بوتسوانا

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
  
بوتسوانا
بوتسوانا
بوتسوانا
بیرغ
بوتسوانا
بوتسوانا
نښان

Location of  بوتسوانا  (شنه) in افریقایي ټولنه  (په نړۍ کې د بوتسوانا موقیعت شین ټکی)
Location of  بوتسوانا  (شنه)

in افریقایي ټولنه  (په نړۍ کې د بوتسوانا موقیعت شین ټکی)

Location of  بوتسوانا  (شنه)

in افریقایي ټولنه  (په نړۍ کې د بوتسوانا موقیعت شین ټکی)


شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۲۲°۱۲′سویل ۲۳°۴۲′ختیځ / 22.2°سويل 23.7°ختيځ / -22.2; 23.7   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
پراخوالی 581737 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه ګابورون   د (P36) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ژبې انګليسي ژبه [۲]  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتابه
د حکومت ډول ولسمشريزه   د (P122) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
د خپلواکۍ نېټه ۱۹۶۶  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 21 کلن   د (P3000) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بې کارۍ کچه 18 سلنه (۲۰۱۴)[۳]  د (P1198) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نورې عددونه او شمېرې
پیسې د بوتسوانا پولا   د (P38) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ترافيکي لورۍ کيڼ [۴]  د (P1622) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېب‌پاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ‌‌‌‌‌‌‌‌
د هيواد کوډ BW  د (P297) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +267  د (P474) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map

بوتسوانا په انګلیسيRepublic of Botswana) چې رسمي نوم یې د بوتسوانا جمهوریت دی په سویلي افریقا کې پروت یو هیواد دی. یاد هیواد ۳۷۰'۶۰۰ کیلومتره مساحت او ۸۳۳'۶۳۹'۱ میلونه وګړي لری، رسمي ژبه یې انګلیسي او پلازمینه یې د ګابورون ښار دی، بوتسوانا په ۳۰ د سپمبر ۱۹۶۶م کال له پخوانی بریتانیا نه خپله خپلواکی ترلاسه کړه.

بوتسوانا (/bɒtˈswɑːnə/ (واورئ )، همداراز په برتانیوۍ انګلیسي کې: /bʊt-, bʊˈtʃw-/)، په رسمي توګه د بوتسوانا جمهوریت (Setswana: Lefatshe la Botswana [lɪˈfatsʰɪ la bʊˈtswana]); په جنوبي افریقا کې په وچه کې راګیر یو هېواد دی. بوتسوانا د توپوګرافۍ له پلوه ډېر هموار دی ، چې ۷۰ سلنه خاوره یې د کالهارۍ دښته ده. دا هېواد په سويل او سويل ختیځ کې د سویلي افریقا سره په لويديځ، شمال کې له نامیبیا او شمال ختیځ ته له زمبابوی سره ګډه پوله لري. نوموړی هېواد د کازونګولا پل په واسطه د زامبيزي سیند د لنډ سرحد په اوږدو کې له زامبیا سره وصل دی. [۵][۶]

د ۳.۲ ملیونه څخه یو څه زیات نفوس په درلودلو سره، بوتسوانا په نړۍ کې یو له خورا لږ نفوس لرونکو هېوادونو څخه دی. شاوخوا ۱۱.۶ سلنه نفوس یې په پلازمینه او لوی ښار ګابورون کې ژوند کوي. پخوا د نړۍ یو له بې وزلو هېوادونو څخه ؤ چې د ۱۹۶۰مې لسیزې په وروستیو کې د سړي پر سر ناخالص تولید(GDP) شاوخوا ۷۰ امریکایي ډالره  ؤ - وروسته له هغه یې ځان د لوړ- منځني ​​​​عاید لرونکي هېواد په توګه بدل کړ چې د نړۍ یو ترټولو ګړندیو مخ پر ودې اقتصاد لرونکو هېوادونو له جملې څخه شمېرل کېږي. [۷][۸]

انسانان یا هومو سیپینز(Homo sapiens) په لومړي ځل له ۲۰۰،۰۰۰ کاله دمخه په دغه هېواد کې اوسیدل. د بوتسوانا توکمیزه ډله په عمده توګه د بنتو ژبو ویونکو قومونو څخه وه چې د ۶۰۰ زیږېدیز کال په شاوخوا کې د افریقا سویل ته اوسنۍ بوتسوانا ته کډه شوې وه، چې په قبایلي سیمو کې یې د بزګرانو او څارویو پالونکو په توګه ژوند کاوه. په ۱۸۸۵ز کې، انګریزانو دا سیمه مستعمره کړه او د بیچوانالند (Bechuanaland) په نوم یې تحت الحمایه اعلان کړه. چې د استعمار په له منځه تلو سره، بیچوانالند د ۱۹۶۶ز کال د سپټمبر په ۳۰مه نېټه تر خپل اوسني نوم لاندې یو خپلواک مشترک المنافع جمهوریت شو. له هغه وخت راهیسې، دا هېواد د ټاکنو پر بنسټ ولاړ یو جمهوریت دی، چې د لاسوهنو پرته ډیموکراتیکو ټاکنو، ثابت ریکارډ لري او لږترلږه د ۱۹۹۸ز کال راهیسې په افریقا کې د فساد د کچې په درجه بندۍ کې ترټولو ټیټ ځای لري. [۹][۱۰]

په اقتصاد یې کانونه، څاروي او ګرځندویي یا ټورېزم مسلط دي. بوتسوانا د ۲۰۲۱ز کالسر شمېرنې په اساس داخلي ناخالص توليد یا GDP (د پیرودلو ځواک انډول) شاوخوا ۱۸،۱۱۳ ډالره ؤ چې په افریقا کې یو له ترټولو لوړو هېوادونو څخه دی. بوتسوانا د نړۍ ترټولو لوی الماس تولیدونکی هېواد دی. د سړي پر سر ناخالص ملي عاید یې په نسبي ډول لوړ دی (د ځینو اټکلونو له مخې په افریقا کې څلورم لوی ملی ناخالص عاید درلودونکی هېواد دی) چې نوموړي هېواد ته په پرتلیز ډول د ژوند کولو لوړ معیار او د تورې افریقا یا د صحراء د جنوبې افریقا د بشري پراختیا لوړ شاخص وربخښي. [۱۱][۱۲]

بوتسوانا د افریقایي اتحادیې، د سویلي افریقا د ګمرکونو اتحادي، د سویلي افریقا د پرمختیایی ټولنه، د مشترک المنافع هېوادونو، او د ملګرو ملتونو غړې ده. په دغه هېواد کې د اېډز (HIV/AIDS) د ناروغۍ له امله په ناوړه توګه اغیزمن شوی دی. د درملنې لپاره د پروګرامونو د بریالیتوب، او خلکو ته د HIV/AIDS د خپریدو د مخنیوي په اړه د پوهاوي له وړاندې کېدو سره سره ، په ایډز د اخته کسانو شمیر په ۲۰۰۵ کې له ۲۹۰،۰۰۰ څخه په ۲۰۱۳ز کې ۳۲۰،۰۰۰ ته لوړ شو. : A20 د ۲۰۱۴ کال د آمارو په اساس، بوتسوانا د HIV/AIDS  د خپرېدو دریم لوړ رېټ یا کچه لري، چې نږدې ۲۰٪ نفوس یې په دې ناروغۍ اخته شوی دی. [۱۳][۱۴]

تاریخچه

پخوانی تاریخ

د لرغون پېژندنې کیندنی ښیي چې هومیني(انسانانو) په بوتسوانا کې شاوخوا دوه میلیونه کاله وړاندې ژوند کاوه. د ډبرو وسیلې او د حیواناتو پاتې شوني ښيي چې د هېواد ټولې سیمې لږ تر لږه ۴۰۰،۰۰۰ کاله پخوا د انسانانو له خوا مېشتې شوې وې. د ۲۰۱۹ په اکتوبر کې، څیړونکو راپور ورکړ چې بوتسوانا شاوخوا ۲۰۰،۰۰۰ کاله دمخه د ټولو لومړنیو عصري انسانانو د زیږون ځای ؤ. [۱۵][۱۶]

د لومړنیو عصري انسانانو لخوا پاتې شوي شواهد لکه د غار نقاشي شاوخوا ۷۳،۰۰۰ کاله لرغونتوب لري. د سویلي افریقا اصلي اوسیدونکي د بوشمین (سان) او خوی خلک وو. دواړو په خویسانو ژبه خبرې کولې، ښکار یې کاوه، په اوږدو واټنونو کې یې راټولول او تجارت کاوه. کله چې مالداري په لومړي ځل شاوخوا ۲۰۰۰ کاله وړاندې سویلي افریقا ته معرفي شوه، څړځای پالنه د اقتصاد یوه لویه ځانګړتیا شوه، ځکه چې په سیمه کې یې لوی واښه لرونکې ځمکې درلودې چې د ټیسيټسې مچانو څخه پاکې وې. [۱۷][۱۸][۱۹]

دا څرګنده نده چې کله په بنتو ژبه خبرې کونکي خلک لومړی له شمال څخه هېواد ته لاړل، که څه هم ۶۰۰ عیسوی کال یې یو توافقي اټکل دی. په هغه دوره کې، د ننني کلنګا پلرونه هغه ځای ته لاړل چې اوس د هېواد شمال ختیځې سیمې دي. دا پخوانۍ-کلنگایۍ سیمې د زیمبابوې ایالت او همدارنګه د میپونګوبوی ایالت سره نږدې وصل شوې سیمې، له دې منځه د پام وړ د ډبرو له دیوالونو سره ډومبوشابا کنډوالې دي چې چې په اوسط ډول ۱.۸ متره لوړوالی لري او په بوتسوانا کې کلتوري او میراثي ځایونه بلل کېږي چې په اصل کې د لوی زیمبابوې دورې (۱۲۵۰-۱۴۵۰ز) په پای کې اشغال شوي وو. ) دا ځای د سیمې د اوسیدونکو لپاره د درناوي ځای دی او داسې انګيرل کېږي چې سردار یا مشر د غونډۍ په سر کې د خپلو مرستندویانو او معاونینو سره یوځای ژوند کاوه. دا ایالتونه، چې د اوسنۍ بوتسوانا له پولو څخه بهر موقعیت لري، د څارویو لویې رمې چې په ښکاره توګه د اوسنیو ساتل کېدونکو رمو شمېر ته نږدیوالی ښايي په هغه ځای کې ساتل شوې چې اوس مرکزي ولسوالۍ ده. د څارویو د پالنې دا لوی کمپلکس تر ۱۳۰۰ز کال پورې وده وکړه، او داسې بريښي چې د ماپونګوبې له سقوط وروسته بيرته له زوال سره مخ شوې. د دې دورې په بهیر کې، د سوانا ژبې لومړنۍ ډلې، بکګلاګادي، د کالاهاري جنوبي سیمو ته ولاړې. دا ټول بېلابېل خلک له هغو سوداګریزو لارو سره تړلي وو چې د لیمپوپو سیند له لارې د هند بحر ته تللي، او د آسیا څخه د مریو په شان سوداګریزو توکو په لېږدولو سره او په ډېر احتمال یې په بدل کې د عاج(د فیل غاښ)، سرو زرو او د کرګدن د ښکرو په په راوړلو سره بوتسوانا ته لاره موندلې وه.

د اوسپنې په دورې کې د توتسویموګالا غونډۍ د مېشته کېدو په اړه د راډیو کاربن نيټي له اوومې څخه د ۱۹مې زیږېدیزې پیړۍ تر پایه پورې د مېشته کېدو ښودنه کوي چې د زرو کلونو څخه پکې د انسانانو زیات مېشتوالی په ګوته کوي. داغونډۍ په سویلي افریقا کې د لومړنیو دولتونو د جوړېدلو برخه وه چې د اقتصاد لویه سرچينه یې د څارویو ساتنه وه. د توتسو په استوګنځي کې د کور چتونه، د غوا - سپي ښېښه شوي کوَټې یا امبارونه او ښورې شامل دي په داسې حال کې چې د پام وړ جوړښت د تیږو دیوال دی. د سینټورس سيلیاریس، هغو وښو لویې سیمې شتون لري، چې په سویلي، مرکزي افریقا کې د څارویو ساتلو استوګنځایونو سره تړاو لري. د ۷۰۰ زیږېدیز کال په شاوخوا کی، د توتسوی خلک لویدیځ لور بوتسوانا ته ولاړل او په ترتیب سره یې د وږو لرونکو جواریو او ږدنو کرهنیز، او د اهلي شوو څارویو لپار د څړځایونو سېستم پیل کړ. دغه سیمې په ختیځه بوتسوانا کې د یوې پراخې کلتوري سیمې په مرکز کې موقعیت درلود او د دې سیمې د نورو لرغونو ساحو سره ، د سیرامیکو تولید په مېتود او همدارنګه د استوګنې وخت په چوکاټونو کې زیات شمېر مشترکات لري. داسې لوی جوړښتونه مشاهده شوي چې د څارویو د مدفوع (خوشایو) ښېښه شوي پاتې شوني پکې شامل دي، نوموړي پاتې شوني هغه تیوري  ځواکمنوي چې دا سیمې د څارویو چاپېریالنه دي او دا چې د توتسویموګالا غونډۍ په دې توګه په سیمه کې د څارویو د پالنې لوی مرکز ؤ. په هرصورت، کرنې هم د توتسویموګالا غونډۍ د پراخ شوي اِسکان په اوږدوالي کې حیاتي رول لوبولی، ځکه چې په سیمه کې د غلو، دانو د زخیرو زیات شمېر جوړښتونه هم موندل شوي. د کور د چتونو بېلابېل پوړونه هم د سلګونو کلونو لپاره د دوامداره مېشتوالی په نښه کوي.[۲۰][۲۱]

په سوانا ژبه د خبرو کوونکو وګړو د پلرونو د راتګ نېټه چې سیمې ته د کنټرول لپاره راغلي وو تر اوسه په دقیقه توګه معلومه نه ده. د باکوینا ټولنې غړیو، چې د کاګابو II په نوم د یوه افسانوي مشر تر مشرۍ لاندې د اشرافو یوه ټولنه وه،  د ۱۵۰۰ زیږېديز کال په وروستیو کې سویلي کالاهاري ته لاره پیدا کړه، او د نوموړي پیروانو د بکګلاګادي اوسیدونکي لویدیځ لوري دښتې ته واړول. د کلونو په اوږدو کې، د بکوینا زیات شمېر څانګې مجاورو سیمو ته تللې. بنګواکیټس لویدیځي سیمې ونیولې، په داسې حال کې چې بنګواټو شمال ختیځ ته د پخوانۍ کلنګا سیمو ته ولاړل. لږ وروسته، د بنګواټو یوې څانګې چې د باتوانا په نوم پیژندل کېږي د اوکاوانګو دِلتا ته مهاجرت وکړ، چې ښایي په ۱۷۹۰ز کال کې ؤ. [۲۲]

ایداري وېش

د بوتسوانا هیواد په خپل ایداري وېش کې ۹ سیمې او ۵ ښاري بزخې لري. تڼۍ

  1. مرکزی سیمه (Central)
  2. ګانزي (Ghanzi)
  3. کګالاګادي (Kgalagadi)
  4. کګاتلنګ (Kgatleng)
  5. کوننګ (Kweneng)
  6. شمال ختیځې سیمې (Northeast)
  7. شمال لویدیځې سیمې (Northwest)
  8. سویل ختیځې سیمې (Southeast)
  9. سویلي سیمې (Southern)

تاریخ

جغرافیه

کلتور

اقتصاد

  1.   د (P402) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ "د [[:کينډۍ:اسم الصفحة]] اړوند په اوپن‌سټرېټ‌مېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  2. https://www.cia.gov/library/publications/the-world-factbook/geos/bc.html
  3. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  4. http://chartsbin.com/view/edr
  5. "Botswana". Collins English Dictionary. HarperCollins. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Darwa, P. Opoku (2011). Kazungula Bridge Project (PDF). African Development Fund. د کتاب پاڼې Appendix IV. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۴ نومبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Population, total - Botswana | Data". data.worldbank.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Maundeni, Zibani; Mpabanga, Dorothy; Mfundisi, Adam (2007-01-01). "Consolidating Democratic Governance in Southern Africa : Botswana". Africa Portal. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "overview of CPI indices". Transparency International. مؤرشف من الأصل في ۰۸ جنوري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Bechuanaland was the former name of Botswana". generalknowledgefacts.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ مارچ ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Gross national income (GNI) – Nations Online Project Archived 19 February 2009 at the Wayback Machine.. Nationsonline.org. Retrieved on 27 October 2016.
  12. "Botswana". The World Factbook. Central Intelligence Agency. 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "HIV and Aids in Botswana". Avert International Aids Charity. مؤرشف من الأصل في ۲۸ فبروري ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "The Gap Report" (PDF). Geneva: UN AIDS. 2014. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۰ جون ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Morton, F.; Ramsay, J. and Mgadla, T. (2008). Historical Dictionary of Botswana. Scarecrow Press, p. 34. ISBN 9780810854673
  16. Chan, Eva KF; Timmermann, Axel; Baldi, Benedetta F.; Moore, Andy E.; Lyons, Ruth J.; Lee, Sun-Seon; Kalsbeek, Anton MF; Petersen, Desiree C.; Rautenbach, Hannes; Förtsch, Hagen EA; Bornman, MS Riana; Hayes, Vanessa M. (28 October 2019). "Human origins in a southern African palaeo-wetland and first migrations". Nature. Nature Research. 575 (7781): 185–189. Bibcode:2019Natur.575..185C. doi:10.1038/s41586-019-1714-1. PMID 31659339. S2CID 204946938. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 29 October 2019 باندې). Every person alive today descended from a woman who lived in modern-day Botswana about 200,000 years ago, a new study finds. Business Insider.
  18. Staurset, S.; Coulson, S. (2014). "Sub-surface movement of stone artefacts at White Paintings Shelter, Tsodilo Hills, Botswana: Implications for the Middle Stone Age chronology of central southern Africa". Journal of Human Evolution. 75: 153–65. doi:10.1016/j.jhevol.2014.04.006. PMID 24953669. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Wilmsen, E. (1989) Land Filled With Flies: A Political Economy of the Kalahari. Chicago: Chicago University Press, pp. 71–5. ISBN 9780226900155
  20. Denbow, James (1986). "A New Look at the Later Prehistory of the Kalahari". The Journal of African History. 27 (1): 3–28. doi:10.1017/S0021853700029170. JSTOR 181334. S2CID 163079138. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  22. Hall, Martin (1990), Farmers, Kings, and Traders: The People of Southern Africa, 200-1860, University of Chicago Press. ISBN 0-226-31326-3.