ډبلن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Dublin
Baile Átha Cliath
ډبلن

هېواد آيرلېنډ
ښاروال Andrew Montague

د اوسېدونکي شمیر ۱،۶۶۱،۱۸۵
ژبې انگرېزي، گاى ليک
مساحت ۱۱۴،۹۹
د زده کړې سلنه ١٠٠
د خپلواکۍ نېټه ١٩٢٢

ډبلن (په انگرېزي:Dublin)د ائيرلينډ پلازمېنه ده. دا ښار د ليفاى سيند په غاړه له ډبلن باى سره نږدې له ائيرش بحېرې سره پروت دى. د سمندر له لارې يې اړيکه د کارک، بلفاسټ، انگلينډ، سکاټ لينډ او د فرانسې له بندرونو سره لري. په دې ښار کې د ريل گاډو پټلۍ هم شته، چې د ښار مهمې نقطې سره يو ځاى کوي. دا ښار د هېواد د صنعت او سوداگرۍ له کبله ستر نوم لري. په دې ښار کې شراب، برقي سامان الات، جرابې، د شيشو سامان الات، د خوړولو توکي، موټرونه او بېړۍ جوړېږي. د کرنيزو توکيو لاسته راوړونو کې هم ستر نوم لري. دا يو ټيټه سيمه ده. او ددې له منځ څخه د ليفاى سيند تېريږي، چې لس پُلونه پرې تړل شوي دي. په دې ښار کې دوه نهرونه، چې يو يې د رائل کينال ١٥٤ کيلو متره اوږد دى او بل يې گرينډ کينال، چې ٣٣٥ کيلو متره اوږد دى، دواړه نهرونه د شانو ون د سيند شمال او سويلي څانگو او بندرونو په سيمو کې له يو بل سره يو ځاى کېږي. په ډبلن کې د ياودونې وړ ځايونه راټگر او راټمينز سيمې دي، چې ډېر شتمن وگړي په کې کار کوي. او گلاسنيون سيمه، چې پېژندل شوي ليکوالان او شاعران په کې ژوند کوي، ستر نوم لري. په ١٩٢٢ د ډبلن په ښار کې د انگلستان د وائسراى دفترونه و. ډبلن د پروټستانټ مذهب مرکز بلل کېږي. پروټستانټ د عيسوي دين يو ښاخ دى. د ډبلن په لرغوني ښار کې د ډبلن پوهنتون، بانک، ائيرلينډ گمرگ، محکمې او نور رغول شوي دي. په ډبلن کې د دود په ډول د نوموتو وگړو بتان جوړ شوي او په څلور لارو کې يې ځاى پر ځاى کړي دي. په دې ښار کې ډېر په زړه پورې پارک چې ١١ کيلو متره پراخ دى شتون لري. ژوبڼ او د جمهوري رياست تفريح ځاى هم په دې ښار کې دى. دا ښار د ښوونې له پلوه هم ډېر پرمختگ کړى دى، چې د ائيرليڼد ملي پوهنتون، کتابتون او لابراتور په کې شتون لري. په ٢٠٠٢ کال کې ددې ښار نفوس ٤٩٥١٠١ وو.