په اوکراین باندې د روسیې په حمله کې د بلاروس ښکېلتیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بلا روس د روسیې نژدې متحد خپل شرقي ګاونډي سره په اوکراین باندې د روسیې له یرغل څخه ملاتړ وکړ. په اوکراین تر حملې دمخه، بلاروس روسي وسله والو ځواکونو ته اجازه ورکړه چې دبلا روس په خاوره کې د څو اونیو لپاره نظامي تمرینات تر سره کړي، که څه هم روسي پوځونه له دې هېواد څخه چې په پام کې وه  له تمریناتو به وروسته وځي و نه وتل. بلاروس روسیې ته اجازه ورکړه چې د حملې یوه برخه د بلاروس له خاورې څخه تر سره کړي، بلاروس په خپله خاوره کې خورا لنډ ممکن ځمکنی تګ لوري د اوکراین پلازمينې کیف لور ته د روسیې په اختیار کې ورکړ. که څه هم روسي قواوې په دوو میاشتو کې د ځمکنیو عملیاتو چې منشاء یې له بلا روس څخه وه  د درېدو له امله ووتلې او د دې لامل شو چې اوکراین د سرحد اوکرایني لوری بېرته ونیسي. له دې سره سره، د سرحد په اوږدو کې وضعیت د اوکراین له خوا بلاروس لور ته د سرحد د چک پاینتونو د تړلو له امله ( د ځانکړیو مواردو په استثنا) کړکېچن پاتې شو.   [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

په پیل کې بلاروس په جګړه کې د ښکېل کېدو څخه انکار وکړ خو دایې ومنله چې روسي میزایل ویشتونکي د د بلاروس په خاوره کې ځای په ځای شي تر څو په اوکرایني موخو ډزې وکړي. د ې وخت کې د بلاروس په اپوزیسون او اوکرایني نظامیانو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د بلاروس ځواکونو په اوکراین کې له روسانو سره یو ځای د اوکراین په وړاندې جګړه کوله، خو د بلاروس ولسمشر الکساندر لو کاشینکوف دا راپورونه رد کړل او و ویې ویل چې د بلاروس وسله والې قواوې به په مستقیمه توګه په جګړه کې برخه وانخلي. له کال ۲۰۲۳ څخه را په دې خوا د بلاروس وسله والې قواوې د اوکراین په مقابل جګړه کې ښکېلې نه وې او د ټول جنګ په مهال په خپله خاوره کې پاتې شوې. د بلاروس مشر وویل هېڅ دلیل نشته چې هغه به اوکراین ته پوځونه واستوي مګر داچې پرې لومړی حمله وشي. [۷][۸]

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر  په وینا، لوکاشینکوف ( د بلاروس ولسمشر) زلینسکې ته د حملې په پیل کې ډاډ ورکړی و چې هغه به د خپل هېواد وسله وال ځواکونه د روسیې په خوا کې ښکېل نه کړي. هغه دا راز ویلې چې د کال ۲۰۲۳ په لومړیو کې هغه د دې حل اوفصل فورمولبندې د یوه نه حملې تړون په اساس وړاندیز کړې وه.   [۹][۱۰]

په جګړه کې دبلاروس ښکېلتیا د غربې هېوادونو، اروپایې اتحادیې، امریکا، برتانیا، کانادا او جاپان له خوا وغندل شوه او د بلاروس په وړاندې یې بندیزونه وضع کړل. د چتام هاوس ( یا دنړیوالو چارو لپاره شاهي انستیتوت په لندن کې یو بنسټ دي چې له دولتونو او ټولنوسره مرسته کوي چې یوه خوندي، نیکبخته او له عدالت ډکه نړۍ جوړه کړي) په وینا، په جګړه کې د بلاروس برخه اخیستنه د عمومي خلکو منځ کې د کرکې وړ ده، له همدې امله د فبرورۍ په ۲۷ د اساسی قانون د رفراندوم په ورځ اعتراضونه تر سره شول اود اعتراض کوونکو غوښتنه دا وه چې بلاروس باید د غیر اتومې موقف وساتي خو دا اعتراض کوونکې ژر تیت اوپرک کړل شول. هاکرانو د بلا روس دولتي ادارې او همدارنګه د هېواد حساسې بیخ بناوې موخه وګرځولې تر څو د بلاروس له لارې د روسیې جګړه مختله کړي. باروس د حملې په پیل کې د سولې په نوښتونو کې ښکېل وه او د روسیې او اوکراین تر منځ خبرې یې په سرحد کې تر سره کړې . له مقدماتي هوکړو سره سره، دا خبرې  ددوامداره اوربند لامل نه شوې.  [۱۱][۱۲]

مخینه[سمول]

بلاروس له روسیې سره د ۱۰۸۴ کیلومتره( ۶۷۴ میله) اوږ سرحد په درلودلو سره د اوکراین په شمال کې پروت دی. د اوکراین له پلازمېنې کیف سره د دې هېواد نژدې والی عمده ستراتيژیک ارزښت لري. دواړه عصري دولتونه په کال ۱۹۱۷ د اکتوبر له انقلاب څخه وروسته د بلاروس دیموکراتیک جمهوریت او د اوکراین د خلکو د جمهوریت په نامه را مڼځ ته شول، چې وروسته د شوروي له خوا دنیولو څخه په کال ۱۹۱۹ کې د بلاروس شوروی سوسیالیستي جمهوریت او د او کراین  شورووی سوسیالیستي جمهوریت په نامه له شوروي سره تر یوځای کېدو د مخه  بیا تأسیس شول تر څو په کال ۱۹۲۲ کې شوروي اتحاد جوړ کړي. اوسني سرحدونه له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته هغه وخت  وټاکل شول چې شوروي اتحاد د د بلاروس او اوکراین غربې خواوې له دویم پولند ( دا یو هېواد وه چې مرکزي اروپا کې پروت و او له ۱۹۱۸ څخه تر ۱۹۳۹/۱۹۴۴ ترمنځ یې شتون درلود) اوهالند څخه لاس ته راوړې او تر هغه وخت په خپل حال پاتې شول چې په ۱۹۹۱ کې دا دواړه هېوادونه د شوروي اتحاد له تجزیې څخه وروسته خپلواک جمهوریتونه شول. [۱۳][۱۴]

د کال ۲۰۲۲ په جنورۍ او فبرورۍ کې روسي ځواکونه بلاروس ته لاړل چې په نظامي تمریناتو کې ګډون وکړي، د بهرنیو چارو وزیر ادعا وکړه چې روسي ځواکونه به د تمریناتو تر پای وروسته له بلاروس څخه بهر شي دا هغه بیانیه وه چې د دفاع د وزیر له خوا رد شوه او ادعا یې وکړه چې د روسیې ځواکونه به د نامعلومې مودې لپاره په بلاروس کې پاتې شي. د هغو روسي ځواکونو شمېر چې په بلاروس کې پاتې کېدل څه نا څه ۳۰۰۰۰ تنه و. دا هم ګمان کېده چې بلاروس د روسیې د اتومي وسلو ساتنه هم کوي.[۱۵][۱۶][۱۷]

د بلاروس پخواني اساسي قانون دا واضح کوله چې هیواد یې بېطرف ده. د کال ۲۰۲۲ د فبرورۍ په ۲۷ د اساسي قانون په اړوند رېفراندوم تر سره شول چې ۶۵٪ سلنه خلکو پکې ګډون کړی و او له یو تغیراتو چې بلاروس راوستل هغه د د دې هیواد د بې طرفۍ او غیر اتومې حالت درلودلو ردول و.  لوکا شینوکوف د بلا روس ولسمشر وروسته دا واضح کړه چې که ناتو اتومي وسلې د دې هېواد غربې ګاونډیو هېوادونو ته راوړي  هغه به له روسیې وغواړي چې اتومي وسلې بلاروس ته راوړي.  [۱۸][۱۹][۲۰]

د روسیې یرغل[سمول]

د نظامې جګړې په پیل کې، بلاروس خپله خاوره د  روسي عسکرو په اختیار کې ورکړه چې په اوکراین حمله وکړي خودا سې نه ښکارېده چې بلاروس به خپل عسکر جګړې ته استولي وي. د یرغل په ورځ ، د اوکراین د سرحدي ساتنې خدماتو راپور ورکړ چې روسي ځواکونه  د بلاروس او اوکراین د سرحد د ویلچا  له سیمې تېر شول  او یو بې هویته هليکوپتر سلیوتیک سیمې ته نژدې یو پل په نښه کړ. سي ان ان یوه ویدیو خپره کړه چې   بلاروس ټانکونه یې ښودل چې اوکراین ته د سینکیوکا ( د روسيې، بلاروس او اوکراین تر منځ یودرې لارې سرح ده)   څخه چې له درې خوا څخه روسیې سره سرحد لري اوکراین ته ننوځي. په همدې ورځ همدارنګه د چرنوبل اتومي بټۍ او د اتومي برېښنا پخوانۍ دستګاه له هغه وروسته د روسانو له خوا ونیول شول چې روسي ځواکونه د بلاروس له خوا چرنوبل د ممنوعه سیمې څخه تېر شول. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

بلاروس همدارنګه روسیې ته اجازه ورکړه چې د دې هېواد هوایې مرکزونو ته لاس رسی ولري ترڅو روسي نظامي الوتکې او پوځې تأسیسات وکولای شي  د دې هېواد جنوبې ګاونډی په توپونو، الوتکو او میزایلو په نښه کړي او یا د جنوبي سرحد له لارې اوکراین ته ننوځي. له دې پخوا د فبرورۍ په ۲۴ د اوکراین د قواوو قومندان راپور ورکړ چې د بلاروس له خاورې څلور بالیستیک توغندي د اوکراین جنوب لویدیځ په لور توغول شوي دي. دوه ورځې وروسته د ماکسر تکنالوژۍ د ستلایت له خوا اخیستل شوي انځورونو وښودل چې کیونیکي سیمې ته نژدې  سیمه کې چې د اوکراین له سرحد څخه ۵۰ کیلومتره ( ۳۱ میله) لرې پرته ده په سلهاوو وسایط او ۱۵۰ چورلکې ځای په ځای کېږي  او له  یوه مستقیم سړک څخه ۹۰ نورې چورلکې د یوه مؤقتی هوایي میدان په توګه  کار اخلی. د بلاروس رسنیو او تلګرام چنلونو ګڼ شمېر ویدوګانې او انځورونه خپاره کړل چې د بلاروس په جنوب کې یې د روسې زره لرونکو وسایطو او چورلکو تحرکات ښودل. درې وروسته، د ستراتيژيکو اړیکو لپاره د اوکراین مرکز راپور ورکړ چې ژيتومیر هوایي ډګر د هغو میزایلو  له خوا په نښه شو چې د بلاروس له خاورې توغول شوي و. د مارچ په ۸ ، ایمیج ستلایت انترنشنل  د دریو میزایل ویشتونکو اڼځورونه ( چې ښایي روسي 9K720 Iskander  به و او د بلاروس په جنوب کې په کالینکاویچې ځای په ځای شوي و  او A-50  ، A-100 او Mi-26 درنو چورلکو انځورونه چې د بلا روس د بارانویچي په هوایې هډه کې ځای په ځای وې وښودل. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

بلاخره، په اوکراین کې د بلاروس د عسکرو ظاهریدلو په اړوند راپورونه ورکړل شول. د فبرورۍ په ۲۸، د بلاروس د اپوزیسیون رسنۍ چارتر ۹۷ د نامعلومه اوکرایني او بلاروسي سرچینو د قول په استناد ادعا وکړه چې په مړیو او ټپیانو کې د بلاروس عسکر شامل و.د مارچ په لومړۍ نېټه، د اوکراین لوړرتبه نظامي چارواکي د اوکراین د سس پالین عمومي دولتي رسنۍ ته وویل چې د فبرورۍ له ۲۷ څخه را په دې خوا بلاروسي عسکر په چرنیهی ولایت کې په داسې حال کې  لیدل شوي دی چې اورودنیا څخه د چرنیهی په لور چې د اوکراین د پلازمېنې شمال کې پرته سیمه ده په حرکت کې و، خو دولسمشر دفتر دا راپورونه تأ یید نه کړل. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې[سمول]

  1. "Why Russia's Invasion of Ukraine Led to Sanctions on Belarus". Time. 25 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Russian Hybrid War Report: Belarus joins conflict against Ukraine". Atlantic Council. 24 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Coakley, Amanda (24 February 2022). "Lukashenko Is Letting Putin Use Belarus to Attack Ukraine". Foreign Policy. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 25 February 2022 باندې). Nato alarmed by Belarus role in Ukraine assault.
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. "Ukraine has proposed non-aggression pact with Belarus: President Lukashenko". www.aa.com.tr. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. (په 25 February 2022 باندې). Nato alarmed by Belarus role in Ukraine assault.
  14. "Belarus and the Ukraine Trap". 21 July 2021. مؤرشف من الأصل في ۰۴ جنوري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. "Ukraine crisis: Russia keeps troops in Belarus amid Ukraine fears". BBC. 21 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 25 February 2022 باندې). Nato alarmed by Belarus role in Ukraine assault.
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. (په 27 February 2022 باندې). Belarus referendum approves proposal to renounce non-nuclear status - agencies. Reuters.
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  21. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  22. Coakley, Amanda (24 February 2022). "Lukashenko Is Letting Putin Use Belarus to Attack Ukraine". Foreign Policy. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "WATCH: Tanks enter Ukraine via Belarus's border". CNN. 24 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  25. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  27. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  28. "Russian Hybrid War Report: Belarus joins conflict against Ukraine". Atlantic Council. 24 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  30. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  31. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  32. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  33. (په 6 March 2022 باندې). Дарадца Зяленскага: Беларускае войска не выкарыстоўваецца супраць Украіны. Radio Liberty
  34. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  35. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  36. "Среди раненых и убитых оккупантов на территории Украины — белорусские военные" [Belarusian Soldiers are among Wounded and Killed Occupiers on the Territory of Ukraine]. Charter 97. 28 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)