پښتو اولسي ادب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ټپه

ټپې ته لنډۍ مصرعه يا ټپه وائي۔ ټپه دوې مصرعې لري۔ ړومبې 9 او دويمه 13 وي۔ ټپه مهر, لنډۍ مار او د ټپې دواړې مصرعې په يوې حساب وي ځکه مصرعه هم ورته وائي۔ ټپه کښې د پښتنو ټول تاريخ او ژوند ليدلے شي۔ موضوع يی ټول ژوند دې۔ نمونې ضرورت نشته۔

(2)چاربېته د نوم نه ظاهره ده چې څلور بيتونه لري۔ دسر شعر نه پس کړیو کښې درې مصرعې وي او څلورمه ي د سر شعر په وزن وي۔ ځنو چاربېتو سر دوه شعرونه وي او کړیو کښې ي د درو مصرعو په ځاي درې شعرونه وي او څلورم د مطلع په وزن او قافيي وي۔ چاربېتې ډېر قسمونه دي۔ لکه کړه بند زنځيرۍ مثمن مستزاد وغېره۔ مضوع تاريخي واقعات داستانونه قيصې مذهبي واقعات جنګي تذکرې عشق و محبت

استاذان

احمد دين طالب(مردان) قمردين صالح محمد محمد ايوب خان توکل او ميرا

نمونه

مطلع:ريبارا راته اوايه صنم چېرته دې زما د سترګو تور د زړه مرهم چېرته دې

کړۍ:موده وشوه چې زه د مينې يار نه وينم د خپل زخمي زخمي زړګي قرار نه وينم ګل رنګه ګل رخسار او ګل غزار نه وينم بې مثله داروګر زما دغم چېرته دې زما د سترګو تور د زړه مرهم چېرته دې

(3)نيمکۍ اوله مصرعه اوږده او دويمه لنډه وي۔ ۔ مطلع يي اکثر هم قافيه نه وي۔ دې کښې بندونه نه وي بلکښې د بندونو په ځاي ور کښې مصرعې لګولې شي۔او بيا د نمکۍ سر تکرارولې شي ځکه ورته مصرييزه هم وييلې شي۔ نيمکۍ کښې وحدت تاثر unity of impression وي.کله کله د نيمکۍ مطلع دواړې مصرعې هم لنډې وي۔

موضوعات ساده روماني تاريخي کليوال رنګ وي پکښې ۔اکثر يي زنانه وايي ۔ د خيالاتو اظهارپکښې ساده وي ۔ افغانستان کښې ډېرې وييلې شي۔ د سل کاله نه يي شروع شوې دي۔

نمونه

مطلع: توره بهرام خانه نوابه څڼې دې غوړې کا چې باد يي رپوينه۔نوابه

مصرعه:يو ځلي بيا په دې لار راشه۔نوابه مصرعه:په پخوانو پلونو دې پرېوتل ګردونه۔ نوابه تکرار مطلع:تورا بهرام خانه۔ نوابه

(4)بګتۍ

مطلع دوې مصرعې يوه اوږده يوه لنډه او هم قافيه وي ۔ کله کله دواړې برابرې او اوږدې او هم قافيه راشي۔ مطلع نه پس کړیو کښې که دوې مصرعې وي نو دريمه به د مطلع په وزن او هم قافيه او که درې مصرعې وي نو څلورمه به د مطلع سره هم وزن او هم قافيه وي۔ او دې نه پس به ورسره مطلع بيا تکراريږي۔په بګتۍ کښې د چاربېتې غوندې چستي وي۔ داپه افغانستان کښې خصوصي او په پښتونخوا کښې په عمومي توګه وييلې شي۔

موضوعات حسن عشق معاملات واقعات روماني واقعات محبوبې تذکرې دهجر وصل واقعات۔ خاص موضوع يي جسن و عشق دې۔

خاص خبره بګتۍ په کړيو کښې دوې يا درې مصرعې وي څلور به پکښې نه وي ځکه چې څلور شي بياترې چاربېته جوړه شي۔

نمونه

مطلع:د مازيګر اوبو له مسته په نخرو راځي شور يي د ګنګړو راځي

کړۍ:د مازيګر اوبوله لاړه ښه صراحي غندل يي غاړه ميينه امن د سر غواړه څلورمه مصرعه:دسهيلو ورسره ډله دستورو راځي شور يي دګنګړو راځي تکرار:د مازيګر اوبو له مسته په نخرو راځي شور يي د ګنګړو راځي

(5)بدله بدلې ته اردو کښې مثنوي وايي ۔ بدلې ته بدله ځکه وايي چې په هر بيت کښې يي بدله قافيه وي۔د بدلې هر شعر اکثر 8-8 سېلابونه لري۔ کله کله کلاسيکي غزل غوندې او کله کله خپل خپل سېلابونه هم ورته جوړول شي۔د بدلې په ټولو بيتونو کښې چې کوم مضمون شروع وي هم هغه تر اخره پورې وي۔بيتونو حد پکښې خاص نه دې۔په پښتو کښې داسې بدلې هم شته چې په يوې قافې ليکلې شوې دي۔ بدله چې شروع کيږي نو اول تمهيد ورته تړلې شي نو بياواقعه شروع کيږي۔

موضوعات مزهبي موضوعات قصص الانبيا صحابه کرامو قيصې قران او انبياو معجزې روماني موضوعات لکه ليلی مجنون فرهاد شيرينۍ وغېره تا ريخي واقعات رزميه واقعات اخلاقي واقعات خپل اتلان ستاييل۔

نمونه يو قيصه درته کوم د ګل په رنګ چې دې لرې شي د خوږ زړګي نه زنګ

د اګبر په زمانه کښې زما لاله يو عاشق و خبروم دې له اخواله

کور يي و د تولاندي کلي نه بره چې اوس ښکاري دغه ځوان د غره د سره۔