کې ګالیما موتلانته

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کې ګالیما موتلانته
کې ګالیما موتلانته
کې ګالیما موتلانته

د شخص معلومات
پيدايښت
ژوهانسبورگ [۱]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت سوېلي افريقا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د افریقا ملي کانګرس   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکې ژبه(ې)

کې ګالیما پیټروس موتلانته (د ۱۹۹۴ز کال د جولای په ۱۹مه زېږېدلی) د سویلي افریقا سیاستوال و، چې د ۲۰۰۸ز کال د سپټمبر د ۲۵مې او د ۲۰۰۹ز کال د می ۹مې ترمنځ د تابو امبېکي تر استعفا وروسته د سویلي افریقا درېیم ولسمشر و. له هغه وروسته د جاکوب زوما په وخت کې د ۲۰۱۴ز کال د می تر ۲۶مې د ولسمشر مرستیال و.[۲]

کله چې د موتلانته کورنۍ په زوره له الکساندر نه واېستل شوه، نو د پخواني ټرانسول په سووتو کې لوی شو، وروسته یې چې ښوونځی پای ته ورسېد، نو د افریقا د ملي کانګریس (ANC) وسله والې څانګې په امخونتو وي سیزو کې وګومارل شو. موتلانته د ۱۹۷۷ز او ۱۹۸۷ز کلونو ترمنځ د ټروریزم قانون پر اساس په روبین ټاپو کې د اپارټایډ ضد کړنلارو له امله زنداني شو. له خوشې کېدو وروسته د کان د کارګرانو له بانفوذه اتحادیې سره یوځای شو، چې دی په کې د ۱۹۹۲ز کال او ۱۹۹۸ز کال په لومړیو کې عمومي منشي و. د اپارټایډ تر پای ته رسېدو وروسته هغه د سوداګرۍ د اتحادیې له خوځښت نه د ANC ملي مشرتابه ته ورسېد. د ۱۹۹۷ز کال له وروستیو نه تر ۲۰۰۷ز  کال پورې د ANC عمومي منشي و. هغه د ۲۰۰۷ز کال په ټاکنو کې د ANC په پولوکوانه کنفرانس کې د ANC د ولسمشر مرستیال وټاکل شو. موتلانته د ۲۰۰۸ز کال په نیمایي کې د پارلمان د غړي په توګه او بیا په ولسمشرۍ کې یې د امبېکي د دویم وزیر په توګه لوړه وکړه، چې دا یې په حکومت کې لومړۍ دنده وه.

یوازې څو اونۍ وروسته، د ۲۰۰۸ز کال د سپټمبر په ۲۵مه چې امبېکي د ANC په غوښتنه استعفا ورکړه، نو موتلانته د پارلمان له خوا د ملي ولسمشر په توګه وټاکل شو. په لویه کچه تصور کېده، چې موتلانته یو موافق نوماند دی، چې تر ۲۰۰۹ز کال د ملي ټاکنو د لنډمهالي حکومت مشري کوي. د ولسمشرۍ په اووه نیمو میاشتو موده کې یې د پخوانۍ ادارې د تګلارو ثبات او دوام ته لومړیتوب ورکړی و. په هر حال د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ یې د روغتیا وزیر منټو تاشابالالا مسینګ ګوښه کړ او باربرا هوګان یې وزیر وټاکه، دا د دې لامل شو، چې د ایچ ای وي او ایډز په اړه د امبېکي تګلارې وروسته شي، چې د انکار او نه منلو له امله پرې نیوکې شوې وې. هغه  د ملي څارنوالۍ په اداره کې هم لوی بدلونونه راوستل، چې د عمومي څارنوالۍ ملي رئیس ووسي پیکولي یې ګوښه کړ او هغه قانون یې ومانه، چې سکارپینز د فساد ضد یو لوړ واحد له منځه یووړ.

زوما د ۲۰۰۹ز کال په می کې ولسمشر شو او موتلانته یې مرستیال شو. د ۲۰۱۲ز کال په ډسمبر کې او د زوما د مخالفینو تر فشار لاندې یې د منګونګ په کنفرانس کې د ANC په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخیسته. اوسنی ولسمشر زوما قاطع بریا خپله کړه. موتلانته د ANC ملي اجرائیوي کمېټې ته د بیا ټاکلو غوښتنه رد کړه او مخکې تر مخکې یې د ANC د مرستیال ولسمشر په توګه د بیاټاکلو لپاره خپله نوماندي رد کړې وه. وروسته تر دې چې د ګوند له مشرتابه نه ووت، نو د ملي مرستیالۍ د دورې په پای کې یې، یعنې د ۲۰۱۴ز کال په می کې یې له حکومت او پارلمان نه استعفا وکړه.

په هر حال، هغه عمومي او سیاسي شخصیت ټیټ ساتلی دی. موتلانته ته په ANC کې په ډېره درنه سترګه کتل کېده او په مکرر ډول د کیڼ اړخو روڼاندو په توګه پېژندل کېږي.[۳][۴][۵][۶][۷]

د ژوند په لومړیو کې[سمول]

موتلانته د ۱۹۴۹ز کال د جولای په ۱۹مه له جوهانسبورګ نه بهر ښارګوټي کې په پخواني ټرانسول (اوسني ګوتینګ) کې زېږېدلی و. نوم یې له خپل نیکه کګالاما مادینګوین نه اخیستی و، چې د بنوني ښار د شورا غړی او وروسته د ډیویټن په نوي جوړ شوي ښارګوټي کې د ټولنې مشر و. د هغه پلار لوېس ماتاکو موټلانټه (په ۱۹۸۹ز کال کې مړ شوی) په سینټ جان کالج کې د پاکوونکي په توګه کار کاوه او وروسته یې د انګلو امریکن لپاره کار کاوه. مور یې مازفاکو سوفیا مادینګون (په ۲۰۱۴ز کال کې مړه شوې) د کور کارګره وه، چې وروسته یې د جامو په فابریکه کې د ماشین جوړونې په برخه کې کار کاوه. موتلانته د تلاتلان ارنست او لکوتا سیډني په نامه دوه کوچني ورونه لرل. هغه د الکساندر په یوه مذهبي انګلیسي ښوونځي فلوشو کې خپلې لومړنۍ زده کړې وکړې، تر هغه چې کورنۍ یې په زوره د سووټو میډولینډز ته وشړل شوه. په ۱۹۶۴ز کال کې انګلیکن کلیسا موتلانته ته په سویزرلنډ کې د زده کړو بورسیه ورکړه، خو د اپارټایډ د بانتو ادارې ورته له هېواده بهر د تلو اجازه ورنه کړه. له همدې امله یې د سووټو په اورلانډو ښوونځي کې زده کړې وکړې او په ځوانۍ کې یې د فوټبال لوبه کوله.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

ولسمشرۍ (۲۰۰۸ز- ۲۰۰۹ز کال)[سمول]

کله چې په پارلماني غونډه کې مونلانته وټاکل شو، نو د پارلمان غړو د زوما په پلوۍ سندرې ویلې، خو  وروسته وویل شو، چې د هغه ګومارنه په ANC او سوداګریزه ټولنه کې او آن د مخالفو ګوندونو ترمنځ پراخ ملاتړ درلود. په پارلمان کې مخالف سیاستمدار پیټر مولدراف داسې احتمال ته اشاره وکړه، چې ښایي موتلانته د زوما واکمني له ګواښ سره مخامخ کړي: [۱۵][۱۶][۱۷]

نن ورځ ANC په تیاره او اوسني کړکېچ کې ښاغلی موتلانته د زمري په توګه ټاکلی، چې موږ ورته د بریا هیله کوو. ایا ANC پر دې هم پوهېږي، چې څنګه یو زمری بې وسیلې کړي؟[۱۸]

موتلانت له لوړې وروسته په خپله وینا کې پارلمان ته ډاډ ورکړ، چې د امبېکي د دولت تګلارو ته به دوام ورکوي. په داسې حال کې، چې د امبېکي اقتصادي تګلارې د زوما په کیڼ اړخي ائتلاف کې محبوبیت نه درلود او د امبېکي پلویان یې نیولیبرال ګڼل. موتلانته خپله کابینه اعلان کړه او تر ډېره یې د امبېکي د کابینې جوړښت ساتلی و او څو وزیران یې بیا وګومارل، لکه د مالیې وزیر ټریور مانویل، چې د امبېکي تر بیا ټاکلو وروسته یې استعفا کړې وه، خو بېرته یې وګوماره. امبته د ولسمشر مرستیال وټاکل شو.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

هغه د اووه نیمو میاشتو په موده کې، د ۲۰۰۸ز کال د سپټمبر د ۲۵مې او د ۲۰۰۹ز کال د می د ۹مې ترمنځ ولسمشر و. هغه خپله لومړۍ او یوازینۍ وینا د ۲۰۰۹ز کال د فبروري په ۹مه وړاندې کړه. په وینا کې یې «لکه څنګه چې تمه کېده، د خپلو نوو پلانونو له اعلان نه یې ډډه وکړه». په داسې حال کې، چې د هماغه کال په وروستیو کې یې د ټاکنو لپاره هم تیاری نیولی و.[۲۴]

د ایچ ای وي او ایډز تګلاره[سمول]

د مبصرینو په نظر، د ۲۰۰۸ز کال په سپټمبر کې د موتلانته له خوا د امبېکی په کابینه کې تر ټولو مهم بدلون له روغتیا وزارت نه د مانتو تسابالالا مسینګ ګوښه کول و. د ایچ ای وي او ایډز په اړه د مانتو تسابالالا مسینګ تګلاره  او په ځانګړي ډول د بوټو له درملنې یې ملاتړ په پراخه کچه وغندل شو، چې باربارا هوګان د موتلانته له خوا د مسینګ ځایناستی شو. موتلانته په نومبر کې وویل: «په سویلي افریقا کې د انکار دوره په بشپړ ډول پای ته رسېدلې». د هوګان ګومارنه او په دغه دریځ یې کارکړنې د ساینسپوهانو له خوا وستایل شوې، هغه د ایچ ای وي او ایډز کړکېچ او د وېروس ضد وړیا درملو ته لومړیتوب ورکړ. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

تقاعد[سمول]

د ۲۰۱۴ز کال د مارچ په ۱۲مه، د ۲۰۱۴ز کال له ټولټاکنو لږ مخکې موتلانته له حکومت او پارلمان نه خپله استعفا اعلان کړه. هغه په خپله وروستۍ پارلماني غونډه کې د ډېرو وکیلانو له خوا وستایل شو او ملنګني موتلانته او د پارلمان زیاترو غړو ته وویل، چې والتر سیسولو هر وخت غوښتل چې موتلانته دې ولسمشر شي. موتلانته له احساسه ډکه خدای پاماني وکړه او ANC یې خپله «لویه کورنۍ» وبلله، چې ترڅنګ یې د «څو غږېزو ټولنو» ارزښت هم منعکس کړ.[۳۵]

شخصي ژوند[سمول]

موتلانته په ۱۹۷۵ز کال کې له ماپولا موکاته سره واده وکړ. دوی مخکې تر دې چې موتلانته ولسمشر شي، سره جلا شول او هغه په ۲۰۱۱ز کال کې ترې د طلاق غوښتنه وکړه. د دوی طلاق د ۲۰۱۴ز کال په مارچ کې په ښه توګه ترسره شو او د ۲۰۱۴ز کال په می کې یې د جوهانسبورګ په هوتن کې له خپلې پخوانۍ شریکې ګوګو متشالي سره واده وکړ، منشالي یوه سوداګره وه. هغه له موکاته نه درې ځوانان بچیان لري، چې نومونه یې: کاګیسو، نټابیسینګ او کاګوموټو دي. موتلانته د جاز موسیقۍ مینه وال دی.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

سرچینې[سمول]

  1. پیوستون : 1042731500  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  3. (په 22 September 2008 باندې). Kgalema Motlanthe: left-leaning intellectual force behind Zuma. The Guardian.
  4. (په 2008-07-13 باندې). Zuma tightens his grip on ANC. Financial Times.
  5. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  6. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  7. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  8. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  9. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  10. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  11. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  12. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  13. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  14. (په 2012-12-13 باندې). Profile: South Africa's Kgalema Motlanthe. BBC News.
  15. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  16. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  17. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  18. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  19. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  20. (په 2008-09-25 باندې). Stability is priority, Motlanthe tells ANC. Financial Times.
  21. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  22. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  23. (په 2008-09-25 باندې). Stability is priority, Motlanthe tells ANC. Financial Times.
  24. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  25. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  26. (په 2008-09-25 باندې). Stability is priority, Motlanthe tells ANC. Financial Times.
  27. (په 2008-11-26 باندې). Study cites toll of AIDS policy in South Africa. The New York Times.
  28. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  29. (په 2008-09-26 باندې). South Africa has a new president, but for how long?. The New York Times.
  30. (په 2008-10-02 باندې). S.Africa health minister vows to make AIDS priority. Reuters.
  31. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  32. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  33. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  34. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  35. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  36. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  37. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  38. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  39. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  40. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  41. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.