پښتو،عربی او اریایي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هندو اروپایي ژبې چې د ژبو یوه لویه ډله ده او لس څانګې لري، پښتو ژبه یې هم د اریایي څانګې یوه غړې ژبه بلل کیږي، خو دا چې ولې ګڼل کيږي، څېړونکې یې د نورو اریایي ژبو سره ځینې مشابهتونه په ګوته کوي او مقایسه کوي یې لکه: فارسي یا اوستا کې لاس ته دست وایي د ژبپوهانو په خبره کله چې اوستا یا فارسي کې 'د' راشي پښتو کې پر 'ل' اوړي یا هم ګوش، ته غوږ وایي 'ګ' پر 'غ' اوړي او همداسې نور... خو آیا پښتو د حامي او سامي ژبو له کورنۍ سره هم څه مشابهت لري او که نه؟ دلته به ی ځینې بیلګې را واخلو او عربي سره به ی مقایسه کړو. ۱- عربي ژبه کې مذکر او مؤنث څرګنداوی لري، لکه (جاء احمد ،جاءت اسماء) لکه څرنګه چې عربي مذکر او مؤنث لري نو پښتو هم ورته خاصیت لري، لکه (احمد راغی، اسمأ راغله) خو فارسي کې بیا دا خاصیت نشته چې مذکر مونث ولري، دواړه یو شان استعماليږي لکه( احمد امد، اسمأ امد) په پښتو او عربي کې د نوم په نه موجودیت کې هم سړی پوهیږي چې مراد نر دی که ښځه، خو فارسي کې بیا داسي نده. ۲- معرب او مبني (د کلمو د اخر اوښتون ، حرفی تغیر یا هم د حرکت تغیر) چې عربي او پښتو کې شته خو فارسي بیا دا خاصیت نه لري لکه: "احمد" چې په ندایي حالت کې ' َ زور ' اخلي، او د 'ه' پرشکل لیکل کیږي، لکه اې احمده! یا چې پر هـ ختم سوي نومونه "هـ" پر "ې" اوړي لکه: "نسیمه" چې ندایي حالت کې ای نسیمې! راځي او نه اوښتونکې نومونه لکه ماما په ندایي حالت کې اې ماما! همدارنګه عربي کې لکه:(جاء احمدُ ، مررت بأحمدَ )َِ معرب او مبني، لکه" سیبویه" چې اخر ی په ټولو حالتونو کې ثابت پاته کيږي او نه اوړي. خو فارسي کې بیا نه اوړي، لکه" احمد، احمد! " .... یوازي مبني وي. ۳- د اعدادو د ویلو ډول کې هم پښتو او عربي یو ډول دي خو فارسي بیا د انجلیزي په شان اعداد حسابوي لکه: یوویشت، دوویشت، عربان وایي( واحد وعشرون، الثانی وعشرون) خو فارسي کې وایي: بیست ویک، بیست دو، او انګریزي کې تونټي ون، ټونټي ټو ... ۴- د مذکر سالمه جمع په عربي کې 'ون' او په 'ین' او تثنیه یې 'ان' جوړیږي، چې په پښتو کې بیا جمعه په 'ان' او 'ونه' جوړیږي چې ډیر سره نږدې آوزونه دي(الته پښتو ځینې نورې جمعې هم لري) . خو فارسي کې بیا 'ها' باندي جمع جوړیږي.

. م.ع. درانی