ډاکتر کبير ستوری

د ويکيپېډيا لخوا
(له کبير ستوری نه مخ گرځېدلی)
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

ډاکټر کبير ستوری په انگرېزي ژبه : (Dr.Kabir Storai)ـ(زېږېدنه: ۱۹۴۲ ؛ مړينه: ۴ د اپرېل ۲۰۰۶) په جرمني هېواد کې مېشت د افغانستان د کنړ سیمې يو سياستوال و چې يې د پښتنو ټولنیز ولسواک گوند بنسټ کېښود . ښاغلی ستوری يو سیاسي شاعر او د ساپوهنې په برخه کې د ځینو کتابونو لیکوال هم و .

مخينه

ډاکټر کبير ستوری د لعل محمد خان زوى او د مېرزا محمد جان لمسى و، چې په 1942 ز كال (1321هـ ل) د كونړ ولايت د خاص كونړ ولسوالۍ د تنر په كلي كې زېږېدلى دى. د هغه نيكه ميرزا محمد جان د خپل علم او پوهې په اساس په ټوله سيمه كې نوم درلود، دا هغه دور و، چې په دغه سيمه كې ژوند د وخت د رفتار نه ډېر وروسته پاتې و، خو مېرزا محمد جان له وخت او حالاتو څخه باخبره او پوه مشر و، هغه د اولسي ښېگړې د كارونو نه سربېره د خپلې كورنۍ مشري هم كوله. دا كورنۍ په هډ پښتانه او په ټبر (قوم) ميردادخېل دي، چې په وروستي پښتنو كې د يوسفزيو له پرگنې سره تړل كېږي. د كونړ دغه يوسفزيو ډېر پخوا د سوات او مردان له سيمو څخه دلته راغلي و او بيا په بېلابېلو سيمو كې مېشت او اّباد شوي دي.د يوسفزو ترڅنگه په كونړ كې ساپي، مومند او نور ډېر قومونه هم ژوند كوي، چې لكه د يوسفزيو په لر و بر كې خپلې خورې ورې څانگې لري. ستورى د شپږو خوېندو او دوو وروڼو نازولى ورور و. د هغه مشر ورور وكيل عبدالجليل ملنگ او كشر ورور يې محمد نعيم خان نومېږي، چې پخپله سيمه كې پوره نوموتي کسان دي .

زده کړې

كله چې ستورى د كور له وره څخه دباندې قدم كېښود، نو د ښوونځي ور يې وليده، هغه د خپلې ولسوالۍ (خاص كونړ) په لومړني ښوونځي كې داخل كړى شو، د وړوكوالي نه د هغه له كتابونو سره مينه وه، ديني علوم يې هم د خپل كلي له ملا امام (فيض محمد استاد) څخه زده كول او همدغه نتيجه وه، چې هر كال به په خپلو همزولو كې څو گامه وړاندې وو. د هغه استاذان (ښوونكي) چې به كله په دې پوهېدل، چې دا ماشوم د نورو نه زيات لايقه او زيرك دى، نو ځانگړې توجه به يې وركوله او بيا هغه ورځ هم راغله، چې ښاغلى ستورى د خپل كلي د ښوونځي نه په ښو او لوړو نمبرو فارغ شو او د نورو زده كړو لپاره يې د كابل مخه وكړه. په كابل كې ښاغلي كبير ستوري د رحمن بابا په عالي لېسه كې داخله واخيسته. د هغه د ذهن په دنياگۍ كې چټك پرمختگ او پراختيا وده كوله، چې د رحمان بابا په لېسه كې د افغانستان د بېلابېلو سيمو نه پښتانه هلكان داخلېدل. دغه وخت په ټول كابل كې د پښتنو لپاره يوازې دوه لېسې وې، چې يوه يې د رحمان بابا لېسه او بله يې د خوشال خان عالي لېسه وه، چې قبايلي پښتنو به هم پكې زده كړه كوله. ستورى په دې شپو ورځو كې شاعري هم پيل كړه، خو دغه شاعري به يې د خپل ځان او ملگرو پورې محدوده وه، د شعر په ژبه به هغوى د پښتون قام د جذبو د استازيتوب هڅې كولې، چې تر ډېره بريده یې يو افراطي نېشنلیزم په شعرونو کې ځلاوه ، ستوري ته د پښتون قام د محروميتونواحساس كېده، همدغه احساس هغه په دې مجبوره كړ، چې د لرغوني افغان فیلسوف خوشال خان خټک او د خدايي خدمتگارۍ بنسټ مشر باچا خان په ه‍لکله نور ژور نظر مطالعه كړي. دې مطالعې د ستوري په زړه او ذهن كې د خپل ولس او خاورې مينه لا زياته كړه.

په المان كې زده کړې او ژوند

په كال 1964 كې چې كله ستورى د رحمن بابا د لېسې له دولسم ټولگي څخه په ښو او لوړو نمبرو فارغ شو، نو د لوړو زده كړو لپاره يې جرمني ته د نوم انتخاب وشو، نو هماغه و، چې د افغانستان حكومت ستورى د لوړو زده كړو لپاره جرمني ته ولېږو. هلته يې د فرانكفورټ په پوهنتون كې د سياسي علومو، فلسفې او ساپوهنې مطالعه پيل كړه.

دندې

كه يو خوا د تنظيم سازۍ په بهير كې ستوري د خپل سياسي ژوند پیل كړى و، نو بلې خوا يې په كال 1973 كې هغه د المان غږ راډيو په پښتو څانگه كې دنده پیل كړه او د پښتو څانگې ټول مسولیت يې په سر واخيست. دلته د ستوري لیدنې کتنې داسې بې شمېره خلكو سره وشوې، چې هغه ته يې د فكر نورې لارې پرانيستې. هغه ژوند نور د نژدې څخه وڅېړه او د خپل قامي وجود د نشتوالي په شدت سره احساس ورغی ځكه نو د پاچا خان او اجمل خټك د افكارو مطالعه يې پيل كړه. ددې دواړو پښتنو مفکرو افكار ستورى دې نتيجې ته ورساوه چې د پښتنو د وروسته پاتې كېدو اصلي لامل او علت د هغوى بې اتفاقي ده.

د نوي گوند بنسټ ايښودونکی

د پوهنتون په شپو ورځو كې له ستوري سره د ځینو پښتنو اړيکې زياتې شوي وې، په دغه پښتنو كې د زده کړه پالو په گډون نور سياسي كسان هم شامل وو، ځكه نو ستوري دا اړينه وبلله چې په اروپا كې خپل ملگري سره راغونډ کړي او يو داسې تگلوری (تنظيم) جوړ كړي، چېرته چې لر او بر پښتتانه خپلې جرگې مركې وكړای شي او خپل غږونه نړۍ والو ته ورسوي. همدا ددې لامل وگرځېده چې هغه له خپلو ملگرو سره اړيکې ټينگې كړې او تر ډېر غور و فكر وروسته يې د پښتنو ټولنيز ولسواکيز گوند (Pashtoon Social Democratic Party) بنسټ كېښود. ددې گوند د کړنلارې لپاره ستوري د ټولو پښتنو فكر، كه د لر دی او كه د بر، په پام کې نيولی دی. په پردي هېواد كې خپل گوند جوړول څه عامه او ساده خبره نه وه، ځكه نو له ستوري سره د ډېرو افغانانو رابطې زياتې شوې.

د پښتونخوا له ملتپالو سره اړيکې

د پښتنو د ټولنيز ولسوليز گوند (PSDP) د جوړولو نه وروسته ستوري د لرې او برې پښتونخوا له ملتپالو مشرانو سره د اړيکو سلسله پيل كړه. هغه د شخصياتو پر ځاى د نظري مرسته وكړه، ځكه نو هر پښتون مشر ته يې احترام کاوه. كوم مشران چې پخپله جرمني ته لاړل، هغوى يې خپلو غونډو او كانفرانسونو ته راوبلل او ځينې اشخاصو ته يې د گوند له خوا بلنې وركړې، چې په دوى كې د کوزې پښتونخوا مشر محمد افضل خان چې د خان لالا په نامه هم شهرت لري په ځانگړې توگه يادونې وړ ده چې د (پښتون ټولنیز ولسواک گوند) د لومړي کنوینسیون يا كنونشن لپاره جرمني ته وبلل شو. هغه له ځان سره يو نوى سوچ جرمني ته وېوړ او هغه د پښتنو ملي يووالي باندې ټینگار و، چې د پښتون سوشل ډيموكراټيك پارټۍ په عمل كې ددغه نظر لپاره قدم اېښی و، يعنې د لرې او برې پښتونخوا پښتانه په مساوي توگه په دې گوند كې خپلې دندې او برخه درلودی شي.

سیاسي فعالیتونه

ښاغلی ستوری د خپل د ژوند په پړاو کې د سياسي فکر خاوند و، نوموړی د لاندينيو ټولنو مشر او لارښود پاتې شوی.

  • 1965 كال: افغان سټوډنټس ايسوسي ايشن، (افغان زده کړيالانو د يووالي ټولنه)فرانكفورټ
  • 1972 كال: جنرل يونين اف افغان سټوډنټس، فرانكفورټ (د پښتنو او بلوڅو عمومي د اّزادۍ ټولنه)
  • 1976 كال: نيشنل لېبرېشن يونين اف پښتون اينډ بلوچ، (د پښتنو او بلوڅو ملي خپلواکه ټولنه)فرانكفورټ
  • 1985 كال: پښتون كلچرل ايسوسي اېشن (د پښتنو كلتوري ټولنه جرمني)
  • 1993 كال: پښتون كور، جرمني
  • 1998 كال: د پښتونخوا د پوهنې دېره، پېښور
  • 2003 كال: پښتو ادبي هنري ټولنه، كونړ

ليکوالي او ادبي ونډه

له دې هرڅه سره سره د ښاغلي كبير ستوري د شعر د ليكلو سلسله هم روانه وه، هغه يو عملي ټولنیز شخصيت و چې د سياست او کولتوري هلو ځلو هرې برخې ته یې خپل تر وسې خدمت کړی. په خپله ټوله شاعرۍ كې يې د پښتون قام غم ژړولی.

د مجلو او خپرونو سرمشري

  1. ۱۹۷۲ كال: سپرغۍ مياشتنۍ (جرمني)
  2. ۱۹۷۶ كال: اولس غږ مياشتنۍ (جرمني)
  3. ۱۹۸۵ كال: لمبه مياشتنۍ (جرمني)
  4. ۱۹۸۶ كال: د خيبر وږمه مياشتنۍ (جرمني)

دوتنه:Http://i2.ytimg.com/vi/UVdW8HLhTg0/default.jpg

چاپ شوي آثار

  1. سكروټه : (شعري ټولگه) چاپكال ۱۹۷۶، جرمني
  2. پښتونخوا: (شعري ټولگه) چاپكال ۱۹۷۷، جرمني
  3. وېره: (ساپوهنه) چاپكال ۱۹۸۵ دوهم ځل ۱۹۹۰ جرمني درېم ځل ۲۰۰۱ پېښور
  4. د هوښيارتيا د كلتوري بڼو تله (ساپوهنه) چاپكال ۱۹۸۵ جرمني.
  5. د وېرې تله (ساپوهنه) چاپكال ۱۹۸۵، جرمني
  6. ژوندي خيالونه (شعري ټولگه) چاپكال ۱۹۹۷ پېښور، پښتونخوا
  7. د قلم توره: چاپكال ۱۹۹۹ ، پېښور، پښتونخوا
  8. د هوښيارتيا تله (ساپوهنه) چاپكال ۲۰۰۰، پېښور، پښتونخوا
  9. ژبساپوهنه (ساپوهنه) چاپكال ۲۰۰۰، پېښور، پښتونخوا
  10. سندريز پېغام (شعري ټولگه) چاپكال ۲۰۰۲، پېښور، پښتونخوا
  11. د هوښيارتيا كلتوري بې پلوه تله (ساپوهنه) چاپكال ۲۰۰۴، پېښور، پښتونخوا
  12. د پيداېښتي بڼو د هوښيارتيا تله (ساپوهنه) چاپكال ۲۰۰۴، پېښور، پښتونخوا
  13. خوږې مسرۍ (شعري ټولگه) چاپكال ۲۰۰۶ (د ستوري صيب وفات نه څو ورځې وروسته چاپ شو).

سرچینې ډاکټر کبیر ستوري ته ځانگړې شوې پاڼه