ځلاند اوښتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د ۱۶۸۸ ز کال د نومبر په پرتمين يا ځلاند اوښتون کې دويم او اووم جېمز “James II and VII” چې د انګلينډ، سکاتلينډ او ايرلينډ پاچا و، له دندې څخه ګوښه او خپله لور يې دويمه ماري “Mary II” او د هغه خاوند stadtholder د “Orange” درېيم ويليم “William III of Orange” چې د هالنډ جمهوريت حقيقي واکمن و، ځايناستي شول. دا اصطلاح په لومړي ځل د ۱۶۸۹ ز کال په وروستيو کې د جان هامپډن “John Hampden” له لورې وکارول شوه. تاريخپوه جيرمي بلېک “Jeremy Black” وړانديز کوي، چې ياده اصطلاح د انګليستان د وروستي بريالي بريد او همدارنګه کورنۍ کودتا دواړو په توګه ګڼل کېدلی شي. [۱][۲][۳][۴]

جيمز د خپل کاتوليک پلوۍ تر څنګ د ۱۶۸۵ زکال په فبروري کې پاچا شو، پراخه ملاتړ يې درلود او لامل يې دا و، چې زياتره خلک وېرېدل چې د نوموړي نه منل به د ۱۶۳۸-۱۶۵۱ زکالونو د درې پاچاهيو د جګړو “Wars of the Three Kingdoms” د تکرار لامل شي. نوموړي د راتلونکو درې کالونو په موده کې په ۱۶۸۵ زکال کې د سکاتلينډي او انګليستان پارلمانونو د ځنډولو او د شخصي فرمان يا حکم له مخې د حکومت کولو په واسطه خپل ملاتړي په دښمنۍ کې واچول. د دې تر څنګ دا يوه لنډمهاله مسئله ګڼل کېده، چې جيمز ۵۲ کلن و او دا چې د دويم واده يې ۱۱ کالونه شوي وو مګر ماشومان يې ورڅخه نه درلودل، نو د پياوړي اټکل له مخې يې وارثه خپله پروتستانت مذهبې لور ماري وه. [۵][۶]

د ۱۶۸۸ ز کال په جون کې د دوو پېښو مخالفت په يو سياسي کړکېچ بدل کړ. لومړۍ پېښه د ماري پر ځای د وارث په توګه د جون پر ۱۰ نېټه د جيمز فرانسيس ايډوارډ “James Francis Edward” زېږېدنه وه، چې د يوې کاتوليک کورنۍ هيله يې رامنځته کړه. دويمه پېښه د جون پر ۱۵ د اوه مسيحي ملايانو “Seven Bishops” محاکمه وه، چې يو د انګليستان پر کليسا “Church of England” باندې د درک شويو بريدونو کې ښکېل وه. د جون پر ۳۰ نېټه د دوی برات الذمه د کاتوليک ضد پاڅونونو لامل شوه او د جيمز سياسي واک يې ړنګ کړ. د دواړو پېښو ترکېب د انګليسي سياستپوهانو يو پراخه ائتلاف وهڅاوه، چې ويليم ته يو بلنيک واستوي او بلنه ورکړل شي، چې د پروتستانت مذهب د ژغورنې په موخه فوځي مداخله وکړي.

د فرانسې د څوارلسم لوی “Louis XIV of France” په مرسته چې پر هالنډ باندي د بريد چمتووالی يې نيوه، ويليم دا د نهه کالونو جګړې “Nine Years’ War” لپاره د انګليسي سرچينو د خوندي کولو په موخه يوه موکه وګڼله، چې د ۱۶۸۸ ز کال په سپټمبر کې پيل شوه. نوموړی د نومبر پر ۵ نېټه له ۱۴۰۰۰ فوځيانو سره د ټوربی “Torbay” په بريکسام “Brixham” کې پلی شو. د لندن پر خاوره له پرمختګ سره د ۳۰۰۰۰ پياوړي شاهي فوځ ډېری غړي وروسره يو ځای شول. جيمز د ډسمبر پر ۲۳ او د ۱۶۸۹ زکال په اپرېل کې له هېواده وشړل (تبعيد) شو. پارلمان د ويليم او ماري د انګليستان او ايرلينډ ګډې پاچاهۍ جوړې کړې. په جون کې يوه بېله مګر ورته سکاتلينډي جوړجاړی هم وشو.

په داسې حال کې چې اوښتون په خپله هم چټک او يو څه خونړی نه و، په سکاتلينډ او ايرلينډ کې د استوارت پلوي پاڅونونه د پام وړ زيانونو لامل شول. که څه هم د دومي نيکن د ډلې پلوۍ د ۱۸ پېړۍ په وروستيو کې مقاومت وکړ، مګر اوښتون پر تخت او تاج يا سلطنت باندې د پارلمان د لومړي والي د تاييد له مخې د سياسي شخړې يوه پېړۍ پای ته ورسوله او د ۱۶۸۹ زکال د حقونو قانوني لايحه “Bill of Rights” کې يو اصل رامنځته شو. د ۱۶۸۸ ز کال د زغم قانون “Toleration Act 1688” د انګليستان له رسمي کليسا سره سمون نه کونکو پروتستانو ته د عبادت ازادي ورکړه، مګر په ۱۶۷۸ او ۱۶۸۱ ز کالونو کې په انګليسي او سکاتلينډي د ازمايښت قوانينو “Test Acts” کې پر کاتوليکانو باندې لګول شوي بنديزونه تر ۱۸۲۸ ز کال پورې په ځواک کې پاتې شول، په داسې حال کې چې د پاچا د مېرمنې په ټاکنه بانې مذهبي بنديزونه په ۲۰۱۵ ز کال کې لرې کړای شول، مګر هغه چې په حق کې پلي کېدل پاتې کېږي. [۷][۸]

شاليد[سمول]

لکه څرنګه چې د “AgryII” او “Monmouth” سرکښو د چټکې ماتې په واسطه بيان شو، جيمز سره له دې چې کاتوليک پلوی و، د پراخه ملاتړ په لرلو سره په ۱۶۸۵ ز کال کې پاچا شو، چې څلور کالونه وروسته له هېواده وتلو يا تبعيد ته اړ شو. دا حالت چې زياتره وخت د انګليستان ځانګړې پېښه ګڼل کېږي، معاصر تاريخپوهان يې په اړه استدلال کوي، چې جيمز په هغه کچه نمانځنه کې پاتې راغی، چې شاهي ځواک يې د سيمې د لوستو خلکو له لورې پر ملاتړ تکيه وکړه، چې ډېری دا خلک د انګليستان د پروتستانت کليسا او د سکاتلينډ د کليسا غړي وو. که څه هم دوی د جيمز د شخصي کاتوليک پلوۍ د منلو اراده درلوده، مګر د نوموړي د «زغم» تګلارې او د مخالفت د له منځه وړلو په موخه کارول شويو مېتودونو په انګليستان او سکاتلينډ کې د هغه ملاتړي په دښمنۍ کې واچول، په داسې حال کې چې ډېره کی کاتوليک لرونکی ايرلينډ يې بې ثباته کاوه. [۹][۱۰]

د استوارت سياسي نظريه له شپږم او لومړي جيمز څخه اخېستل شوې وه، چې په ۱۶۰۳ ز کال کې يې د يو متمرکز دولت ليد جوړ کړ، چې د هغه پاچا له لورې به پر مخ ځي، چې د خدای له لورې واک ورکول شوی وي او په دې ډول دولت کې بايد د پارلمان دنده په اسانۍ سره منل شوی وی. د پاچا او پارلمان تر منځ شخړې د درې پاچاهيو تر منځ د جګړې “War of the Three Kingdoms” لامل شوې او د ۱۶۶۰ ز کال د استوارت له بيارغونې “Staurt Restoration” څخه وروسته يې دوام وکړ. دويم چارلس اړ شو چې پر شاهي امتياز “Royal Prerogative” باندې تکيه وکړي، ځکه چې په دې ډول تصويب شوي ټول معيارونه د پارلمان په پرتله د هغه د پرېکړې په وخت له منځه تللی شول. که څه هم دا [معيارونه] د سترې قانون ايښودنې يا ماليه ټاکنې برخو کې نه شول کارول کېدلی. [۱۱][۱۲]

دا اندېښنه چې جيمز د يوې بشپړې پاچاهۍ جوړولو اراده درلوده، د ۱۶۷۹-۱۶۸۱ ز کالونو د مخنيوي يا لرې کولو کړکېچ “Exclusion Crisis” لامل شو، چې د انګليستان سياسي ټولګی يې له پاچاهۍ څخه د نوموړي د لرې کولو د پلويانو او مخالفانو تر منځ ووېشه، چې لومړۍ ډله يې زياتره د وېګ غړي او مخالفان يې زياتره د توري ډلې غړي وو. که څه هم په ۱۶۸۵ ز کال کې د ويګ دلې زياتره غړي د «طبيعي ميراث» د تصويب له پایلو څخه ووېرېدل، په داسې حال کې چې د توري ډلې غړي په پياوړي ډول د کاتوليک ضد وو او د دوی ملاتړ د انګليستان کليسا شته لومړی والی غوره کړ. د خورا يادونې وړ ده، چې دا يوه لنډمهاله مسئله ګڼل کېده؛ جيمز ۵۲ کلن و، د ميډونا سيمې له ماري سره يې يوولس کالونه شوي وي مګر ماشوم يې نه درلود او وارثانې يې خپلې پروتستانت لورګانې ماري “Mary” او اين “Anne” وې. [۱۳]

د استوارت د ميراث په اړه په سکاتلينډ کې خورا ستره خواخوږي وه او د ۱۶۸۱ د ځايناستي قانون “Succession Act” د مذهب په پام کې نيولو پرته د نوموړي د ملاتړ په موخه د ټولو دنده تاييد کړه. د انګليستان خلاف د سکاتلينډ له ۹۵ سلنه څخه زياتو وګړو د سکاتلينډ په کليسا يا کېرک پورې تړاو درلود، ان دا چې نور پروتستانت مذهبونه په کې منع شوي وو او په ۱۶۸۰ ز کال کې په کې کاتوليکان کوچني لږه کي وو، چې هغه هم د اشرافيت د ځينو برخو او لرې پرتو غرنيو سيمو تر بريده وو. د ايپيسکوپاليا وګړو “Episcopalians” په ۱۶۶۰ ز کال کې يو ځل بيا د سکاتلينډ کليسا واک تر لاسه کړی و، چې د پروتستانت د مشايخو کليسا د غړو د پاڅونو د لړيو لامل شو، مګر د کورنۍ جګړې د دورې ترخې مذهبې شخړې په دې معنا وې، چې ډېره کيو ثبات غوره وګڼه. [۱۴][۱۵][۱۶]

په انګليستان او سکاتلينډ کې زياتره هغو خلکو چې په ۱۶۸۵ ز کال کې يې د جيمز ملاتړ وکړ، د شته سياسي او مذهبي ترتيبونو ساتل غوښتل، مګر په ايرلينډ کې بيا حالت داسې نه و. په داسې حال کې چې د کاتوليک ډېره کيو له لورې جېمز ته د ملاتړ ډاډ ورکړل شوی و، تر څنګ يې نوموړی د ايرلينډي پروتستانتو په منځ کې هم نامتو و. د ايرليند کليسا د خپل پايښت په موخه پر تاج باندې تکيه وکړه، په داسې حال کې “Ulster” د پروتستانت د مشايخو کليسا د هغو غړو له لورې اداره کېده، چې د جيمز د زغم تګلارو ملاتړ يې کاوه. که څه هم مذهب د کاتوليکانو لپاره د برابرې اندېښنې يوازې يو عامل و، چې اصلي عوامل يې هغه قوانين وو چې په فوځ کې د دوی د خدمت يا د دولتي دندو درلودلو او د ځمکې سمون مخنيوی يې کاوه. په ۱۶۰۰ کال کې کاتوليکان د ايرلينډ د ۹۰ سلنه ځمکې مالکان وو، مګر د ۱۷ پېړۍ پر مهال په زور د اخېستلو (ضبطولو) له يوې لړۍ څخه وروسته دا کچه په ۱۶۸۵ زکال کې ٪۲۲ ته راښکته شوه. کاتوليک او پروتستانت سوداګر په دوبلين او بل هر ځای کې د سوداګريزو بنديزونو تر اغېز لاندې وو، چې له امله يې د خپلو انګليسي سيالانو پر وړاندې په ناوړه حالت کې ځای درلود. [۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. (کينډۍ:Lang-ga; کينډۍ:Lang-gd; کينډۍ:Lang-cy), the invasion also known as the Glorieuze Overtocht or Glorious Crossing by the Dutch
  2. Historical Notes: Glorious revolution or Orange invasion?, published 25 May 1999, accessed on 25 February 2021.
  3. Black 2016، م. 143.
  4. Schwoerer 2004، م. 3.
  5. Harris او Taylor 2015، م. 147.
  6. Harris 2006، م. 144.
  7. Quinn.
  8. Pincus 2009، مم. 441–442.
  9. Harris 1999، مم. 28–30.
  10. Miller 1978، مم. 124–125.
  11. Miller 1978، م. 44.
  12. Stephen 2010، مم. 55–58.
  13. Wormsley 2015، م. 189.
  14. Harris 2006، مم. 153-155.
  15. Baker 2009، مم. 290–291.
  16. Jackson 2003، مم. 38–54.
  17. Harris 2006، مم. 106–108.