ښيښه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د وېلډنگ پر وخت کله چې دوه ښېښې د يوې بلې سره يوځای کيږي

ښيښه (غیر کرسټالي ) بې رنگه بڼې کلک څيز يا ماده ده . ښيښې په ښکاره ډول نیم کلکې خو د ماتېدو وړاو په سترگو روڼې ښکارې . تر ټولو عادي هیندارې ، د څښاکو بوتلونو ،ځينې گلدانونو او ښيښې د کړکيو په جوړولو کې له پېړيو را هيسې کارېږي . دغه ښيښې ۷۴ ٪ په سلمه کې له سلیکا(سلیکان) او یا د سليكان ډای اکسايډ په انگرېزي - (silica) نومي عنصر ، چونې او سوډا څخه جوړېږي. همدارنگه دغو عنصرونو سره ځينې نور پوډري توکي د ښيښې د پايښت لپاره ورگډېږي. په ساينسي نړۍ کې که ښيښه په ډېره پراخه او اوږدې مانا سره تشريح کېږي ، همدارنگه د هر هغه کلکې بڼې چې کرستالي نه وي ، اوبې بڼې جوړښت ولري . ښيښې ته بڼې هم ورکول کېږي کله چې ېې د تودوخې په وجې اوبه کړي . د همدې پراخې مانا سره ، ښيښه په رازو رازو مختلفو د مادو په ټولگو کې وېشل کېږي . د جوړښت عنصرونه ېې مټالک الويډ، آيانک ملټس ، اکويوس سولوشن ، ماليکيولر اوبلنې مادې ، او پوليمر نومېږي . ښيښه لکه توکی ، په ساينس او کارخانو کې مخکښه ضروري رول توکی گڼل کېږي. د دې کيمياوي ، پږني او په ځانگړي توگه سترگۍ واله ځانتيا ېې د دې وړ ده چې په ځينو بڼو وکارېږي ، د بېلگې په ډول هواره ښيښه ، دبلی ييزه ښيښه ، سترگۍ (عینکې) او د برېښنايزو توکيو سترگيو ښيښې ، د طبي آزمويښتون اوزارونه ، ترمل انسولېټر ، گلاس وول ، د مزبوطېدو توکي ، د پلاستيکي ښيښو په بڼه ،او د هنري توکيو لپاره ښيښه کارېدنه ، په فني توگه ، سټوډيويي ښيښې ترې يادېږي .

دې سره به د ښیښې پېژند داسې وشي:

ښیښه د څو توکونو یو ځای کول ، اوبه کول او مخکې د کرستال کېدو، په چټکۍ سړولو ته وایي. د سړولو په دغه لنډ وخت کې یې مالیکولونه خپلو ټاکل شویو ځایو ته نشي رسېدلی او د امورف په ډول پاتې کېږي.

د ښيښې پېښلیک

د ښيښې د جوړېدو پېښلیک ډېر شاته د ۳۵۰۰ مخزېږدي پېړۍ ته په بين النهرين نومې سيمې ته ورگرځي . د ښيښې لپاره د (گلاس) ويی د لرغوني رومي ټولواکمنۍ په وخت جوړ شوی . د رومي ټولواکمنۍ پير په وخت د ښيښې د جوړېدو کارخانه په ټراير نومي سيمې کې چې د نن ورځې جرمني پورې اړه لري جوړه شوې وه ، همدلته د لرغوني لاطيني ژبې څخه د (گلاسیوم ) ويی راوتی و .

جوړېدنه

ښيښه د ۷۰ - ۷۴ فیصدو پورې د سليکا ( کورتز ریگ، سپین ریگ هم ورته وایي) څخه جوړېږي. دغه عنصر د تودوخې په ۱۵۰۰ - ۱۷۰۰ درجو کې اوبه او ولې کېږي. په داسې لوړه درجه کې انسان د کار کولو زغم او ځواک نلري. چې دغه لوړه تودوخه د کار په ځای کې د کار وړ کړي د سليکا د اوبو کېدو ټکی د سوډا او یا اشخارو (پوتاس) په مرسته کښته کوي.

ښیښه کېدای شي یوازې د سلیکا څخه جوړه شي. خو د ښې ښیښې د جوړولو لپاره د سليکا سره نور توکي گډېږي. دا گډون د راتلونکې جوړې شوې ښیښې د دندې سره تړنه لري.

  • که سلیکا، اشخار او د سرپو اکسايډ سره يو ځای شي نو کریستالۍ ښيښه به ترې جوړه شي. د سرپو اکسایډ د ټینگاره څخه پرته ښیښې ته ځلا او په شمېریزه ډول د رڼا پیاوړتیا ورکوي. دغه ښیښه د عینکو، د عدسيو او لينزونو، د کرستال د لوښيو او داسې نورو د جوړولو لپاره کارول کېږي. د سارِی په ډول د لوښیو د کرستال په جوړولو کې د ۲۴ – ۳۴ فیصدو د سرپو اکسایډ گډوي.
  • د سلیکا، اشخار او د چونې له پیوستون څخه به نيمه کريستالۍ ښېښه جوړه شي. دا ډول ښيښي د بېلگه په توگه د لابراتور په چارو کې کارېږي.
  • د سلیکا، سوډا او چونې د یو ځای کولو څخه اواره ښیښه په لاس راځي. اوسمهال د (پیل کینگ تون) په مېتود جوړېږي. دغه ښیښه په ودانیو کې، موټر او داسې نورو کې کارول کېږي.

د سلیکا د سپېځلي کیدو لپاره کاربن او د ښیښې د شین - توربخون رنگ د منځه وړلو لپاره د ارسينک څخه کار اخیستل کېږي. د چورلټ (سل فیصده) بې رنگې ښیښې د جوړولو شونتیا هم شته. خو دې لپاره به سلیکا په ځانگړي ډول سوتره او سپېځ کېږي.

کیمیاوي نومونه

سليكان ډاي اکسایډ (SiO2) , د وسپنې اكسايډ (Fe2O3) , چونه (CaO) , سوډا (Na2O3) , اشخار (K2O3) , دولمیت (کلسیم مگنيزيم کاربونات) {CaMg(CO3)2} , نیفیلین {Na,K)AlSiO4)} , سرپ (د سرپو اکسایډ){(PbO (Pb}.


د ښیښې ډولونه

ښیښه د جوړېدنې له خوا په دوو برخو ویشل کېږي.

  1. بڼسټیزه ښیښه
  2. اوړون شوې ښیښه

بڼسټیزه ښیښه

هغه ښیښه چې د اومه توکونو د ولېدو او بیا سړېدو څخه په لاس راغلې وي، بڼسټیزه یادېږي. د دغه ښیښې په ډله کې: اواره ړونه ښیښه، انځوریزه ښیښه، سیم لرونکې ښیښه او رنگه ښیښې ونده اخلي.

اوړون شوې ښیښه

هغه ښیښه چې د بڼسټیزه ښیښې د جوړښت او ځانگړنې د اوړون او څه بدلون راوستلو له امله لاس ته راځي، اوړون شوې نومېږي. د دغې ښیښې په ډله کې ساتندویه (ډاډ) ښیښه( نښلولې ښیښه، کلکه ښیښه ، سیم لرونکې ښیښه)، غبرگه ښیښه، درېځلیزه (درې ځلیزه) غبرگه ښیښه، د لمر د وړانگو گرځونکې ښیښه، د کارتوس نیونکې ښیښه او داسې نورې برخه اخلي. د دغو ښیښو شمېر ورځ په ورځ مخ په سترېدو دی.

سرچينې