کينډۍ:تانبه:تاریخ/زوکړې او مړينې/1

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پخوانی افغان هېوادمشر حامد کرزی

حامد کرزی (٢٤ د ډېسمبر، ١٩٥٧ - ) (په انگرېزي: Hamid Karzai) د افغانستان لومړنی ولسمشر دی چې په افغانستان کې د امريکاپه پراخ پوځي او وټه ییز ملاتړ په تشریفاتي ټولټاکنيز پیر د ۲۰۰۴م کې د ولسمشر په توگه وټاکل شو. نوموړی د ٢٠٠١ کال د ډېسمبر له مياشتې تر ۲۰۱۴م زېږديز د ۲۹م سپټمبر د افغانستان د ولسمشرۍ دنده لرله او دوه واره د افغانستان د ولسمشر په توگه د ټکني مافيايي سياست په چوکاټ کې په ډله ییزو هلوځلو وټاکل شو. پوره ديارلس کاله یې د افغانستان په سياست کې نړیوالتوب سياست ته منډې ترڼې ووهلې او کورنۍ سياسي تگلوری يې د نورو لخوا سمبالېده چې له مخې یې ټول هېواد کې گډوډسالاري مروجه کړه. د ښاغلي له دندې څخه د وتنې په وخت د بي بي سي نړېوال ټلویزيون د مخورې خبريالې لیس ډوسېټ سره په مرکه کې دؤو اړینو پوښتنو ته چې داسې وې (ستاسو د حکومت په ديارلس کلنه دوره کې څه لاسته راوړنه لرۍ ؟ او په څه باندې ډېر پښېمانه ياست ؟ ) نو په ځواب کې یې ښاغلي حامد کرزي ووېل . د هېواد په کچه د وینا آزادي او د نجونو لپاره د ښوونځيو جوړول ، همدارنگه پښېماني پدې چې سوله مې رانسوای راوستلای او پاتې راغلی يم)