کړنی سېک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
A. A schematic view of an idealized action potential illustrates its various phases as the action potential passes a point on a cell membrane. B. Actual recordings of action potentials are often distorted compared to the schematic view because of variations in electrophysiological techniques used to make the recording

کړنی-سېک يوه داسې برېښناييزه څپه ده چې د سلولونو پر پردې خپل مزل وهي. کړنی-سېک د حېواني ژوند يو اهم توکی دی، او د نسجونو تر مېنځ په ډېرې چټکۍ سره د مالوماتو لېږدنه رالېږدنه د همدغې څپې کار دی. کړني-سېکونه په بوټو کې هم پېښېږي. همدا څپې د بېلابېلو سلولونو لخوا جوړېږي، خو په لويه کچه د عصبي غونډال لخوا ډېر زيات د نيورانونو تر مېنځ د مواصلاتو له لارې د مالوماتو لېږلو لپاره کارېږي، ددې تر څنگ د نيورانونو نه د بدن نورو نسجونو ته لکه عضلاتي نسجونو او مرغړيو ته هم د مالوماتو د لېږد په چارو کې همدا څپې کارېږي.

په بېلابېلو سلولونو کې کړني-سېکونه ټول يوشانتې نه دي او آن په يوه سلول کې د ځانگړنو او د سلول په بېلابېلو برخو کې د کړني-سېکونو کچه يوشی نه ده. د ساري په توگه د زړه کړني-سېکونه په ښکاره توگه د ډېريو نيورانونو د کړني-سېکونو سره خورا توپير لري. دا ليکنه په ځانگړې توگه د يوه ټيپيک يا عام کړني-سېک په هکله چې په اکسونونو کې پېښېږي ليکل شوې.