کارن:نجیب احمدزی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

علامه عبدالحکیم الافغاني الدمشقي

په پښتنو کې نوم ورکی او د عربو فخر افغانی عالم علامه عبدالحکیم الأفغاني رحمه الله!

هغه عالم چې زُهد او تقوی یې ډېره زیاته مشهوره وه او خلکو به یې مثال وړاندې کاوو.

سره له دې چې زیات عمر یې درلود؛ د علماؤ د ادب له وجې به یې د هغوی پر وړاندې پر زنګنونو/ د التحیات په شکل ناسته کوله.

هغه عالم چې د قرآن کریم مفسر، د حنفي فقهې یو له لویو فقهاؤ او په خپل وخت کې د دمشق له لویو علماؤ شمېرل کېده، تر دې چې د ده په اړه د شام/ سوريې علماء وایي: که څوک غواړي چې سلف الصالحین علماء وویني؛ شیخ عبدالحکیم الافغاني دې وګوري.

دغه زاهد عالم څوارلسمه هجري پیړۍ کې د دمشق له سترو علماؤ سره ولیدل او د هغوی هم‌عصر او ملګری پاتې شو.

په دغه ورځ اتم د شوال المکرم ۱۳۲۶ هجري قمري کې یې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې، دغه شخصیت شیخ عبدالحکیم الأفغاني رحمه الله وو.

د ده په اړه علامه عبدالحفیظ الفاسي الفهري ( چې د سندونو، روایتونو او اسماء الرجال علم څېړونکی وو) په خپل کتاب (معجم الشیوخ المسمی بریاض الجنة) کې لیکي: " شیخ عبدالحکیم الأفغاني مشر عالم او په خپل وخت کې د دمشق له سترو علماؤ څخه وو، متبحر عالم وو، په ډېرو علومو برلاسی او څېړونکی وو، په علم حدیث او تفسیر کې ښه ماهر وو، د سلف الصالحینو په طریقه یې په فقهیاتو کې له قرآن، حدیث او اجماع الامة څخه د مسائلو په تائید کې ځانګړی مهارت درلود، ټول وخت یې عبادت او د کتابونو تالیف ته وقف کړی وو، له درس او تالیف څخه یې ډېرو خلکو استفاده وکړه، په علم، نیکي او زهد یې خاص او عام قائل دي، هغه دنیا او د هغې فناه کېدونکي خوندونه پرېښودل او د دنیا له اسبابو لکه خوراک، البسې او د استوګنې څخه دومره څه ترلاسه کول چې د ده لپاره یې کفایت کاوو، له هغه سره چې له علم او مال څخه څه وو په هغه کې یې بخل او دسبا غم یې نه کاوو، د نیک سیرت، سالم عقل، لوړ همت خاوند او د امت لپاره نافع شخصیت وو".

دغه شخصیت شیخ عبدالحکیم قندهاري، افغاني او بیا دمشقي دی.

د ډاکټر بدیع السید اللحام د مقالې ( په څوارلسمه پیړۍ کې د دمشق د علماؤ هڅې) څخه معلومیږې چې نوموړی په ۱۲۵۰ هجري قمري کې په قندهار کې زېږېدلی او ځیني خلک وایي چې په ۱۲۵۱ ه ق کې زېږېدلی دي.

نوموړی د علم د طلب لپاره د ځوانۍ په عمر کې ووت، هند او نورو اسلامي هیوادونو ته یې سفرونه وکړل بیا حرمینو شریفینو ته ولاړ او له څه وخت وروسته بیت المقدس ته ولاړ او بیا دمشق ته ولاړ او په دارالحدیث الاشرفیه کې یې استوګنه غوره کړه، تر پنځه ویشتو کالو پورې همالته واوسېد تر دې چې همالته وفات شو.

نوموړی ډېر صفا او صادق انسان وو، د خپل لاس ګټه یې خوړله، کم خوراک یې کاوو، په درس او دین بیانولو یې له چا پیسې نه اخیستې، هغه ودانۍ جوړولو مزدوري کوله، له هیچا څخه یې تحفه او هدیه نه قبولوله او کله به چې په یو ځای کې مشهور شو، د شهرت له ډاره به یې ډېر ژر هغه ځای پرېښود.

هغه په خطاطۍ کې ځانګړی مهارت درلود، د قرآن کریم څو نسخې یې په خپل لاس ولیکلې او د الله تعالی په لار کې یې وقف کړلې او زیات کوښښ کاوو چې هر کال قرباني وکړي.

تل به یې د هغو درسونو لپاره چې ده به درسول، په مطالعه او تیاري بوخت وو، کله به چې ورسره کوم سوال او اشکال پیدا شو، د حل لپاره به یې سخت تحقیق ښکارندویي کوله، له تحقیق او تدبر وروسته به یې ذهن د پیښ شوي سوال د حل لپاره خلاص شو، پکې پراته اسرار او رموز به یې رابرسېره کړل او سوال او جواب به یې د کتاب په حاشیه کې ولیکل.

کله به یې چې حل ونه‌موند، سوال به یې ولیکه او د حل لپاره به یې په درسي حلقه کې ممتازو شاګردانو ته وړاندې کړ، ورته ویل به یې چې د مطالعې په وخت کې ما ته دا اشکال پیښ شو او حل مې یې ونه موند، ستاسو څه رایه ده. له یو – یو به یې پوښتنه کوله چې فلانیه ته په دې مورد څه وایې؟

که جواب به یې قانع کوونکی وو، وبه یې لیکه او که نه به وو رد به یې کړ او بل نه به یې پوښتنه کوله.

کله به یې چې جواب ونه‌موند، دعا به کوله چې خدایه پاکه مونږ یې جواب ونه‌موند ته پرې پوهه راکړه.

کله به چې په علم نحو او منطق په نکاتو او اسرارو کې له کوم مشکل سره مخ شو او دا مشکل به پېښېده ځکه چې په آخر وخت کې د ده زیات تمرکز د شرعي علومو په څېړنه باندې وو، بیا به یې علماؤ ته مراجعه کوله چې بعضې به یې شاګردان هم وو، ځکه علم راوړل کیږي، تلاش غواړي او په خپله نه راځي.

نوموړي په احادیثو او د علم احادیث په فنونو کې پراخه پوهه لرله، اګر که زیات شهرت یې په فقه حنفي کې وو، زیات وخت یې په لیکلو او د کتابونو په تألیف کې تېراوو، زیات شمېر کتابونه یې تر شا پرېښودل چې د ده په زیات علم دلالت کوي.

د ده له مشهورو کتابونو څخه د کنزالدقائق شرحه کنوزالحقائق ده چې په مقبولیت او زیات نشر کې بې سارې او د کنز له نورو شرحو ممتازه ده، تر دې چې د اسلامي نړۍ په زیاتو ملکونو لکه مصر، ترکیه، هند، افغانستان او پاکستان کې چاپ او نشر شوه.

نوموړی په احادیثو او نورو علومو کې هم مشهور تألیفات لري لکه: پّ تفسیر کې التیسیر والتسهیل لفهم تفسیر مدارک التنزیل، په دوه جلدونو کې فروع الفقه الحنفي، په قراءت کې شرح الشاطبیة، په علم اصول حدیث کې تقریرات علی شرح النخبة اوپه صحیح البخاري باندې حاشیة.

د ده په لاس ډېر مشهور- مشهور علماء فارغ شول چې له ډلې یې محمد ادیب نقیب الأشراف، علامه سعید الطنطاوي، د رابطة العلماء رئیس ابوالخیر المیداني، علامة محمود العطار او علامة سعید الماردیني او نور........

شیخ عبدالحکیم الأفغاني د ۱۳۲۶ ه.ق. د شوال په اتمه وفات شو، په جنازه کې یې په دومره لوړ تعداد خلکو ګډون کړی وو چې د دمشق له اموي جامع مسجد څخه تر باب الصغیر  مقبرې پورې لارې ډکې وې، د درالمختار د لیکوال علاء الحصفكي او د ردمحتار د لیکوال ابن عابدین د قبرونو په منځ کی خاورو ته وسپارل شو.

نوموړی وفات شو او شاته یې یو نېک شخصیت، ښه نوم، لوی آثار او عظیم خدمتونه پرېښودل. تاریخ به د ده نوم په زرینو کرښو او د امت د لویو علماؤ په ټولي کې یاد کړي.

رحمه الله!