پښتو شاعرۍ کې د غزل رنګ او مقام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په پښتو شاعرۍ کې د غزل رنګ او مقام[سمول]

       د غزل کلمه دومره عامه ده چې تقريبا هرڅوک پرې پوهيږي که هغه باسواده وي او که بې سواده ،خو د غزل سره د مينې له وجې غزل اوري ، غزل ته غوږ نيسي او غزل پالي.

       غزل د پښتو ادب او شاعرۍ د ملا تير ګڼل کيږي او لومړی مقام ورکړل شوی ، که څه هم د غزل په فني ميدان کې کوم بدلون نه دی راغلی خو په مختلفو مرحلو کې د موضوع او فکر له پلوه نوی نوی رنګ اختياروي ، ګويا خپله ځولۍ بې د غم جانان ته نه بلکې د غم دوران ته هم خوره کړې او دغه شان يې خپل نازک طبيعت د وخت  د غوښتنو سره عادت کړی ، ددې لوی توپير اندازه يو لوستونکي ته معلوميږي چې هغه پخوانی او اوسنی غزل لولي پخوا غزل يوازې دغم جانان ته ډالۍ وه او د ده په نازک طبيعت يې نورې خبرې دباندې ګڼلې ،خو د وخت په تېرېدو او خاص ډول د اوسني غزل پراختيايي دورې په راتللو د غم ،خواشينۍ ، د نوي دور غوښتنې ، د خېټې د لاسه د اړ انسان يادونه هم وکړي او د خپل ژوند ترخې تجربې د غزل په ښايسته رنګ کې رنګ کړي .

د دې هرڅه د لا ښې پېژندنې لپاره په لاندې غزل کې بېلابېل رنګونه ګورو:

چې بې ګناه په کوم زړګي باندې پرهــــر ولګي

لکه ناڅاپه چې ګولۍ په شيــــــــــن نښتر ولګي

درده مودې شوې چې د رنځ په اوبو تا مينځمه

خو داسې نه شـــــــــو چې دې اور برابــر ولګي

زه دې قاتل حالت نه هر وختې ځان لرې ساتم

خو مې نظر ستا له نظـــــر ســـــره اکثـــــر ولګي

شومو نيتونو د خوارۍ غرونوته غاړې ويستو

کاڼی چې هر لور نه راځي زمونږ په ســــر ولګي

که دې قامت په خپل شډل غزل کې نه ستايمه

ستادې ښېرې زمـــــا په زړه په مازيګـــر ولګي

ته ټپول ددې ښامـــارو خولـــــو کولــــــی نشــې

داسې نو نشي چې په توره شپه کې لمر ولګي

باصره ناصري

         د پورته غزل هر يو بيت بېله بېله مانا او بېلابېل رنګ لري  ، شاعر کولای شي چې په غزل کې  هره موضوع ځای کړي او هر رنګ چې وغواړي ، ور يې کړي او د خپل دردمن راتلونکي په اړوند داسې ووايي :

زړه مو په سترګو کې درځيږي اوس چې څه به کيږي

ځان رانه وروستو پاتې کيږي اوس چې څه به کيږي

لکه بلبل به مو بچي په باغيچــــــو کې ســـــــاتــــــل

راته په خاورو کې لوغړيږي اوس چې څه به کيږي

                                                                                                   سعيدشاه سعود

         يا لکه دروېش درانی چې د راتلونکي په اړوند هيله مند دی او وايي:

موسم بدل دی ښايي تللي مرغـــــان بېرته راشي

وخپل وطن ته د کډوالــــــو کاروان بېرته راشــي

دروېشه داسې به و نه شــــــي چې زمونږ هـديرې

سپين ږيري وګرځوي ټول او ځوانان بېرته راشي

      غرض دا چې د موضوع په لحاظ د غزل ځولۍ ډېره پراخه شوه او هر چا پکې د خپل فکر تجربې وکړې . په پښتو شاعرۍ کې غزل يو له هغه شعري چوکاټونو څخه دی چې  عام وتام مقبوليت لري ، د پښتو د اکثرو شاعرانو د غزل په فورم کې زيات قلم چلولی ، له اکبر زمينداوري رانيولې د روښانيانو ، خوشحال خټک ، حميد مومند ، رحمان بابا او بيا تر حمزه او تر اوسه پورې ډېر شاعران په دې فورم کې کار کوي ، په همدې وجه په پښتو کې  د ځينو نورو فورمونو په انډول زيات ظرافيت او لطافت ته رسېدلی ، د غزل ښکلا او ظرافت په دې نور هم زيات شو چې دې فورم ته دپښتني چاپېريال زياتی انځورونې ور دننه شوې ،ځوانو پښتنو شاعرانو ته هم غزل يو داسې فورم دی چې د دوی  قلم پکې ښه ازميښت کولی شي  ، د غزل د دومره مقبوليت اوزيات استعمال يوه وجه شايد داهم وي چې د يو مانيز پيوستون ترڅنګ د غزل هر بيت په اصطلاح ځان ته پاچا دی او په ځانګړي او خپلواک ډول ډېر دروند او مانيز بار پورته کولی شي ، په پښتو کې لومړی شاعر چې دې فورم ته يې پښتني شال ور په سر کړ هغه خو خوشحال بابا و، چې په يوه مسره کې توره او په بله مسره کې يې زلفې وځلولې :

توره چې تېريــــږي خو ګــــوزار لــــره کنه

زلفې چې ول ول شي خو خپل يار لره کنه

      ځينې نور داسې صفات ياد غزل روايات هم شته  چې هغه د غزل ښايست او جامه ګڼل کيږي چې شعري صنايع او بدايع يې بولي چې د تشبېهاتو ، استعارو ، ترکيب ، علامت ، تمليح  ، رمز اخفاء ، اختصار او د کنايې په نومونو شهرت لري . دا سمه ده چې دغه صنايع او بدايع د غزل لازمي اجزا نه دي  ،خو د غزل لپاره ضروري دي يانې که يو غزل بغير له تشبېهاتو او کنايو هم وي غزل کېدای شي ، خو د غزل چې کوم مزاج دی او د غزل لپاره ضروري ګڼل شوی دی هغه پکې ورک شي او د غزل د وجود هغه خواږه او رنګيني به پاتې نشي په کوم کې چې تر ننه غزل غزل دی ځکه خو همېشه د کلاسيکو شاعرانو ژبه استعاراتي ده.

   د غزل لپاره د ټکو انتخاب هم ډېر ضروري دی بايد په غزل کې داسې لفظونه او کلمات راوړل شي چې غنايت هم ولري او موسيقيت هم ، په پښتو کې د ژوند سره تړلې هره موضوع د غزل برخه جوړېدای شي هغه که قام پرستي وي که ترقي پسندي ، صوفيانه وي که اخلاقي ، د جنګ موضوع وي که د امن ، د غم وي که د خوشحالۍ ولې داخليت او تخيلاتي رنګ پکې ضرور دی ، د داخليت نه مراد دا دی چې کومې موضوعګانې په غزل کې بيانوو بايد اول يې د خپل ذات حصه جوړه کړو له هغې سره خپل جذبات او احساسات شريک کړو او بيا يې د غزل په بڼه وړاندې کړو.