اولیور وندل هومز ژونیور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اولیور وندل هومز ژونیور
اولیور وندل هومز ژونیور
اولیور وندل هومز ژونیور

د شخص معلومات
پيدايښت ۸ مارچ ۱۸۴۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
مړینه 6 مارچ 1935 (94 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واشنګټن ډي سي [۸][۹]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځی لندن (۱۸۶۶–۱۸۷۲)  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک قاضي
سياستوال
فیلسوف   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکې ژبه(ې) انگليسي [۱۰][۱۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د امریکا کورنۍ جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
اولیور وندل هومز ژونیور
اولیور وندل هومز ژونیور

اولیور وندل هومز ژونیور (په انګلیسي: Oliver Wendell Holmes Jr.؛ پیدایښت: ۸-مارچ-۱۸۴۱؛ مړینه: ۶-مارچ-۱۹۳۵ز) یو امریکایي حقوقپوه او حقوقي څېړونکی ؤ چې له ۱۹۰۲ څخه تر ۱۹۳۲ز پورې د متحده ایالاتو په ستره محکمه کې د مرستیال قاضي په توګه خدمت وکړ. هغه د متحده ایالاتو د سترې محکمې د قضاتو په منځ کې یوه وتلې څېره او د امریکا د عرفي قوانینو په قضاتو کې یو بارسوخه تاریخي شخصیت دی، چې د اوږدمهال خدمت، د مدني ازادیو او د امریکا د اساسي قانون دېموکراسۍ په هکله د لنډ او ګټور نظرونو، او د امریکا ټاکل شوې مقننه قوې پرېکړو ته د درناوي له‌امله، په ښه نوم یادېږي. هومز په ۹۰ کلنۍ کې تقاعد واخېست چې د امریکا د سترې محکمې په تاریخ کې تر ټولو ډېرکلن قاضي پاتې شو. هغه پخوا، د امریکا کورنۍ جګړې په اوږدو کې د برېوېت غونډمشر په توګه، د ماساچوست په سترې قضایي محکمه کې د قاضي مرستیال او مشر قاضي، او د هاروارډ په حقوقو پوهنځي کې (چې په‌خپله هم له‌دغه ځای څخه فارغ شوی ؤ) د وېلډ کورنۍ د استاد په توګه خدمت کړی ؤ. دریځونو، ځانګړی شخصیت او د لیکنې ځانتنی ډول یې، هغه یوه نامتو څېره وګرځوله او په ځانګړې توګه، د امریکا پرمختګ غوښتونکو ډلو په منځ کې په خورا درنښت یادېږي.[۱۲]

په سترې محکمه کې د ولسمشر تیودور روزوېلت له‌خوا وګومارل شو او د خپلې کاري دورې په اوږدو کې یې، د دولت اقتصادي مقرراتو په اړه له اساسي قانون څخه ملاتړ او د متحده ایالاتو د اساسي قانون د لومړي تعدیل په رڼا کې یې د بیان له ازادۍ څخه دفاع وکړه، که څه هم د دغه اصل له‌مخې چې، «د بیان ازادي له داسې یو کس څخه چې د تیاتر په تالار کې د ‹اور، اور› درواغ نارې وهي، ساتنه نه‌کوي او نه هم کومه وېره رامنځ‌ته کوي» د لاریون کوونکو پر وړاندې یې جنایي بندیزونو تایید کړل. د «آبرامز د متحده ایالاتو پر وړاندې» (۱۹۱۹ز) پرېکړې سره د یوه څرګند مخالفت له‌مخې، لیکي چې هغه د متحده ایالاتو د اساسي قانون پرېکړې او نظریې ته، «چې د بازار په سیالۍ کې د منل کېدو لپاره د تفکر د پياوړتیا او حقیقت تر ټولو ښه ازموینه ده»، د «یوې تجربې» په سترګه ګوري «ځکه چې ژوند ټوله یوه تجربه ده» او پر دې باور ؤ چې په پایله کې «موږ باید تل د هغو نظریاتو په تړاو هڅو پر وړاندې، چې موږ ورڅخه کرکه لرو او فکر کوو چې له مړینې سره مل دي، هوښیار اوسو».[۱۳][۱۴]

هغه د ګوتو په شمېر قضاتو په کتار کې راځي چې د پوهان په توګه پېژندل کېږي؛ د حقوقي مطالعاتو مجله، د امریکا د شلمې پېړۍ حقوقي پوهانو په کتار کې، له هومز څخه د درېیم مطرح شخصیت په توګه نوم اخلي. هومز یو حقوقي واقعیت‌پال ؤ، څرنګه چې د هغه په اصل کې په لنډ ډول بیانېږي: «د قانون ژوند، منطق نه‌ؤ: یوه تجربه وه»؛ همدا راز، څرنګه چې د طبیعي قانون له اصولو سره یې مخالفت ښودلی، یو اخلاقي شکمن‌وال ګڼل کېږي. د هغه اکاډمیکې او د حقوقپوهنې په هکله لیکنې، د امریکا پر ډېریو وروستیو حقوقي تفکراتو باندې اغېزه پرېښوده، لکه: د «نیو ډیل» له تنظیم کوونکي قانون څخه د ملاتړ له‌مخې قضایي اجماع او د امریکا د پراګماتیزم، انتقادي حقوقي مطالعات، او د حقوقو او اقتصاد اغېزناکه مکتبونه.[۱۵][۱۶]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

هومز د ماساچوست په بوستون کې زېږېدلی ؤ؛ پلار یې «اولیور وندل هومز سېنیور» یوه لیکوال او ډاکتر او مور یې «آمیلا لي جکسن» د تورپوستو د غلامۍ له‌منځه‌وړلو غوښتونکې وه. مور او پلار یې دواړه په خټه انګلیس وو او ټول نیکونه یې د لومړني زبېښاک پېر په لړ کې، نیوانګلنډ ته د پوریتن کډوالۍ له‌لارې له انګلستان څخه شمالي امریکا ته کډه شوي وو.  ډاکتر هومز د بوستون په ادبي او فکري غونډو کې یوه وتلې څېره وه. مېرمن هومز له بارسوخې کورنۍ وه؛ کورني ملګري یې هنري جېمز سېنیور، راف والدو امرسن او نور تعالي‌پال وو. هومز (چې په ځلمیتوب کې د «وندل» په نامه یادېده)، هِنري جېمز ژونیور او ویلیام جېمز په ټول ژوند کې ملګري پاتې شول. په‌دې توګه هومز په فکري چاپېریال کې لوی شو او په لومړیو کې یې هیله دا وه چې د امرسن په څېر د ادب خاوند وي. په داسې حال کې چې لا په د هاروارډ په کالج کې ؤ، د فلسفي موضوعاتو په هکله یې مقالې لیکلې او له امرسن څخه یې غوښتل ترڅو د اپلاتون پر واقعیت‌پالې فلسفې باندې د هغه انتقادي لیکنې ولولي. امرسن د یوه معروف قول په وړاندې کولو سره ځواب ورکړ: «که چېرې پر یوه پاچا برید کوې، هرومرو یې باید ووژنې». هغه د تورپوستو د غلامۍ له‌منځله وړلو غورځنګ څخه ملاتړ وکړ، چې یاد غورځنګ د ۱۸۵۰ز لسیزې پر مهال ډېر بریالی وبرېښېده. په هاروارډ کې، هغه د «هستي پډېنګ» او «پورسلین کلوپ» غړی ؤ؛ پلار یې هم د دواړو کلوپونو غړیتوب درلود. په پډېنګ کې، د پلار غوندې، د کلوپ منشي او شاعر ؤ. هومز په ۱۸۶۱ز کې د هاروارډ له «فای بېتا کپا» څخه فارغ شو او د همهغه کال په پسرلي کې، وروسته له هغو چې ولسمشر ابراهام لینکلن په فورت سمر کې د ډزو وروسته داوطلبان راوبلل، د ماساچوست په ملیشه کې یې نوم ولیکه خو له لنډې مودې وروسته هاروارډ ته ستون شو ترڅو د زده‌کړو پیل په تمرینونو کې ونډه واخلي.[۱۷][۱۸][۱۹]

کورنۍ جګړه[سمول]

هومز د پوهنتون د وروستي کال محصل ؤ چې د امریکا دننۍ جګړه پیل شوه او د ماساچوست ملیشې په څلورم کنډک کې نوم ولیکه او وروسته د پلار په مرسته یې، د ماساچوست رضاکار پلي پوځ په شلم غونډ کې د لومړي بریدمن په توګه یو ماموریت ترلاسه کړ. هغه ډېره روزنه ولیده، د پېنین‌سولا کمپین په نظامي عملیاتو او د وېلدرنېس په جګړه کې یې ونډه واخېسته، د بال بلوف، آنتي‌تام او چنسلورزویل په جګړه کې ټپي شو او د وینې په مرګوني اسهال اخته شو. هغه په ماساچوست کې د شلمې پېړۍ تکړه افسر «هِنري لیورمور ابوت» سره ملګری او تل یې په ښه نوم یادوه. هومز ډګرمنۍ رتبه هم ترلاسه کړه خو په خپل غونډ کې یې د ترفېع له ترلاسه کولو څخه ډډه وکړه او د وېلدرنېس جګړې په لړ کې یې په شپږمې قول اردو کې خدمت وکړ. د هغه پر ځای، ابوت د غونډ مشري په غاړه واخېسته او څه موده وروسته ووژل شو.

ویل کېږي چې هومز د فورت ستیونز په جګړه کې پر ابرهام لینکلن چغه کړه چې په کمین کې ځان پټ کړي، خو دغه خبره جعلي ګڼل کېږي. په خپله هومز هم په‌دې هکله شک څرګند کړ چې چا لینکلن ته ناره کړې وه («ځیني وایي چې یاد کس یو سرتېری ؤ چې پر لینکلن یې چغه کړه؛ ځیني نور بیا وایي چې دا جنرال رایټ ؤ چې په لوړ غږ یې لینکلن ته ناره کړه چې ځان پنا کړي») او نورې سرچینې بیا وایي، «کومه ورځ چې لینکلن له فورت ستیونز څخه لېدنه وکړه، هومز هلته نه‌ؤ.

هومز، د جګړې په اوږدو کې د خدمت د ستاینې په ویاړ، ډګروالۍ رتبې ته افتخاري ترفېع ترلاسه کړه. هغه په ۱۸۶۴ز کې، وروسته له‌دې چې درې کاله یې د سرتېري په توګه خدمت وکړ، ستړی او ناروغ بوستون ته ستون شو، تقاعد یې واخېست او څه موده وروسته یې غونډ هم منحل شو. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12277774d — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Oliver-Wendell-Holmes-Jr — subject named as: Oliver Wendell Holmes, Jr. — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w67h1gt3 — subject named as: Oliver Wendell Holmes, Jr. — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/494 — subject named as: Oliver Wendell Holmes — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/holmes-oliver-wendell-20 — subject named as: Oliver Wendell Holmes
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=oliverwendellholme0 — subject named as: Oliver Wendell Holmes, Jr.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/1306 — subject named as: Oliver Wendell Jr. Holmes — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. او Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  8. پیوستون : 118706594  — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  9. د کانګرېس کتابتون تائيد کوډ: https://id.loc.gov/authorities/n79054782 — د نشر نېټه: ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۱ — خپرونکی: Library of Congress
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12277774d — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/90210915
  12. Louis Menand, ed., Pragmatism: A Reader. New York: Vintage Books, 1997, pp. xxix.
  13. Abrams v. United States, 250 U.S. 616, 630 (1919).
  14. Schenck v. United States, 249 U.S. 47 (1919).
  15. Shapiro, Fred R. (2000). "The Most-Cited Legal Scholars". Journal of Legal Studies. 29 (1): 409–426. doi:10.1086/468080. S2CID 143676627. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Holmes, Oliver Wendell Jr. (1881). The Common Law. I. Boston: Little, Brown and Company. مؤرشف من الأصل في April 14, 2021. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Oliver Wendell Holmes: Biography and Selections from His Writings by Thomas Arkle Clark
  18. Novick, Sheldon M., Honorable Justice: The Life of Oliver Wendell Holmes, Little, Brown and Company, 1989, p. 26.
  19. Novick, pp. 34–37.
  20. James M. McPherson, Battle Cry of Freedom. (New York, 1988) 757.
  21. James G. Randall and Richard N. Current, Lincoln the President: Last Full Measure (New York, 1955), 200.
  22. Benjamin P. Thomas, Abraham Lincoln: A Biography (New York, 1952), 434.
  23. G. Edward White, Justice Oliver Wendell Holmes: Law and the Inner Self. New York, 1993, 64–65.
  24. Sheldon Novick, Honorable Justice: The Life of Oliver Wendell Holmes pp. 88, 372, 422 n.37
  25. "Oliver Wendell Holmes Quote 'Get Down, You Damn Fool' Warning to Abraham Lincoln at Battle of Fort Stevens". Shapell Manuscript Foundation. June 14, 1922. د لاسرسي‌نېټه March 10, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]