کنصف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کنصف د غزني ولایت د اندړو ولسوالي یو کلی ده، کنصف له تاریخي پلوه ډیر اوږد قدامت لري داسې انګیرلی کیږي چې د اندړو ولسوالي له ایجاد سره سم د کنصف کلی را منځ ته شوی. کنصف په دې ډیر مشهور ده چې دلته د اندړو د لکڼخیل قوم خانان او ملکان اوسیدل. د دوئ تاریخې قلعه اوس هم په غزني ولایت او په ځانګړې توګه د اندړو په ولسوالي کې خاص شهرت لري. کنصف د غزني له ښار څخه شاوخوا پنځوس کیلومتره فاصله لري. درنښت صفي الله سلطاني