په پښتو لنډيو کې د تلميح ادبي صنعت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په لنډيو کې تلميح[سمول]

        تلميح د بديع علم د معنوي ښايست له غوره صنايعو څخه يو رنګين او په زړه پورې صنعت دی ، تلميح عربي کلمه ده چې مانا يې يو شي ته ايما ده .

       ځينې پوهان چې د بديع د علم په ګڼو صنايعو کې پوره څېړنه کوي او ورسره ډېر اشنا دي هغ بيا داسې وايي:يو مطلب ، تاريخ او نوم په نظم او نثر کې د رمز ، ايما ، اشارې او کنايې په توګه راوړلو ته تلميح وايي ، خو دا هغه معنوي ښايست دی چې شاعر په خپل شعر کې داسې الفاظ راوړي چې هغه د اعجاز په صورت يوه حکايت او يا يوې لنډې کيسې ته اشاره او اشارت وکړي ، نو تلميح يې بولي .

        د تلميح په باره کې د ((روح ادب )) په اثر کې بيا دغه کښل شوی دی په خپلو اشعارو کې څه مشهورې واقعې يا متل ته اشاره کول چې پوره خبره ونه کړي ، په دې اعتماد چې نوره کيسه مخاطب ته په خپله معلومه او جوته ده .

تلميح پېژندنه:[سمول]

     تلميح په لغت کې ليدلو ، اشاره کولو او په مالګه کولو ته وايي او په اصطلاح کې هغه ادبي صنعت دی چې شاعر په خپل کلام کې يوې تاريخي پېښې يا کيسې ته په لنډه توګه اشاره وکړي يا تلميح لغوي مانا يې کوم تاريخي کيسې يا متل ته اشاره کونه يا په شعر کې د نورو علومو د اصطلاحګانو راوړنه ده.

      د دغو پورتنيو تعريفو نو له مخې يو څېړونکی او څېړنپوه د څېړنې په لړ کې ويلای شي چې د بديع په رنګين علم کې تلميح هغه معنوي صنعت او ښکلا ته ويلی شي چې شاعر په خپلو اشعارو کې يوې غورې او مشهورې کيسې ، پېښې او واقعې ته يوازې اشاره وکړي ، که چېرې لوستونکي او څېړونکي ته دغه پېښه او کيسه په شعري بيت کې ورمعلومه وي ،نو د شعر خوند او ارزښت په کلام کې بېخي زيات ګلورين او خوږ ور معلوميږي ، ددې خبرې په عکس او  خلاف که لوستونکي ته دغه پېښه او کيسه ورمعلومه نه وي ،نو په دغه حال کې د شعر رنګ او خوند ورته په زړه پورې نه وي او هسې يو عادي بيت به يې ګڼي چې پوره مفهوم به يې ورمعلوم نه شي ، د تلميح ډېر او خورا زيات موضوعات او مطالب د متل ، افسانې او نکل په رنګ د تاريخي ، مذهبي او د عوامو په کيسو هم رنګين او ګلورين وي ، همدارنګه د ولس د دود او دستور په خم کې هم غوټه شوي او رنګين شوي وي ، که دغه موضوعات په تلميح کې راشي او شاعر ته په دغه اړوند پوره معلومات وي ،نو تلميح کې به هم خوند او رنګ زيات محسوس کيږي ، ځکه لوستونکي او مطالعه کوونکي ته دغه غوره مطلب په يوه کلمه کې ډېر بشپړ او پوره ورمعلوميږي ...

       تر دغه لنډو خبرو وروسته که پښتو لنډۍ يو څېړونکی لولي او مطالعه کوي يې ، نو په دغه  لنډ مثنوي ولسي شعر کې خامخا د لوست او څېړنې پرمهال د زياتو تلميحاتو سره مخ کيږي ، لنډۍ د پښتو د ولسي ادب دايرة المعارف او د پښتو په ژوندانه کې د زياتو موضوعاتو بې ساري خزانه ده ، د لنډيو په اړه د زياتو معلوماتو څخه تېرېږم ،ځکه چې د لنډيو له اباسين سره ټول پښتانه لوستي دي که نا لوستي دي اشنا دي ،د پښتو په بېلابېلو سيمو کې پښتانه دغه ادبي صنعت ته لکه چې دمخه وويل شول ، ټيکۍ ، ټپه ، مسرې او سندره هم وايي لنډۍ ملي شعر دی هره پښتنه او پښتون يې په مينه وايي ، لنډۍ د رزم او بزم شعر دی ، شعر ادب دی ، ادب له ژوند سره تړلی دی ، لنډۍ هم د پښتو ادب په لويه ورشو کې د نورو ولسي شعرونو په شان په روانه ، سليسه او ساده ژبه په زړه باغ کوونکي انځور او ځانګړي قالب کې ادا کيږي ، لنډۍ د متل ، امثل او حکم په څېر يو معجزکلام دی په اوريدونکي باندې په اورېدلو او بيان سره ډېره اغېزه او اثر کوي.

لومړۍ برخه[سمول]

پېغمبران او انبيا[سمول]

حضرت ادم عليه السلام[سمول]

       د رب العالمين يا د خالق عالم د لويو قدرتونو څخه يو لوی قدرت دا دی چې ادمعليه السلام  يې له خټو څخه پيدا کړ او په خپل الهي حکمت او قدرت سره يې ساه او روح ورکړ چې ژوند يې په برخه شو ، ادم عليه السلامد ټول بشر او انسانانو بابا دی ،په يوه پښتو لنډۍ کې د ادم عليه السلامباباتوب او د بشر د پلار په اړوند داسې اشاره راغلې ده :

بابا ادم زمونږ بابا دی                           اصيل نمسي به دبابا په لاره ځينه

حضرت نوح عليه السلام[سمول]

             حضرت نوح عليه السلامهم يو نازولی او لوی پېغمبر و ، ده ته الله جل جلالهډېر عمر ورکړی ده ، ډېر وخت او ډېر کالونه يې خپل قوم ته لارښوونه او نصيحت وکړ، خو د رواياتو له مخې يوازې اتيا تنو نر او ښځو ايمان پرې راوړ ، د ده يو زوی چې نوم يې کنعان و ، ډېر نافرمانه و او د ده له خبرو به يې سر غړاوه ، هغه ته يې ډېر وويل چې سمې او سيخې لارې ته راشه !، خو هغه ونه منله ، دده قوم دده خبرې او نصيحتونه ونه منل الله پاک هغه ته وفرمايل چې د ساج ونه کښېنوي او دا ونه چې لويه شوه د هغې له لرګيو څخه يې کښتۍ جوړه کړه ، دده د بېړۍ اوږدوالی درې سوه ګزه ، سور يا پلنوالی يې پنځوس ګزه او لوړوالی يې دېرش ګزه و،د نوح عليه السلامدې کښتۍ درې پوړونه او طبقې درلودلې چې يو پوړ يې د حيواناتو ، بل يې دانسانانو  اودرېيم  يې د مرغانو لپاره و، الله پاک پرې توپان رانازکړ ،نوح عليه السلام له خپلې کورنۍ سره په بېړۍ کې کېناست ، د توپان له کمېدو او ورکېدو وروسته بېړۍ دجودي په غره باندې ودرېده او نور ټول ژوندي موجودات غرق شول ...

      د حضرت نوحعليه السلام  په باب د پښتو لنډيو په رنګينو  کې داسې يادونه راغلې ده :

او ښکې مې سترګو نه بهيږي                    توپان دنوح به په دنيا کې جاري  شينه

(پښتولنډۍ، ۱۲۸مخ)

حضرت يعقوب عليه السلام[سمول]

           حضرت يعقوب عليه السلام د اسحق عليه السلامزوی اود الله جل جلاله له غوره پېغمبرانو څخه شمېرل کېده ، حضرت يعقوب عليه السلام د حضرت يوسف عليه السلامپلار و، چې يوولس نور زامن يې هم درلودل ، کله چې يوسفعليه السلام  يې خپل ورونو په کوهي کې واچاوه ، پلاريې د يوسف عليه السلام په بېلتون ډېر خواشينی او غمګين شو ، د ده په جدايۍ کې يې دومره وژړل چې د سترګو نور يې له لاسه ورکړ او ړوند شو ، له ډېرو کلونو وروسته چې يو سف عليه السلام د مصر پادشاه او عزيز شو ، ده په خپل تدبير او پوهې سره د قحطۍ د له منځه وړلو لپاره ډېره غله ټوله کړه، په کنعان کې هم قحطي راغله د يعقوب عليه السلام زامن د غلې دانې د رانيولو لپاره مصر ته لاړل ، يوسف عليه السلام هغه وپېژندل ، خپل کميس يې هغوی ته ورکړ چې يعقوب عليه السلام ته يې ورکړي کله چې د يوسف عليه السلام ورونو د ده کميس د مصر څخه راوويست باد يې بوي د يعقوب عليه السلام پوزې ته ورساوه ، دده د کميس پربوي خوشحاله شو ، کله چې يعقوب عليه السلام هغه کميس په خپلو سترګو ومږه او په سترګويې کېښود سترګې يې د الله جل جلالهپه امر روغې او بينا شوې .

       د پښتو ادب د لوی سمندر په طلايي بڅرکو او لنډيو کې په دغه اړه داسې اشارې راغلې دي:

په سترګو ړوند درپسې نه شوم                 لکه يعقوب په زړه سوری درپسې شومه

ستا په ديدن پسې جــــــــانـــانه                لکه يعقوب پېغمبر ړوند په سترګو شومه

ښه ده چې بيا مې وليــــدلــــــې                لکه يعقوب په سترګو ړوند درپسې ومــــه

(پښتو لنډۍ ، ۶۳،۳۰۷، ۳۳۶مخونه)

ښه دی چې بيا مې وليدلې                    لکه يعقوب پېغمبر ړوند درپســې ومــــــه

(روهي سندرې، ۴۸۸مخ)

حضرت يوسف عليه السلام[سمول]

           حضرت يوسف عليه السلام د حضرت يعقوب عليه السلام زوی و ، خدای جل جلاله يوسف عليه السلام ته ډېر بې ساری ښايست ، حسن او ښکلا ورکړې وه خپلو ميرني ورونو يې رخه ورسره کوله ، ددې کينې او رخې له کبله يې په کوهي کې واچاوه ، پلار يې د ده په بېلتون او جدايۍ کې ړوند شو ، دی له کوهي څخه روغ رمټ د يوې قافلې د تېرېدلو له امله چې غوښتل يې له کوهي څخه اوبه راوباسي ، راوويستل شو او د قافلې مشر د مصر په پاچا عزيز باندې په پيسو وپلوره ، د عزيز ميرمن زليخا پرې مينه شوې وه ځکه چې دی ډېر ډولي او ښکلی و، د ليدلو سره يې زړه پرې بايللی و...

       په قران عظيم الشان کې هم د دغې کيسې په اړوند په دولسمه او ديارلسمه سيپاره کې (پاره ) کې اوږد بيان راغلی او ډېر رنګين راوړل شوی دی...

     د پښتو په ولسي ادب پښتو لنډيو کې يې هم په زياته مينه بيان داسې راوړل شوی دی:

يوسف په شان جانان مې ورک دی       له ربه غواړم د اکرم په شان صبرونه

(پښتو لنډۍ ، ۴۹۰مخ)

دويم يوسف راته ښکـــارېږې       خوبان دمصر دې خجل په مخ کې ځينه

په ښار د مصر کې غوغا شوه    چاوی يوسف د زليخــــــــا ورســـېـــــــدنه

ثاني يوسف وې په جهان کې      خوبان د مصــــــر دې ديدن لره راځينـــه

(روهي سندرې ، ۳۲، ۴۸، ۵۲ مخونه)

      وايي چې زليخا يوسف عليه السلام په خوب کې ليدلی و، په خوب کې د ده په حسن او ښکلا مينه شوې وه کله چې عزيز د مصر پاچا دی خپل کورته راوست ، د زليخا خوب رښتيا شو ، نو د ده حسن او ښايست يې زړه ترې يووړ، هرچېرې به يې ديدن ته ناسته او ولاړه وه ، د دې په مينه کې يوسفعليه السلام د مصر د پادشاه له خوا بندي او زنداني شو ، دده په بېلتون او جدايۍ کې دا له سوزه او ګداز نه ډکې لنډۍ وګورۍ چې د زليخا د مينې اشارې او کيسې پکې راجوتيږي:

يار مې يوسف له ما جــــــدا شو         زه زليخا پيالې د صبر پسې خورمه

(پښتو لنډۍ ، ۴۸۴مخ )

يار مې يوسف په ميرو ورک دی      د نمر پرست په شان غړۍ ورپسې وړمه

(روهي سندرې ، ۶۴۷مخ )

حضرت موسی عليه السلام[سمول]

      حضرت موسی عليه السلام د الله جل جلاله يو جلالي او له اولوالعزمو پېغمبرانو څخه  و ، چې په موسی کليم الله يې شهرت درلود، دی د مصر د فرعون د وليد دزوی مصعب د پادشاهۍ په وخت کې پيدا شو، نجوميانو فرعون ته ويلي و، چې د بني اسرايلو هر يو ماشوم چې هلک وي ، د زېږېدو او پيدا کېدو سره ووژني ، کله چې موسی پيدا شو موريې د فرعون له ډاره په صندوق کې واچاوه او د نيل درياب ته يې وغورځاوه ، اوبو چې د موسی صندوق د فرعون د ماڼۍ لاندې تېراوه ، دلته  د فرعون د ښځې يوې مينځې د دغه نازولي ماشوم صندوق راواخيست چې خلاص يې کړ ، ګوري چې ژوندی ماشوم پکې دی ، خپلې بي بي اسيا ته چې د فرعون ښځه وه او اولاد يې نه درلود ، پټ ورووړ، اسيا هغه ماشوم په زوی توب سره ونيو ، پټ يې رالوی کړ ، دغه ماشوم ، ژړل او د کومې ښځې د تي پۍ يې نه رودلې ، اسيا ټولې ښځې راوغوښتلې يوازې د مور شيدې يې ورودلې و اسيا ورته د دايي په نوم ونيوله ، موسیعليه السلام د فرعون په کور کې رالوی شو ، موسی عليه السلام يوه ورځ چې يو قبطي وواژه ، له دې کبله له مصره ووت او دشعيب عليه السلام ترڅنګ ورغی ، له هغه سره شپون شو ، لس کاله يې ورسره تېر کړل ، دلته شعيب عليه السلام خپله يوه لور هغه ته په نکاح ورکړه او مصر ته ولاړ ، شعيب عليه السلام يوه امسا او لکړه هم هغه ته په بخشش سره ورکړه ، د ليارې په اوږدو کې يې د شپې له خوا په ښځه باندې د اولاد پيداکېدو درد راغی ، دا په هغ دښته کې و، چې د ايمن په نوم يادېدله ، موسی عليه السلامد اوبو د پيداکولو لپاره ولاړ ، د ونې په سر يې روښنايي وليدله او داسې وينا او خطاب ورته وشو (اني اناالله ) او معجزه پرې وشوه ، پيغمبرشو...کله چې موسی عليه السلام معجزې فرعون ته وښودلې  ، فرعون هغه په جادو او سحر تورن کړ  ، وايي چې د ده دا لکړه به لکه دښامار او منګور شوه ، د فرعون پاړوګرانو ټول ماران به يې وخوړل ،لاس به يې چې په تخرګ او بغل ننباسه سپين به شو او يد بيضايادېده ، قبطيانو به اسرايلو ته زجر، کړاو او ربړ ورکاوه ، نو له دې امله موسیعليه السلام له بني اسرايلو سره مصر څخه هجرت وکړ ، د رود نيل څخه تېر شول ، قبطيان چې په دوی پسې تر شا ورغلل اوبو کې غرق شول ...موسی عليه السلام به د الله جل جلاله د يادولو او مناجات لپاره کوه طور ته تللو ، اللهجل جلالهپه ده باندې اسماني کتاب د تورات په نوم چې په لوحو او لوايحو کښل شوی و، نازل کړ،څه وخت وروسته چې موسی کليم الله د الله پاک سره خبرې کولې او دده ديدار يې وغوښت ، داسې ځواب ورته راغی (لن ترني)...

        په پښتو لنډيو کې يې ياد او ذکر داسې راغلی دی:

د موسی ژبه دې خدای درکړي        چې دې ديدار د پاک الله په برخه شينه

(پښتو لنډۍ ،۱۳۲مخ )

په لاندې ټپه کې دطور غره د يادونې اشاره د موسیعليه السلام په اړه او د هغه د نېک کرار له امله چې دغه غره ته به د الله جل جلالهد ياد لپاره تللو ، په مينه سره شوې ، چې هلته به يې د لوی څښتن د ديدار غوښتنه کوله ، که څه هم لنډۍ عشقي رنګ رنګ لري ، خو دې موضوع ته څه اشاره او رنګيني غوندې پکې برېښي، لکه :

اشنا سورګل د کوه طور دی          زه مرغلره د درياب د غاړې يمه

(پښتو لنډۍ ، ۸مخ)

حضرت خضر عليه السلام[سمول]

       د حضرت خضر عليه السلام په اړوند دا مشهوره ده چې هغه د ژوند او حيات اوبه څښلي دي او تر قيامته پورې به ژوندی وي او داسې هم د ده په اړه ويل کيږي چې دی يوه خولۍ لري ، هغه يې په سر ايښې وي څوک يې نه ويني ، داسې هم وايه شي چې له چا څخه لاره ورکه وي ، دی يې لارښوونه کوي او سمه لاره ورښيي.حضرت خضر عليه السلام ته ځينې پښتانه متخرځي بابا او ځينې خواجه خده ريزنده هم وايي، دا په دې مفهوم چې د متخرځي بابا او خواجه خده ريزنده په نومونو يې هم يادوي ، په پښتو لنډيو کې ددې يادونه داسې راغلې ده ، لکه :

د خضر عمر دې نصيب شه                 زما د زړه ونې په تــــا ولاړې دينـــــه

د خضر عمر دې نصيب شه                 زما د زړه مټې په تـــا ولاړې دينــــــه

خدايه ! د خضر عمر ورکړې                دا پادشاهي د سليمان ورکړې مينه

(پښتو لنډۍ، ۶۳، ۱۳۸، ۹۸مخونه)

حضرت سليمان عليه السلام[سمول]

      حضرت سليمان عليه السلام د داود عليه السلام زوی و ، الله جل جلالهورته پېغمبري او پادشاهي دواړه ورکړې وې ، ده يو ګوتمه او نګين درلود ، ددغه نګين له مخې چې د اعظم (اسم اعظم ) نوم پرې کښل شوی و، د انس و جن پادشاهي يې د هغه له فيضه او برکته په نصيب وه ، انسانان ، دېوان  ،ښاپېريان ،  مرغان، خځندې او باد ورته اېل او مطيع وو، دده د پادشاهۍ په سيمه او قلمرو کې به چې څه تېرېدل باد به ورته په غوږ کې وررسول او تخت به هم چېرې چې غوښتل هماغه ځای ته په هوا رساوه ، تخت يې په هوا کې  روان وو... وايي چې حضرت سليمان په سبا کې د بلقيس د زور او قدرت نه خبر شو ، د هغې سره يې د جنګ کولو اراده وکړه ، بلقيس پوه شوه چې هغه پېغمبر دی او ويې غوښتل چې دربار ته يې ورشي ، سليمان عليه السلام باد ته امر وکړ چې دبلقيس تخت راوړي او د ده دربار ته يې حاضر کړي ، باد چې بلقيس د تخت سره سليمان عليه السلام ته راورسوله ،نو بلقيس په سليمان عليه السلام ايمان راوړ ، د هغه ښځه او په نکاح کې شوه.

          په پښتو لنډيو کې يې يادونه داسې په مينه راغلې ده :

درته به کـــر د ګلـــــو وکـــــړم                ته سليمان شه له هوا کوه سيــلونـه

ګوته په لاس که په تخت کېنـه              په هوا درومه دبلقيس کوه سيلونــه

زه به بلقيس ته سليمــــان شه              تخته روان شه د پکتيا کوو سيلونه

(پښتو لنډۍ ، ۲۳۱، ۲۴۸، ۲۵۲مخونه)

حضرت عيسی عليه السلام[سمول]

        عيسی عليه السلام د مريمې زوی و ،د  الله جل جلالهډېر نازولی او اولوالعزمه پېغمبر و ، په ده باندې چې کوم اسماني کتاب د الله جل جلالهله خوا نازل شوی و ، انجيل نوميږي ، عيسی عليه السلام ته مسيح هم وايي ، ده خپل قوم اسرايل د خپل دين د منلو لپاره راوبلل او هغوی ته يې د دين د منلو بلنه ورکړه ، هغوی ونه منله او له ده څخه يې معجزه وغوښته ، عيسي عليه السلام مړي په خپل دم سره راژوندي کړل او دده په پېغمبرۍ باندې يې ګواهي ورکړه ، د جهودان په نوم يو سړی دده د وژلو اراده وکړه ، عيسی  عليه السلام ترې وتښتېده، خو يوه حواريون چې يهودا نومېده ، د دېرشو درهمو درشوت په ورکولو يې عيسی عليه السلام هغوی ته وروښود.

         جهودان وغوښتل چې عيسی عليه السلام ونيسي ، الله پاک عيسی عليه السلام د هغه له سترګو پنا کړ، له دې ايشوع يهودا يې د عيسیعليه السلامپه بڼه او څېره انسان جوړ کړ ،هغوی همدی ونيو ، هغه زګېروي او فريادونه کول ،دا چېغې يې وهلې چې زه ايشوع يم ،خو د ده خبرو او فريادونو څه ګټه ونه لرله ايشوع يې په سولۍ او دار کړ، عيسیعليه السلام اسمان ته پورته ولاړ، ايشوع اووه شپې ورځې په ونه کې ځوړند و، مريمه به د شپې د ده د ليدو لپاره د ونې لاندې ناسته وه ، تر سهاره به يې ژړل .

       اوومه شپه الله جل جلالهد رحمت له مخې عيسی عليه السلام له اسمان څخه ځمکې ته را غی مريمې ته يې ډاډ ورکړ ، چې زه ژوندی يم ،نوره زما په بېلتون مه ژاړه ، اووه تنو حواريونو عيسی عليه السلام په دغه شپه وليده چې د مريمې سره تر سپېده داغ پورې دلته ناست و، په ګهيځ مهال کې عيسی عليه السلام اسمان ته ولاړ.

   وايي چې کله قيامت رانژدې شي ، نو حضرت عيسی عليه السلام به ځمکې ته راکښته شي او د الله جل جلالهمخلوق ته به د دجال له ظلم او شر څخه خلاصی ورکړي .

       پښتو د ولسي ادب په رنګين ګلستان کې د عيسی په ياد زياتې څرګندونې راغلې دي ، په پښتو لنډيو او ټپو کې د عيسی عليه السلام په اړه داسې اشاره راغلې ده :

پيغام د يار رالره راغــــی             که نن په دم د عيسی مړی ژوندی شه

اسمان ته لار د ختو نشته              عيســــی وروخوت  د الله په قدرتونه

(لنډۍ ، روهي سندرې ، ۲۹۱مخ)

حضرت محمد صلی الله عليه وسلم[سمول]

          د بشر په نېټه ليک او تاريخ کې له نن څخه څه  د پاسه  (۱۴۰۰) کلونه دمخه د ربېع الاول د مياشتې په شپږمه او يا دولسمه د دوشنبې په بختوره ورځ د حضرت رسول اکرم د مبارک ميلاد سره اړونده ده او په دغه ورځ د آمنې  په لمن کې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم   د عبدالله له مرګ وروسته نړۍ ته سترګې وغړولې او د ظلمت تياره جهان د لمر په څېر پرې رڼا شو ، د جهالت او خرافاتو تورې تيارې يې د تل  لپاره داسلام  په روښنايۍ بدلې کړې ، حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  بشر ته نېک مرغي راوړه ، د جهل او ظلم هغه توره پرده چې په نړۍ او دنيا کې خپره وه هغه د اسلام په سپېڅلي او مقدس نور سره يې لرې او څيرې کړه ،خلکو ته دغه نوراني شخصيت اخلاق وروښودل او هم يې ولسونه هغو بدو او ناوړه عادتونو ته ځير کړل چې بې له زيان او ضرره کومه دنياوي او اخروي ګټه په کې نه وه .ده ولسونه د روغې او ګټې خواته وهڅول ...د بشر په ژوندانه کې د خير ، سعادت ، مينې او محبت کوم تعليم اولارښوونې چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  بيان کړي دي ، هغه ټولې د انسانيت او بشريت ټولنيز ژوند ښه او نېکمرغه کوي او اخروي ژوند يې نېک او مسعود ګرځوي ، بختور به هغه څوک وي چې دده د لارښوونو پيرو  وي . حضرت رسول اکرم صلی الله عليه وسلم له ځان سره د اسلام سپېڅلی او مقدس بشپړ دين راوړ ، داسلام په سر کې قران عظيم الشان دی ، قران مجيد د روحي امراضو دپاره شفا او د نا پوهانو لپاره هدايت او رحمت اللعالمين دی ، په قرانکريم کې وحدانيت ، رسالت او قيامت دی ، قران مجيد وايي چې خدای يو دی شريک نه لري ، وحدانيت د اسلام بنسټ دی ، په عظيم قران کې رسالت دی او قران وايي چې محمد صلی الله عليه وسلم  رسول دی ، او د خدای له لوري ولس ته رالېږل شوی چې خلکو ته سمه لاره او صراط المستقيم وښيي، محمد صلی الله عليه وسلم  رسالت پرځای کړ، الله جل جلاله احکام يې خلکوته ورسول ، ولس يې ورباندې پوه کړ،هرڅوک چې د محمد صلی الله عليه وسلم  رسالت ونه مني هغه مسلمان کېدای نشي او ګمراه دی ، د مسلمانی غوره او اصلح شرط دادی چې د محمدصلی الله عليه وسلم  رسالت به منې د خدای استازی به يې ګڼې ...د قران پاک بل غوره ټکی او رڼا دا ده چې قيامت راتلونکی دی او هر چا ته به پکې خپل عمل ور رسيږي  ، قران مجيد د حضرت پېغمبر صلی الله عليه وسلم  معجزه ده ، دغه اسماني مقدس الهي کتاب چې په محمدصلی الله عليه وسلم  باندې نازل شوی په فصاحت او بلاغت کې د اعجاز درجې ته رسېدلی ، اعجاز په دې مفهوم چې نور خلک له دغسې کلام نه عاجز او خوار دي ،قران عظيم په محمد صلی الله عليه وسلم  باندې په درويشتو کلونو کې ايت په ايت او ټوټه ټوټه نازل شوی دا نزول به هغه وخت کې کېده چې اړتيا به وه...

           لنډه دا چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  د تيارې او ظلمت په ځای بشر او ولس ته نور او رڼا راوړه ، دظلم او تيارې په ځای يې عدل او انصاف جاري کړ ، د دښمنۍ او تربګنۍ پرځای يې سوله ،مينه او دوستي په ولس کې راوستله ، محمدصلی الله عليه وسلم د بشر د نېکمرغۍ لپاره د مرګ تر وخته پورې د اسلام د دين د بشپړېدو لپاره د خپلو يارانو اواصحابو سره ډېر کړاوونه وليدل ، خو بشر ته يې يو بشپړ دين د دوی د سعادت لپاره په واک کې ورکړ، د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم   محاسن او صفتونه بېخي ډېر دي او دا به ووايو چې الله جل جلالهدنيا د ده له رويه پيداکړې ، دی اولين او اخرين دی  ، د پښتو د شفاهي او ولسي ادب په ستر بحرالکاهل کې حضرت رسولصلی الله عليه وسلم  چې نبوت په ده ختم شوی ، دده لوړ ، بېخي بې ساري شخصيت او سترې پېغمبرۍ په ټولو خواوو ، ګڼو بهيرونو او ټولنيز ژوند په برخه کې په سوونو، سوونو يادونې او ستاينې د ده د زياتو سرښندنو ، غوره کارونو معجزو ، جنګونو ، خواريو ، ځورېدنو ، زياتو سختو ستونزو په اړه شوي لوی لوی کتابونه پرې کښل شوي او کښل کېدای شي، خو دلته د ده د کړنو په اړه لنډې لنډې اشارې په مينه راغلې دي ، دا لنډې اشارې د پښتو د وګړيز ادب د يوې سپېڅلې او غوره برخې په لنډيو او ټپو کې راغلې ، ددغه ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم   د کړنو په اړه چې کومې ډېرې لنډۍ د پښتون ولس خوا اراهت شوې دي ، د هغو ټولو راوړل او راټولول ډېر زيات وخت او يو بل لوی اثر ته اړتيا لري ، مونږ يې يو څو دلته د بېلګې په توګه د هغه د پېغمبرۍ د لو ړ مقام په اړه د روښانه او ځلانده ستورو په شان درته ځلوو:

باد رپ ، رپ نبي لــه راغـ‎ـــــــــی                    د عرش دپاسه چې نبي الله له ځينــــــــه

رحمت دخدای راغی دنيـــــا تــــــــه                  بس د شيطــــــــــــان په خونه اور ولګېدنه

رحمت  د رب راغی دنيــــــــــا تـه                د شيطان په خــونـــه اور ولګېــــــــــــدنـــــه

پاس په اسمان کې مرحبــــــا شوه               محمد وخـــوت د الله ديدار ته ځيــــــنــــــه

پر دين محکم د پاک حضرت شـه              چې شفاعت دې د قيامت په ورځ کوينــــه

چې پېغمبـــــــر لـــــه دنيــــــــــا لاړو              پاتې به نشي چې  د ســـا خاوندان وينــــــه

اباد مکان د کســــــــری وران شو               چې پاک رسول مقبول پيدا په جهان شونه

ابادو کليو کې غــــــــــ-وغــــــــا وه              چې پاک رســــــول سفر ددې جهــــان کاونه

ابادو کليـــــــــــــــــــــــو کــې ژړا وه               چې پاک حضرت سفر له دې دنيـــــــا کاونه

په مرســـــــلانو کې ســــــــردار دی                دوست د رحمان دی تل پرې وايم درودونه

پل صراط به ورته نيســـــــــــــــــــم                   په مرســـــــــلانو کې سردار دی رابه شينــه

په اسمانونو کې غوغــــــــــــا شوه                  د مديني سردار د خدای دربار ته ځينــــــه

پاس په اسمان کې مرحبـــــــا شوه                   محمــــد تللــــــــی دالله ديــــدار کوينـــــــــه

په مدينه کې پاک حضــــــــرت دی                  الله ورکړی دلـــــــــــولاک دي خطابونـــــــــه

دويمه برخه[سمول]

تاريخي خلک[سمول]

سلطان محمود غزنوي او اياز[سمول]

     د غزني ستر ټولواک محمود چې د اسلام دين د خپرېدو دپاره يې ډېر جنګونه کړي او په بت شکن شهرت لري ، د خپل غلام اياز سره يې چې کومه د زړه مينه وه ، هغه خو له چا څخه پټه نه ده ، د پښتوپه ولسي او ليکني ادب کې يې يادونه په ډېره مينه شوې ده ... د پښتو لنډيو په ستر ګلورين بڼ کې يې د مينې د ګلونو په اړه اشاره داسې ياده شوې ده :

مينه پاچا عاشق غلام دی                  محمود ته ګوره د اياز محتاجــــه شونه

تورې تېرې کړئ دښمنانو                  زه بت شکن ميدان د جنګ ته بيادرځمه

(پښتو لنډۍ ، ۴۴۴، ۸۹ مخونه )

             قدر زما به در معلوم شي                   ايازه! کله چې زه تورې خاورې شمـــــــــه

(روهي سندرې، ۵۲۵مخ)

خوشحال خان خټک بابا[سمول]

       خوشحالخان خټک  د شهباز خان زوی ، له ځوانۍ څخه يې ترمرګه پورې توره په لاس کې نيولې وه ، دا ولې ؟ دا ځکه : ده د افغان په ننګ توره تر ملا تړلې وه او قلم يې هم ددوی د پوهولو لپاره په لاس کې نيولی و ، ټول افغانان له اټکه تر کندهاره پورې د ننګ او ژوند په کار اچولو کې يو بلل ، ده د افغانانو دازادۍ او خپلواکۍ لپاره ډېرې سړې تودې په ځان تېرې کړې ،خو خپل مرام ته ونه رسېد ارماني زړه له دنيا څخه ولاړ ، خو دهغو درنو فرهنګي کارونو له امله چې ده افغان ولس ته په مېړانه ترسره کړي ،نوم يې تلپاتی او جاوېدان شو...

     د پښتو ژبې د اتل خوشحال خان خټک د تورې شرنګ او مېړانې ياد د پښتو د ولس ادب په ستره پانګه او خزانه کې ځای ځای ډېر په مينه راوړل شوی دی چې له زياتې څرګندونې څخه يې ډډه کوو، په پښتو ټپو او لنډيو کې د ده بې ساري ستر توريالي شخصيت په اړه داسې اشاره شوې ده چې دده د ستر شخصيت د ټولو پېښو لوړه بېلګه يې ګڼلای شو ،او له مغلو سره د ده د مېړانې او اتلولۍ عالي احساس تړې په ښه شان راجوتيږي لکه په دغه لنډۍ کې چې ورته په مينه او درنښت پوره اشاره شوې ده:

نن په خېبر د زلمو جنګ دی            خوشحاله !پاڅه چې مغل راغلې دينه

(پښتو لنډۍ ،۴۵۲مخ)

که دنيا واوړي بيا راواوړي                 پيدا به نشي خوشحال خان غوندې مېړونه

د غيرت توره يې تر ملا ده                  د پښتانه په ننګ يې ډېر کړي جنـــــګونـــــه

(روهي سندرې ، ۳۳۸مخ)

شاه جهان[سمول]

        شاه جهان د مغلي جهان ګير زوی و ، د مغلي شاهانو په لړۍ کې دی نرم خويه سړی و ، خو د پښتنو په برخه کې يې د خپلو پلرونو او نيکونو په شان کړنه او پاليسي چلوله ، کله چې دی رنځور او زهير شو زامنو يې په خپل منځ کې د تخت د نيولو لپاره سخت جنګونه سره وکړه چې په پايله کې اورنګزېب عالمګير خپل ورونه يو په بل پسې ووژل او خپل پلار شاه جهان يې بندي کړ، د مغلي شاه جهان د پادشاهۍ ښه دوران او نوم د پښتو ولسي او ګلورين رنګين ادب په رنګينو کې ځای ځای راغلی دی په پښتو سندرو او لنډيو کې يې ياد داسې په ځای شوی دی:

په دنيا مــــه نازېږئ خلکــــــو              د شاه جهان پاچا نه پاتې شول ملکونه

(پښتو لنډۍ ، ۵۹ مخ)

په دنيا مه نازېــږئ ورونـــــــو            د شاه جهان پاچا نه پاتې شول تختونه

د هندوستان سترو ښارو کې          د شاه جهان بادشــــاه غږيږي نوبتـونــــه

(پښتو لنډۍ ، ۶۲ مخ)

اورنګزېب

    اورنګزېب عالمګير د مغلي شاه جهان زوی دی ، د مغلو د دورې هغه ظالم او مکار پادشاه و ، چې د اسلام په جامه کې يې ډېر خلک د خپل قدرت او پادشاهۍ دنيولو دپاره وژل ، په خپل پلار او ورونو يې هم په دغه سودا کې کوم زړه سوی ونکړ پلاريې ړوند او زنداني کړ او ورونه يې يو په بل پسې په جنګونو کې ووژل په پښتو لنډيو کې دده د ظلم په اړه چې د ولس په خولو کې اوړي رااوړي ،داسې يادونه شوې :

اورنګ بادشاه په زړه ظالم دی        ماربيک ولاړ دی رخصتــــي نه ورکوينــــــه

اورنګه دا ظلـــــــم دې ډېر دی         پلار دې بندي ورونه دې ورک له ملکه کړنه

(پښتو لنډۍ ، ۶۷ مخ)

ميرويس نيکه[سمول]

د ننګ ټوټه به مې هر هډ وي            که پس له مړينې پر مزار راشې مينه

        کله چې جوته ده په پښتنو کې يوازې بيټ نيکه او ميرويس نيکه د نيکه ګانو په نوم سره ياديږي چې په پښتنو کې دا ډېر دروند ياد او خطاب دی ، ميرويس نيکه د بابا هوتک له اولادې د اووم پښت څخه هغه وتلی او نوميالی ملي مشر او دپښتنو د خپلواکۍ د لارې  غښتلی ميړنی اتل و، چې د (۱۱۲۰) لمريز کال په شاوخوا کې يې خپل قام او ولس د پارس د صفوي خاندان له ښکېلاک ، اسارت او ظلم څخه وژغوره ، بې له شک څخه ميرويس نيکه هغه ستر پښتون او ننګيالی و ، چې په د (۱۱۱۹لمريز) کال د ذالحجې د مياشتې په نولسمه يې د خپل قام او ملت په مرسته د تيري کوونکي او ظالم مشر ګرګين په کندهار کې په خپل ځانګړي تدبير سره وواژه چې د ملي او ولسي حکومت بيرغ يې په پښتني مينه کې ورپاوه ، له دې وروسته د ده غښتلي او لاده په دې بريالي شول چې تر اصفهان پورې افغانان خپلواکه پاچاهي وکړي...

       د پښتو ادب په ستره خزانه او بې سارې پانګه لنډيو او ټيکيو کې دده په اړه په اشارې سره داسې بيان او ذکر راغلی دی:

حاجي ميرويســــــــه جنتـــــي شې         مونږ د ګرګين له ظلمه تا خلاص کړي يونه

ميرويسه ! رب دې ديدار درکړي       چې مونږ دې خلاص کړو د پردو له منتـــونـه

(پښتو لنډۍ ، ۱۴۲، ۴۴۲مخونه)

ستر ټولواک او شهنشاه احمد شاه بابا

د طالع ستوری يې ځلاند و                                 چې پښتانه به د بابا په ملاتړ تلنه

        د افغانستان په څو زره کلن ځلاند تاريخ کې توريالی او فرهنګيالی احمدشاه بابا چې د خپل خواږه عمر پنځه ويشت رنګين پسرلي يې ګلان شوي او تېر شوي وو(۱۷۴۷ز) کال په اکتوبر کې د شېرسرخ په ستره او بې ساري تاريخي او افغاني جرګه کې د پادشاه او واکمن په توګه وټاکل شو ، په دغه جرګه کې دافغانستان ټولو قومونوګډون درلود کله چې بابا واکمن شو ، دنوي افغانستان بنسټ يې کېښود او افغانستان د ده په ستر تدبير سره په ډېرو ځايونو واکمن شو ، دده د زياتو سترو پېښو په اړه په پښتو رنګينو او ګلورينو لنډيو کې لنډې اشارې د ولس له خولې  داسې په مينه راپاتې دي چې دده د لوړ شخصيت جوتې بېلګې يې هم ګڼلای شو، لکه:

احمـــــــــده ! خدای دې جنتـــــــي کړه          تر هندوستــــــــانــــــه پورې تا کړي جنګونه

اسمـــــــــان به خود زمــــــــا پر خوا وي        چې د احمد تر بيرغ لاندې جنګ ته ځمــــــــه

تورې په خــرپ وهئ ځوانـــــــــانــــــــــو       د بابا ملک دی په ســــرو وينو به يې ساتونه

دا هــــــره مــــــــور به زامـــــــــن راوړي         د احمدشاه په شان به لــــــږ لــــــــږ پيدا شينه

پښې مې ترې ځي زړه مې ترې نه ځي          داستا ديدن د احمدشـــــــــــــــــاه بابارنګونه

زړه مې ترې ځي پښې مې ترې نه ځي         داستا ديدن د احمدشـــــــــــــــــــاه بابارنګونه

خود به مې سر تر اسمـان تېـــــــر  وي          چې لوی بادشاه مو احمد شاه په مخ کې ځينه

(پښتو لنډۍ ، ۳،۸۹،۱۸۰،۱۶۶مخونه)

غازي وزير محمد اکبرخان[سمول]

       غازي وزير اکبرخان د امير دوست محمد خان زوی او د امير شېرعلي خان مشر ورور و، دی ډېر زړور او ميړنی پښتون و، دی د افغان په ننګ توره تر ملا ولاړ و ، د انګرېزانو په مقابل کې د سر په سرښندنه د نورو غازيانو سره مل و، د انګرېز مغرور مکناټن يې د هغه په خپله تومانچه وويشت ،کومه يې چې  ده غازي ته د ويشتو لپاره تياره کړې وه ،مکناټن مړ او انګرېزانو ته يې په لومړۍ جګړه کې ماته ورکړه دده نوم د افغانستان په تاريخ کې ډېر ستر دی ، د پښتو ولسي ادب په لويه ورشو کې يې د ستر شخصيت يادونه ډېره شوې ده په پښتو لنډيو کې يې هم د جاويدان او تلپاتې نوم درنښت داسې ځلاند او روڼ دی :

د اکبرخــــــــــان غازي پـه توره       وطن رڼا شو دښمنــــــــــان په ماتې ځينه

که جهان مري اکبر دې نه مري     يو خو ښه ځوان دی بل يې کړي جهادونه

(پښتو لنډۍ ، ۱۷۸، ۳۷۲مخونه)

سردار غازي محمد ايوب خان[سمول]

    کله چې امير شېرعلي خان په بلخ کې مړ شو د امير له مرګ څخه وروسته د ده زوی محمد ايوب خان د کابل په بالاحصار کې امير وټاکل شو ، دا وخت د انګرېزانو اراده دا وه چې افغانستان داسې ټوټه ټوټه کړي چې د دنيا له نخچې (نقشې) څخه يې نوم ورک شي ،نو ځکه يې له امير محمد يعقوب خان اونورو د دوی د ملاتړ سردارانو سره اړيکې ټينګې کړې ،خو کله چې انګرېزان کابل ته راننوتل محمد يعقوب خان استعفا وکړه ځان يې انګرېزانو ته تسليم کړ او د دولت چارې د رابرنس انګرېزله خوا تر سره کېدې ، ملي مجاهدينو د انګرېز په مقابل کې سخت جهاد شروع کړ، انګرېزان يې وارخطا کړل دا وخت امير عبدالرحمن خان چې په بخارا کې و ، بدخشان ته راغی د ملي مجاهدينو او غازي محمد ايوب خان سره يې ټګي وکړه سردار محمد ايوب خان امير عبدالرحمن خان ته وليکل چې د انګرېزانو په مقابل کې به په ګډه جهاد پيل کړو او له هېواد څخه به يې وباسو او خپل منځي مخالفتونه به پرېږدو ، امير عبدالرحمن خان دوه مياشتې وروسته غازي محمد ايوب خان ته داسې ځواب وکيښ : د انګرېزانو سره جنګ کول لويه اشتباه ده ، دغه اشتباه اميرشېرعلي خان وکړه مونږ يې بايد و نه کړو ، په دې ډول عبدالرحمن خان د جهاد په پلمه ملت ته دوکه ورکړه او دانګرېزانو په ملاتړ د افغانستان رسمي پاچا شو .

    دا وخت انګرېزانو غوښتل چې کندهار د هند د خاورې جز کړي ، خو کله چې غازي محمد ايوب خان د هرات څخه روان شو په لاره کې ډېر افغاني لښکر ورسره ملګری شو چې ګرشک ته راورسېدل انګرېزانو د ده مقابلې ته په ميوند کې سخت سنګر څوکۍ او مورچل نيولی و، سردار محمد ايوب خان له خپلو افغاني لښکرو سره چې ميوند ته راورسېد د دوی  او انګرېزانو ترمنځ سخت جنګ پيل شو ، د دواړو لوريو له خوا سخته مرګ  ژوبله وشوه ، د هېواد د خپلواکۍ د ساتلو په دغه جګړه کې افغاني ميړنۍ او توريالۍ پېغلو د مجاهدينو ملتيا کوله او کله چې دميوند په دې جګړه کې د افغاني لښکر بيرغچي ټپي او شهيد شو ، پېغلې ملالۍ چې د څوارلسو کالو سپرلی يې غوړېدلی و، د هغه بيرغ يې راپورته کړ او دغه شېبه کې يې دغه ناره او ټپ په لوړ او زړه وړونکي اواز وويله :

                       که په ميوند کې شهيد نه شوې

                                                        خدايږو لا ليه بې ننګۍ ته دې ساتينه

(پښتو لنډۍ ، ۸۲ مخ)

          د ميوند په سره دښته کې غازي محمد ايوب خان د دغې ټپې له برکته چې د ملالۍ له خولې لکه تندر او تو غندی په لوړ غږ وويل شوه ، د غازيانو په ملاتړ ګټندوی او فاتح شو او افغانانو دغه سخت جنګ وګاټه د انګرېزانو غرور بېخي مات شو او له کندهارڅخه ستانه شول...د ميوند د فاتح غازي محمد ايوب خان نوم د پښتو د ولسي ادب په رنګين او ګلستان کې ژوندی دی په ټپو او لنډيو کې يې داسې جاويدان دی:

پر ايوب خــــان مې سلام وايه                            دا دی جانـــــــان مې کومکي درولېږنــــــــه

(پښتو لنډۍ، ۳۷مخ)

      د ايوب خان غازي په تــــــوره                               ميوند خالي شو انګرېزان په تېښته ځينه

(پښتو لنډۍ ، ۱۰۴مخ)

    د غازي محمد ايوب خان د ورور سردار محمد يعقوب خان د بندي کېدو په اړه بيا داسې اشاره په پښتو ټپو کې د ولس له خوا په مينه ويل شوې ده :

يعقوب يې وړی کلکتې ته            ځکه ځوانان نن د ميوند جنګ لره ځينه

(روهي سندرې ، ۵۹مخ)

غازي امان الله خان

          شاه امان الله خان د افغانستان هغه توريالی پاچا و، چې د ميړنيو او ننګياليو افغانانو په ملاتړ يې د جهان له ستر ځواکمن قدرت انګليس څخه چې د افغانستان نيولو ته يې په ټينګه ملا تړلې وه او دوه وارې يې تورياليو افغانانو ښه وځپل د سر او مال تاوانونه  يې ورواړول په درېيم وار يې د امان الله خان د خپلواکۍ په اعلان او د افغانانو په کلک ملاتړاو ټينګه اراده د جهان دا لوی  قدرت مات کړ او ټوله امپراتوري يې دړې وړې شوه ، د امان الله خان سره د افغان مېړني ولس مينه بېخي ډېره وه ، ځکه چې د ده په وخت کې افغانستان بېخي ازاده شو ،نو ځکه دده په اړه وينو :

که دنيا واوړي بيـــا راواوړي             راوابه نه وړي د امان غوندې مېــړونـه

نن په جامـــــــــو کې نه ځاييږم           منلو جګ کړی خپلواکۍ سره بيرغونه

نن په جامـــــــو کې نه ځاييږم            منلو لښکرې ټولوي انګرېـــز وهينــــــــــه

ميندې په څه خوای سترکړي            د منلوخون په مخ کې ځي سرتور سرونـــه

(پښتو لنډۍ ، ۶۲،۶۵،۷۳ ، ۷۷، ۸۱ مخونه)

درېيمه برخه[سمول]

د مينې داستانونه[سمول]

مجنون او ليلی[سمول]

  د مجنون او ليلی د ډېرې سوې او سوز ګداز نه د ډکې مينې کيسه او تراژيدي داستان د عربو په ادب کې بېخي ډېر مشهور دی چې هلې دغه د مينې کيسه خپره شوې ده ...د ليلی او مجنون د عشق کيسه يوازې په عربو کې وايي چې پاتې نشوه ، د ختيځ ډېرو هېوادونو او ولسونو ادب ته يې لاره پيداکړه ، ته به وايې چې دغه د مينې نکل ولې ختيځ کې تېر شوی دی ؟ د مجنون نوم قيس و د ليلی په مينه کې يې چې عقل او پوهه له لاسه ورکړل ،نو په مجنون سره مشهور شو ليلی د بن عامر د قبيلې وه ، له وړوکوالي څخه د قيس ورسره مينه وه ، هغه هم دعامر د قبيلې د يو خوار سړي زوی و، چې د ليلی د پلار په امر دی ورڅخه جلا کيږي ، پلار يې ابن اسلام ته ورکوي ،خو ليلی ورته تن نه ايږدي ، په دې توګه د ليلی ژوند د ناکامۍ سره مخ شو ...د ليلی او مجنون سوې کيسه په پښتو ادب کې هم راوځلېده ، په پښتو ادب کې په مينه ځای بياموند ، پښتنو د ليلی مجنون کيسې ته د زړه په تل کې ځای ورکړ ډېره پکې مشهوره شوه ، په نورو ولسونو کې به يې دومره شهرت نه وي موندلی ، د پښتو شاعرانو په شعرونو کې يې هم ډېره  زياته يادونه شوې ده ...[سمول]

  د پښتو ولسي ادب په پورته ورشو کې هم رنګين ګلان ډېر راغوړېدلي دي او د پښتو لنډيو په ستر اباسين کې يې هم په ډېره لېوالتيا او مينه سره ښه يادونه شوې ده چې دا څو قيمتي ګوهر او صدف به يې ددوی د سوې مينې له مخې د مثال په توګه دليلی له خوا د قيس په نوم وړاندې شي او ورپسې به د مجنون په نامه هم څو طلايي بڅرکي وګورئ:

ليلی په زوره چېغه وکړه          رنګ يې تک زېړ شو قيس ته شپې شوګيرومه

ليلی د قيس پوښتنه وکه          د غم ځنګل کې تېروي مياشتـــــــې کــلونـــــــه

(پښتو لنډۍ ، ۹۹،۱۰۲،۱۱۸مخونه)

     پوهيږو چې مينه د هر ساکښ طبيعي غريزه او حق دی ، بې له مينې ژوند هم سخت دی  ، دا دنيا خدایYد عشق اومينې له مخې پيداکړې ده .په دنيا او نړۍ کې چې څومره ژوندي او ساکښ دي ژوند يې په ميڼې پورې تړلی دی ، ليلی او مجنون هم په خپل وخت او زمانه کې مينه او عشق سره درلود ، مينه او عشق دی چې له مخې يې انسان تر نن پورې راپاتې دی چې ښې بېلګې يې دغه پښتو لنډۍ دي:

جانانه ستــــــــــا په جدايۍ کې          لکه مجنون سر په زنګون ژړا کومـــه

خاونده ! حال مې د مجنون شو         چې لااله وايم ليلی خولې ته راځينــــــه

د خوار مجنون کانــــه راوشـــوه        په غرو کې ګرځم خپل پردي نه پېژنمه

(پښتو لنډۍ ، ۱۰۷،۱۴۷، ۱۹۷مخونه)

سيف الملوک او جماله ښاپېرۍ[سمول]

پـــــه رمې ملوک زه ښــــــــــاپېرۍ يــــــم 

په اسمانو راپسې غواړي ډېر ملکونه

     د بادرۍ (بدرۍ )بدري جمالې ښاپېرۍ او سيف الملوک نکل او کيسه د چين په خاوره کې تېره شوې ده پښتو ادب ته يې هم په مينه لار پيداکړې ده ډېرو شاعرانو دغه نکل او داستان په نظم کښلی دی ، په کليو او بانډو کې نکلچيان هم له دغې کيسې سره اشنا دي ، د خپل ساز او اواز په لړ کې د دغې کيسې رنګينه ، عشقي بڼه په نثر او ويناسره ډېر په خوند کليوالو ته بيانوي ځای ځای پکې ځينې ځانګړي غږونه او ټپې په خاص سندريز غږ د خپلو موسيقي الو په بدرګه سره وايي چې د کيسې خوند يو په دوه زياتوي.وايي  چې سيف الملوک د جمالې ښاپېرۍ په مينه کې ډېرې ستونزې پرځان وګاللې د هغې د پيداکېدو لپاره يې د همامرغه په شا سفرونه وکړل، لوږې او تندې وګاللې ، د اوسپنې څپلۍ يې زړې کړې ډېر کړاوونه او زحمتونه يې تېر کړل ، باغ ارم ته پسې ولاړ ، خو اخر په خپل ستونزمن کار کې بريالی شو او له ښاپېرۍ جمالې سره يې واده وکړ اود هغې وصال يې په نصيب شو ، د مينې ژوند يې ورسره تېر کړ.

     د پښتو لنډيو په څپاند اباسين کې دغه نکل يادونه هم په نادر ډول سره په يوې او دوو ټکيو کې داسې په ايما سره راغلې ده :

پاس په اسمان کې ډزې وشوې         چاويل ملوک دی د بدرۍ سلام له ځينه

(پښتو لنډۍ ،۴۴مخ)

پاس په هوا راشه ملوکــــــــــــــه !       د ځمکې لارې ښاپېــــــــرو نيولـــي دينه

(روهي سندرې، ۶۸۲مخ)

فرهاد او شيرينۍ[سمول]

       د ايران په خاوره کې د فرهاد او شيرينې د مينې داستان زيات شهرت لري ، په دغه کيسه کې سلطان خسرو هم د شيرينې په مينه کې له فرهاد سره سيال و ، فرهاد د شيرين په مينه کې له خپل رقيب اوسيال سره په سيالۍ ډېرې سرښندنې او فداکاري ترسره کړي ، د خسرو په ټګۍ او لمسون فرهاد دې ته اړ شي چې د بېنون غر په ترښځ سره سوری کړي ، فرهاد په ډېره مينه دغه سخت کار ته ملا وتړله او د شيرينې د وصال په مينه يې د غره په سوري کولو لاس پورې کړ ، په پايله کې د سلطان خسرو غلط تدبير او په دروغ ويلو چې شيرينه مړه شوه ، فرهاد ددغه خبر په اورېدو سره خپل سر په ترښځ وواهه او له هغې وهنې څخه مړ شو ؟

       د پښتو لنډيو په ښکلي بڼ رنګين ګلستان او غوړيدلي لاله زار کې يې دمينې ياد داسې په ځانګړي انداز کې ذکر شوی دی لکه دغه طلايي بڅرکې يې ښه مثال دي:

جانانه ستا په محبت کې                     لکه فرهاد دې د ديدن ارماني يمه

غمونو ستا کړمه برباده                       لکه فرهاد دې د ديدن ارمانې يمه

(پښتولنډۍ ، ۱۰۷،۳۵۹مخونه)

که فرهاد سر په تېشه مات کړ            پاس د محل نه ښکته چا دانګلې دينه

(روهي سندرې ، ۲۲۴مخ)

ادم خان او درخانۍ[سمول]

      ادم خان په قام مېټه خېل يوسف زی د سوات په بريکوټ ياښېد کې اوسېده ، پلار يې حسن خان نومېده ، د خپل وخت يو نوميالی خان زاده مېړه و.

     ادم خان په وخت کې يو بل خان هم په سوات کې ژوند کاوه هغه هم يوسفزی و، نوم يې طاوس خان و ، دده يوه ښايسته او حسينه لور وه نوم يې درخو و  او په درخانۍ مشهوره وه ، درخانۍ ډېره ښکلې پېغله وه ، ادم خان هم ښکلی ژڼی او زلمی و، توره ورېښمينه لنګۍ به يې په سر کوله ، له کوچنيوالي او وړکتوبه څخه يې له درخو سره د زړه له تله ژوره مينه او اړيکه وه ، په پايله کې د دواړو سوې مينه بېخي سره ډېره شوه او دواړه دغې سوې او لوغړنې مينې په تودو او سرو لمبو کې وسول او يو له بل څخه په غمجنو زړونو وير او ماتم جدا شول، د عشق دا داستان يې په غم او خورا سختر تراژيدۍ پای ته ورسېد، دوی د مينې نکل او داستان ډېر اوږد دی مونږ يې يوازې يادونه وکړه ادم د رباب ډېر شوقي و ، ښه رباب يې واهه ، دده د رباب د هنر ټانکې لرولرو ملکونو ته رسېدلې وې ،دی ډېر توريالی اوميړنی هم و...په پښتو لنډيو کې د تلميح په توګه  د دوی د مينې د داستان ياد داسې په اشارو او ايما سره راغلی دی:

جانانه راشه ادم خان شه               د درخانۍ مينه په ما وکړه مينــه

يا دادم د رباب شرنګ دی           ياد وړې درخو د ناز خندا راځينه

(پښتو لنډۍ ، ۱۰۶، ۴۷۸مخونه)

مومن خان اوشيرينو[سمول]

مورې چراغ ژر که رڼا که                              د مومن خان پر وينو سره شوه دېوالونه

(روهي سندرې ، ۲۸۲مخ)

ادکۍ جګه شه اوربل که                           د مومن خان پر وينوسره شوه بالښتونه

(پښتو لنډۍ ، ۳۱۸مخ)

         په پښتو کې د مومن خان او شيرينو د تراژيدۍ غم لړلی داستان او له وير، ماتم او غمه ډک نکل ډېر مشهور دی ، زيات پښتانه ورسره اشنا دي ، د ژمې اوږدو شپو کې يې کيږدۍ وال په کيږديو ، بانډه وال يې په بانډو او کليوال يې په کور او حجرو کې د مينه سره اچوي او د سنيما او تلويزيون د يوه اوږده فلم په څېر د ژمې دغه يخې شپې پرې سبا کوي او په مينه يې اوري او دوی د سپېڅلي نيمه خوا مينې په ارمان او بېلتون يې خامخا سترګو کې اوښکې راځي او پر ګرېوانونو يې لکه مرغلرې ملغلرې راوريږي...

     د پښتو د ولسي ادب په رنګينو په تېره د لنډيو په ستر بحر الکاهل کې د مومن خان او شېرينۍ طلايي بڅرکي ډېره زړه وړونکي دي چې په اورېدو يې سړی خواشينی کيږي ، څو قيمتي مرغلرې به يې دلته تر در سترګو کړو لکه :

د مومن خان او د شيــرينـــــې             عالمه غوږ شئ زه قيصــــــــه درته کومـــــه

د مومن پلار او تره وفات شـو           مينــــــه د دواړو يو تـــــر بلـــــــه زياتېدنـــــــه

د مومن خان مورې مــه ژاړه !          مومن خان کوز په ډنډه پروت دی رابه شينه

د مومن خان چغه شوه پورته             د شيرينو سر به په شــــــــرط باندې ګټمــــــه

(پښتو لنډۍ ، ۲۲۸مخ )

مومن په لوړه غونډۍ کېږدئ            چې بوره مور يې هر سهار زيارت کوينه

مومن زما په مينه مـــــــــــړ دی           عالمــــــــــه مـــــه يې لمبوئ شهيد به وينه

   مومن اته چاړې خوړلـــــــــــي                   د زبردست له چاړې ډېر فرياد کوينــــه

(پښتو لنډۍ ، ۴۴۲، ۴۴۱مخونه)

طالب جان او ګل بشره[سمول]

      د طالب جان اصل نوم عباس و، د سوداګر زوی و، په جومات کې يې ديني سبق وايه  په دغه جومات کې د بادشاه لور چې ګل بشره نومېدله ، هغې هم لوست او درس وايه د سبق د زده کړې پر وخت کې دلې دواړه مين شول ، د دوی د مينې نکل او داستان ډېر اوږد دی چې دواړه په سوې او نيمه خوا مينه سره جلا شول په پښتو لنډيو کې يې هم يادونه ډېره په اشارو او ايما سره راغلې ده چې دا څو به يې دلته تر درسترګو کړو:

زه په ميــــن ســــــړي پوهېــــږم                د دروازې په ځنځير ځان مشغــولوينـــــه

صبر کوه خدای به مې درکړي              په بې صبرۍ معشوقې چا موندلي دينـــه

صبر په هر څه کــې په کار دی               په عاشقۍ کې بې صبري مـــــــزه کوينـــــه

طالبه خدا که به مـــــــلا شې                  په کتاب پروت يې يادوې شينکي خالونه

طالبان ډلې ډلـــــــــې راغلل                 زما د زړه طالب رانه غی وبــــــــه مرمــــــــه

(پښتو لنډۍ ، ۲۹۱ ، ۳۳۸، ۲۳۸، ۳۴۲مخونه)

شېرعالم او مامونۍ[سمول]

مامونۍ خاص د باجوړ ده           دا شېر عالم يې په لمسون حلالوينه

(پښتولنډۍ ، ۴۲۲مخ)

د شېرعالم پښتو پوره شوه              مامونۍ سرو وينو کې لتې ټکوينه

(روهي سندرې، ۳۲۸مخ)

          د مامونۍ او شېرعالم د سوې مينې داستان سوزلرونکی دی او بيا د بې ګناه او مظلومې بې رحمه مرګ چې د بنې په لمسون او دروغو وشو ، د ښځو په حق او مقابل کې پښتو ولس د سخت او کلک قدرت او زور زياتي بې سارې نښه ده ، دوی په ښخو ډېر ستم او ظلم کوي...په دغه اړه شاعرانو او ناظمانو سوي او د سوز ګداز انځورونه کښل ، نو ځکه زه زياتې خبرې پرې نه کوم ، د دغه غمجن داستان لوغړن تصوير ، د پښتو لنډيو په دايرة المعارف کې هم په تلميح او ايما سره د پښتون ولس له خولې راځلېدلي دي ، لکه :

مامونۍ ګور نه ځـــواب ورکـړو                په صندوقچه کې مې باهو دی ورک به شينه

د مامــــــونۍ عجيبــــــه څڼــــــې                د شېرعالم تورې لـــــــــه غېـــــږې ورکوينــــــه

په ايمان خـوار شې شېرعالمــه !             د تماکو په پاڼو چــــــــا کـــــــړي مرګـــــونـــــــــه

تهمت دې واخيست شېرعالمه !               چې په لمسون دې د غمــــــــاز وکړل مرګونــه

بيابه په منځ د کلــــــي نه ځـــــــم                  د مـــــامـــونــۍ دادا ګيلـــــې راتــــــه کوينــــه

(پښتو لنډۍ ، ۴۲۲، ۲۲۵، ۵۱ مخونه)

پايله[سمول]

         هسې خو هم د نړۍ د ټولو ژبو په ادبياتو کې که هغه ليکلي ادبيات دي او که شفاهي دي ، نو دتلميح ادبي صنعت به پکې موجود وي ، خو په پښتو ادب کې دغه ادبي صنعت په پراخه لمن کې تاريخي پېښې ،د مينې پخواني داستانواو ځينې نور هغه ټولنيز کړه وړه چې زمونږ د پلرونو او نيکونو له اجتماعي ژوند سره تړاو لري ،انځوروي او له يوه نسل څخه بل نسل ته يې په خوندي توګه لېږدوي .

حاجي مېرويسه جنتي شې

                                      مونږ د ګرګين له ظلمه تا خلاص کړي يونه

          په پورتنۍ لنډۍ ته که په ژوره توګه وکتل شي ، نو وبه کتل شي چې په دې کوچنۍ لنډۍ کې د پښتنو د تېر تاريخ هغه ستر داستان دی چې له يوې خوا زمونږ پر خلکو د پرديو ظلم او ناروا بيانوي او له بلې خوا د پښتو د ملي مشر حاجي ميرويس خان نيکه هغه تدبير ، پوهه او وطندوستي هم انځوروي چې د خپلو خلکو د خلاصون او خپلواکۍ لپاره ټول قامونه ملي پاڅون او خوځښت ته يو موټی کوي او په دې توګه خپل ګران هېواد افغانستان د بهرنيانو د ناروا واکمنۍ له ظلمونو او ستمونو څخه ازاد کړي او پرځای يې افغاني واکمني ټينګه کړي .

     په لنډيو کې د تلميح د پېښو او موضوعاتو په لړ کې ماتر خپله وسه او توان پورې هڅه کړې چې پېښه شوې کيسه په لنډو ټکو کې راونغاړم ، بيامې د هرې پېښې دپاره يوه لنډۍ غوره کړې  او د لنډيو يو لوی سيند ته مې مخ وراړولی دی چې مرغلرې ترې راوباسم ، په هر حال د هرې کيسې او داستان اړوند مې يوه يوه لنډۍ راوړې ده او دا هڅه مې کړې چې ټولې هغه لنډۍ راټولې کړم چې بېلابېلې ، اسلامي ، ديني ، تاريخي ، ملي او د مينې د داستانونو پورې اړه لري او په څېړنې کې مې  يو څه مزلونه ووهل ، الله تعالی دې وکړي چې دپايليک هومره وارزي.

مننه

اځليکونه[سمول]

1)  ازمون ، پوهنمل لال پاچا ، ته وايه ښه!ولسي نکلونه ، لومړی ټوک ، دانش خپرندويه ټولنه ، پېښور ، ۱۳۸۷ل کال.

2)  ازمون ، پوهنمل لال پاچا ، ته وايه ښه !،ولسي نکلونه ، دويم ټوک ، د ختيزې سيمې ليکوالانو او ژورنالېستانو خپلواکه ټولنه ، جلال اباد ، ۱۳۸۸ل کال.

3)  شاهين ، سلمی ، روهي سندرې ، ترتيب او تحقيق ، پښتو اکيډمي ، پېښور يونيورسټي بک ايجنسي ، ۱۹۸۴ز کال.

4)    لايق، سليمان ، پښتو لنډۍ ، نيو کابل کتاب پلورنځی ، پېښور ، ۱۳۸۶ل کال.

5)  منګل  ، علي محمد ، په لنډيو کې د پېغمبرانو تاريخي سرچينې ، دانش خپرندويه ټولنه ، پېښور ، ۱۳۸۹ل کال .

6)  همکار ، پوهنيار محمد ابراهيم ، د بديع فن او پښتو شاعري ، دويم چاپ ، دانش خپرندويه ټولنه ، پېښور ، ۱۳۸۸ل کال.