په سمندرونو باندې د اقلیمي بدلون اغېز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په لویو سمندرونو باندې د اقلیمي بدلون اغېزې، د سمندرونو د ګرمېدو او د یخ د تختو د ویلې کېدو له کبله د سمندرونو د اوبو د سطحې له پورته کېدو او د pH د کچې بدلون (د سمندرونو تېزابي کېدل)، اتمسفیري دوران او د بدلېدونکې تودوخې له کبله د اوبو د پټونو (طبقاتو) منځته راتګ څخه عبارت دي، چې د اکسیجن په تغلیظ کې د بدلونونو د رامنځته کېدو سبب کېږي. ښکاره شواهد وجود لري چې، د بشري فعالیتونو په پایله کې (انتروپوجنیک) د شنې خونې ګازونو خپرېدلو له امله ځمکه د ګرمېدو په حال کې ده، چې په نا-غوښتې توګه د سمندر ګرمېدو سبب کېږي. د ګل خونې ګازونه چې د سمندرونو په واسطه جذبېږي (د کاربن د ترسیب په طریقه: د کاربن ترسیب په یو کاربني قطب کې د کاربن د ذخیره کولو پروسه ده.) د نړیوالې تودوخې په را کمولو کې مرسته کوي خو د سمندر د تېزابي کېدلو سبب کېږي.[۱]

په سمندرونو باندې د اقلیمي بدلونونو فزیکي اغېز د سمندر د سطحې له جګېدو څخه عبارت دی، چې په ځانګړې توګه ساحلي سیمې، سمندریز بهیرونه، د هوا حالات او د سمندرونو تل، اغېزمنوي. کیمیاوي اغېزې یې د سمندرونو له تېزابي کېدلو او د سمندرونو د اکسیجن له کمښت څخه عبارت دي. سربېره پر دې، سمندریز ژوند هم اغېزمنوي. د ساحلي سیمو د سمندر سطحې د جګېدو او ټیټېدو د اندازه کولو د مخینې مطالعه ښیي چې، د تېرې یوې پېړۍ په اوږدو کې، په نړیواله کچه د سمندر سطح په منځني ډول په کال کې له یو تر دوه ملې متره (     ) لوړه شوې ده، چې د ځمکې او سمندرونو سطحې ته، د تودوخې د خالص بهیر د را ننوتلو ښودنه کوي. هغه شدت چې سمندر په کې تېزابي کېږي، ښایي د سمندر د سطحې د تودېدنې له شدت څخه اغېزمن شي، ځکه، هغه کیمیاوي تعادل چې د سمندري اوبو pH تنظیموي، د تودوخې تابع دی. د اوبو د تودوخې زیاتوالی به همدارنګه په مختلفو سمندریزو ایکوسیستمونو لکه: ډبریز ایرم (coral reefs) بد اغېز ولري. مستقیم اغېز یې د نوموړو ایرمونو ډبریز سپینوالی دی، چې د تودوخې بدلون په نرۍ محدوده کې ژوند کوي، نو د تودوخې لږ زیاتوالی به په نوموړو چاپېریالونو کې شدید اغېز ولري.[۲]

ګډې اغېزې[سمول]

وړاندوینه شوې چې په راتلونکې پېړۍ کې به د سمندر د ٪ ۸۳ سطحې تودوخه لوړه شي. هغه موډلونه چې نوموړي بدلونونه ښیي او هغه اغېز چې د تودوخې دا بدلونونه به یې ولري، له یو-بل څخه ډېر توپیر لري. څه موده وروسته به، د ځمکې د تودوخې درجه تر دې بریده زیاته شي، چې د سمندرونو د اکسیجن د منحل کولو وړتیا به له منځه لاړه شي، په پایله کې به یې د نړۍ په سطح مړ زون (مړ زون یا Dead Zone د سمندر هغې برخې ته ویل کېږي چې د اکسیجن د کمښت له امله په کې ژوند یا ژوندي موجودات نه وي.) رامنځته شي. مړه زونونه به د سمندرونو د تېزابي کېدو سره په ګډه د یوې داسې دورې د منځته راتګ سبب شي چې، د سمندریز ژوند ډېرې بڼې به نشت یا محوه شي، چې په پایله کې به یې د اوبو په سطح کې د فوتوسنتیز عملیې په واسطه د جوړ شوي اکسیجن زښت ډېر کمی رامنځته شي. د خوړو د ځنځیر دا ماتېدنه به نورې لویې ستونزې را ولاړې کړي، د لومړیو مصرف کوونکو، دویمي مصرف کوونکو، درېیمي مصرف کوونکو او داسې نورو د نفوس ګڼوالی (تراکم) به لږ کړي، چې لومړني مصرف کوونکي به د دې ښکارندې لومړني قربانیان وي. د سمندري اوبو د کیمیاوي ترکیب بشري (انتروپوجنیک) بدلون، ښایي د سمندري ژویو روزنه او پالنه، د ماهیانو روزنه، ساحلي لیکې، د اوبو کیفیت، د ژویو تنوع او په اقتصادي توګه ارزښت لرونکي سمندریز ایکوسیستمونه اغېزمن کړي. په ایکولوجیکي پایلو سربېره، د نوموړو اغېزو په پایله کې به هغه انساني نفوس چې په سمندر او د ایکوسیستم په مرستو تکیه لري، زیانمن او د خطر سره مخامخ شي. په سمندریز سیستم کې د اوږد مهاله اړدوړ او له امله یې د رامنځته شوو اغېزو، په اړه لا تر اوسه بشپړ معلومات په لاس کې نشته.[۳][۴][۵]

فزیکي اغېزې[سمول]

د تودوخې لوړوالی او د سمندر په واسطه جذب شوې انرژي یا د تودوخې محتوی[سمول]

د لا ډېرو معلوماتو لپاره دې لینکونو ته مراجعه وکړئ: د سمندر د تودوخې محتوی (په انګلیسي: Ocean heat contentد سمندر د سطحې تودوخه (په انګلیسي: Sea surface temperature) او د سمندریزې تودوخې څپې (په انګلیسي: Marine heat wave)

له ۱۹۶۱ز کال څخه تر ۲۰۰۳ز کال پورې، د نړیوالو سمندرونو د تودوخې کچه له سطحې څخه تر ۷۰۰ متره ژوروالي پورې د °C۰.۱ په اندازه لوړه شوې وه. د بېلګې په توګه، د ۱۹۵۰ز لسیزې او ۱۹۸۰ز لسیزې ترمنځ د اتلانتیک سویلي سمندر د تودوخې کچه د °C۰.۱۷ (°F ۰.۳۱) په اندازه لوړه شوې وه، چې لوړوالی یې نظر د ټولې نړۍ  سمندرونو ته نږدې دوه برابره کېده. د سمندر د تودوخې په کچه کې کال تر کاله او په اوږد مهاله توګه توپیر شته، د نړیوال سمندر د تودوخې د محتوی مشاهدات د ۱۹۹۱ز کال څخه تر ۲۰۰۳ز کال پورې د تودوخې ډېر لوړوالی، خو له ۲۰۰۳ز کال څخه تر ۲۰۰۷ز کال پورې څه نا څه سوړوالی ښیي. سره د دې، د باوري  اندازه کولو دورې په اوږدو کې یوه غښتلې او پیاوړې تاوېدنګ شته. په سمندرونو کې د تودوخې د محتوی زیاتوالی د سمندر د سطحې د لوړوالي سره هم همغږي لري، په دې معنا چې زیاتره وخت د سمندر د اوبو د ګرمېدو له امله د حرارتي انبساط په پایله کې د سمندرونو سطح پورته کېږي.[۶][۷][۸]

د نوموړې پورته کېدنې تېزوالی نظر د ۱۹۶۹—۱۹۹۳ز کلونو ته،  د ۱۹۹۳—۲۰۱۷ز کلونو ترمنځ زیات و. د تودوخې کچه د ژوروالي د بدلون سره بدلېږي: د سل مترو په ژوروالي کې په یوه پېړۍ (د ۱۹۸۱ز او ۲۰۱۹ز کالونو ترمنځ معلوماتو څخه) کې نږدې °C ۰.۴ تودوخه زیاتېږي، په داسې حال کې چې په دوه کیلو متره ژوروالي کې د تودوخې د زیاتېدو کچه یوازې د دې نیمایي ده.[۹][۱۰][۱۱]

د وروستۍ پېړۍ په اوږدو کې، د وچې او سمندرونو د سطحې د ټولیزې منځنۍ تودوخې کچه د انسانانو د فعالیتونو له امله د شنو خونو اغېز (greenhouse effect) په ډېرېدو، زیاته شوې ده. له ۱۹۶۰ز کال څخه تر ۲۰۱۹ز کال پورې د سمندر د ۲۰۰۰ متره پورته برخې د تودوخې کچه په منځنۍ توګه °C ۰.۱۲ زیاته شوې ده په داسې حال کې چې، د صنعتي دورې له پیل راهیسې د سمندرونو د سطحې تودوخه د  °C۱.۲  په اندازه زیاته شوې ده.[۱۲][۱۳]

د سمندر بهیرونه[سمول]

د لا ډېرو معلوماتو لپاره دې لینکونو ته مراجعه وکړئ: سمندر او د سمندر جریانونه (په انګلیسي: Ocean § Ocean currents and global climate) او د اتلانتیک نصف النهاري سرچپه دوران (په انګلیسي: Atlantic meridional overturning circulation)

سمندریز جریانونه، په بېلابېلو عرض البلدونو کې د لمر وړانګو او د هوا تودوخو سره د تړلو بدلېدونکو تودوخو، همدارنګه د زورورو بادونو او د مالګینو او خوږو اوبو د مختلفو کثافتونو له امله رامنځته کېږي.

هوا په طبیعي ډول میل لري چې ګرمه شي، د استوا کرښې ته نږدې هوا ګرمېږي او په دې بنسټ پورته صعود کوي، چې بیا یخېږي او قطبینو ته نږدې را کښته کېږي. قطبینو ته نږدې سړه هوا راښکته کېږي خو څرنګه چې د ځمکې د سطحې پرمخ د استوا په لور حرکت کوي، بیا ګرمېږې او پورته خوا حرکت کوي. دا بهیر په لویه کچه د باد نمونې جوړوي چې، د هیډلي حجرو په نامه پېژندل کېږي، چې د ورته اغېزو سره په هره نیمه کره کې د منځني عرض البلد حجرې په حرکت راولي. د باد نمونې د حجرو د نوموړي دوران سره په ګډه سطحي بهیرونه په حرکت راولي، چې سطحي اوبه د لوړ عرض البلد په لور پورې وهي، په نوموړو عرض البلدونو کې هوا نسبتاً سړه ده. دا بهیر د اوبو تودوخه تر کافي اندازې راټیټوي، چې د منرالونو او ګازونو د منحل کولو جوګه کېږي، د انحلال دا وړتیا د دې باعث کېږي چې د نوموړو اوبو کثافت نسبت د ټیټو عرض البلدونو اوبو کثافت ته زیات شي، چې دا په خپل وار سره د دې باعث کېږي ترڅو نوموړې اوبه د سمندر تل ته کښته شي، چې په شمال کې د شمالي اتلانتیک ژورو اوبو (NADW) او په سوېل کې د اتلانتیک ژورو اوبو (AABW) په نامه مشهورې اوبه جوړوي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د نوموړې کیښېناستنې تحریک او د پورته تګ هغه میلان چې په ټیټو عرض البلدونو کې وجود لري، همدارنګه په سطحي اوبو باندې د باد محرکې قوې له امله، د سمندر د بهیرونو عمل اوبه په ټول سمندر کې په دوران (حرکت) راولي. کله چې نړیواله تودوخه د نوموړې معادلې سره جمع شي، بدلونونه رامنځته کېږي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې ژورې اوبه جوړېږي. د سمندرونو د ګرمېدلو او په پایله کې یې د طبیعي یخچالونو او قطبي یخونو د خولیو (polar ice caps) د ویلې کېدلو سره، د لوړو عرض البلدونو سیمو ته چې ژورې اوبه په کې جوړېږي، تر ممکنه بریده زیاتې تازه اوبه ور خوشې کېږي. نوموړې اضافي اوبه چې په دې کیمیاوي مخلوط ورګډې شي، د هغو اوبو چې له ټیټو عرض البلدونو څخه راغلې وي، محتویات یې رقیق کوي چې، د سطحي اوبو کثافت ورسره کمېږي. په پایله کې یې اوبه د خپل نورمال حالت نه په ورو توګه کښته کینې.[۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Humphreys, M. P. (2016). "Climate sensitivity and the rate of ocean acidification: future impacts, and implications for experimental design". ICES Journal of Marine Science. 74 (4): 934–940. doi:10.1093/icesjms/fsw189. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. Wishner, K. F.; Seibel, B. A.; Roman, C.; Deutsch, C.; Outram, D.; Shaw, C. T.; Birk, M. A.; Mislan, K. A. S.; Adams, T. J.; Moore, D.; Riley, S. (19 December 2018). "Ocean deoxygenation and zooplankton: Very small oxygen differences matter". Science Advances. 4 (12): eaau5180. Bibcode:2018SciA....4.5180W. doi:10.1126/sciadv.aau5180. PMC 6300398. PMID 30585291. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Doney, Scott C.; Busch, D. Shallin; Cooley, Sarah R.; Kroeker, Kristy J. (2020-10-17). "The Impacts of Ocean Acidification on Marine Ecosystems and Reliant Human Communities". Annual Review of Environment and Resources. 45 (1): 83–112. doi:10.1146/annurev-environ-012320-083019. ISSN 1543-5938. S2CID 225741986. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Bindoff, N.L.; Willebrand, J.; Artale, V.; Cazenave, A.; Gregory, J.; Gulev, S.; Hanawa, K.; Le Quéré, C.; Levitus, S.; Nojiri, Y.; Shum, C.K.; Talley, L.D.; Unnikrishnan, A. (2007). Solomon, S.; D. Qin; M. Manning; Z. Chen; M. Marquis; K.B. Averyt; M. Tignor; H.L. Miller (المحررون). "Observations: Oceanic Climate Change and Sea Level. In: Climate Change 2007: The Physical Science Basis. Contribution of Working Group I to the Fourth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change" (PDF). Cambridge University Press, Cambridge, United Kingdom and New York, NY, USA. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ مې ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Gille, Sarah T. (2002-02-15). "Warming of the Southern Ocean Since the 1950s". Science. 295 (5558): 1275–1277. Bibcode:2002Sci...295.1275G. doi:10.1126/science.1065863. PMID 11847337. S2CID 31434936. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "NOAA: NESDIS: NCDC: Frequently Asked Questions: How do we know the Earth's climate is warming?". NOAA. 2010-03-10. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Bindoff, N. L.; Cheung, W. W. L.; Kairo, J. G.; Arístegui, J.; et al. (2019). "Chapter 5: Changing Ocean, Marine Ecosystems, and Dependent Communities" (PDF). IPCC SROCC 2019. د کتاب پاڼې 457. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۸ مې ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Bindoff, N. L.; Cheung, W. W. L.; Kairo, J. G.; Arístegui, J.; et al. (2019). "Chapter 5: Changing Ocean, Marine Ecosystems, and Dependent Communities" (PDF). IPCC SROCC 2019. د کتاب پاڼې 457. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  11. Bindoff, N. L.; Cheung, W. W. L.; Kairo, J. G.; Arístegui, J.; et al. (2019). "Chapter 5: Changing Ocean, Marine Ecosystems, and Dependent Communities" (PDF). IPCC SROCC 2019. د کتاب پاڼې 463. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Map Shows Vast Regions of Ocean Are Warmer March 30, 2013 Scientific American
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. (Trujillo & Thurman 2008, p. 207)
  15. (Trujillo & Thurman 2008, p. 172)
  16. Talley, L. (2000). Sio 210 talley topic 5: North Atlantic circulation and water masses. thermohaline forcing.
  17. Roach, J. (2005, June 27). Global warming may alter atlantic currents, study says.
  18. Lenton, T. M.; Held, H.; Kriegler, E.; Hall, J. W.; Lucht, W.; Rahmstorf, S.; Schellnhuber, H. J. (2008). "Inaugural Article: Tipping elements in the Earth's climate system". Proceedings of the National Academy of Sciences. 105 (6): 1786–1793. Bibcode:2008PNAS..105.1786L. doi:10.1073/pnas.0705414105. PMC 2538841. PMID 18258748. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. IPCC (2007). M.L. Parry; et al. (المحررون). Summary for Policymakers. In: Climate Change 2007: Impacts, Adaptation and Vulnerability. Contribution of Working Group II to the Fourth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change (PDF). Cambridge, U.K., and New York, N.Y., U.S.A.: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 7–22. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ جنوري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)