د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سمول ستورپوهنې تانبه
ستورپوهنه (چې اکثراً د آسټروفيزيکس په نامه هم يادېږي) د اسماني شيانو لکه ستوري، سيارې، لکۍ داره ستوري او د کهکشانونو په هکله د څېړنې يوه ساينسي زده کړه ده. په دې زده کړه کې د اسماني شيانو او د هغه شيانو چې د ځمکې د اتموسفير نه دباندې دي، د هغو د پېدايښت او اصل په هکله څېړنې او پېژندنې ترسره کېږي.دا زده کړه د تدريجي تکامل، فيزيک، کيميا، او د اسماني شيانو د حرکت او په همدې توگه د کايناتو د جوړښت او ودې په اړوند بحثونه کوي.
ستورپوهنه يوه داسې پوهنه ده چې د پخوانيو زمانو نه دود ده او د زړو علمونو نه يو علم گڼل کېږي. که څه هم چې د ټيليسکوپ د پنځولو اړتيا ددې لامل وگرځېد چې ستورپوهنه په يو نوي ساينس بدل کړي خو د پخوانيو تمدنونو ستورپوهانو په مېتوديک ډول د شپې لخوا د اسمان کتنه ، او په همدې توگه ستورپوهنيز آرډيفکټونه هم د ډېرو پخوانيو پړاونو راپدېخوا موندل شوي دي. نور...
ستورمزلي د باندنۍ فضا د پلټنې په موخه د ستور پوهنې او فضايي تکنالوژۍ کارولو ته ویل کېږي. ستورمزلي تر ډېره د ستور پوهانو لهخوا د تلسکوپ په مرسته ترسره کېږي، خو فزیکي اکتشاف بیا د روباتیکو فضايي څېړونکو او د انسان د فضايي الوتنو له لارې ترسره کېږي. ستورمزليات د پخواني شکل یعنې ستور پوهنې په څېر د فضايي علومو یوه لویه سرچینه ده.
که څه هم د فضايي اجرامو او څیزونو کتنه چې په ستور پوهنه هم پېژندل کېږي، تر ثبت شوي تاریخ وړاندې هم د باور وړ ده، خو د لویو او یو څه کارندو توغندیو جوړېدو د شلمې پېړۍ په منځنیو کلونو کې د فضا فزیکي څېړنو ته پر واقعیت د بدلېدو زمینه برابره کړه. په نړۍ کې د لویې کچې لومړنی تجربوي توغندیز پروګرام د ۱۹۲۰مو ز کلونو په وروستیو کې «Opel-RAK» و، چې مشري یې «فریټز فون اوپل» او «ماکس والیر» کوله. دغه پروګرام د لومړنیو انسان لېږدوونکو توغندیو او توغندیزو الوتکو د جوړېدو لامل شو چې د نازي دورې V2 پروګرام او تر ۱۹۵۰ ز کال وروسته د متحدو ایالتونو او شوروي ګډو فعالیتونو ته یې لاره هواره کړه. Opel-RAK پروګرام او د ځمکنیو او هوايي وسایلو کتنې ډېر خلک را جلب کړل، د «رامبل توغندي» په نامه د نړیوال عمومي هیجان را منځته کېدو لامل شول او د فضايي الوتنو پر راتلونکو سرلارو، لکه: «ورنر وون براون» یې ډېرې اوږدمهالې اغېزې وکړې. په فضا کې د څېړنو لپاره معمولې انګېزې د علمي څېړنو پرمختګ، ملي اعتبار، د بېلابېلو ملتونو یووالی، د بشریت د راتلونکي پایښت تضمینول او د نورو هېوادونو په مقابل کې د پوځي او ستراتیژیکو برلاسیتوبونو پراختیا بللی شو.
کله چې د ۲۰۰۰ ز کال په لومړۍ لسیزه کې هند «چانډریان ۱» فضايي بېړۍ وتوغوله، چین د فضايي خدمې د الوتنې یو بریالی پروګرام پیل کړ، د دې تر څنګ اروپايي اتحادیې او جاپان هم د خدمې د فضايي ماموریت لپاره پلانونه جوړ کړي دي. چین، روسیې او جاپان د یووېشتمې پېړۍ په لړ کې سپوږمۍ ته د ستور مزلو د لېږدوونکو ماموریتونو ملاتړ کړی، د دې تر څنګ اروپايي ټولنې د یووېشتمې پېړۍ په لړ کې سپوږمۍ او مریخ دواړو ته د ستور مزلو د لېږونکو ماموریتونو ملاتړ کړی دی. نور...
سمول د ويکيمېډيا په نورو پروژو کې
| |
|