کارن:احمدشاه پاڅون/sandbox

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ګرشک ولسوالۍ اړوند معلومات: کرشګ ولسوالۍ چي رسمي نوم یې نهرسراج ولسوالي ده، د هلمند ولایت تر ټولو ګڼ میشته او ستراتیژیکه ولسوالي ده، چي یو وخت د هلمند مرکز هم دا ولسوالي وه. دا ولسوالۍ ۱۶۶۳ کیلومتره مربع مساحت لري. چي له ښار پرته نوري ټولي سیمي یې کلیوالي او زراعتي مځکي دي. دا مهال ۱۷۲۴۱۹ جریبه کرنیزه مځکه لري، چي دا ټوله مځکه د ۱۵۶۵۵ کسانو په نومونو ثبت ده. دې ولسوالۍ څلور خواوي په دې ډول دي، غرب ته نادعلي ولسوالي او مرکز لښکرګاه، شمال ته نېمروز، ختیځ ته یې، اروزګان او یو څه د کندهار ولایت برخي او جنوب ته یې لښکرګاه او د کندهار میوند ولسوالۍ پرته ده. خلک یې زیاتره په زراعت بوخت دي، چي غنم، جوار، پیاز، پنبه، ماش او نور غله دانې یې عمومي کښتونه دي، خو کوکنار هم پکي په پراخه کچه کرل کیږي.

عمومي سیمي یې له زنبلي، میرمند اب، مالګیر، سپین مسجد، حیدر اباد، یخچال، ده ادم خان او  اوبازان څخه عبارت دی او په دقیق ډول ۸۰۷ عمده کلي لري، چي د نفوسو شمېر یې ۱۱۰۳۰۰ تنه ته رسیږي چي ۹۵ یې پښتانه او ۵ سلنه یې تاجک، هزاره، ترکمن او نور توکمونه میشت دي. خلک یې تر نورو ولسوالیو په پرته زیات له زده کړي سره مینه لري دم ګړی پکي ۴۳ ښوونځۍ فعال دي چي مشهوري یې میخانکي لیسه، ابولفتح بستي لیسه او لو ادې لیسې څخه ده عبارت دی، چي یادو لیسو کي د نجونو لیسې هم شاملي دي. دم ګړي لا هم ډیری شمیر ښوونځي تړلی. د ګرشک ولسوالۍ اطرافي تقریباً تر نیمه زیاته برخه د دولت له کنټروله وتلې او طالبانو په ولکه کي ده. دلته د ظاهر شاه د پاچاهي پر مهال دلته د مالوچو یوه فابریکه هم فعاله وه چي اوس له فعالیته لوېدلې. د کابل کندهار لویه لار ددې ولسوالۍ پر سینه تیریږي او دهلمند سیند یې په پښو کي تیریږي. له مدې سینه بیله سوې ویاله(بغرا) هم ددې ولسوالۍ په بازار کي تېره سوې، چي د بریښنا لپاره هم ورباندي بند جوړ دی او فلحاله ورنه ګرشک هره شپه روښانه وي.