په افغانستان کې د بې ثباتۍ بحران او له خاورې او اوبو یې د ایران او پاکستان استفاده

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لیکوال: اکاډمسین استاد اعظم سیستاني ژباړه: باري زهیر

په افغانستان کې د بې ثباتۍ بحران او له خاورې او اوبو یې د ایران او پاکستان استفاده:

افغانستان د اوه پنځوسم (۱۳۵۷) کال د ثور له کودتا وروسته د بې ثباتي او امنیت د نشتون په بحران کې ښکېل شو او د شوروي اتحاد له یرغل وروسته شاوخوا پنځه میلیونه افغانان د پاکستان او ایران هېوادونو کډوالۍ ته مجبور شول . دا کډوال د خپل ژوند او د کورنیو د سرپرستۍ لپاره  اړ وو چې  دغو هېوادونو کې د کم مزد په بدل کې شاقه کارونو ته مخه کړي او هم د کوربه هېوادونو د امینیتي مسؤلینو ناوړه رویه او چلند وزغمي . په ایران او پاکستان کې زیاتره ودانیزې چارې او ساختماني پرمختګ د افغان کډوالو د کار او زیار پایله ده.  په همدې وخت کې د ګاونډیو هېوادونو استخباراتي او اطلاعاتي ادارو په افغان کډوالو کې له مفادپرستو او د اقتدار تږيو اشخاصو څخه د مذهبي رهبرانو او قومي مشرانو په نوم ملاتړ  وکړ او د افغانستان د ګټو خلاف مزدورۍ ته یې وګمارل.  یاد عناصر چې د اووه او اته ګونو رهبرانو په نوم مشهور دي، نن ورځ زموږ خلکو او ټولنې پېژندلي دي؛ له دې دوو هېوادونو هر یو یې په افغانستان کې وفادار او سرسپارلي اجینټان لري او دا له خپل تاریخ او ملت بې غوره او بې پروا مزدوران د  افغانستان ګټې له ایران او پاکستان څخه په بې باکۍ قربانوي. 

ایران په سیمه کې د پاکستان په پرتله قوي او تاریخي هېواد دی او لا تر اوسه یې د صفوي پېر د امپراتورۍ فکر په سر کې شته. د نادرشاه افشار او صفوي دورې په مهال د دې هېواد اقتدار په تاریخ کې خوندي دی او په تاریخ کې دا هم خوندي دي چې له 230 کلن صفوي اقتدار څخه لومړني ازادي اخېستونکي خلک د کندهار افغانان وو . همدارنګه د نادر شاه افشار له مړینې وروسته لومړنی ملت د کندهار افغانان و چې د خپلواک هېواد بنسټ یې کېښود. یا په بله وینا په 1747 م کال د پوځي قومندانانو په لاس د نادرشاه افشار له وژلو سره سم یې هر مقتدر او ځواکمن پوځي قومندان د لویې امپراتورۍ په یوه برخه ولکه وکړه. د افغانستان خلکو هم د احمدخان ابدالي په مشرۍ کندهار کې د خپلواک دولت بنسټ کېښود. (اکتوبر۱۷۴۷).

له هغه  مهال را وروسته چې هر وخت افغانستان له جنګ او بې ثباتۍ سره مخ شوی دی، ایراني دولتونو له دې بحران څخه په خپله ګټه استفاده کړې ده. 
د ایران قاجاري دولت د شاه زمان له ورور شهزاده محمود څخه چې ایران ته یې پناه وړې وه، د زمان شاه په ضد استفاده وکړه. په 1798 م کال کې کله چې زمان شاه په هند د حملې په تکل لاهور ته رسېدلی و؛  له شهزاده محمود سره یو ځای یې په خراسان حمله وکړه، د زمان شاه د دولت ملاتړي مشران یې وځورول او تهران ته ستون شو.  کال وروسته چې بیا زمان شاه د ډهلي په تکل لاهور ته رسېدلی و، بیا هم د شهزاده محمود په ملتیا یې په خراسان حمله وکړه او مشهد یې لوټ کړ.  شاه زمان له موضوع څخه په خبرېدلو سره په بېړه ځان هرات ته ورساوه، هرات کې اطلاع ورته ورسېده چې قاجاري واکمن بېرته تهران ته ګرځېدلی دی.  لیکن د زمان شاه صدراعظم رحمت الله خان د فارس صدراعظم حاجي ابراهیم ته لیک ولېږه او ورته لیکلي یې و: "  که چېرې د ایران واکمن د شهزاده محمود له ملاتړ لاس په سر شي او ډاډ راکړي چې د افغانستان په متصرفاتو به برید نه کوي، تر څو زمان شاه په سمه توګه په هند کې خپله نقشه پلې کړي، نو زمان شاه به ټول ایالت د هرات تر څو میلۍ پورې پرېږدې چې د ایران د واکمن په سلطه کې راشي." ( فرهنگ ، ج ١، ص ١٩۲)
په دې توګه خراسان د ایران په ولکه کې پرېوت(1799). په داسې حال کې چې زمان شاه د هند په نیولو هم بریالی نه شو. 
 په نولسمه (۱۹)  پېړۍ کې ایراني دولت درې (۳) ځلې د هرات د نیولو په تکل حمله وکړه خو یو ځل هم ونه توانېد چې هرات د افغانانو له ولکې څخه ترلاسه او ویې نیسي.  لومړۍ پلا یې په 1817 م کال په هرات حمله وکړه چې وزیر فتح خان په شا وتمبول. دویمه پلا یې په 1837 م کال چې د روس او انګلیس تر منځ په منځنۍ او سویل لوېدیځې اسیا کې د سترې لوبې د پیل کال و؛ حمله وکړه چې دا ځل هم د هرات په اشغال بریالی نه شو،  درېیم ځل یې په 1857 م کال په هرات برید وکړ چې د انګریزانو له مکرر تهدید سره مخ شو، له هرات څخه یې شاتګ وکړ او له انګرېزانو سره یې په پاریس کې یو تړون لاسلیک کړ ، د دې تړون د شپږم فصل په اساس د فارس دولت د افغانستان او ایران تر منځ په اختلافاتو کې د انګریزانو منځګړیتوب ته ژمن شو.  له دې وروسته د فارس قاجاري دولت خپل پام د سیستان په لوري کړ او د بیرجند د واکمن امیرعلم خان خزیمه په واسطه یې یو شمېر محلي چارواکي او مشران څه د ویرولو او څه د تمې په ورکولو  د ایران پلویتوب ته متمایل کړل. په دې وخت کې علي خان سربندي د محمد رضاخان سربندي د متصرفاتو یواځینی وارث و.  نور امیران؛ هاشم شهرکی، دوست محمد خان ناروئي او ابراهیم خان سنجرانی  هر یو په سیستان کې د خپلو کورنیو قوي استازي وو.  
په هرات کې د ۱۸۶۳ م کال په جون کې د امیر دوست محمد خان له مړینې وروسته چې د کابل د تاج او سلطنت په نیولو د امیر شیر علي خان او ورونو تر منځ یې کوم کشمکش پیدا شوی و، پنځه کاله وخت یې ونیوه تر څو امیرشرعلي خان وتوانید چې په کابل حاکم شي(۱۸۶۸).  ایران له دې داخلي اړو دوړ څخه د ځان په ګټه استفاده وکړه. او د 1866 او 1867 م کلونو په اوږدو کې یې خپل ځواکونه له کرمان او قاینات ښارونو څخه د سیستان په لوري سوق کړل، دغه ایالت یې تر نادعلي قلعه او قلعه فتح پورې اشغال کړ.  

کله چې امیر شیرعلي خان د سیستان د بېرته نیولو په نیت ځان چمتو کړ او ایران یې په جګړې وګواښه، دې وخت کې انګریزان د پاریس د تړون په اساس منځګړیتوب ته راواندې شول، جنرال ګولډ سمیت یې سیستان ته د درېیم ګړي په توګه راواستاوه، سیستان یې په دوه برخو ووېشه: یوه برخه یې د اصلي سیستان په نومولو ایران او بله برخه یې د فرعي سیستان په نوم افغانستان ته وسپارله(۱۸۷۲).

دا منځګړیتوب د افغانستان د دولت له توند اعتراض سره مخ شو او امیرشیرعلي خان ونه مانه، خو ایراني لوري له ځنډ پرته دا فیصله قبوله کړه . انګرېزانو امیر شیرعلي خان ته په هند کې د (سملې) کنفرانس کې د ګډون  بلنه ورکړه، خو امیر  دغه کنفرانس کې خپله ګډون ونکړ، خپل صدراعظم سید نورمحمد شاه یې ور واستوه.  سید نورمحمد شاه د برتانوي هند حکومت ته د افغانستان د امیر اعتراض ورساوه او د خپل حکومت وړاندیزونه یې ورته وړاندې کړل. انګرېزانو د هغه وړاندیزونه ونه منل او په بدل کې یې خپل وړاندیزونه چې په کابل، کندهار، هرات او مزارشریف ښارونو کې یې د سیاسي استازو د قبلېدو غوښتنه وه؛ مطرح کړل چې د افغان صدراعظم له لوري رد شول، سید نورمحمد شاه له دې وروسته بېرته کابل ته ناراضي راستون شو.  وروسته انګرېزانو د امیر شیرعلي خان د هوکړې ترلاسه کولو په موخه پنځه زره روپۍ (روپیه) او پنځلس زره ټوپک له مهماتو سره امیرشیرعلي خان ته وړاندیز کړل، خو امیر دا وړاندیز ونه مانه، له همدې ځایه د هغه او انګرېزانو اړیکې مخ په خرابۍ شوې، تر دې چې د دوکتور بلیو، په نظر د سیستان د منځګړیتوب فیصله د افغان ـ انګلیس د دویمې جګړې سبب شوه.    

له دې وروسته معلومه شوه چې سیستان به د تل لپاره په دوه برخو ووېشل شي او ایران به رسما د هیرمند (هلمند) د سیند په اوبو کې مستحق وپېژندل شي. ګولډ سمیت د خپلې فیصله نامې په پای کې دا جمله اضافه کړې وه " باید واضحه وي چې د هلمند سیند دواړو غاړو ته به هیڅ ډول کار او داسې پروژه نه عملي کېږي چې د مقابل لوري د ضرورت وړ اوبو په اندازه کې کموالی راولي" او په همدې جملې یې ایران د هلمند سیند په اوبو کې داسې مستحق وګاڼه چې د دې جملې منفي اغېز دا دی سل کاله وروسته هم له منځه تللی نه دی. له هماغې نېټې راهیسې ایران له افغانستان سره د خپلې حقابې په سر وخت ناوخت ناندریو او مذاکراتو ته مخه کړې ده . دې ناندریو او خبرو اترو سل کاله دوام وکړ بلاخره د ۱۹۷۳ م کال د مارچ میاشتې په تړون سره پای ته ورسېدل.

د هلمند دلتا د بې طرفه کمیسیون د راپور په اساس په دې تړون کې د ایران حقابه په یوه ثانیه کې ۲۲ متر مکعب + ۴ متر مکعب (حسن نیت) اوبه  ټاکل شوې ده"د تړون درېیمه ماده". لیکن ایران هېڅ کله له هلمند سیند څخه په خپلې حقابې بسنه او اکتفا کړې نه ده بلکې سربېره په دې یې هڅه کړې چې د نویو کانالونو په کیندلو یا د پخوانیو نهرونو د پراخولو او د ګڼ شمېر واټرپمپونو د نصبولو په وسیله له مشترکې رودخانې څخه پرېمانه اوبه ورتاو کړي او لا ناراضه هم دی.
د اوبو او انرژۍ رئیس سلطان محمود محمودی د ایران چلند د دواړو هېوادونو د سیاسي معاهداتو په خلاف ګڼلی او زیاتوي: " ایران خپل قانوني حق ته ژمن پاتې شوی نه دی، په یاد تړون کې دا په ډاګه شوې وه چې ایران له معلومو او مشخصو درې نقطو څخه خپلې (په ثانیه کې ۲۶ متره مکعب ) اوبه ترلاسه کولی شي، مګر دا هېواد د قرارداد خلاف، دا مهال له ۳۰  تر ۴۰  نقطو څخه په غیر قانوني توګه  د افغانستان د اوبو سرچینې کاروي." (گران افغانستان۱۰/۳/۲۰۱۱‎ ‎) 

‏ د ملګرو ملتونو راپورونه دا خبره په ډاګه کوي چې د تېرو ۲۰ شل کلونو او په ځانګړې توګه له (۱۹۹۹ ـ ۲۰۰۵) کال د شپږ کلونو په موده کې په افغانستان کې وچکالي زیاته شوې او ښايي دا یو بېرته نه ستنېدونکی بهیر وي . د کندهار، هلمند او نیمروز ولایتونو په ډېرو برخو کې وضعیت په ډراماتیک ډول کړکېچن شوی دی او د دغو سیمو ځینې برخې به نور د پخوا په څېر د خپلو اوسېدونکو لپاره د اوسېدنې جوګه نه وي. د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه: له بده مرغه د معلوماتو کموالي د وضعیت سمه ارزونه د ځواب ویلو لپاره ستونزمنه کړې ده. (‏‎.bbc‏۱۹جون‎ ‎۲۰۰۵ )‏ د ایران په سیستان کې د اوبو د کمښت یو لامل د زابل د څاګانو زېرمه شوې اوبه د سیستان له حدودو بهر زاهدان ښار ته انتقالول دي چې د افغانستان او ایران تر منځ د هلمند اوبو د وېش تړون خلاف عمل دی، خو ایراني دولت د سیستان د خلکو حقابه چې د دوی حق دی او باید ځايي اوسېدونکي ترې مستفید شي له زابل د څاګانو زېرمه شوې اوبه بل ولایت ته انتقالوي او د بلوچستان په مرکز کې یې د زاهدان په خلکو پلوري. (د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د ۸/۵/۱۳۹۶ نېټې په راپور کې خبر ورکوي: ایران په پام کې لري له هلمند سیند څخه زاهدان ښار ته د اوبو دویمه نل لیکه وغځوي چې د سیستان خلک له دې اقدام څخه ناخوښي دي. رضا جهان تیغي ( د سیستان اوسېدونکی) وايي: دا ټولې اوبه باید په جهیل کې توی شي تر څو په سیمه کې ګرد او غبار کم شي. د زابل اوبه باید زاهدان ته انتقال نه کړي ځکه زابل خپله د اوبو له کمښت سره مخ دی.)

د امریکا غږ د راپور له مخې:  د افغانستان په اوبو او انرژۍ وزارت کې د کابل سیندیزي حوزې رئیس معروف مسیر له امریکا غږ  سره په مرکه کې وویل:  د هلمند سیند د حقابې تړون په اساس د افغانستان دولت په ثانیه کې د (۲۶ متره مکعب) حقابې  ورکړه ایران سره منلې ده چې کلنۍ اندازه یې (۸۰۰ متر مکعب) اوبه کېږي.  د دغه افغان چارواکي په وینا په تېرو څو لسیزو جنګونو کې چې افغانستان د خپلو اوبو په مدیریت قادر نه و، ایران ته له هلمند سیند څخه د کال له ۲،۵څخه تر درې میلیارد متر مکعب اوبه ورتللې.  ښاغلي مسیر همدارنګه وویل:  اقلیمي بدلونونو ته په کتلو چې دا مهال یې د افغانستان له %50  سلنه زیات زراعت اغېزمن کړی دی؛ د دې هېواد حکومت په دې هڅه کې دی چې د بندونو په جوړولو او د اوبو رسوونې د پروژو په تطبیق سره چې  ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه به پرې وشي، د ګاونډیو هېوادونو د حقوقو خوندیتوب ته په پام سره خپلې اوبیزې حوزې مدیریت کړي. (اول اگست۲۰۱۸)
له امریکا غږ سره د ښاغلي مسیر مرکې ته که غور وکړو نو ایران د ۸۰۰ میلیون متر مکعب کلنۍ حقابې په ځای له هلمند سیند څخه د کال دوه نیم تر درې میلیارد متره مکعب اوبه مصرف کړې دي چې دا انداره اوبه د ایران کلنۍ حقابې له درې چنده سره معادلې دي.  په همدې اساس د هلمند سیند له معاهدې وروسته د ۴۶ کلونو په موده کې ایران له خپل حق څخه ډېرې یعنې ۹۲ میلیارد متر مکعب اوبه له هلمند سیند څخه مصرف کړې دي. که د هر متر مکعب اوبو بیه په هماغه قیمت محاسبه کړو چې ایران یې په کویټ او عربي اماراتو پلوري، یعنې یو متر مکعب اوبه په یو ډالر؛ نو ایران د افغانستان ۹۲ میلیارده ډالره د اوبو پوروړی دی.
سره له دې چې ایران د اوبو د اضافي مصرف په وجه د افغانستان پوروړی ګڼل کېږي، خو څه موده وړاندې ایراني چارواکو د افغانستان واکمنانو ته اخطار ورکړ چې ژر تر ژره دې له هلمند سیند څخه د ایران حقابه ورکړي یا  دې ایراني متخصصینو ته اجازه ورکړي چې له کوهک بند ۵۰۰ کيلومټره پورته د کجکې بند کې د اوبو د اندازې نظارت وکړي او پرېنږدي چې حالت تر دې لا ترینګلی شي.
د کارپوهانو له انده د دواړو هېوادونو سرحدي ستونزې او په ځانګړې توګه ترمنځ یې د روانو اوبو په سر کړکېچ د خبرو او مذاکراتو له لارې د حل وړ دی. له نورو ابزارو او لارو چارو څخه استفاده او له دې جملې څخه د سیاسي او اقتصادي موخو ترلاسه کولو لپاره د مخالفو وسلوالو ډلو ملاتړ ګټور نه دی، بلکې یواځې په سیمه کې ګډوډۍ زیاتوي. 

پای

  • دا مقاله په ۲۰۱۸ کال په افغان جرمن ویبسایټ کې خپره شوې وه او د لیکوال د لیکنو په ارشیف کې یې ترلاسه کولی شئ.

ددې لیکني پښتو ژباړه (باري زهیر) په 12/6/2023 کړیده. ویکیپېډیا ته ورګډوونکی: حاتم څمکنی 27/7/2023