پړانګ (سیمه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پړانگ په خیبر پښتونخوا کې د چارسدې يوه سيمه پړانگ نوميږي. دلته د سوات سيند په جنوب کې د کابل سيند سره يو ځاې کېږي. په ځاي خلکو کې دا خبره مشهوره ده چې يو وخت دلته ځنگل او پکې پړانگان اوسېدل نو ځکه يې دا نوم دې. خو دا تورې د سانسکرت د “پرياگه” نه راوتلې دې چې د دوو سيندونو د يو ځاې کېدو (سنگم) مقام وي. پړانگ د هندوانو يو سپيڅلې ځاې و هم هغسې لکه چې د گنگا او جمنا په سنگم يو ښار د پرياگ په نوم و او اوس يې خلک د اله اباد په نوم پېژني. پرياگه د قربانۍ مانا هم ورکوي او ښاي چې اريايانو له وخت داسې ځايونو کې به مړو د سيزلو يا د قربانۍ مراسم تر سره کيدل. ورو ورو د هندو دين د پرمختگ سره پرياگه کې په کال کې يو وارې د ميلو دود هم پيل شو. داسې ښکاري چې پړانگ يو وخت ډېر سپيڅلې ښار و او دلته د مړو د سيزلو لپاره خلک ورتلل. د وخت په اوږدو کې هندوانو له دې ځايه کډه وکړه او مسلمانان شول نو پرياگ په پړانگ واوختو. دلته يو شمير غونډۍ دي چې د زرگونو کلونو د حملو او د ښارونو د اباديدو او د بيا ورانيدو نښې پکې ښکاري. يو شې چې د بهر خلکو لپاره په زړه پورې دې هغه د دې ځاې لوې هديرې دي. د قبرونو د پاسه په تورو او سپينو تيږو دايرې، مثلث او څلور گوټيزه نقشونه جوړيږي چې د مړو د احترام او د خاورې د سپېڅلتېا نښې څرگندوي. - See more at: http://www.safiahaleem.com/?p=2054#sthash.JZTmoYSH.dpuf