چارلېز ډيکېنز

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چارلېز ډيکېنز
چارلېز ډيکېنز
(انګلیسي: Charles Dickens د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
چارلېز ډيکېنز
چارلېز ډيکېنز

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Charles John Huffam Dickens د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۷ فبروري ۱۸۱۲[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 9 جون 1870 (58 کاله)[۶][۷][۸][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ليکوال[۹][۱۰][۱۱][۱۲]
خبريال[۱۳]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۴][۱۵][۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ادبيات[۱۷]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
چارلېز ډيکېنز
چارلېز ډيکېنز

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

چارلېز جان هوفام ډيکېنز (۷ د فبروري، ۱۸۱۲ – ۹ د جون ۱۸۷۰) يو انگرېز ناول ليکونکی و چې د ملکه وېکټوريا د واکمنۍ په وخت کې يې ډېر شهرت ترلاسه کړی و.

چارلز جان هفام ډېکنز، د هنرونو د شاهي ټولنې غړی؛ (د ۱۸۱۲ کال د فبروري له ۷ څخه د ۱۸۷۹ کال د جون تر ۹ پورې) یو انګلیسي لیکوال او ټولنیز نیوکه کوونکی (نقاد) و. نوموړي د نړۍ ځینې غوره افسانوي څېرې یا لوبغاړي رامنځ ته کړل او د زیاتو کسانو له خوا د وېکټوریا دورې ترټولو لوی ناول لیکونکي ګڼل کېږي. د نوموړی اثارو د هغه د ژوند په اوږدو کې بې ساری شهرت ترلاسه کړ او په شلمه پېړۍ کې، نقادانو او پوهانو هغه د یو ادبي نابغه په توګه یاد کړ. د نوموړي ناولونه او لنډې کیسې نن ورځ په پراخه کچه لوستل کېږي. [۱۸][۱۹][۲۰]

نوموړي چې په پورټسموت کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، په ۱۲ کلنۍ کې ښوونځۍ پرېښوده ترڅو د بوټانو د تورلو په فابریکه کې کار وکړي چې په دې وخت کې یې پلار د پور ورکونکو په زندان کې بندي و. هغه له دریو کلونو وروسته ښوونځي ته راستون شو، چې ورپسې یې د ژورنالیست په توګه ادبي دنده پیل کړه. ډېکنز شل کاله یوه اونیزه مجله ایډیټ کړه، ۱۵ ناولونه، پنځه حکایتونه، سلګونه لنډې کیسې او غیر افسانوي مقالې یې ولیکلي، لیکچرونه یې ورکړل او په پراخه کچه یې لوستل وکړل، یو نه ستړی کېدونکی لیکونکی و او د ماشومانو د حقونو، ښوونې او روزنې او نورو ټولنیزو اصلاحاتو لپاره یې په کلکه مبارزه کوله.

د ډېکنز ادبي بریا په ۱۸۳۶ کال کې د Pickwick Papers (د پېکوېک یادښتونه) په سریالي (پرلپسې) خپرونو پیل شوه، د چې یوه خپرندویه پدیده وه - په څلورمه برخه کې د سیم ویلر د کرکټر (څېرې) له معرفي کولو څخه لویه مننه - چې د پېکوېک سوداګریز ارزښت او پایله یې ځلانده کړه. په څو کلونو کې ډېکنز یوه نړیواله ادبی څېره شو، چې د خپل خلق، طنز او د شخصیت او د ټولنې د ژور لید له امله مشهور شو. د هغه ناولونه، چې زیاتره یې په میاشتنیو یا اوونیزو برخو کې خپرېدل، د داستاني افسانو په سریالي خپرونو کې، چې د ناول خپرولو وېکتوریایي برلاسې بڼه شوه، مخکښ شو. په خپلو سریالي خپرونو کې د ځوړنده (نا معلوم) پای پر مټ یې لوستونکي ځوړند (بې پایلې) ساتل. د برخو تګلارې ډېکنز ته اجازه ورکړه چې د خپلو مخاطبینو غبرګون و ارزوي او هغه ډېری وختونه د ورته فیډبیک پر بنسټ خپل داستان او د لوبغاړي پرمختګ ته بدلون ورکاوه. د بېلګې په توګه، کله چې د هغه د مېرمنې د پښو ډاکتر په هغه تګلاره خواشیني څرګنده کړه په ډیویډ کاپرفیلډ کې آغلې ماوچر د خپلې ناتوانۍ په ښودلو کې وکاروله، ډېکنز په مثبتو ځانګړتیاو کرکټر ته وده ورکړه. د هغه داستانونه په کره توګه جوړېدل او هغه زیاتره د موضوعي پیښو عناصر په خپلو داستانونو کې ځای پر ځای کول. د بې سواده بې وزلو خلکو لویو ډلو به په انفرادي ډول پیسې ورکولې ترڅو دوی ته هره نوې میاشتنۍ برخه ولوستل شي، چې د لوستونکو ډلو لپاره هڅې او هیلې پرانیستې وي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د نوموړي د ۱۸۴۳ کال حکایت، چې د کرسمس کرول تر نوم لاندې و، په ځانګړي ډول مشهور پاتې دی او په هر هنري نسل کې خپل تطابق ته دوام ورکوي. د اولیور ټویسټ او لویې تمې هم په مکرر ډول خپل تطابق پیدا کوي او د نوموړي د زیاتره ناولونو په څېر، د ویکتوریایې لندن پخواني انځورونه راپورته کوي. د هغه د ۱۸۵۹ کال ناول، A Tale of Two Cities یا د دوو ښارونو کېسه، (چې په لندن او پاریس کې تنظیم شوې) د تاریخي افسانې ترټولو مشهور کار دی. نوموړی چې د خپلې دورې تر ټولو مشهور شخصیت و، دعامه خلکو د غوښتنې په ځواب کې، د خپل مسلک په وروستیو برخو کې د عامه لوستلو یوه لړۍ پیل کړه. د ډېکنسیان اصطلاح د هغه څه د تشرېح کولو لپاره کارول کېږي چې د ډېکنز او د هغه د لیکنو، لکه ضعیف ټولنیز یا کاري شرایط، یا په شوخه بڼه ځورونکي څېرې، یادونه کوي.  [۲۷][۲۸]

سرچينې

  1. دوتنه: Thomas Seccombe — سرليک: Dickens, Charles John Huffam — نشرونه لخوا د: Encyclopædia Britannica 11th edition — ارزښت: ... was born on the 7th of February 1812 ...
  2. د ټولټال کار کتنه په: http://feb-web.ru/feb/kle/ — سرليک: Краткая литературная энциклопедия — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia — ارزښت: 7.II.1812, Лендпорт близ Портсмута
  3. د ټولټال کار کتنه په: http://feb-web.ru/feb/kle/ — سرليک: Dickens, Charles — نشرونه لخوا د: The American Cyclopædia — ارزښت: ... born at Landport, a suburb of Portsmouth, Feb. 7, 1812, ...
  4. https://mormonarts.lib.byu.edu/people/charles-dickens/
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ https://mormonarts.lib.byu.edu/people/charles-dickens/ — سرليک: ПроДетЛит
  6. سرليک: Dickens, Charles — نشرونه لخوا د: Encyclopædia Britannica Ninth Edition — ارزښت: He was suddenly overcome by a stupor, caused by effusion on the brain, on the evening of the 8th of June [1870], and ceased to breathe on the following day.
  7. سرليک: Dickens, Charles — نشرونه لخوا د: The American Cyclopædia — ارزښت: ... died at Gadshill, near Rochester, June 9, 1870.
  8. دوتنه: Thomas Seccombe — سرليک: Dickens, Charles John Huffam — نشرونه لخوا د: Encyclopædia Britannica 11th edition — ارزښت: He died at 6-10 P.M. on Friday, the 9th of June, and was buried privately in Poets' Corner, Westminster Abbey, in the early morning of the 14th of June.
  9. د ټولټال کار کتنه په: http://feb-web.ru/feb/kle/ — سرليک: Краткая литературная энциклопедия — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  10. Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/15633 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
  11. https://cs.isabart.org/person/15671 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  12. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  13. Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/7599 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  14. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119001186 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  15. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990001747 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  16. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/7902819
  17. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990001747 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  18. Black 2007, p. 735.
  19. Mazzeno 2008, p. 76.
  20. Chesterton 2005, pp. 100–126.
  21. Grossman 2012, p. 54
  22. Lodge 2002, p. 118.
  23. "Tune in next week". The New Yorker. 2 December 2017. مؤرشف من الأصل في ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Ziegler 2007, pp. 46–47.
  25. Stone 1987, pp. 267–268.
  26. Hauser 1999, p. 116.
  27. "Oxford Dictionaries – Dickensian" Archived 26 January 2014 at the Wayback Machine.. Oxford University Press.
  28. "Dickensian | meaning in the Cambridge English Dictionary". Cambridge University Press. مؤرشف من الأصل في ۱۴ جولای ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)