaden, 1953.
  18. Gandjeï, T. "Über die türkischen und mongolischen Elemente der persischen Dichtung der Ilchan-Zeit," in Ural-altaische Jahrbücher 30, 1958, pp. 229-31.
  19. Soucek 2000
  20. Findleyکينډۍ:Full citation needed
  21. Glenny 2001, p. 99
  22. See Lewis (2002) for a thorough treatment of the Turkish language reform.
  23. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  24. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  25. See Lewis (2002): 2–3 for the first two translations. For the third see Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  26. "Öz Türkçeleştirme Çalışmaları". Çok Bilgi. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ جولای ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)