کينډۍ:تانبه:افغانستان/ټاکلې لیکنې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ګلبدين حكمتيار (۱۳۲۷ هـ. ل.) د افغانستان پخوانی لومړی وزير او د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر او لومړنیو جهادي رهبرانو څخه دی. نوموړی يو پخوانی سختدريځه جهادي رهبر و بيا پدط وروستیو کې وروسته د طالبانو د راتګ سره يې سياسي دريځ نرم کړ او اوس يو نرمدريڅه اسلامپالی سياستوال دی چې له څو لسيزو څخه د افغانستان په سياست کې ښکېل دی . بېلابېل افغاني سياسي نظامونه يې پخپلو سياسي او جهادي تګلارو اغېزمن کړي. هغه د روسانو پر وړاندې د جهاد ۷۰٪ سلنه فعال و او ګوند يې تر ټولو ډېره جهادي مخینه لري.همدارنګه يې تر ټولو ډېره مالي او پوځي مرستې د پاکستان، عربي هېوادونو او امريکا څخه ترلاسه کولې . په افغانستان کې يې د چريکي جګړو لپاره ډېر افغانان روزلي. کله چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پيل شوه نو د ګلبدين حکمتيار ګوند په دغې جګړه کې يو فعاله ګړند و او د هغه وخت د لنډمهاله حکومت پر وړاندې د يو مخالف اړخ په توګه د شورای نظار او جمیعت پر سختدريځه ځانځاي سياسي تګلارو چې تاجکي نشنلزم يې په محور کې څرخېده اړخ بدل کړ .