پيکاسو

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

پابلو پیکاسو ( د ۱۸۸۱ ز کال د اکتوبر ۲۵ – د ۱۹۷۳ ز کال د اپرېل ۸) د پابلو پيکاسو بشپړ نوم «پابلو ديېگو خوسې فرانسيس دې خوان نېپوموسېنو مارييا دې لوس رېمېديوس سيپريانو دې لا سانتيسما ترنیداد مارتير ماتريسيو رويس پيکاسو» دی .

مخینه

پابلو پیکاسو يو هسپانوی انځورگر ، پژۍ جوړوونکی ، گرافيکي انځورگر ، ډېزاينر دی او په تجسمي هنر ، په تېره بيا انځورگرۍ کې (له ژورژ براک او خوان گريس سره يو ځای) د کوبيزم د سبک بنسټ اېښودونکی گڼل کیږي . پيکاسو گرافيک انځورگر ، پژۍ جوړوونکي ، له خټو او گچ څخه د لوښو جوړونکی وو . ده د خپل ژوند په بهیر کې گڼ شمېر تقلیدکوونکي درلودل او په شلمه پېړۍ کې يې د تجسمي هنر پر وده ډېر لوی اغېز وښند . په نيويارک کې د اوسني هنر د ارزونو له مخې ، پیکاسو په خپل ژوند کې نږدې شل زره اثار پنځولي دي . کارپوهانو «پیکاسو» تر ټولو ډېر قيمتي انځورگر په نامه یاد کړی . پر ۲۰۰۸ ز کال کې د ده د اثارو د رسمي پلور ټولې پيسې ۲۶۲ میليونو ډالرو ته رسېدلې وې . د ۲۰۱۰ ز کال د می پر ۴ ، د «پیکاسو» د لوڅه ، زرغونې پاڼې او نيم تنه پژۍ انځور ، د «کريستي» په ليلام کې په ( ۱۰۶۴۸۲۰۰۰) يو سلو شپږ ميليونه څلور لکه دوه اتيازره ډالره وپلورل شو . دغه اثر په نړۍ کې د انځورگريزو اثارو تر ټولو قيمتي اثر وو او په دومره لوړه بيه تر دې مهاله بل داسې کوم هنري انځورگريز اثر نه وو پلورل شوی . پر ۲۰۰۹ ز کال د ټايمز ورځپاڼې له خوا د ترسره شوې نظرپوښتنې د پايلو له مخې ، چې يو اشاريه څلورو میليونو کسانو پکې برخه اخيستې وه ، «پیکاسو» په وروستيو سلو کلونو کې د نړۍ تر ټولو د ډېر ښه انځورگر په توگه ومنل شو . د ده انځورونه د غلو له خوا د نړۍ د بل هر انځور گر د انځورونو پر پرتله ډېر غلا کيږي او د غلاکېدونکیو انځورونو له مخې لومړی ځای لري . «پيکاسو» له کوشنيتوبه پر انځور کښلو پيل کړی وو . د انځورگرۍ په برخه کې لومړني لوستونه ده ته د خپل پلار خسوې رویسا بلاسکو له خوا ، چې د رسامۍ ښوونکی وو ، ورکړل شول او پر راتلونکي لنډ مهال يې پکې ډېر وړاندې تگ وکړ . پر اته کلنۍ يې خپل کوټلی انځور ، چې پيکادور ( له غويي سره په لوبه کې هغه گډونوال ته وايي ، چې پر اس سپور وي او په لوبه کې پر خپله نېزه د غوايي پر څټ گوزار کوي) نومېد ، وکيښ . انځورگر دغه انځور د خپل ژوند تر پایه له ځان سره ساتلی وو . پر ۱۸۹۱ ز کال «دون خوسې» ته په «لا کورونیې» کې د استادۍ دنده ورکول کيږي او زلمی «پیکاسو» له خپلې کورنۍ سره د هسپانيا شمال ته ځي . دی پر (۱۸۹۴ – ۱۸۹۵ ز) کلونو په ځايي هنري ښوونځي کې زده کړې کوي . وروسته یې کورنۍ برسېلون ته ځي او «پيکاسو» پر ۱۸۹۵ ز کال په «لا لونخه» کې د ښکليو هنرونو په ښوونځي کې شامليږي . که څه هم نوموړی دا مهال ۱۴ کلن شوی وو او په «لالونخه» کې د هنرونو ښوونځی لا کوشنی گڼل کېده ،خو د پلار د ټینگار پر بنسټ ده ته دا شونتیا ورکړ شوه چې په نوموړي ښووونځي کې د شاملېدو لپاره په کانکور ازموينه کې گډون وکړي . «پيکاسو» په بري او ډېره لوړه کچه ټولې ازموينې ورکړې او په «لا لونخه» کې شامل شو . د ۱۸۹۷ ز کال د اکټوبر په پيل کې نوموړی مادريد ته ولاړ او هلته د «سان فېرناندو» په نامه د تجسمي هنرونو په شاهي اکاډمۍ کې شامل شو . «پیکاسو» د ۱۸۹۸ ز کال په جون کې «برسېلون» ته راستون شو . هلته دی د «Els Quatre Gats» په نامه هنري ټولنه کې شامل شو . دې ټولنې د «بېگم کافۍ» له نامه سره تړاو درلود . په همدغه کافي کې د ده د انځورونو لومړنی نندارتون پرانيستل شوی وو . «پيکاسو» په برسېلون کې له خپلو داسې راتلونکيو ملگرو سره نږدې شو ، لکه کارلوس کاسخېماس او ژايمې سوبارتس . د ده دغه ملگري په راتلونکې کې د ده د انځورونو پرسوناژونه شول . پر ۱۹۰۰ ز کال انځورگر له خپل ملگري «کاسخېماس» سره پاريس ته ولاړ . هلته يې د اېمپريوسيونيستانو له پنځونې سره پېژندگلوي وکړه . پر دې مهال د ده ژوند له ډېرو ستونزو سره مخ وو . د «کارلوس کاسخېماس» د ځانوژنې پېښه پر ځوان «پيکاسو» ژور اغېز وکړ . د دې حالاتو په هنداره کې د ۱۹۰۲ ز کال په پیل کې ده په يو داسې سبک کې کارپيل کړ چې وروسته يې د «شين پېر» په نامه ياد کړ . انځورگر «پيکاسو» برسېلون ته تر راستنېدو وروسته پر نوموړي سبک پر ۱۹۰۳ – ۱۹۰۴ کلونو نور کار وکړ . د ده د دغو کلونو په کار کې د زړښت او مړينې موضوع څرگنده شوې چې د نېستۍ ځانگړنې هم ورسره مل دي ؛ غم او لېونتوب ته ورته موضوع یې په ښځه او لږ وېښتان (۱۹۰۳ ) انځور کې څرگند شوي دي . هغه داسې گڼله «څوک چې خپه او زړه تنگی وي ، هغه رښتونی وي » ؛ د ده له اثارو څخه داسې ښکاري چې د خلکو حرکتونه ورو شوي وي او داسې ښکاري لکه خپل ځان ته چې يې غوږ نيولی وي . په دې برخه کې يې د داسې اثارو نومونه اخیستلای شو لکه د ابسېنت لېواله ( ۱۹۰۱) ، ښځه له شينيون سره ( ۱۹۰۱) ، وعده ( ۱۹۰۲) ، نېستمن بوډا له هلک سره ( ۱۹۰۳) ، غميزه ( ۱۹۰۳) . پيکاسو د خپل ژوند پر دغه مهال ړانده ، پر الکولو روږدي خلک او رنډۍ انځورولې . د دوی ژېړبخون او اوږده شوي بدنونه سړي ته د هسپانوي انځورگر اېل گرېکو اثار په یاد راولي . پر ۱۹۰۴ ز کال انځورگر «پيکاسو» په پاريس کې مېشتيږي . دی هلته د نېستنمو انځورگرانو په «مونمارتر» ليليه کې ژوند کوي . دا مهال د ده د انځورگرۍ «گلابي پېر» پیليږي . دا مهال انځورگر په خپلو انځورونو کې له گلابي - طلايي وزمه رنگونو سره لېوالتيا ښيي . دده د انځورونو پرسوناژونه اواره هنرمندان او سندغاړي ، د سرکس مسخره ، نڅاگر او ورزشکار ته ورته نڅاگر وي . د ده د دې پېر انځورونه د نېستمنو د غمجن يواځيتوب له روح سره مل دي . د مساپرو ټوکمارو رومانتيک ژوند یې په د نڅاگرو کورنۍ او بيزو ( ۱۹۰۵) انځور کې ښه ښودل شوی دی .

کوبيزم

کوبيزم په تجسمي هنر ، په تېره بیا انځورگرۍ کې يو مدرني لوری (سبک) دی ، چې د شلمې پېړۍ په سر کې راپیدا شوی اوځانگړنه یې داده ، چې انځورېدونکی څيز په انځور کې مات رسميږي . مانا دا چې که د بېلگې په توگه د انسان د ونې انځورول وي نو د انسان بدن مات رسمیږي او اصلي بڼې ته يې بدلون ورکول کيږي . «پيکاسو» په انځورگرۍ کې د رنگونو له ازمايښته د بڼې ارزونې ته تېريږي : دی په انځورونو کې له کوبيزم سبک څخه کار اخلي او له دا ډول انځورونو څخه يې يو هم د اوينون پېغلې ( ۱۹۰۷) دی . له «ژورژ براک» سره ، چې ده ورسره پر ۱۹۰۷ ز کال وليدل ، دی يو ځای د کوبيزم بنسټ اېښودونکی کيږي . د کوبيزم هنري سبک د ناتوراليزم دود او انځوريز پېژندونکې دنده ردوي . د ۱۹۱۶ ز کال په سيپټمبر کې ليکوال او سناريو ليکونکی ژان کوکتو او موسيقي جوړوونکی اېريک ساتي ، «پيکاسو» په دې راضي کوي ، چې د سېرگی دياگيلېف ، «د روسي بالټ» لپاره د «پاراد» په نامه سيورياليستي بالټ کې برخه واخلي . د دغه بالټ له مفکورې سره د «پيکاسو» لېوالتیا راپیدا کیږي او پر هغه باندې له «ساتي» سره يو ځای کار پيلوي .

سيورياليزم

سيورياليزم فرانسي کلیمه ده ، چې د مافوق ریالیزم مانالري . سيورياليزم په هنر کې يو لوری دی چې د ۱۹۲۰ شلمو کلونو له پيلېدو سره رامنځته شو . د دغه سبک په اثارو کې د «الوسيو» يا ټوکه ييز ، ادبي ، تاريخي او اسطوري وزمه اړخونه شتون لري . پر ۱۹۲۵ ز کال د «پيکاسو» په پنځونه کې يو تر ټولو ډېر پېچلی او عصاب ستړی کوونکی پېر پيلیږي . د ده د نڅا ( ۱۹۲۰) له اثره وروسته ، دی په خپلو انځورونو کې د سربدالۍ ، ناعادي حالت او د هالوسينېشن ناواقعي نړۍ جوړوي ، چې کېدای شي ، يو لامل به یې دا وي ، چې پر انځورگر باندې سيوريالیستي شاعرانو اغېز کړی وو . د څو کلونو په بهير کې د «پيکاسو» تصور داسې ښکارېده ، چې يوازې کومې بلاوې پنځوي ، هغه بلاوې چې په اصل کې سم ژوندي موجودات دي، خو انځورگر هغوی په بلا ته ورته موجوداتو باندې اړولي وي . داسې يو ډول موجودات چې سره څيري شوي وي لکه د لمبا کوونکې ( ۱۹۲۹) په اثر کې .

د پيکاسو مړينه

د «پابلو پيکاسو» د ژوند د وروستيو ۱۵ کلونو د پنځونې انځورونه ډېر بېلابېل دي . «پابلو پيکاسو» د ۱۹۷۳ ز کال د اپرېل پر ۸ په فرانسه کې په خپل کور کې ومړ . د ده او دده د پنځونې په اړه کېدای شي اوږدې خبرې وشي .

اخځونه

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Пикассо,_Пабло
  2. http://en.wikipedia.org/wiki/Pablo_Picasso