ابو الکلام آزاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ابو الکلام آزاد
مولانا ابوالکلام محی الدین احمد آزاد‎ (اوردو) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږون‌ځای
Mecca (en) ژباړل[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۱ نومبر ۱۸۸۸[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې نېټه
۲۲ فبروري ۱۹۵۸[۳][۲][۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې ځای
ژبې
ګوند
دنده
عامه معلومات
عمومي معلومات
دین
جوړښت
جایزې
مولانا ابو الکلام ازاد

مولانا ابو الکلام ازاد د ذوالحجې په اتم تاريخ، کال ۱۳۰۵ هجري قمري، چې د اگست له ۶۱-۱۷سمې ۱۸۸۸ز د جمعې ورځې سره سمون خوري په مکه معظمه کې زېږېدلې دى.

مخينه

نوم يې احمد، لقب يې محي الدين او کنيت يې ابو الکلام ؤ. ازاد يې تخلص او تاريخي نوم فېروز بخت ؤ. د پلار نوم يې مولانا خير الدين ؤ. مولانا ابو الکلام ازاد بن شيخ خير الدين بن شيخ محمد هادي بن شيخ افضل بن شيخ محمد حسن.

زده کړې

مولانا صېب لومړنۍ زده کړې په مکه معظمه کې پيل کړې، سپېڅلې قرآن يې هورې زده کړ. په ۱۸۹۸ز کال يې پلار د هند کلکتې ښار ته راغې، لومړنۍ زده کړې يې له خپل پلار څخه ترلاسه کړې. مولاناصېب په يوه علمي کورنۍ کې سترگې غړولې وى. په دې کورنۍ کې په يوه وخت پينځه کسه درس ورکوونکي پوهان، فتوا ورکوونکي، د سلوک او طريقې څښتنان پيدا شوې دي. کله چې مولانا شاعري پيل کړه، نو عبدالواحد خان يې تخلص (ازاد) کېښود. ۱۹۹۰ز کې يې پاړسي او ۱۹۰۳ز کې يې درس نظامي ترلاسه کړل. د شاعرۍ سمونه يې مولوي ظفر احسن شوق دنيوي وکړه.

ادبي ژوند

د (نيرنگ عالم) په نام يې يو کتابگوټې هم خپور کړ، کوم چې دده د ادبي ژوند پيلامه گڼل کېده. وروسته يې بيا (لسان الصدق) په نامه يوه مياشتينۍ د کلکتې له ښار څخه په ۲۰ د نومبر کال ۱۹۰۳ کې راوکښله.

د هند د خپلواکۍ غورځنگ او مولانا ازاد

مولانا ازاد د لومړي ځل لپاره په ۱۹۱۶ز کال ونیول شو، او دکلکتې ته نژدې د رانچي په سیمه کې د څلورو کلونو لپاره نظربند و. پدې دوران کې یې خپل کتاب (تذکره) ولیکه. بیا یې د خلافت په غورځنگ کې بشپړه ونډه واخیسته. په ۱۹۲۱ز کال د ترک موالات غورځنگ (Non-Cooperation Movement) وچلاوه، چې پدې کار کولو سره یو ځل بیا ونیول شو او د یو کال لپاره بند ته ولېږل شو. له سزا اورونې څخه مخکې مولانا ازاد په عدالت کې یو جرات مندانه او بېباکانه بیان ورکړ، چې دا وینا او بیان د حق ویلو یو تلپاتې مشال په څۍر ترنن ورځې پورې ژوندې پاتې دی.

دانگرېز ښکېلاکگرو لخوا دې پد تور نیول شوې و،چې ده په دوه ځایونو کې داسې ویناوې کړي، چې د ۱۲۴ انگریزي قانون د مادې له مخې دې مجرم دی.

ددې الزام په ځواب کې مولانا ازاد داسې اعتراف وکړ:

(زه اقرار کوم، چې ما یواځې په دې دوه ځایونو کې نه بلکه له تېرو دوه کلونو راهیسې (۱۹۲۰-۱۹۲۱ز) ترمنځ په خپلو بې شمېره ویناوو کې دارگه او د همدې موخې لپاره ددې په څېر نور لدې څخه زیات ښکاره او پرېکنده جملې کارولي دی.

تړلې موضوع

سرچينې

  1. Stated in: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴. د اثر ژبه يا نوم: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Stated in: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Abul-Kalam-Azad. Subject named as: Abul Kalam Azad. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. د اثر ژبه يا نوم: انګليسي ژبه.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  4. Stated in: Brockhaus Enzyklopädie. Brockhaus Enzyklopädie online ID: azad-abul-kalam-mohiuddin-ahmad. Subject named as: Abul Kalam Mohiuddin Ahmad Azad. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. د اثر ژبه يا نوم: جرمني ژبه.
  5. Stated in: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴. د اثر ژبه يا نوم: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  6. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  1. گوهر ناياب (د اشخاصو انسائکلوپېډيا)، ليکوال: حفيظ گوهر.
  2. ایمان اور عقل، لیکوال: مولانا ابو الکلام ازاد، مکتبه قرانیات-لاهور