کولرا
د ويکيپېډيا لخوا
کولرا یا وبایی ناروغي د اسهال یوه ساری ناروغی ده چې د ویبریو کلرا (Vibrio cholerae) د باکټریاګانو څخه منځ ته راځي. داوبایي ناروغي له ناپاکو، ککړوخواړو( غذا) اوناپاکوککړواوبوڅخه چې زیاتره وخت دسېلابونوله راتګ اودچاپېریال دککړتیا له امله دڅښلوپه اوبواوغذا کی دوایبریوکولرې باکتریا ګډیږي او په انسانانولګیږي اونښې یې دانسان په وجودکی له ۵-۱ ورځووروسته په ناڅاپي توګه دسخت اسهال اوکانګو(قی) په بڼه راښکاره کیږي چې دبدن اوبه اونورمایعات په خطرناکه توګه اغېزمنوي. که بې له ځنډه اوپروخت یې تداوي ونه شي نو دبدن داوبو ضایع کېدنه اودنورومایعاتوبې انډؤلي په ۲۴ ساعتونوکی دمرګ سبب کېدای شي