په افغانستان کې د کوېډ-۱۹ وبا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په افغانستان کې د کوېډـ۱۹ ( COVID-19 ) وبا د نړۍ په کچه په ۲۰۱۹ کال کې د کورونا ویروس ناروغۍ یوه برخه ده، چې د کورونا ویروس ۲ د سخت تنفسي علایمو (SARS-CoV-2) له امله رامنځته کېږي. د دې ویروس خپرېدل په افغانستان کې هغه وخت تصدیق شو، کله چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۴ په هرات کې د دې لومړۍ پېښه تائید شوه. [۱]

د ۲۰۲۳ کال د اپریل تر ۲۷ نېټې پورې ۲۱۴،۱۱۲ مثبتې او ۷،۸۸۸ مړینې پېښې تائید شوې وې. د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر ۱۳ نېټې پورې ۱۱۸،۱۸۰ کسان ورغېدل. په افغانستان کې د کوېډ-۱۹ تر ټولو زیاتې پېښې کابل وې چې شمېر يې ۱۸۸۹۶ ؤ، ورپسې هرات کې ۹۳۴۳ پېښې او  بلخ کې ۳۴۳۱ پېښې وې. که څه هم د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۵ د عامې روغتیا وزارت د یوې رسمي سروې په راپور راغلي وو چې د هېواد نږدې دریمه برخه نفوس یا نږدې ۱۰ مېلیون خلک په کوېډ-۱۹ اخته شوي وو.   [۲][۳][۴][۵]

مخینه[سمول]

ریښې[سمول]

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۱۲ تائید کړه چې د چین د هوبي په ووهان کې د خلکو په یوه ډله کې یو نوی کورونا ویروس د تنفسي ناروغۍ لامل و، چې راپور یې د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۳۱ نېټه WHO ته ورکړل شو. د کوېډ-۱۹ د مړینو سلنه د ۲۰۲۳ کال SARS په پرتله خورا ټیټ ؤ، خو سرایت یې ډېر لوړ ؤ او ټولو مړینو شمېر يې زیات ؤ. د افغانستان د موډل پر بنسټ مشهابت کونه څرګندوي چې د وخت توپیر لرونکي تکثیر شمېر ( ) لپاره ۹۵٪ د باور انتروال له ۰،۱ څخه ټیټ ؤ او د ۲۰۲۲ کال له نومبر څخه تر د ۲۰۲۱ کال  فبروري پورې راټیټ شو.   [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

له ایران څخه ډله ییز راستنېدونکي[سمول]

د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې په ټول ایران کې د وبا د خپرېدو له امله لږ تر لږه ۱۵۰ زره افغانان له دې هېواد څخه د هرات ولایت اسلام قلعه پولې ته راستانه شول. د یوې میاشتې په اوږدو کې هره ورځ تر ۱۰۰۰ ډېر کسان له پولې تېرېدل. په هرات ولایت کې د ۲۰۲۰ کال د مارچ او اپریل ترمنځ د پېښو شمېر ۲۰۰ ته پورته شو. د چمن او تورخم په پوله په دریو ورځو کې څه باندې ۶۰ زره افغانان له پاکستانه راستانه شوي دي.    [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ۲۰۲۰ کال فبروري میاشت[سمول]

د فبرورۍ په ۲۳ لږ تر لږه د هرات درې اوسېدونکي چې په هغه وروستیو کې د ایران له قم څخه راستانه شوي وو، شکمن وو چې په کوېډ-۱۹ ناروغۍ اخته وي. د وینې نمونې یې د نورو ازموینو لپاره کابل ته واستول شوې. افغانستان د کوېډ-۱۹ لومړۍ پېښه تائید کړه چې په هرات کې له درېیو کسانو څخه یو یې ۳۵ کلن سړی ؤ.   [۱۹][۲۰]

د ۲۰۲۰ کال مارچ میاشت[سمول]

د مارچ له ۱ څخه تر ۱۴ پورې – لومړنۍ خپرېدنه[سمول]

په هرات ولایت کې درې نوې پېښې د مارچ په ۷ ثبت شوې، چې په دې سره په افغانستان کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر څلورو ته لوړ شو.   [۲۱]

د مارچ په ۱۰ د هرات ولایت څخه بهر په سمنګان ولایت کې لومړۍ پېښه ثبت شوه، په دې معنی چې په افغانستان کې ټولټې پنځه پېښې ثبت شوې. ماښام خوا ته دا شمېر اوو ته لوړه شو. [۲۲][۲۳]

د مارچ په ۱۴ نېټه لسمه مثبته پېښه تائید شوه. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په بلخ او کاپیسا ولایتونو کې لومړۍ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. سمنګان کې هم د کرونا ویروس وبا دریمه مثبته پېښه ثبت شوه. په همغه ورځ یوولسمه پېښه هم اعلان شوه. د بلخ ولایت ناروغ له مثبتې ازموینې وروسته تښتېدلی ؤ. [۲۴][۲۵][۲۶]

د مارچ په ۱۴ په افغانستان کې له کرونا ویروس څخه لومړۍ رغېدلی کس په هرات کې د یوه ناروغ په توګه ثبت شو، چې دا لومړۍ مثبته پېښه هم وه. [۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. "Afghanistan confirms 1st case of coronavirus". www.aa.com.tr. مؤرشف من الأصل في ۲۴ فبروري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "MOPH-COVID-19 Dashboard". covid.moph-dw.org. مؤرشف من الأصل في ۱۴ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Current Cases of COVID-19". tolonews.com. مؤرشف من الأصل في ۲۴ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. (په 5 August 2020 باندې). Survey finds at least 10 million Afghans infected with COVID-19.
  6. "Novel Coronavirus Information Center". Elsevier Connect. مؤرشف من الأصل في ۳۰ جنوري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 4 March 2020 باندې). What is coronavirus and how close is it to becoming a pandemic?.
  8. "Crunching the numbers for coronavirus". Imperial News. مؤرشف من الأصل في ۱۹ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. "World Federation Of Societies of Anaesthesiologists – Coronavirus". www.wfsahq.org. مؤرشف من الأصل في ۱۲ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Crunching the numbers for coronavirus". Imperial News. مؤرشف من الأصل في ۱۹ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Future scenarios of the healthcare burden of COVID-19 in low- or middle-income countries". MRC Centre for Global Infectious Disease Analysis at Imperial College London. مؤرشف من الأصل في ۰۲ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Coronavirus: Herat emerges as Afghanistan's epicentre". www.aljazeera.com. مؤرشف من الأصل في ۳۰ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "From Iran's hot zone, Afghans flee home, spreading virus". MyNorthwest.com. 2020-04-05. مؤرشف من الأصل في ۱۱ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  17. "Coronavirus outbreak fears in Afghanistan amid influx from Iran". www.aljazeera.com. مؤرشف من الأصل في ۰۷ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 2020-04-09 باندې). The porous borders where the virus cannot be controlled. BBC News.
  19. "3 Suspected Cases of Coronavirus Reported in Afghanistan". TOLOnews. مؤرشف من الأصل في ۲۷ مې ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 24 February 2020 باندې). Afghanistan confirms first coronavirus case in province bordering Iran.
  21. (په 2020-03-07 باندې). Afghanistan's confirmed coronavirus cases rises to four - health ministry spokesman. Reuters.
  22. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  23. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  24. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  25. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  27. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).