ګډ درد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لیکوال: شهید علامه مرتضی مطهری

ژباړه: استاد اجرالدین اقبال

مشترک درد[سمول]

د نړۍ په ګوډ ګوډ کې چې دا خلک یو له بل سره د زړه و ارماني اړیکې پیدا کوي؛نو دوې داسې څه مشترک لري،چې په مقابل کې یې له خپلو وطنوالو او ګاونډیانو بېلوي؟  دا مشترک درد دی،چې دوی یې لري. له ظلم، تیري او استعمار څخه درد. اتفاقا د ملتونو د نشنلیزم زېږېدنه یا راپېدا کېدل له هغه وخت سره یو ځای و،چې عامو خلکو مشترکه عمومي تشه او درد احساسوه. المانی نشنلیزم په هماغه وخت کې وزېږېد،چې د فرانسویانو له دخالت او تبعیض څخه یې د درد احساس وکړ. د ایټالیا، هند یا هندو چین او الجزایز نشنلیزم هم هغه وخت رامنځ ته شو،چې خلکو درد او تشه احساسوله . د ایران غربي محققان وايي په ایران کې نشنلیزم یا جمعي احساس هغه وخت وزېږېد،چې  د تنباکو د تحریم نهضت پیل شو؛یعنې هغه وخت،چې د ایران ځینو خلکو د استعمار درد احساس کړ.نو جمعي وجدان او د ملیت احساس یا نشنلیزم هغه وخت په یوه ډله خلکو کې زېږېږي،چې مشترک درد او غوښتنه پکې رامنځ ته شي. دا دهغوی ګډه غوښتنه ده،چې ارمان یې ترې مشترک ټولی جوړوي او ورپسې حرکت رامنځ ته کېږي او په جهاد او مبارزه لاس پورې کوي او په دې لار کې ډېر کړاوونه زغمي او دهغوی جمعي وجدان ته لاپسې دوام او ټینګوالی وربښي او په هغوی کې د زړه تړاو او ملي یووالی رامنځ ته کوي.