گرېشک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

گرېشک ولسوالۍ چي رسمي نوم یې نهرسراج ولسوالي ده، د هېلمند ولایت تر ټولو گڼ میشته او ستراتیژیکه ولسوالي ده، چي یو وخت د هلمند مرکز هم دا ولسوالي وه. دا ولسوالۍ ۱۶۶۳ کیلومتره مربع مساحت لري. چي له ښار پرته نوري ټولي سیمي یې کلیوالي او زراعتي مځکي دي. دا مهال ۱۷۲۴۱۹ جریبه کرنیزه مځکه لري، چي دا ټوله مځکه د ۱۵۶۵۵ کسانو په نومونو ثبت ده. دې ولسوالۍ څلور خواوي په دې ډول دي، غرب ته نادعلي ولسوالي او مرکز لښکرگاه، شمال ته نېمروز، ختیځ ته یې، اروزگان او یو څه د کندهار ولایت برخي او جنوب ته یې لښکرگاه او د کندهار میوند ولسوالۍ پرته ده. خلک یې زیاتره په زراعت بوخت دي، چي غنم، جوار، پیاز، پنبه، ماش او نور غله دانې یې عمومي کښتونه دي، خو کوکنار هم پکي په پراخه کچه کرل کیږي.

عمومي سیمي یې له زنبلي، میرمند اب، مالگیر، سپین مسجد، حیدر اباد، یخچال، ده ادم خان او اوبازان څخه عبارت دی او په دقیق ډول ۸۰۷ عمده کلي لري، چي د نفوسو شمېر یې ۱۱۰۳۰۰ تنه ته رسیږي چي ۹۵ یې پښتانه او ۵ سلنه یې تاجک، هزاره، ترکمن او نور توکمونه میشت دي. خلک یې تر نورو ولسوالیو په پرته زیات له زده کړي سره مینه لري دم گړی پکي ۴۳ ښوونځۍ فعال دي چي مشهوري یې میخانکي لیسه، ابولفتح بستي لیسه او لو ادې لیسې څخه ده عبارت دی، چي یادو لیسو کي د نجونو لیسې هم شاملي دي. دم گړي لا هم ډیری شمیر ښوونځي تړلی. د گرېشک ولسوالۍ اطرافي تقریباً تر نیمه زیاته برخه د دولت له کنټروله وتلې او طالبانو په ولکه کي ده. دلته د ظاهر شاه د پاچاهي پر مهال دلته د مالوچو یوه فابریکه هم فعاله وه چي اوس له فعالیته لوېدلې. د کابل کندهار لویه لار ددې ولسوالۍ پر سینه تیریږي او دهلمند سیند یې په پښو کي تیریږي. له مدې سینه بیله سوې ویاله(بغرا) هم ددې ولسوالۍ په بازار کي تېره سوې، چي د بریښنا لپاره هم ورباندي بند جوړ دی او فلحاله ورنه گرېشک هره شپه روښانه وي.

دا معلومات ما احمدشاه پاڅون د گرېشک له مخورو او د هم دې ولسوالۍ د زراعت له مدیر ښاغلي حاجي عبدالله څخه تر لاسه کړي چي تر ۲۵ کاله یې ډیر په دې سیمه کي دولتي دندي تر سره کړي دي.