په افغانستان کې د پوهنې بهير د اسلام د شروع نه تر معاصر افغانستانه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په افغانستان کې د پوهنې بهير د اسلام د شروع نه تر معاصر افغانستانه[سمول]

د اسلام د شروع نه امير شېر علي خان تر عصره پورې د پوهنه د تکامل حرکت په اجمالي ډول د اسلام په لويه تاريخي پېښه ګڼل کېده ددې مذهب په راتلو سره د بازنتين او ساسانيانو د امپراتورۍ سره ګډې وډې شوې د اسلام د يو خداى (ج) دبنده ګى تعليمونه هغه چاته ورکول کېده چې د الله بندګى ته يې غاړه ايښودله داسلام دغو زدکړو د ډېروخدايانو پالوونکو مذهب خلکوته سخت ټکان ورکړلو.

د اسلام مبارک دين د حضرت محمدمصطفى(ص) تر رسالت لاندې د عربستان د ټاپو ځمکې څخه راووت او په يوې نيمي پېړۍ کې د حضرت محمد(ص) دوفات څخه وروسته د نړۍ په ډېری ځايونو کې خپور شو.

داسلام دين په افغانستان کې د دريم خليفه حضرت عثمان (رض) دور کې شروع اودبنى اُميه په عصرکى بشپړشويدى نوي دين د خپلو پيروانو په اجتماعي ژوندکې ژور بدلون راوسته او د تعليم اوتربيې طرز بلکل بدل شو، ځکه چې داسلام دين په افغانستان کې نه يوازى د دين په حيث بلکه د يوه مدنيت په حيث راداخل شو، او اسلامي علوم لکه فقه، تفسير،حديث، صرف ونحوه، ادب، تاريخ، عقايد، فلسفه، اوطبيعت نه وراخوا فلسفه او طب د پخوانيو علومو پرځای راغلل دا تعليمات په جوماتواومدرسوکې ترسره کېدل. د پوهنې بهير د غزنويانو په وخت کې غزنويانو د تعليم اوتربيت په تاريخ کې يو نوى فصل پرانيست د غزني الپتګين له دورې (٣٥١) هـ د تاج الدوله تر زمانې (٥٥٣) پورې يانې دوه پېړۍ غزني د سياست او ديانت ترڅنګ د علم لوی مرکز و، د لوى محمود په ځانګړې پاملرنې په غزني کې يو شمېر مدرسې او ښوونځي پرانېستل شوه په يوقول يې شمېر (١٣٠٠) تنوته رسيږى اوپه بل قول يې شمېر دهغوجوماتو سره چې د شرقى او متداوله اسلامي علومو تدريس پکې کېده (٢٠٠٠) ته رسيږى. په دى عصرکې تعليمات په دوه ډوله وه اول هغه چې کوچنيان پکې تر اوه کلنى يا اولس کلنۍ پورې د واليدينو او يا د مخصوصو روزونکو لخوا ورته تدريس کېده. دوهم: وروسته دابتدايي دورې د تکميل څخه وروسته په جوماتونو او رسمى مدرسو کې عالي تعليمات زده کول په عالي دوره کې تاريخ، جغرافيه، رياضى،حکمت، نجوم، منطق او فلسفې تدريس کېده.

د پوهنې بهير د غوريانو کورنۍ په وخت کې:[سمول]

ګوستالوبون وايي د غور پښتانه سوري شاهي کورنۍ پوهه خوښونکې او علم پالونکې کورنۍ وه ډيلی او غور د دوی په دور کې د پوهې په مرکزونو بدل شول. په دې عصرکې ښځې هم پوهې ته متوجه شوې د طبقات ناصري د خاوند په حواله د غياث الدين غوري لور چې ماه ملک نومېده د قران عظيم الشان په يادولو مشغوله شوه او داسې خط به يې ليکلو چې خلک به ورته حيران وه، پوهه د غوريانو په دربار کې د صفويانو تر يرغل پورې جاري وه، غوري کورنۍ د پښتو ژبې په پراخوالي اوترويج کې ډېر تکليف او زحمت ويستلی دى او د پښتو ژبي ډېر شاعران يي روزلي دى، چې د هغې جملې څخه د شيخ اسعد سوري نوم اخيستلی شو. [1]

د پوهنې بهير د کرت کورنۍ پرمهال:[سمول]

(دکرت پاچاهانو ) په (٦٤٣-٧٨٣) مغلو او چغتايانو د تاريکۍ اوفلاکت بار استيلا په وخت کې په ډېر ښه تدبير په هرات کې حکومت وکړو او نه يوازې يې زمونږ خاوره د چنګيزيانو څخه وساتله بلکې پوهې ته يې هم ځانګړې پاملرنه وکړه. او په دې وخت کې ملک معزالدين او ملک فخرالدين له علم پالونکو او علم دوستو واکمنوڅخه وه. د فخرالدين په مهمه پاملرنه ډېرشاعران وروزل شوه هېره دې نه وي چې اميرحسين غوري ددې عصريوله عرفاني مشرانوڅخه وه او ډېر اثار يې په درى ژبه ليکلي دى چې مشهورآثاريي عبارت دى له کترالرموززادالمسافرين نزهته الارواح، شي نامه، پنج ګنج صراط المستقيم طرب المجالس داټول په تصوف او عرفان کې له غوره اثاروڅخه کڼل کيږى [2]

د کرت دکورنۍ علما او مشايخ[سمول]

دکرت دکورنۍ د پاچاهانو په پاملرنې سره علما او مشايخ وروزل شوه چې د هغې له ډلې علامه سعدالدين تفتازاني دی چې په (٧٢٢) کال د ميمنې په تفتازان کې زېږېدلى دى چې د اتمې هجرى پېړۍ په اوږدوکې يې ګڼ اثار ليکلي دي او دهجرت د تابياد له کلي شيخ زين الدين تابيادي د خپل عصر يو له مشايخوڅخه ګڼل کېدو، همدارنګه وجيدالدين محمود د هرات د محترمو مشايخوڅخه ګڼل کېدو. اوس ددې عصر د يو شمېر مدرسو او عالمانو نومونه اخلو

  • دهرات نظاميه مدرسه چې دنظام الملک په واسطه جوړه شوه.
  • دميرزاشاهرخى مدرسه اوخانقا چې د تخت دکېناستلو په اولو وختونو کې ودانه او جوړه شوه .
  • د خواجه عبدالله انصاري مدرسه او خانقا چى مولاناشمس الدين اداره کوله
  • فصيحيه مدرسه چې د مولانا فصيح الدين محمدنظامي له خوا جوړه شوې وه.
  • اخلاصيه مدرسه
  • دچارمينار مدرسه چې د بديع الزمان سلطان بېګم جوړه کړه. [3]

د پوهنې بهير د هوتکيانو په وخت کې:[سمول]

       د کندهار د هوتکيانو د پاچاهانو په دوره کې سره  د بحرانونو بيا هم  پوهنې ته ډېره توجه وشوه هوتکي پادشاهان هم شاعران وه او هم د تورې خاوندان،  شاه حسين هوتک (١١٥١-١١٤٢) شاعر او يو پوه  پادشاه و،  شاه حسين هوتک په پارسى هم شعرونه ويلي اودپښتومرتب دېوان هم لري ملاپيرمحمدهوتک د حاجى ميروئس خان له دوستانوڅخه وه او شاه محمود سره اصفهان ته لاړو او په (پيرافغان) مشهور  شو،  د ليکنو له ډلې يې  (فضل الطريق) په اخلاقوکې او (الفريضفى ردالروافض) يې مشهور اثار دي، همدارنګه مېرمن زينبه اسلامي احکام، فقه، او د پښتو پارسي متداوله علوم په خصوصي توګه لوستلى وه شاه حسين هوتک ته به يې په اداري چاروکې مشورې ورکولې.

پټه خزانه، د پښتو ژبې له غوره اثارو څخه ده چې د شاه حسين هوتک په امر محمدهوتک وليکله، پټه خزانه د پښتو ژبې لومړنۍ تذکره ده چې تر نن ورځى پورې لاس ته راغلې ده او موجوده ده.[4]

سرچينې[سمول]

<[1] . دثور پاڅون ،د کې جې بې دسيسې او شوروي يرغل ،محمداقبال وزيري ،دچاپ نيټه ( ١٣٨٦هـ ش/ ٢٠٠٧م ) کال ( ۵ ) مخ

[2] . دثور پاڅون ،د کې جې بې دسيسې او شوروي يرغل ،محمداقبال وزيري ،دچاپ نيټه ( ١٣٨٦هـ ش( ۹ – ۸ ) مخ/ ٢٠٠٧م ) کال

[3] . دثور پاڅون ،د کې جې بې دسيسې او شوروي يرغل ،محمداقبال وزيري ،دچاپ نيټه ( ١٣٨٦هـ ش/ ٢٠٠٧م ) کال ( ۱۱) مخ

[4] . دثور پاڅون ،د کې جې بې دسيسې او شوروي يرغل ،محمداقبال وزيري ،دچاپ نيټه ( ١٣٨٦هـ ش/ ٢٠٠٧م ) کال ( ۱۶ ) مخ />