موسی بن نصیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له Musa ibn Nusayr نه مخ گرځېدلی)

موسی بن نصیر چي دامویانو په خلافت کي دشمالي افریقا والي وو په ۱۹هجري ق کال کي چي د۶۴۰زیږدیزکال سره سمون خوري په شام کي پیداسوی دی.

موسی ابن نصیر
دشمالي افریقا والي
دشمالي افریقا والي
دشمالي افریقا والي

اموي خلافت دافریقا والي
د واکمنۍ دوران
703–715
حسن بن نعمان
محمدبن یزید
د شخص معلومات
زېږېدنه ۱۹هجري ق چي د۶۴۰ زیږدیزکال سره سمون خوري
مړینه ۹۷هجري ق چي د۷۱۶زیږدیز کال سره سمون خوري
حجاز
اولاد
مور او پلار نصیر
خپلوان عبدالملک ابن مروان ابن موسی (لمسئ)
عملي ژوند
کار/مسلک
پوځي خدمت
وفاداري اموي خلافت
جګړه/جګړې

لمړنئ ژوند[سمول]

موسی بن نصیر دامویانوپه خلافت دبصرې ښار دواکمن له مرستیالی ته ورسېدی اوترڅه عمر پوري یې دغه دنده مخ ته یووړل خوکله چي حجاج بن یوسف دامویانو له لوري دعراق مشر وټاکل سو موسی بن نصیر دنوموړي ترپلټني لاندي راغلی اوحجاج بن یوسف غوښتل چي محکمه یې کړي . دموسی بن نصیر بخت دنوموړي سره یاري وکړه اودمصر اموي مشر عبدالعزیزبن مروان له هغه څخه وغوښتل چي موسی ایله کړي . حجاج بن یوسف هم دعبدالعزیز په خوله وکړه اوموسی یې ازاد کړ، تر ازادېدو وروسته موسی بن نصر دعبدالعزیز له لوري مصرته راوستل سو اوهلته یې دشمالي افریقا دمسلماني سیمي واک لاسته راوړ.

جګړې اوفتوحات[سمول]

موسی بن نصیرچي څنګه واک ته ورسېدی سمدستي یې دشمالي افریقا پر بربري قومونو باندي خپل عملیات پیل کړه اوهغه کسان چي له اموي خلافت څخه یې بغاوت کاوه بیرته دمسلمانانو ترواک لاندي سول. تردې پیښي وروسته موسی بن نصیر په لویدیځ کي دشمالي افریقا سیمي یوپه بل پسې ترلاس لاندي کړې اوپه لنډو کلونو دمراکش ترڅنډو ورسېدی . په دغه فتوحاتوکي دموسی بن نصیر یوغلام چي طارق بن زیاد نومېدی هم برخه واخیستل چي په جګړه کي ډېرښه وځلېدی اوله خپل بادارسره یې اوږه پراوږه سیمي فتحه کړې.

دشماالي افریقا ترفتحي وروسته موسی بن نصیرهم هلته میشت سو خوڅه عمر وروسته دمدیترانه سمندر له شمالي لوري څخه نوموړي ته یواستازی راغلی اودغه استازی داسپانیا دیومشر له لوري رالېږل سوی وو ترڅو موسی بن نصیرته پرهغه هیواد باندي دیرغل بلنه ورکړي . موسی بن نصیرچی کله داستازي سره لیدنه وکړه سمدستي یې په چمتووالي لاس پوري کړ اوخپل غلام طارق یې له څوزره کسیز لښکرسره مخ داسپانیا په لوري واستاوه . طارق هم لښکرله ځان سره واخیست اوپه لنډوخت کي له سمندر څخه تر اوښتلو وروسته داسپانیا هیواد ته ننوتی . داسپانیا واکمن (ریډریک) چي کله دطارق اومسلمانانوله راتګه خبرسمدستي یې دجګړې لپاره خپل لښکر ورته راولېږه خودې لښکرته طارق بن زیاد ماته ورکړه اواسپانوئ واکمن یې اړ ایستی چي خپله جګړه ته رامخکي سي . ددې حال په لیدوسره ریډریک مجبوره سو اوداځل یې خپله فوځ له ځان سره واخیست ترڅو طارق ته ماته ورکړي . دیوخونړي نښتي په پایله کي چي د داوړترمنځ پېښه سول د ریډریک لښکرو سخته ماته وخوړه اوخپله ریډریک ووژل سو . ددې جګړي په پایله کي مسلمانان دموسی بن نصیر اوطارق بن زیاد په مشري نورهم مخي ولاړی اوځان یې په اخرکي فرانسې هیوادته نژدې ورساوه.

مړینه[سمول]

موسی بن نصیر په اسپانیا کي دخپل نقشې پربنسټ غوښتل چي دمسلمانانو فتوحات نورهم وغځوي اوځان په ختیځ کي تر روم پوري ورسوي خوکله چي دوخت خلیفه ولیدبن عبدالملک دنوموړي له ارادې څخه خبرسو سمدستي یې دربارته وغوښت ترڅوخبره ورسره وکړي. موسی بن نصیرهم دخپل خلیفه خبره ومنل اومخ دشام په لوري ولاړی خولاهلته نه وو رسېدلی چي ولیدبن عبدالملک وفات اوپرځای يې سلیمان بن عبدالملک دامویانو خلیفه وټاکل سو. سلیمان بن عبدالملک چي له موسی سره یې دوخته څخه نه وه جوړه له رارسېدوسره سم یې دخبلي چوکۍ څخه ایسته کړ اوغوښتل یې چي زندان ته یې واچوي خوداځل دیزیدبن مهلب په نامه یوبل شخص موسی بن نصیر له دغه ستونزي څخه وژغوره اوله خلیفه څخه یې هیله وکړه چي ایله یې کړي. خلیفه که څه هم چي دیزیدبن مهلب په خوله وکړه اوموسی بن نصیرته یې څه ونه ویل خودحکومت له چوکي څخه یې دتل لپاره لیري کړ اودغه نومیالئ شخص په ۷۱۶ز کال کي په حجاز کي وفات سو.

سرچینې[سمول]

داسلام تاریخ/ مولانا اکبرشاه خان