پښتو علم فلک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سریزه


الحمد لله الذي خلقَ السماوات والأرض، و جعل الظلمات والنور، و جعل في السماء بروجا و جعل فيها سراجا وقمرا منيرا، وقدره منازل لتعلموا عدد السنين والحساب، وهو الذي جعل الليل والنهار خلفة لمن أراد أن يذكر أو أراد شكورا، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له و أشهد أن محمدا عبده ورسوله، أرسله الله تعالی بالحقّ بشيرا و نذيرا، صلوات الله تعالى و سلامه عليه و على آله وصحبه و من اتبعهم بإحسان إلى يوم الدين.

وبعد:

د فلک د علم (فلکیات) ضرورت او اهمیت

انساني فطرت و، چې د پخوا زماني نه يې د هغو کایناتو د راز د پلټلو هڅي کولې، کوم چې تر اوسه يې نه پیږندل، انسان چې د کایناتو په اړه څومره معلومات هم تر لاسه کړي هلته تم نه دی باتي شوی، بلکې نور لا هم هڅانده او لالهاند شوی، تر څو ځان د کایناتو د راز تل ته ورسوي، له کوم وخته چې انسان هوش سمبال کړی بیا تر نن (د ټکنالوژي تر عصره) پوري مسلسل د جدیدو اجاداتو او معلوماتو په لټه کي بې تابه دی، تر څو چي انسان کوښښ کوي، نوي نوي اجادات او معلومات تر لاسه کوي، نور لا دې نتیجې ته نیږدې کيږي چي د دې ټولو کایناتو تر شا د یو داسي هستۍ راز مضمر دی، چي تر هرڅه بالا تر دی.

علم فلک (Astronomy) یو له هغو علمونو څخه دی، چې په مختلفو پړاوو کې له ډیر پخوا انسان ورسره اشنا او کار يي تیرې اخیستی، له کله چي پر اسمان د انسان سترګي لګيدلې، له هغه وخته انسان د علم فلک اړتیا حس کړې.

خو یاد علم د اسلام او مسلمانانو تر دوره پوري د خامو موادو په شان استعمالېدی، ډیری غلطي نظریې پر انسانیت تپلې شوې وې، مسلمانان ول چې علم فلک يې پر سم روخ روان کړ، د انسانیت لپاره يې د فايدې وړ وګرزاوی، د اسلامي حاکمیت خلفاو دې علم ته ډیره توجه ځکه وکړه، چي اسلامي شعائر: لکه: لمونځ، روژه، حج، زکات او نور ډیر عبادات د علم فلک سره په یو نه بله نوعه اړه لري، له دېنه علاوه د انساني ژوندانه په مختلفو اړخونو کې ورته ضرورت شته، چونکه اسلام د انسان د ښېرازۍ لپاره تر ټولو غوره دین دی، نو ځکه مسلمانانو د نورو علمو په څنګ کې علم فلک ته هم زیات اهمیت ورکړ، کتابونه يي پري ولیکل، د نورو ژبونه څخه يي عربي ته ډیری مواد وژباړل، او ښه اختراعات يي په کې وکړل، نوي قوانین، اصول او ضوابط يي وضع کړل، ډیری ستوري او د هغوی خواص يي کشف کړل.

په 132 هـ = 750م کې چې کله د عباسیانو دور وو، خلیفه هارون رشید د خپل خلافت په وخت کي د بیت الحکمة په نامه په بغداد کي یو ستر کتابتون جوړ کړ، په دې کتابتون کي يي د نورو علمو سربېره يې علم تنجیم، علم فلک، علم طب، هندسه، الآهیات او علم ادب ته ډیره توجه وکړه.

مامون بیا په خپل وخت کي پر هغه بیت الحکمة چې د ده پلار رشید جوړ کړی و، دوه سوه زره دیناره پانګونه وکړه، تر دې پوري چي دا یو علمي مجمع، مرجع او یو لوی فلکي رصدګاه وګرزيدله.

ابن خلدون لیکي: اسلامي نړۍ د دې علمي معهد پوره وړې ده.