چېن شي هوانگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کوېن شي هوانگ

چېن شي هوانگ (۲۵۹ مخ زېږيز پېر – ۲۱۰ مخ زېږيز پېر)(په چينايي:秦始皇) له ۲۴۶ مخ زېږيز پېر نه تر ۲۲۱ مخ زېږيز پېر د رياستي جنگونو په وخت کې د چين د رياست پاچا ؤ. هغه په ۲۲۱ مخ زېږيز کال کې د متحده چين لومړنی امپراطور ؤ. هغه تر ۲۱۰ مخ زېږيز پېر، تر خپلې مړينې پورې د چين واکمن پاتې و، او په ۵۰ کلنۍ کې ومړ.

چېن شي هوانگ د چين په تاريخ کې يوه ناندريزه څېره پاتې شوې. وروسته له دې چې چين يې متحده کړ، هغه او د هغه لوړ سلاکار لي سي، لوی سياسي او اقتصادي اصلاحات نافذ کړل. هغه ډېرو سترو پروژو ته عملي جامه ورکړه چې په دغو کې د چين د ستر دېوال لومړنۍ بڼه د يادولو وړ ده، د ننني پېر هغه نامتو ستره مقبره چې د ښار په اندازه ده او ساتنه يې د ټيراکوټا پوځ کوله، او د چين د ملي واټونو تر ټولو لوی سيستم، چې دا ټولې پروژې د پوځيانو د ځانونو په لگښت د همدغه امپراطور په وخت کې سر ته ورسېدې. د اثبات د راوستلو لپاره، کوېن شي هوانگ گڼ شمېر کتابونه خښ کړل او وې سوځول. د هغه د ظلم او استبدادي حکومت سره سره، هغه د چين په تاريخ کې يو اهم او اغېزمن شخصيت گڼل کېږي.