پښتو ليک او لوست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډېر خلک “د” د “له” پر ځای او “له” د “د” پر ځای کاروي. د ژبدوديز (ګرامري) ليدلوري له پلوه دواړه په بېلابېلو معناوو او په مختلفو ځايونو کې کارول کېږي.

لومړی باید دا یاد شي، چې سربل څه معنا لري. سربل هغه ويی یا کلیمه ده، چې ډېری د نومونو مخ ته راځي او د لوري او ځای معلومات ورکوي: د، له… سره، لپاره، ترشا، مخ ته، پر، په…کې، له، باندې، تر منځ … .

د” د تول یا ملکیت سربل (preposition) دی، چې د انګرېزي له of سره سمون خوري.

بېلګه:

د احمد کور په هغه کوڅه کې دی.

د دې واټ نوم باچاخان دی.

“د” اړیکه هم ښيي:

ننګیال د هغه ورور دی.

“له” په څو حالتونو کې راځي، خو په ټوليز ډول لوری یا پلو څرګندوي. سربېره پر دې یاد سربل د مهالي، ځایي او اړیکې/تړاوي کړول (قید/adverb) په توګه کارول کېږي. همدارنګه یو لامل او يوه استثنا هم څرګنولی شي.

د لوري څرګندونه:

له … څخه: هغه له کابل څخه راغی.

له … خوا: باد له دغې خوا راځي.

د ځانګړي ځای څرګندونه:

د .. له سره: د غر له سره ټول ښار ليدلی کېږي.

د .. له پاسه: د بام له پاسه د باران د څاڅکو غږ اورېدل کېږي.

د ځانګړي مهال څرګندونه:

له … وروسته: له غرمې وروسته راشه.

له … راهيسې: له ۲۰۱۰ کال راهيسې زه په کابل کې ژوند کوم.

د اړیکې/تړاو او اړوندتوب څرګندونه:

له … سره: زه له هغه سره ښار ته ځم.

له … سره سم: له ژمنې سره سم مې دغه کار تر سره کړ.

له … سره سره: له ډېرو خوږو سره سره دی ښوونځي ته لاړ.

د لامل /کبل څرګندونه:

دی د ناڅاپې پېښېدونکې ناروغۍ له لامله ومړ.

د استثنا څرګندونه:

له… پرته: له دې پرته بله حللار نشته.

په ځینو ویناوو یا کړونو کې لکه:

له چا ملاتړ کول

له څه لاس اخيستل

له چا مننه کول

ليکوال: کامران منګل

تمرین: سمه بڼه په نښه کړئ!

۱) زه پرون د امريکې نه راغلم.

۱) زه پرون له امریکې څخه راغلم.

۲) لوبغاړي توپ له دغې خوا راوشاړه.

۲) لوبغاړي توب د دغې خوا نه راوشاړه.

۳) دا د دوی کور دی.

۳) دا له دوی کور دی.

۴) الوتکې د وارو له پاسه الوزي.

۴) الوتکې د وارو د پاسه الوزي.

۵) له یو کال راهيسې مې ته نه یې ليدلی.

۵) د یو کال راهيسې مې ته نه یې ليدلی.

۶) د غرمې نه وروسته درسره وینم.

۶) له غرمې وروسته درسره وینم.

۷) زه د خپلو ملګرو سره په چکر ځم.

۷) زه له خپلو ملګرو سره په چکر ځم.

۸) د دغه کتاب نه پرته، نور مې نه خوښېږي.

۸) له دغه کتاب پرته، نور مې نه خوښېږي.

۹) موږ له هغه ملاتړ کوو.

۹) موږ د هغه نه ملاتړ کوو.

۱۰) زه له تاسو ټولو مننه کوم.

۱۰) زه د تاسو ټولو نه مننه کوم.