پيچکاري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د پیچکاری آلت
آمپول

د پیچکاری محلول (په انگرېزي کی: Injection) د استریل د مایع درمل شکل دی چی د پیچکاری آلت په مرسته د انسان بدن ته ورکول کېږی. د پیچکاری محلول د فیزیکی خصوصیت په مطابق محلول، سوسپانسیون او امولسیون دی

تاریخ

د وینو د گرځنده جهاز د کشفولو وروسته په ۱۶۱۶ کال کې ډاکترانو حیوان ته لمړی پیچکاری ورکړه. سکاټلاندی ډاکتر چه نوم یی ووډ وی په ۱۸۵۳ کال کې یو انسان ته پیچکاری ورکړه. په ۱۸۸۶ کال کې د فرانسی یو درمل جوړونکی د ښیښی آمپول د پیچکاری د محلول لپاره جوړکړ.

پیچکاری

د پیچکاری ورکول تر ټولو اغیزمنده طریقه ده. پیچکاری د بې هوښی په حالت کې ور کول کېدلای شی. پیچکاری هم د جراخی تر عملیاتو وروسته ورکول کېږی. پیچکاري د عضلې ته، تر پوستکي لاندي یا مراندې ته ورکولای شي.

د بیچکاری محلول جوړول

د پیچکاری محلول په صنعت کې جوړېږی. درمل جوړونکی پیچکاری د محلولاتو د جوړولو لپاره له اوبو، تیل او الکوهول څخه کار اخلی لازم دی چی د پیچکاري محلول بې میکروب واوسی.