کیسه لیکنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کیسه لیکنه

ولې داستان لولو؟[سمول]

د ښو داستاني اثارو لوستل  موږ ته د کیسه لیکنې لار راښیي. که چېرې موږ ښه کتابونه مطالعه کړو، پوهېږو چې لیکوالو له کومو لارو څخه په کیسه لیکنه کې ګټه اخیستې. له شک پرته چې د کتاب په مطالعه کولو او لوستلو سره کولای شو اړین معلومات لاس ته راوړو؛ مګر پاتې دې نه وي، چې مطالعه کول هم د اشخاصو ترمنځ توپیر لري. مثلاَ کله چې له تاسې وپوښتل شي، چې ولې کیسې لولئ؟ ډول ډول ځوابونه ترلاسه کېږي. ځېنې وایي: داستاني اثار لولم ،چې د نورو له مفکورو خبر شم. یا له تاریخ سره بلد شم. یا د نړۍ د مختلفو اشخاصو له ژوند سره آشنایي پیدا کړم اوداسې نور ځوابونه...

مخکې له دې چې پوه شو، ولې کیسې لولو؟ او یا څه تمه له کیسو لرو؟ یوه کیسه څه پوهه موږ ته راکولای شي؟ دا ټول هغه موارد دي، چې کولای شو ، په خپله خوښه يې له کیسو څخه ترلاسه کړو«کیسه یعنې ژوند». په اصل کې لیکوال په یوې کیسه کې د اشخاصو ژوند منعکسوي او هغه ښیي.  کله چې لیکوال د یو چا د ژوند کیسه کوي، په اصل کې د نوموړي شخص ټولنیزې اړیکې،  د هغه  خپل ځاني هیلې او غوښتنې، حتی د هغه له ځاني ستونزو او جنجالونو موږ خبروي . هره کیسه یوه ځانګړي ځای پورې اړوندیږي، که د کیسې د لیکنې له اصولو سره سمه ولیکل شي، موږ  د ټولنو له فرهنګ، آدابو، دودونو، اقتصادي وضعیت، موسمي حالت او جغرافیې سره آشنا کوي. لوستونکي پوهوي چې د هغه ځای انسانان له یو بل سره څه ډول اړیکې لري، اقتصادي وضعیت یې څنګه دی؟ د هغه ځای نجونې او هلکان ښوونځیو ته ځي کنه؟ د هغه ځای خلک د یو بل ستونزو ته رسېدنه کوي کنه؟  د هغه ځای موسمونه تاوده دي او که ساړه ؟ ... ویل شو چې کیسه یا داستان کولای شي له ټولو علومو سره د بلدتیا زمینه راته برابره کړي. البته دا په دې مانا هم نه دی چې موږ په داستان کې تاریخ، جغرافیې، اقتصاد، ټولنه پوهنې، ارواپوهنې... په لټه کې شو. مګر ویلی شو چې د کیسې په اوږدو کې دغه ټول علوم نغښتي دي او کیسه راته له دغو علومو سره د بلدتیا زمینه برابروي.

دلته د لا وضاحت لپاره د کیسې درې بېلګې راوړو.

د کتاب نوم : مور

لیکوال  : لیوباورونکوا

فارسي ژباړه  : فاطمه زهروي

سني ډله : «د»

د کیسې لنډیز[سمول]

د « والنتین» په نوم  نجلۍ  د المان – روسیې په جګړه کې خپل مور او پلار له لاسه ورکړل او له یوې  غریبې کلیوالې کورنۍ سره یې ژوند کاوو. هغې کورنۍ د والنټین په سن باندې څو زامن درلود؛ مګر والنټین له کلیوالي فرهنګ او  ژوند سره بلده نه وه او له ستونزو سره مخ کېږي. هغه ډېره هڅه کوي چې له شرایطو سره ځان برابر کړي. والنټین د هغې کورنۍ د ماشومانو لپاره د نانځکو لپاره د جامو په ګنډلوسره ، د مور ورځې په چشن کې د ګډون او نورو بېلابېلو پرګرامونو کې، د هغې کورنۍ له هر یو شخص سره صمیمې اړیکه نیسي او بلاخره هغه کورنۍ یې خپل اولاد ګڼي.

د کیسې سپړنه:[سمول]

په نوموړې کیسه کې ،د چوکاټ تر څنګ؛ چې وروسته به ورته اشاره وکړو؛ لوستونکي ته له تاریخ، ارواپوهنې، اقتصاد، ټولنپوهنې او نورو علوم سره د بلدتیا ښه زمینه برابره کړې. د دغې کیسې په لوستلو سره پوهېږو چې کله د آلمان او روسیې ترمنځ جګړه کېږي؛ له دې پرته چې دقیق تاریخ ته یې اشاره وشي، د هغه حالت او چاپیریال له مخې چې په کیسه کې انځور شوی، د جګړې له بد حالت سره مو اشنا کوي. پوهېږو چې په هغه وخت کې د روسیې اقتصادي حالت په کومه شرایطو کې وو؟ د روسیې دخلکو اقتصادي حالت څنګه وو؟  او پوهېږو چې  په هغوشرایطو کې دوی څه ډول  د مسولیت احساس کاوواو له عاطفې اړخه څنګه وو؟ پوهېږو چې روسیه په هغه وخت کې څومره اخلاقي اصولو ته ژمنه وه؟ مذهبي وه او کنه؟  له دې سره پوهېږو چې د ارواپوهنې له نظر په کوم حالت کې وه؟  یا په دغه موقیعت کې اشخاص لکه والنټین څنګه له شرایطو سره ځان برابروي او ډېر نور...

◊◊◊

د کتاب نوم : ساداکو

لیکوال: الینورکونر

فارسي ژباړه : مریم پیشګاه

سني ډله : «د»

د داستان لنډیز:[سمول]

یوه نجلۍ د ساداکو په نامه د هیرو شمیا او ناکازاکي بمباریو څخه وروسته چې د امریکې له لوري وشوه ، په سرطان ناروغۍ اخته کیږي، هغه په یوه روغتون کې بستري ده او د ژوندي پاتې کیدو هیله یې نشته؛ خو ساداکو ټولنیزو باورونو ته پناه وړي او هیله پیدا کوي چې د زرو کاغذي مرغانو په جوړولو سره به خپله روغتیا بیرته ترلاسه کړي....

د کیسې سپړنه:[سمول]

دغه کیسه له هر څه مخکې په هیروشیما او ناکازاکي کې د اټمي بم ؛ چې د امریکا له لوري توغول شوی وو؛  په غیرمستقیم او ډېر ظرافت باندې یادونه کوي او ډېر په خواشینې بڼه وروستیو پېښو ته کتنه کوي. په دغه ساده کیسه کې د کاغذي مرغانو په جوړولو کولو سره موږ  دجاپاني ټولنې له دروني او ټولنیزو عقایدو سره آشنا کیږ و.

◊◊◊

د کتاب نوم : کوه مرا صدا زد

لیکوال: محمد رضا بایرامی

سني ډله: «د»

لنډیز:[سمول]

جلال یو کلیوال ځوان دی، چې به ژمي کې د پلار د درملنې لپاره ډاکټر پسې ځي. په لار کې له ستونزو سره مخ کېږي؛ مګر بالاخره کور ته رسیږي. ډاکټر ورته وايي، چې د پلار درملنه یې ناوخته شوې ده. د جلال پلار مري او جلال  د خپلې کوچنۍ خور او مور پر وړاندې د مسولیت احساس کوي. جلال د دوی د ژوند ژغورولو لپاره په بد وضعیت کې دی او له خپل وس نه پورته کارونو ترسره  کولو ته لاس اچوي.

د کیسې سپړنه:[سمول]

په دغه کیسه کې لیکوال د جلال  نومي شخص ژوند انځوروي او موږ د هېواد د سړو سیمو له ستونزو سره اشنا کوي. همدارنګه د هغې سیمې له اقتصادي وضعیت سره مو آشنا کوي، چېرته چې جلال ژوند کوي؛ په ځانګړي ډول د کیسې هغه برخه چې جلال او تره یې د نس مړولو لپاره په سختو سړو کې غره ته د زرکانو ښکار ته ځي. په دغه برخه کې جلال وایي: زه مې  باید له تره سره غره ته لاړ شم او زرکان ښکار کړم؛ ځکه د زرکانو له غوښې څخه  ښه شوروا(شوربا) جوړېږي او ښه شوروا به ترینه جوړه کړو. په دغه کیسه کې د هغه ځای د خلکو له عاطفي اړیکو سره اشنا کېږو. د بېلګې په توګه کله چې ډاکټر د ژمي په سختو سړو کې له دې پرته چې مزد وغواړي، د ناروغانو درملنې لپاره له یوه کلي څخه بل ته ځي.  یا دا چې د کیسې کرکټرونو له یو بل سره د ملګرتیا اړیکه لري، د پام وړ ده. همدارنګه د دغه ځوان احساس د کورنۍ د ستونزو  پر وړاندې...

◊◊◊

که چېرې تاسې په همدا فکر او نظر کتاب ولولئ، حتما د کتاب په بېلابېلو برخو کې له نوي فکر او نظر سره بلدیږئ او له هغه نه خوند اخلئ.دغه ډول مطالعه کیدای شي ، تاسې د نورو کتابونو مطالعې ته وهڅوي. ځکه چې هره کیسه تاسې له نوې نړۍ، نوو اشخاصو او نوي ژوند سره اشنا کوي. دېته باید پام وکړو چې د خپلې پوهې د پورته وړلو لپاره باید موږ خپله مطالعه ډېره کړو؛ تر څو د غوره لیکلو لپاره لار پیدا کړو.

تمرین:[سمول]

دا چې اوس تاسې پوه شوئ، چې ولې باید داستانونه ولوستل شي او د څو کیسو لنډیز سره هم بلد شوئ. اوس څو نورې کیسې د ټولنیزوالي، جغرافیایي، اقتصادي، ارواپوهنیز او نورو اړخونو له مخې وارزوئ.  مثلاَ وګورئ، هغه کیسه چې تاسې لولئ، کوم ښار او هېواد پورې اړونده دی؟ بیا یې په کیسه کې د انسانانو ترمنځ اړیکه و ارزوئ او وګورئ، چې د اشخاصو ترمنځ عاطفي اړیکه څنګه ده؟ یا د هغه ځای خلک له اقتصادي لحاظه په کوم وضعیت کې دي؟ په کیسه کې د راغلو خلکو د اوسیدو سیمیې هوا سړه ده او که توده؟ د خلکو رسم او رواج څه ډول دی؟ د عقیدې له مخې کومو شرایطو کې دي؟ او...

څنګه ولیکو؟[سمول]

یوه ورځ تاسې ته یوه پېښه پیدا کیږئ، یا تاسې د یوې پېښې شاهد یاست، یا هم له چانه د یوې پېښې کیسه اورئ او بیا دغه کیسه خپلې مور او کوم ملګري ته په جزیاتو سره نکلوئ یا  ټوله پېښه مو مور او یا هم ملګري ته وایئ. همداسې که تاسې لیکوال یاست، ټوله کیسه په سپین کاغذ باندې لیکئ. لکه څنګه یې چې خپلې مور ته وایئ، هماغه ډول یې په کاغذ لیکئ. نو لیکل هم لکه ویل اسانه دي. که پام وکړو، هغه څوک چې ښه غږیږي، په هماغه ډول کولای شي، ښه یې ولیکي؛ په دې شرط چې باید پوه شي ، چې لیکل هم لکه خبرې کولو غوندې اسانه دي. ډیری فکر کوي، چې لیکل یو سخت عمل دی او حتی په درسي ټولګیو کې ډېری زده کوونکي هڅه کوي چې هر څه په شفاهي ډول ووایي. ځینې وخت له لیکلو ویریږي. د اداري لیکنو او غوښتنلیکونه په اړه هم همداسې خبره ده، حتا ډیر د لیکلو له ویرې له غوښتنلیک او نورو لیکنو څخه ځان په ډډه کوي. ډیری بیا  غواړي یو څه ولیکي، خو ډېر وخت فکر کوي چې له کوم ځایه یې پیل کړم. خو که  چېرې ترینه غوښتنه وشي  چې د هم هغې موضوع په  اړه خبرې وکړه، له فکر کولو پرته یې  پیلوي او ممکن دی چې خبرې یې ساعتونه وغځیږي. کله چې له یوه زده کوونکي غواړئ چې خپل ورځنی یاداښت ولیکئ، دغه کار ورته سخت تمامیږي. همدغه کس چې کله خپل مور  وویني ټوله کیسه له کمي او زیاتي پرته ورته ټکي په ټکي بیانوي.

کیدای شي خبرې کول په دې خاطر اسانه وي، چې ډېر تکرار او تمرین یې کېږي. موږ له ماشومتوب نه خبرې کوو او هره ورځ د خبرو تمرین کوو؛ مګر ډېر کم پېښيږي چې موږ دې لیکل تمرین کړو. ځکه نو وایو چې؛  تکرار او تمرین د پرمختګ یو له مهمو عواملو څخه دی. که چېرې لیکل د خبرو کولو په اندازه تمرین کړو، بیا به په لیکلو کې هم بریالي یو.

باید دا ټکی هم هیر نه کړم، چې د خبرو کولو طریق هم توپیر لري. مثلاُ دوه تنه یوه ټوکه کوي یو یې په داسې لحن او بڼه وايي چې هېڅوک ورته نه خاندي او دویم کس یې داسې وايي چې ټول ورته خاندي. یا فرض کړئ دوه تنه د جګړې پیښه بیانوي. لومړی یې داسې تعریفوي چې هېڅوک اغېز لاندې نه راولي. دویم یې په داسې ډول بیانوي چې ټول تر خپل اغېز لاندې راولي. دا چې د بیانولو طرز بېل دی، همداسې لیکل هم توپیر لري.  ممکن دوه کسه یوه پېښه داسې ولیکي، چې یو کس یې لوړو او ژورو او وړو او غټو ټکو ته پام وي،یا په اصطلاح تر ښاخونو او پاڼو پورې یې رسوي. بل کس هماغه کیسه او پېښه په داسې شکل لیکي چې د لوستونکي پام ځانته نشي اړولی.

اوس پوه شوو چې لیکل هم دویلو په څیر عمل دی ، چې چاته د یوې پېښې په هکله نکل کوئ، وروسته هماغه کیسه د کاغذ پر مخ ولیکئ؛ بیا یې په لوړ اواز ولولئ. له دې کار سره تاسې په خپل ځان کې د لیکلو جرات پیدا کوئ.

باید ووایو چې د لیکلو ژبه د ویلو له ژبې سره توپیر لري، چې تاسې کولای شئ د لیکلو په وخت کې دغه توپیرونه په پام کې ونیسئ.

مثلاً یو کس چې په خپله لهجه خبرې کوي.

« هېڅ وړکی زموږ صنف ته نه وو رغلی، تاسې سره خکمت هم رغلی وو، هغه وړکی څرګه دی؟» دغه د یوه سیمه ییز ګړدود بېلګه ده ، که یو لیکوال په داسې ګړدود لیکل وکړي، ښکاره ده ، چې د بلې سیمې اوسیدونکی به یې په لیکلو پوه نشي ،ځکه کیدای شي له لهجې سره یې بلد نه وي او د دغو جملو ویل ورته سخت وي. دویم دا چې که څوک وغواړي دغه متن نورو ژبو ته وژباړي، کیدای شي ژباړن د ژباړې په وخت کې له ستونزو سره مخ شي.  باید د لیکلو لپاره داسې ژبه وټاکو چې زموږ د هېواد رسمي ژبه وي او ډېری ویونکي ورسره بلد وي. ګړدود  ته باید د لیکلو په وخت کې پام ونه کړو.(( کیدای شي په ځېنو هنري اثارو کې د کرکټرونو ژبه په هغه کچه چې د اړوند کرکتر په پيژندلو کې مرسته وکړي ، په لهجوي بڼه هم ولیکو. ژباړن))

که وغواړو همدغه متن په لیکنۍ ژبه ولیکو، باید معیاري او داسې کلمې ولیکو چې په تلفظ کې بشپړې وي.

« هېڅ زده کوونکی زموږ صنف ته نه وو راغلی، تاسې سره حکمت هم راغلی وو، هغه هلک څنګه دی.» په دغه متن کې وړکي پر ځای زده کوونکی یا هلک، څرګه پر ځای څنګه راغلی،د رغلی پر ځای راغلی ،د خکمت پر ځای حکمت ؛ ( زموږ خوستۍ لهجه کې ح – خ تلفظ کوي) »

لکه مخکې مو چې وویل لیکوال کولای شي خبرې اترې یا ډیالوګ چې په کیسه کې راغلي،  د اشخاصو په ځانګړي لهجه او لحن باندې ولیکي. په دې اړه به راتلونکې برخه کې واضح ډول خبرې وشي.

بله خبره دا چې د لیکلو په وخت ورته پام  کول مهم دی، دا دی چې کیدای شي د خبرو پر مهال اضافي جملې وکارول شي؛ مګر کله چې متن یا پېښه لیکل کېږي، له لیکلو وروسته یې باید سمون ( اېډېټ) وکړو، اضافې جملې چې د متن په ښکلا کې ونډه نه لري ترینه وباسو. د خبرو پر مهال ممکن د جملې ترکیب ته پام ونشي؛ مګر د لیکلو پر وخت کې د جلمې ترکیب  ته باید پام وشي. که چېرې د متن د ښکلا او آهنګینۍ لپاره د جملې ترکیب ماتیږي، د متن له نورو برخوسره باید هم اهنګه وي.

د وینا او لیکنۍ ژبې توپیر په لاندې ډول دی.

-        د ویلو ژبه له لجهې سره وي، مګر د لیکنې ژبه کې لهجه حذفیږي او د هېواد له رسمي ژبې باندې لیکل کېږي.

-        د ویلو ژبه کې ممکن اضافي کلمات او جملې وکارول شي؛ مګر په لیکنۍ ژبه کې هغه جملې حذفیږي، چې متن ته ښکلا نه ورکوي او اضافي وي.

-        د ویلو ژبه کې ممکن د فعل ځای تغیر شي لکه« ودې مینځل لوښي؟» مګر په لیکنۍ ژبه کې جمله باید له سمه ترکیب باندې وکارول شي. لکه« لوښي دې ومینځل؟»

تمرین[سمول]

هغه پېښې او کارونه چې په دې وروستیو ورځو کې ورسره مخ شوي یاست، د کاغذ پر مخ ولیکئ اوکوښښ وکړئ بل چا ته یې ووایاست او د پېښې د بیانولو په وخت کې مو خبرې ریکارډ کړئ. وروسته یې د کاغذ پر مخ هماغسې ولیکئ او بیا یې د لیکنۍ ژبې له مخې اېډېټ کړئ.

-        کلمې مو چې په مات شکل لیکلي، جوړې یې کړئ.

-        اضافي کلمې او جملې لرې کړئ.

-        جملې په سم  او معیاري ترکیب سره ولیکئ.

کیسه له کومې برخې پیل کړو؟[سمول]

کله چې غواړئ یوه  پېښه یا کیسه چاته بیان کړئ، له کوم ځای یې پیلوئ؟ ایآ له پیلولو مخکې یې د پېښې په اړه فکر کوئ؟ آیا له چا پوښتئ، چې له کوم ځای یې پیل کړم؟ خودا طبيعي ده چې کله یوې پېښې سره مخ شوي یاست او  غواړئ چاته یې په شفاهي بڼه بیان کړئ، له سریزې  او فکر پرته یې له یوې برخې پیلوئ.

ټول خلک د روځنيو پيښو د بیان لپاره چې ورسره مخ شوي، پرته له دې چې ډیر فکر پرې وکړي، له یو ځای یې پیلوي.تاسې کولای شئ د خپلو او یا د څنګ ګاونډ ملګرو د خبرو ته پام وکړئ، پېښه او خاطره یې ثبت کړئ، وروسته یې پیل ته پام وکړئ؛ هر څوک، هره پېښه د ځانګړې سلیقې او د پېښې د نوعیت له مخې له یوې نقطې پیلوي.

فرض کړئ تاسې له ښوونځي څخه د بېرته راتګ په وخت کې له ملګرو سره په ګډه د موټر د ټکر د پېښې شاهدان یاست. هر یو غواړئ پېښه خپلې مور ته بیان کړي، هرڅوک یې له بېلابېلو ځایونو پیلوي.

لومړی کس یې داسې پیلوي: مورې! خبره نه یې چې نن د واټ پر سر څه وشول؟

دویم کس: په سړک یو درز پورته شو، لږ چې مخکې لاړم، د سړک منځ کې یو وړ موټر له بس سره ټکر کړی و.

درېیم کس: سړک کې ګڼه ګوڼه وه، دښېښو ټوټې د سړک هرې خواته پرتې وې. 

څلورم کس: مسافر يې وپوښتل ؛څوک ملامت وو؟ پولیس ځواب ورکړ، نه پوهېږم څوک ملامت و، له څېړنو وروسته به معلومه شي.

لکه څنګه چې څو کسانو یوه پېښه  په بېلابېلو بڼو او په خپله خوښه پیل کړه؛ د داستان د پیلولو لپاره هم  همداسې کومه ځانګړې قاعده او قانون نشته او په دې اړه بېلابېل نظرونه شته دي. ځېنې وایي، ښه ده چې کیسه په یوې پېښې پيل شي. ځینې نور بیا په دې باور دي، چې په خبرواترو دې پیل شي. څوک یې د چاپیریال په تشریح او ستاینه باندې پیلوي. ځینې بیا فکر کوي، چې له مهم ټکي دې کیسه پیل شي. خو ښه خبره دا ده، چې کیسه په داسې شکل پیل شي، چې د لوستونکو لپاره د « ولې» پوښتنه پیدا شي.

څه چې وویل شول دا یوازې یوه نظریه وه، کومه ځانګړې قاعده نه ده. مګر ادبپوهان په دې باور دي، چې باید کیسه لومړیو څو کرښو کې لوستونکی ځان ته جذب کړي، یعنې لوستونکی په لومړیو کې دکیسې لوستلو ته وهڅوي.

دلته د کیسو څو بېلګې راوړ چې څنګه پیل شوي:

۱ بېلګه:[سمول]

له پخلنځي یې غږ اورېدل کېده. نه پوهېږم څه وایي؛ خو دومره پو شوم چې په څه خبره یې شور دی. وروسته یې غږونه کم شول او مور یې  په ژړا پیل کړه. جورج ته مې لغته ورکړه، فکر مې وکړو چې وېښ به شي او څه به ورته ووایي؛ هغه وخت به وشرمیږي او له دې کار ه به لاس واخلي. مګر دجورج  فکر چیرته دې خبرو ته رسیده ، له دې سره یې په چیغو پیل وکړ او پښې يې پر ځمکه ځمکه وهلې.

ورته په خبرو ګډ و چې:« ولې دومره سلګۍ وهې، اوس ځم ورته وایم یې!»

ومې ویل:« یو ځل خو دې له ککرۍ کار واخله ؟ دوی سره نښتي او مور ورته په چیغو ژاړي، ته خو ورته غوږ شه .»

له بالښت نه یې سر پورته کړ او غوږ یې ونیو.« ما ته څه؟» مخ یې دیوال ته کړ او بېرته ویده شه.

لږ شیبه وروسته مې تر غوږ شول  ،چې پلار مې په چټکۍ له کوره ووت ، ور یې له قهره په زغرده وواهه.غوښتل یې ځان د بس تمځای ته ورسوي. مور مې مخکې راته ویلي وو چې پلار دې غواړي له ما بیل شي. ما غوښتل چې وایې ورم.

(یوه هم خبره ونه کړه، جامع کلیسا- ریموند کارور)

۲ بېلګه:[سمول]

افسانې وویل:

مورې! مورې! لاسونه مې ونیسه چې ورکه نشم.

مورې هم وویریده او هم یې وخندل:

-ښه لورې! بېغمه اوسه، نه ورکېږې، موږ ته ګوره.

-هر ځای ته مه ګوره. ما او پلار ته دې ګوره چې ګڼه ګوڼه کې ورکه نشې.

-څه کېږي مورې، چې لاس مې ونیسې؟

- ولې نه وینې چې لاسونه مې بند دي.

- د پلار لاسونه مې هم بند دي؛ نو څه وکړم؟

- سترګې خو لرې! موږ ته ګوره او چټکه راځه، څومره خبرې کوې. راځه.

(د «تکت درخت» داستان ، د « لبخندانار» له داستاني ټولګې څخه) – د هوشنګ مرادي کریاني لیکنه)

۳ بېلګه:[سمول]

لمر ښه لګېده. سپرلی راغلی او تللی و؛ مګر د ژمي سپین رنګ د غرونو په سر پاتې وه. د غرونو لوړې څوکې له دې ځایه سمې نه ښکاریدې، ددې لپاره چې دغه څوکې وګورې باید پر واټ لږ مخکې کې تللی وای. هغه وخت دې درې د غرونو څوکې یوه لږ مخکې او دوه لږ ډېرې مخکې لیدلای شوای او کولای دې شوای چې څلورمه څوکه هم هاخوا ووینې، خو چې لږ نور هم مخکې تللای وای. غرونه خړ  او سپین وو. د مسي تنګی نومیده، خړ و، شین و، بانجاني و، ژیړ و او ډېر نور رنګونه یې درلود. په ځانګړي ډول هغه وخت چې د غرونو ګلانو به له هر ځای سر راپورته کړ، حتا د تیګو له منځه هم . اوبه سپینې وې، له پاسه تر ښکته پورې، ټولې سړې وې، دومره سړې وې، چې اوړي کې هم چا نشوای کولای ، څو شیبې  په کې ودرېږي.

( سحتون – ناصر ایراني)

۴ بېلګه :[سمول]

ټوله هغه ورځ او وروسته له غرمې تر شپې پورې یې غوښتل چې له خپل  پلار نه وپوښتي. پوښتنه یې لکه  د مڼې پټوکی چې د چا په ستوني ونښلي ، بنده وه . کله چې دخپل خوب ځای ته لاړ فکر  یې وکړ چې د پوښتنې کولو وروستی چانس دی. د پلار یې سبا تصمیم نیوه ، چې  وختي د تره کریسپین له راتګ  څخه وروسته روغتون ته لاړ شي. د کریسپین تره  په دې موخه راته چې اما د بکانیک خلیج ته له ځان سره د دوه اونیو لپاره ترور کره بوځي.

(  ساحلي کلی ، پائو لافاکس)

که پورته د داستانونو پیل ته فکر وکړو، هر یو په بېلابېلو بڼو پیل شوی. لومړی کیسه په یوې پېښې، دویمه په خبرواترو، درېیمه په ستاینې، څلورمه له یوې مبهم ټکي پیل شوې.

ممکن ځینې نور داستانونه وي، چې په بله بڼه پیل شوي وي.  له دې وروسته چې داسې هره کیسه لولئ، د کیسې پیل ته هم پام وکړئ او له ځان سره تصمیم ونیسئ چې خپله کیسه څنګه پیل کړو؟ په خبرواترو؟ پېښې؟ یا له یوې مبهم ټکي، یا هم په بله بڼه؟

تمرین:[سمول]

خپل یو ژوند لیک یا یوه پېښه د بیانولو په وخت ضبط کړئ ، ورسته یې په کاغذ باندې ولیکلئ. بیا یې پیل ته پام وکړئ او وګورئ چې څه ډول پیل شوې؟  کله چې پوه شوئ، مثلاً ستاسو دغه ژوندلیک په ستاینه پیل شوی  دی ، بیا یې پیل  ته بله بڼه ورکړئ او ټول له یوبله سره پرتله کړئ. وګوره چې د خپل ژوند لیک د پیل لپاره دې کومه بڼه مناسبه ده؟

د لیکلو لپاره باید څه ډول سوژه وټاکو؟[سمول]

تاسې هر وروځ له سهار تر شپې پورې له زیاتو مسایلو سره مخ کېږي یا ډېر کارونه ترسره کوئ. مثلاَسهار له خوبه وېښیږې، له لمونځ او سهار چای وروسته ښوونځي ته چمتوالی نیسې. له کور نه تر ښوونځي پورې ځې او په معمول شکل د ښوونځي  په  پیلني پروګرام  کې ګډون کوې ، بیا  ټولګي ته ځې، له هغه وروسته بېرته کور خواته ځې. دا ټول نه یوازې تاسې ترسره کوئ؛ بلکې ټول ملګري مو دا کار هره ورځ ترسره کوي. تاسې عادي مسایل هېڅ وخت نه نکل کوئ. که چېرې یوه ورځ تاسو ته دورځنيو چارو په څنګ کې کومه ځانګړې پېښه وشي؛ هڅه کوئ چې چاته یې ووایئ. د مثال په توګه که چیرته مو هغه ټولګیوال ته پام شي چې مور او پلار یې په جګړه کې شهیدان شوي دي، او له بلې کورنۍ سره ژوند کوي. کور ته په رسېدلو سره لومړی د کور غړو او یا هم ملګرو ته دا کیسه کوئ.  همداسې یو لیکوال هم چې کله له ورته پېښې سره مخ شي، هغه د کاغذ پر مخ لیکي. په اصل کې د کاغذ پرمخ له لیکلو سره یې خلکو ته بیانوي یعنې کله چې یوه کیسه لیکي په داسئ احساس یې لیکي چې ګواکې ورته ډیر خلک ناست دي او دی یې ورته بیانوي . یا داسې فکر وکړئ چې لیکوال د واټ پر سر یو هلک او جنۍ ویني، چې د کور لار یې ورکه کړې، هغه د خپلې کیسې موضوع  همدا مسئله ټاکي. داسې  چې دغه هلک او جنۍ چېرته  ځي او څنګه یې کور ورک کړی دی، څه ورته پېښ شوي او وروسته څنګه او د چا په مرسته کور پیدا کړي. لیکوال د دغې سوژې اړوند یوه خیالي کیسه لیکي.هغه په اصل کې دغې مسئلې ته چې« هلک او جنۍ یې خپل کور ورک کړی.»  پراختیا ورکوي او د کیسې په شکل یې پنځوي.

یا دا چې ګوري« یو سړی له خپل آس سره  د زړه خواله کوي»  هغه د خپلې کیسې یا داستان سوژه ټاکي. داسې چې، نوموړی سړی څنګه او چېرته له خپل آس سره خبرې کوي؟ څه خبرې د دواړو ترمنځ تبادله کېږي؟ لیکي.

یا کله چې اوري « یوسپي خپل مالک ته لیک لیکلي» دغه موضوع ټاکي په دې اړه لیکي چې سپي څنګه لیکل زده کړل؟ څومره یې له مالک سره اړیکه وه؟ او څه یې په لیک کې لیکلي؟ په دې اړه خپله کیسه لیکي.

د لیکوال په ذهن کې چې لومړنۍ جمله ګرځي، د داستان موضوع یا سوژه – لومړنی فکر  ورته وایي.

اوس چې پوه شوو، سوژه- لومړنی فکر څه دی؟ اړینه ده چې په کیسه کې د سوژې ځانګړنې وپېژنو. د کیسې سوژه  ځینې ځانګړنې لري، دلته به یې یادونه وکړو.

په کیسه کې د سوژې ځانګړنې:[سمول]

د سوژې یوه ځانګړنه دا ده چې له ورځني عادي کارونو څخه بیله وي، یعنې داسې کارونه نه وي، چې خلک ورسره هره ورځ مخ کېږي. ځکه که داسې موضوع بیان شي. لوستونکو ته به په زړه پورې نه وي.

بل دا چې ، له هغه فکر یا سوژې سره چې تاسې مخ کېږئ، باید و سعت شونیتا په کې وي ، یعنې داسې موضوع وي چې لیکوال یې تفصیل ورکړی شي. مثلاً  د همدغې سوژې« هغه نجلۍ چې مور او پلار یې له لاسه ورکړي» په اړه  ډېر څه  لیکلی شئ.   د هغې جنۍ د یوازیتوب په اړه او دا چې څنګه یې هغه کورنۍ پیدا کړې، چې اوس ورسره ژوند کوي. یا څنګه یې وکولای شول، چې له کورنۍ سره اړیکه پیدا کړي؛ ویې لیکي. یا د دغې نجلۍ د سیالیو او محرومیتونو به اړه چې په دغې کورنۍ کې یې له خپلوهمزولو ماشومانو سره لري. د نجلۍ د هڅو په اړه چې کور کې د اوسېدلو لپاره یې ګالي او چې څنګه  یې وکولای شول، په کورنۍ کې د لور په توګه ومنل شي. یا دا چې له ټولو ستونزو سره سره یې  بیا هم وکولای شوله شرایطو سره ځان برابر کړي. تر اخر...

د« مور» کتاب لیکوال همدغې سوژې ته وسعت ورکړی او د کیسې په شکل یې لیکلې. په اصل کې دغې سوژې د پراختیا وړتیا درلوده.

بله دا چې سوژه باید په زړه پورې، نوې او د منلو وړ وي. دومره باید تکراري نه وي، چې خپله اغېزه له لاسه ورکړي. ځینې کیسې شته چې موضوعات یې نوي نه دي، مګر لیکوال له نوې زوایې هغه ته کتلي. مثلاً ویکتورهوګو- بیوزلان. مخکې له هوګو نه ډېرو لیکوالو« د هغو اشخاصو په اړه چې د فقر له امله له ستونزو سر ه مخامخ کیږي»  لیکل کړي؛ مګر هوګو په داسې شکل او ژبې لیکلي، چې د ډېرو لوستونکو پام ځان ته ګرځولی.

دلته د څو کیسو سوژې راوړو.

- هغه مور چې د ستونزو له امله خپل ماشوم د لار په سر پریږدي.

- نجلۍ چې مور او پلار یې په جګړه کې له لاس ورکړي او اوس په بله کورنۍ کې اوسېږي.

- نجلۍ چې فکر کوي د زروکاغذي وحشي مرغانو په جوړولو به وکولای شي له مرګه وژغورل شي.

- سړی چې خپل هویت پر طلا او قمیتي کاڼو پلوري او له هویت پرته له ستونزو سره مخ کېږي.

- هلک چې کوښښ کوي، خپله کورنۍ له غریبۍ وژغوري.

- سپی چې مالک  یا خاوند ته یې لیک لیکلی.

- سړی چې له خپل آس سره د زړه خواله کوي.

تمرین:[سمول]

له خپل فکر څخه د کیسو څو سوژې د کاغذ پرمخ ولیکئ. د سوژې کومې ځانګړنې چې وویل شوې، خپلې سوژې ورسره پرتله کړئ. وګورئ چې له هغو ځانګړنو سره چې ومو لوستل، مطابقت لري کنه؟

-        د کیسو سوژې مو  عادي او معمولي دي او که د غیر عادي او غیر معمولي؟

-        لیکوال څنګه کولای شي، خپلې سوژې ته پراختیا – وسعت ورکړي؟

-        آیا دغه سوژه ستاسې لپاره په زړه پورې دي؟ نوې دي او که تکراري؟