کمال خان بند
کمال خان بند د هلمند پر رود د اوبو د مخ گرځوني یو بند دی چې د نیمروز ولایت د چار برجک ولسوالۍ کې د زرنج له ښار څخه د ۹۵ کیلومترو په واټن کې پروت دی. کمال خان بند د پخوا زمانو څخه جوړ و چې د تیمور لنگ سره د سیستانیانو د سخت مقاومت او دته ډیر زیانونه دده د قهر او غضب سبب شو او د سیستان یا اوسنۍ نیمروز د اوبو حیاتي بند یې ړنگ گړ چې سیستان بیا خرابه پاتي شو، په ۱۳۴۵ کال کې د کمال بند د جوړولو سروی پیل شو او کار هم ورباندی شروع شو چې د داوود خان په وخت کې کار یې چټک شو او ویل کیږی چې داوود خان پخپله ددی څخه یې لیدنه کړی و خو د کمونسټی کودتاه څخه وروسته کار یې بند شو او د مجاهدینو د حکومت په راتلو سره ددی بند په میلونهاو ډالره ماشینو او وسایل لوټ شول، د نوی حکومت د جوړیو څخه وروسته په ۱۳۸۵ کال کې دی بند باندی بیا کارونه شروع شول، چې د ایران هېواد د مخالفتونو سره مخ دی او ډیری بریدونه د ایران لخوا دې بند باندی شوی دی[۱]، ویل کیږی چې ددی بند دویم فاز هم تکمیل شوی دی [۲]، د دی بند د دوهم فاز د جوړیدو موخی د موسمی سیلابونو کنترول، د کمال خان بند به د ۱۰۰ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو او د ۸،۵ مېگاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري. د کمال خان بند تاريخچه: کمال خان بند د اوبو زېرمه او مځکه خړوبولو په لحاظ د افغانستان یو مهم بند ګڼل کیږي. دغه بند د ۵۲ میلونو متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري. د ۹ میګاواټ برېښنا د تولید ترڅنګ د ۱۷۴۰۰۰ هکټاره وچو دښتونو د خړوبولو ظرفیت هم لري. کمال خان بند د نیمروز د مرکز زرنج څخه ۹۵ کیلومیټره شرق لور چاربک اولسوالۍ ته څېرمه موقعیت لري. کمال خان بند نوم د یو سیمیز بلوڅ مشر سردارکمال خان سنجراني په نامه شهورت پیدا کړی. دغه بند خورا اوږد تاریخ لري. د څرګندو لیکنو له مخي کمال خان بند په یولسمه مېلادي پېړۍ کي د وخت د حکمرانانو لخوا د پخو خښتو او د چونې له مسالې څخه جوړ سوی وو. همداراز له نن څخه ۷۰۰ کاله وړاندي د کمال خان د بند سیمه د سیستان ایالت یوه برخه وه. په ۱۳۸۴ میلادي کال کي د سیمو خلکو د وخت د امپراطور ګوډ تېمور په وړاندي پاڅون وکړ. ګوډ تېمور په ډیر وحشانه ډول یوازي کمال خان بند نه، بلکي د اوبو کانالونه، کرهڼیز سیسټم، د زرنج تاریخي ښار او د تمدن ټول اثار له خاورو سره برابر کړل. د نولسمي مېلادي پېړۍ په وروستیو کي د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند د اوبو او کمال خان بند پر سره اختلاف رامنځ ته سو. د موضوع د حل لپاره څو څو ځله، دواړو هیوادونو پلاوي تبادله کړل، خو یو دایمي حل لاره یې ونه موندل. بالاخر د ۱۹۷۳ کال د مارچ په ۱۳مه د افغانستان د وخت صدراعظم شهید محمد موسی شفیق او ایراني سیال عباس هویدا ترمنځ د هلمند د اوبو د وېش تړون لاسلیک سو، چي په دې سره دغه اوږدې کشالې حل وموند. له همدې ځایه افغانستان د هلمند د اوبو مهارو لپاره د کمال خان بند جوړلو فرصت ترلاس کړ. د کمال خان بند لومړي کارونه د سردارمحمد داودخان د جمهوري ریاست په دوران کي پیل سو، خو د ده تر شهادت وروسته د بند جوړولو چاري ودرېدې. په ۱۳۹۰ لمریز کال کي یې د رغولو کار بیرته پیل چي په درې فېزونو کي بشپړ او ګټي اخیستني ته چمتو سو. پر دغه بند ٨٧ میلونه ډالره لګښت راغلی. د کمال خان بند د کانالونو یوه اوږده سلسله لري چي اوږدوالي یې ۲۶۰ کیلومټره ته رسیږي. البته د کانالونو جوړولو چاري یې دوام لري. دغه کانالونه په دې ډول لاندي مځکي خړوبه کوي : د ترکو دښته او فضل قلعه کانال ۴۹۵۰۰ هکټاره، قلعه فتح او خوابګا کانال ۳۸۰۰۰ هکټاره، شیراباد او میران کانال ۶۰۰۰۰ هکټاره او سیخسرکانال ۴۶۵۰۰ هکټاره. کمال خان بند د ډیرو ګټو ترڅنګ لاندي مهمي لاسته راوړني لري: ۱: د اوبو لګولو لپاره د اوبو زیرمه کول ۲: د نهه میګاواټه برېښنا تولیدول ۳: د موسمي سېلابونو کنټرول ۴: د سیمي د ابو لاندي ابخور رالوړول ۵: چاپېریال ساتنه کي مهم رول انجينر عبدالله پوپل<ref>mandigak تاریخ[سمول]کمال خان بند د لومړی ځل لپاره د نن نه ۷۰۰ کاله وړاندې د یادې سیمې د یوه مشهور سیمه ییز مشر کمال خان لخوا د تیږو او خاورو جوړ شوی وړ، چې په افغانستان د ګوډ تیمر د حملې پر وخت د نومړی لخوا وران شوی وو. د دویم ځل لپاره د وخت ولسمشر داوود خان د یاد بند د جوړولو هڅه کړی وه اما په هیواد کې د کورنیو جګړو له امله د بند چارې بندې پاتې شوې، په دریمه پروسه کې د نوموړی بند چارې د ولسمشر حامد کرزي په دوره کې بيرته پیل سوې، او کارونه يې په همهغه وخت کې شاوخوا ټول پای ته ورسېدل، د بند پرانيستې چارې بيا د افغان ولسمشر اشرف غني په دويمه دوره کې په ۲۰۲۱م کال یې ترسره همدا برېښناکوټ په رسمي توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. سرچینې[سمول] |
- ↑ "آرشیف کاپي". بياځلي په 2015-12-04.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ http://mew.gov.af/ps/news/39903[مړه لينکونه]