چوپسټېک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چوپسټیک

چينايان په لرگيو ډوډۍ خوري چې په انگليسي ژبه چوپستيک او په چيني ژبه کوای ځه وايي . د کوای ځه په باب د چين په شمال ختيځ کې يوه کيسه ده چې وايي دوه زره کاله مخکې د چين د شيا امپراطورې دورۍ بنسټ ايښودونکي چې يو نومېده ، د سيلاب مخنيوي په بهير کې درې واره له خپل کور څخه تېر شو، خو کور ته نه ننووت او په بهر کې يې ډوډۍ پخه کړله. کله چې په ديگ کې غوښې پخې شوې او اوبه يې هم ډېرې گرمې وې ، نو غوښې يې په لرگيو خولو ته وړې چې دا د کوای ځه لومړی شکل و. د بشر تاريخ د تکامل تاريخ دی . په لومړۍ ټولنه کې انسانانو په لاسونو ډوډۍ خوړله ، خو د گرمې ښوروا د څښلو او خوړلو لپاره لاسونه مناسب نه وو ، نو د زمانې په تېريدو سره د خوړلو وسايل مثلا کاشوغه ، کاشوغ پنجه او کوای ځه اختراع شويدي .

اوس د چين د لو شون ښار په موزيم کې د لرگيو په هکله يوازنې نندارې تالار جوړ شوی چې پکې د نوې ډبرې په زمانه کې د ژويو د هډوکيو څخه جوړ شوي لرگي په چون چيو زمانه کې د برېښنايي لرگي او اوسمهال عصري لرگي ليدل کېږی. له زرو بېلا بېلو لرگيو څخه د چين د لرگيو د پرمختگ تاريخ څرگندېږی. د مالوماتو له مخې، داسی لرگي په لو شون ښار کې د عامه وگړيو ليو باو گوه او د ده پلار لخوا ور کول شوي. د تېرې پيړۍ په نهمه لسيزه کې ليو باو گوه چې د لرگيو په کاروبار بوخت و، له بهرنيو سره د اړيکو او تبادلې په ترڅ کې يې د لرگيو تاريخي ارزښت پېژندلی. له هغه وخت څخه ليو باو گوه له خپل پلار سره د هېواد په گوټ گوټ کې لرگي راغونډ کړی. په ١٩٩٦ کال کې ليو باو گوه د خپلې فابريکې په ديوال کې د لرگيو يو نندارتون جوړ کړ. خو ور پسې هغه احساس کړل چې د دې نندارتون کتونکي ډېر کم و. نو په ٢٠٠٠ کال کې ليو باو گوه راغونډ شوي لرگي لو شون موزيم ته ور کړل چې له دې څخه د دوی تاريخي ارزښت تر ډېرې پورې ښودل او څرگندېږی.

په دغو زرو لرگيو کې تر ټولو اوږد لرگي د سوې امپراطورۍ په دوره کې توليد شوې چې اوږدوالی يې دری دېرش اعشاريه يو سنتی مترو ته رسيږی. دغه لرگی د جه جيانگ ولايت په يو ولسوالی کې له خاورو څخه راايستل شوې. په دغو لرگيو کې تر ټولو قيمتی لرگې د پيل له عاښ څخه جوړ شوې لرگي دي او تر ټولو لرغوني لرگي د چون چيو په زمانه کې توليد شوې لرگي چې اوږدوالی يې لس گونه سنتی متره دی او د کارپوهانو تر قضاوتېدو وروسته پخلی شوي چې دا د هېواد لومړی درجه لرغوني اثر دی.