په اُحد غزوه کې د حضرت علي ونډه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

د احد غزا[سمول]

( اسدالغابه : څلورم ټوک،٢٠ مخ ) په خپل سند له حضرت سعيد بن مسيب روايتوي،چې وايي : حضرت علي د احد پر ورځ شپاړس ټپونه واخستل، چې هر يو يې يوازې کړاى شول،له پښو يې وغورځوي او هر ټپ چې یې اخسته او لوېده ؛نو جبراييل به را پورته کاوه .

( رياض النضره :دويم ټوک،١٧٢ مخ ) ، ( علي بن سلطان؛مرقاة :پينځم ټوک،٥٦٨ مخ ) ، ( هيثمي؛مجمع :شپږم ټوک،١١٤ مخ )  او (متقي؛کنزالعمال :شپږم ټوک٤٠٠ مخ ) روايتونه راوړي،چې حضرت جبرئيل د حضرت علي مواساة وستايل .

( شبلنجي؛ نوروالابصار : ٧٩ مخ ) له حافظ بن محمد بن عبدالعزيز جنابذى د ( معالم العترة النبويه ) په کتاب کې او هغه بې د مسند له یادولو له قيس بن سعد له پلاره روايتوي،چې له حضرت علي يې اورېدلي،چې و يې ويل :د احد پر ورځ مې شپاړس ټپونه واخستل،چې څلورو يې راګوزار کړم،چې يو ښکلى او خوږبويه سړى راغى او زه يې را اوچت کړم او راته يې وويل : ورپسې ولاړ شه،چې د خداى  او رسول  پر لار يې او دواړه درنه راضي دي . ما کيسه رسول اکرم (ص) ته و کړه . و يې ويل : علي ! خداى دې سترګې روښانه کړه؛ هغه جبراييل و.

( نورالابصار :٧٨ مخ ) له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : د احد پر ورځ طلحه بن ابي طلحة د کفارو بېرغچي مېدان ته راودانګل او غږ يې کړ : د محمد اصحابو ! ګروهن ياست،چې موږ به خداى ستاسې په تورو دوزخ ته او تاسې به زموږ په تورو جنت ته ولېږي؛نو په تاسې کې کوم يو د جنت لېوال دى . حضرت علي بن ابيطالب ورمخې ته شو او ورته يې وويل : پر خداى تر هغه به دې پرې نه ږدم،چې په توره مې دوزخ ته نه يې ورلېږلى؛د تورو ګوزارونه شول، چې حضرت علي په توره پر پښو وواهه او پښې يې ترې غوسې کړې او غوښتل يې و يې وژني؛خو طلحه ورته د خپلوۍ قسم ورکړ،چې مه مې وژنه . علي هم خپل ځاى ته راستون شو. مسلمانانو ورته وويل : ولې دې و نه واژه . ورته يې وويل : قسم يې راکړ،چې و يې نه وژنم؛خو ډاډمن يم،چې ژوندى به پاتې نشي او طلحه هملته ومړ او پېغمبر اکرم يې پر مړينه خورا خوشحال شو . شبلنجي بيا له ابن اسحاق نقلوي،چې وايي : د احد د جګړې سوبمن حضرت علي او زغم یې و.