که د روباټ (Robot) په اړه نه پوهیږئ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

که د روباټ (Robot) په اړه نه پوهیږئ

که د روباټ (Robot) په اړه نه پوهیږئ دا لیکنه حتماً ولولئ: روباټ د کمپیوټر په واسطه پرواګرام شوي ماشين دى، چې ډير پيچلي مشکلات په اتومات ډول ترسره کوي او د انساني زحمت پرځاى کارول کیږي. روباټ د بهرني عامل يا هم خپله د روباټ په داخل کې لګيدلي سيسټم په واسطه کنټروليږي، چې د جورج ډيول له خوا په 1954 کال کې جوړ شو. روباټ د ډيزاين، ساختماني او عملیاتي برخو کې کارول کیږي.

له دې هم خبر شئ: What is Performance Management and why is it important

که د روباټ (Robot) په اړه نه پوهیږئ دا لیکنه حتماً ولولئ که د روباټ (Robot) په اړه نه پوهیږئ دا لیکنه حتماً ولولئ

روباټ یعنې څه؟

د robotic کليمه چې د Asimov’s لخوا لومړي ځل کارول شوي، د روباټ د قوانینو په برخه کې وايي، چې روباټ باید انسان ته تاوان ونه رسوي او روباټ باید د انسان د امر تابع وي. روباټ څخه د ډېرو پيچلو او خطرناکو کارونو لکه فابریکو، تفریحي، ترانسپورت، فضايي څيړنو، لابراتواري کارونو، وسلو، طبى عملیاتو او داسې نورو لپاره ترې ګټه اخيستل کيږي.

روباټ رامنځه ته کیدل:

فابريکو د کارونو په برخه کې د Unimate په نامه لومړي ځل يو روباټ رامنځته شو، چې ډير قوي جوړ شوي وه، چې وروسته په دى برخه کې مختلف روباټونه رامنځته شو. د تفریح لپاره د Toy روباټ په 1980 کال کې رامنځته شوه چې دا ډير حساس وه او د غږ او رڼا په مقابل کې به يې حرکت کاوه. په 1999 کال کې د سوني کمپنۍ لخوا د سپى په څېر د AIBO په نامه روباټ جوړ کړ، چې ډير قوي مايکرو پروسيسر په کې لګيدلي وه. که څه هم د دغه روباټ لومړني قيمت 2500 ډالره وه، خو په لومړني خرڅلاو کې د انټرنيټ پر مخ 5000 دانې خرڅ شوه.