په ناروې کې د دین آزادي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له هغه ځایه چې د ناروې اساسي قانون امر کوي چې د دې هېواد پاچا باید لوتران – انجیل پیرو وي، دا هم په ګوته کوي چې ټول وګړي حق لري چې په خپل دین عمل وکړي. په دې هېواد کې د حکومت تګلارې عموماً د دین د ازاد عمل ملاتړ کوي او دغه هېواد همدا رنګه په دوامداره توګه دیني بنسټونو او د تبعیض ضد پروګرامونو ته مالي امکانات برابروي. د غیر دولتي بنسټونو او د ناروې د پولیسو له قوله، له دیني اړخه د نفرت وړ ویناوې معمول دي، په ځانګړې توګه په انلاین ډول او دا ویناوې ډېری د مسلمانانو او یهودانو ټولنې په نښه کوي.  [۱]

د ناروې د اوسني شاهي نظام سرچینه د منځنیو پیړیو په ترڅ کې د ویکنګز له خوا تاسیس شوي شاهي نظام ته رسېږي. د ناروې پاچاهانو لکه دویم اولاف د نوموړي په دوره کې مسیحیت ته واوښتل او په خپلو قلمرونو کې د واک د ساتلو لپاره دې دین ته پراختیا ورکړه. له دې دورو څخه شمېرې د هغو بې ایمانه کسانو پر وړاندې بې رحمه شکنجې ښیي چې دې دین ته نه اوښتل. په ناروې کې په ۱۶ پیړۍ کې د اصلاحاتو په ترڅ کې، انجیل-لوتیرانیزم د کاتولیک کلیسا ځای ونیو او غیر پروټیسټان مذهبه تر تعقیب لاندې ونیول شول. ناروې (د ډنمارکي یا سویډني پاچا در واک لاندې) له ۱۶ تر ۱۹ پیړیو پورې د شمال ختیځې سکیندنیویا بومي سامي (سکندنویان) وګړي د عیسویت دین قبولولو ته مجبور کړل او ویې ځپل چې بالاخره د دوی اصلي مذهب د له منځه تللو لامل شو.  ځینې وختونه په دې هېواد کې یهودیان زغمل کېدل، خو د نوي اساسي قانون له مخې، په ۱۸۱۴ ز کال کې یهودان له دغه هېواد څخه منع شول. د قانون دغه ماده په ۱۸۵۱ کال کې بېرته لغوه شوه او د ۱۹مې پېړۍ تر پایه ناروې د څو زرو یهودانو کور شو. په ۱۹۴۰ لسیزه کې دغه نفوس د جرمني له خوا د دې هېواد د اشغال په ترڅ کې د دویمې نړیوالې جګړې او هولوکاسټ د عام وژنې د یوې برخې په توګه له منځه لاړ. د شلمې پیړۍ په پای او د یویشتمې پېړې په ترڅ کې، د ناروې حکومت د سامي خلکو د دودونو د رسمیت پېژندلو، د کلیسا او دولت ترمنځ د جلاتوب او د یهودي ټولنو لپاره د مالي جبران لپاره ځینې اساسي اصلاحات تصویب کړل خو دې هېواد د مسلمانو مېرمنو په دیني جامو یې بندیز لګولی. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

دیموګرافیک معلومات[سمول]

د ناروې هېواد د شمېرو پر بنسټ، تر ۲۰۱۹ کال پورې، د دې هېواد ۷۰ سلنه نفوس د ناروې د انجیل لوتران په کلیسا پورې اړه لري، کلیسا چې د تیرو دریو مخکې کلونو په پرتله یې ۳ سلنه کمښت درلود. د نفوس ۶.۷ سلنه د نورو عیسوي مذهبونو سره تړاو لري چې تر منځ یې د رومن کاتولیک کلیسا ترټولو لویه ده، چې ۳ سلنه نفوس سره. د نفوس ۳.۲ سلنه مسلمانان دي.  پینتیکوستالیست، بودایان، سکان، هندوان او یهودیان هر یو د نفوس له ۱ سلنې کم جوړوي. د نفوس 1.8 سلنې د ژوند-دريځ په  سازمانونو کې برخه اخلي (غیر مذهبي یا فلسفي ټولنې چې سازماني اخلاق یې د بشرپاله ارزښتونو پراساس دي) چې تر منځ یې د ناروې بشرپاله ټولنه ترټولو لویه ده. [۱۲]

د ناروې د کلیسا له نفوس هغه خوا، د ناروې د دیني ډلو اکثریت غړي کډوال دي. د کاتولیکانو شمیر له پولنډ او فیلیپین کډوالو زیات کړی، په داسې حال کې چې د مسلمانانو د ټولنې اندازه له سوریې، عراق، افغانستان او سومالیا په څېر هیوادونو څخه د کډوالو له امله زیاته شوې ده. د کلیوالو سیمو په پرتله، کاتولیکان او مسلمانان عموماً په ښارونو کې ډیر ډېر نفوس لري. د اوسلو په سیمه کې په متمرکز نفوس سره، مسلمانان په ټول هیواد کې شته. د اکثریت مسلمان هیوادونو څخه ډیری وروستي کډوال تراوسه د پناه اخیستنې په مرکزونو کې اوسیږي. د ناروې د کډوالو د ادارې د شمېرو پربنسټ، د ۲۰۱۷ ز کال  تر اکتوبر پورې د استوګنې په مرکزونو کې د ۶۳۰۰ کسانو نږدې ۵۶۰۰ د مسلمان اکثریت هیوادونو څخه راغلي دي.    [۱۳]

تاریخچه[سمول]

د ناروې د شاهي نظام د یووالي او عیسویت کولو تګلاره ( له ۱۰ مې عیسوي پېړۍ څخه تر ۱۰۳ کال پورې)  [سمول]

کله چې په لومړي ځل د ناروې متحد شاهي نظام په نهمه یا لسمه پیړۍ کې د افسانوي هیرالډ فییریر له خوا رامنځ ته شو په دې دوره کې د ناروې یووالي لنډمهاله وو او د ناروې د عصري دولت بنسټ د ویکنګ مشرانو له خوا  لکه اولاف ټریګواسن، اولاف هارالډسن او هارالډ هارډرا ته منسوب کېږي.    [۱۴][۱۵]

د بريټانوي ټاپوګانو او نورو اهدافو پر وړاندې دغو واکمنانو د یرغلونو په ترڅ کې را ټول شوي ثروت، ناروې د واکمنې طبقې ځواک خورا پراخ کړ او د یو متحد سلطنت د جوړولو وړتیا ورکړه. لکه څرنګه چې د  د هاکون صالح د واکمنۍ (۹۲۰ – ۹۶۱ عیسوي کال) راهیسې عیسویت په ناروې کې شتون درلود، لومړی پاچا چې هڅه یې وکړه ناروې مسیحیت ته واړوي، په رسمي ‌ډول یو عیسوي سلطنت  په توګه دې هېواد د را منځ ته کولو هڅې او په بشپر ډول عسویت ته د نفوسو اړول تر 1000 کلونو پورې بریالۍ نه وې. [۱۶]

د دې دورې شمېرې په بشپړ ډول د اعتبار وړ نه دي، خو ځینې مشخص جزییات غیر متناقص دي. پاچا اولاف تریګواسون له مړینې وروسته د ځینو موافقو روایاتو پر بنسټ هغه بې دینه مشران د دردناکې شکنجې له لارې د دین اړولو یا مرګ ته مجبورل؛ لږ موافق روایات د شکنجې تایید نه کوي چې ښایي داسې فکر وکړي چې د دين اړولو په خدمت کې سخت تاوتریخوالی د مثبت ټکې په توګه لېدل کېږي. داسې انګېرنې شته چې د ناروې د لومړنیو پاچاهانو له خوا د عیسویت د رواجولو لپاره لومړنۍ انګیزه د دوی دې متمرکز طبقاتي واکمنۍ لپاره عیسویت ته د توجیه په توګه کارول وو څو د کارزیماتیک پخواني بې دینه واک پرځای د الهی حق له خوا تایید شوی شاهی نظام را منځ ته کړي. [۱۵]

سرچینې[سمول]

  1. International Religious Freedom Report 2017 Norway, US Department of State, Bureau of Democracy, Human Rights, and Labor. کينډۍ:PD-notice
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. reformasjonen Archived 2020-04-18 at the Wayback Machine., in Store norske leksikon
  5. Holloway, Alan. "The Decline of the Sámi People's Indigenous Religion". www.laits.utexas.edu. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The abolition of the Jews Act in Norway's Basic Law 1814–1851 – 2001. Brief history and description of the documentation". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  8. "Norway makes another step in the long road to separating church and state". secularism.org.uk. 15 May 2012. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Solbakk, John T. (2007-09-27). "The Foundation for Norwegian Sámi Policy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ مارچ ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  11. (په 2 August 2018 باندې). The 10 European countries that restrict religious attire for Muslim women. Middle East Eye.
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. International Religious Freedom Report 2017 Norway, US Department of State, Bureau of Democracy, Human Rights, and Labor. کينډۍ:PD-notice
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Dr. Sæbjørg Walaker Nordeide, Enseignant-Chercheur, Centre for Medieval Studies, University of Bergen. "The Christianization of Norway" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Dr. Sæbjørg Walaker Nordeide, Enseignant-Chercheur, Centre for Medieval Studies, University of Bergen. "The Christianization of Norway" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)