پښتو ژبې نړيواله ورځ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
PashtoWraz
پښتوورځ

د مې ۲۹ مه چې د غبرګولي له ۸ مې سره سمون خوري او هرو څلورو کلونو کې يو ځل د غبرګولي له ۹ مې سره سمون خوري. د "د پښتو ورځ" په توګه لمانځل کېږي. د تېرو کلونو پرتله اوس په پښتو ژبه کتابونه ډېر شوي، د انټرنېټ او ټېکنالوژۍ په برخه کې هم پښتو په ښه کېدو ده، که څه هم په حکومتي برخو کې ورته لا هم سمه پاملرنه نه ده شوې، خو پښتو ژبه بيا هم مخ پرودې روانه ده او تر ډېره بريده يې لمن د بېلابېلو اثارو ډکه شوې ده. په افغانستان او پښتونخوا کې یو شمېر خلک دغه ورځ نمانځي او پر خواله رسنیو یې په هکله پیغامونه خپروي. چې پر ټويټر، انسټيګرام او فيسوبک تر

#پښتوورځ 
#PashtoWraz 
  1. پښتو ژبې نړيواله ورځ
  2. پښتو ورځ مو مبارک شه

هشټاګونه هم کارول شوي، چې خلک پرې د پښتو ژبې د ورځې نمانځنې په اړه خپل نظرونه شريکوي.

د پښتو ورخ تاريخچه:[سمول]

د پښتو ژبې نړيوالې ورځې وړانديز په لومړي ځل ښاغلي نوررحمان  لېوال، په اسانه پښتو کانفرانس کې په ۲۰۱۰/۰۷/۱۰ نېته وکړ  د دوى په وينا د پښتو ژبې ستونزه روحي يا رواني او سياسي ده نه تخنيکي.

د ۲۰۱۱/۰۷۸/۱۱ښاغلي ن. ر. لېوال د پښتو راډيو او ټي وي شبکې، ازمېښتي خپرونې پيل کړې، ورسره يې هوډ کړى چې د ټيوي کليزه که څه هم ١١ اګست ده خو د پښتو ورځې د پياوړتيا لپاره يې د پښتو ټلوېزيون کليزې د پښتو ورځې سره وتړي.

د پښتو ورځې لومړۍ غونډه:[سمول]

په ۲۰۱۲/۰۴/۱۵ مه نېته ښاغلى لېوال، په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو پښتنو مشرانو سره اړيکې ونيوې او د پښتو ورځې د لمانځنې او په دغه ورځ د پښتو ټي وي کليزې ټاکلو لپاره دوى ته بلنه ورکړه.

په ډېره مينه او لېوالتيا د پښتو ادبي ټولنې مشر ښاغلي ممتاز اورکزي ، د پښتو ادبي ټولنې پخوانى مشر اعجاز خټک راځي او په العين کې د افغانانو ټولنې مشر صمد او ورپسې د عوامي نيشنل ګوندغړى ښاغلى اکبرخان خټک او ملګري يې په دغه غونډه کې ګدون کوي او پر دې يې ژمنه وکړه چې، ښاغلى لېوال به د نارنج ګل مشاعره کې ددغې ورځې په هکله خبرليک خپروي او خبرې به کوي.

نارنج ګل مشاعره ١٦ د اپريل ٢٠١٢: دعربي متحده اماراتو په عجمان کې دنارنج ګل مشاعرې غونډې کې د پښتو ټلوېزيون اوراډيو د امتياز څښتن مشر ښاغلي نور رحمان لېوال د غونډې برخوالو ته په خپله وينا کې زيرى ورکړ چې پښتوټلوېزيون به چې دا مهال ازمېښتي خپرونې لري په پښتوورځ پرانستل کېږي او پړېکړه يې وکړه چې په راتلونکي کې به هرکال پښتو ټلويزيون خپله کليزه د د پښتوورځې سره يوځاى کوي تر څو پښتوورځ پياوړې شي.

هغه د مشاعرې له ګډونوالو او پښتنو ليکوالانو څخه وغوښتل چې د پښتو د ورځې نښان يا لوګو په جوړولو او ددې ورځې ديادولو په اړه ورسره مشورې شريکې کړي. هغه وويل: د پښتو ورځې ياد به له پښتو ټلوېزيون او نورو رسنيو څخه په ژوندۍ بڼه خپرېږي. د لېوال په وينا، په دې ورځ به له ټولې نړۍ څخه پښتانه پوهان راغوښتل کېږي چې د پښتو او پښتنو پر نن او سبا هر اړخيزې خبرې اترې وکړي چې پر بنسټ به يې پښتو او پښتنو ته ورپېښو ننګونو ته د پاى ټکى کېږدي. هغه زياته کړه چې دا د سوداګرو لپاره يوه غوره موقع ده چې ترې ګټه واخلي او په لره او بره پښتونخوا کې د پښتو ورځې له لمانځلو سره ملتيا او مګرتيا وکړي او د خپلو سوداګريزو خبرتياوو له لارې د دې ورځې په غوره ډول د لمانځلو لګښتونو ته اوږه ورکړي. د مشاعرې په پاى کې ښاغلي لېوال او يو شمېر نورو پښتنو ته ددوى د غوره هڅو له امله پګړۍ ورپرسر شوې.

د پښتو ورځې دويمه غونډه دوبۍ:[سمول]

ښاغلي لېوال په کوربه توب دافغانانو د ټولنې مشر ښاغلى عبدالصمد افغان دطيب افغان زوى ، د پښتو ادبي ټولنې استازى ښاغلى اعجاز خټک او د ختيځو ولايتونو استازى انجينر امين ظريف ، د وروېشل شوېو پاڼو پر بنسټ په دوبۍ کې راوغوښتل، غونډې ته د شمشاد او خيبر استازي هم رابلل شوي و خو ګډون يې ونکړ .

پر نېټې، نوم او نښې ټاکلو خبره کېږي د غونډې برخوال، د پښتو ورځې د نېټې ټاکنې لپاره لاندې ټکي د پام وړ بولي. دا بايد رسمي ورځ وي اوداونۍ له ورځو يونۍ، دونۍ، درېنۍ، څلورنۍ، پنځنۍ څخه، ځکه چې په دغه ورځ کارته نه تلل به ددغې ورځې په پېژندلو کې مرسته وکړي. د کومې ديني ورځې سره برابره نشي. د پښتنو په تاريخ کې د کومې بلې ورځې سره برابره نشي. د ډېرو په اند د غويي په مياشت کې ډېر بدلونونه راغلي، که په دې مياشت کې نه وي نو ښه به وي. د کومې نړيوالې ورځې سره برابره نشي د کابل او پښتونخوا موسم په پام کې نيول شوى وي چې په ډېر سوړ يا تود موسم کې نه وي. د کرکيلې وخت نه وي. د دوبۍ درنو پښتنو سوداګرو دا ژمنه وکړه چې دوى دې ته چمتو دي چې پر ٥ ستاره هوټل کې تر دري زره کسانو،له پښتنونخوا او نړۍ څخه راوغواړي، خو د اړوند هوټلو سره مشورې وروسته کېږي لومړى دا مهمه وه چې ورځ او وخت بايد ټاکل شوى واى،دويم دا چې لږ تر لږه ٦ مياشتې مخکې بايد د دغه ډول مېلمستيا رسمي پړاوونه ترسره شي. همدارنګه د ښاغلي داور لودين او ملګرو د هڅو ستاينه وشوه، او د جون د مياشتې ٢١ مه چې دوى وړانديز کړې هغې کې دوه ستونزو ته اشاره وشوه: لومړى دا چې ٢١ د جون د ميوزيک نړيواله ورځ ده. دويم دا چې ٢١ د جون، په دوبۍ، پېښور، ننګرهار او کندهار کې خورا ګرمي وي او په راتلونکې کې به د پښتو له ورځې سره ميلې او نندارتونونه تړاوولري ، نو له دوى څخه دا هيله وشوه چې له نورو ملګرو سره يې د مۍ په مياشت کې لمانځلو ته غاړه کېږدي. دا ويل اړين ګڼو چې پښتو يوازې ژبه نه ده، بلکې دا د ژوند تګلاره او تر ډېره په پښتني سيمو کې د قانون حيثيت لري. نو http://www.pashtowraz.com Archived 2022-07-02 at the Wayback Machine. ياhttp://www.pashtowraz.org ډېره نږدې او يادول يې اسانه دي. د غوڼدې په پاى کې پردې پرېکړه وشوه چې، ښاغلى لېوال به کابل ته ځي او په کابل کې به د پښتو مينه والو بله غونډه رابولي چې په هغه کې ورځ وټاکل شي او د ټولو په مشوره به دا کار وشي.