په اسلامي تاريخ کي ښځینه عالمانی او لیکوالانی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په اسلامي تاریخ کې ښځينه عالماني او لیکوالې .

حفصه بنت عمربن الخطاب رضي الله عنها

د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن حفصه بنت عمربن الخطاب رضی الله عنها په لیک لوست پوهېدله، دا لیک لوست الشفاء العدویه ورزده کړ، الشفاء په جاهلیت کې لیک لوست زده کړی وی، دمونه يې هم کول، له هجرت نه وروسته مسلمانه شوه، رسول الله صلی الله علیه السلام و د صحابیاتو د تدریس لپاره ځانګړی ځای ټاکلی وو چې په هغې ځای کې حفصې رضی الله عنها ترې لیک لوست زده کړ، کله چې ابوبکر الصدیق رضی الله عنه د قران کریم راټول کړ، یوه نسخه يې عمربن الخطاب ته ورکړه کله چې عمر رضي الله عنه شهید کېده،نو وصیت یې وکړ چې د قران کریم دا نسخه دې حفصې رضي الله عنها ته ورکړل شي. دا ځکه چې حفصه رضي الله عنها په لیک لوست پوهېدله

الشفاء العدویه:

دا هغه صحابۍ وه چې له هجرت نه مخکې مسلمانه شوه، دې په جاهلیت يې لیک لوست زده کړی و، له دې سر بېره يې دمونه هم کول، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مېرمنې حفصې رضي الله عنها استاذه وه، یوه ورځ ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ( حفصې ته د دانو دام داسې ورزده کړه، لکه څنګه چې دې لیک ورزکړی دی، الشفاء ته الله ډېر عمر ورکړ، د عمر بن الخطاب رضي الله په خلافت کې به په بازار کې ګرځېدله، د محتسبۍ دنده يې لرله، دره به يې لاس کې وه، په نیکیو به یې امر کاوه او له بدیو به يې خلک منع کول.

رفیده الاسلمیه

دې عظيمې او مجاهدې صحابۍ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په ځينو غزاګانو کې ونډه اخیستې وه. په اسلام کې لومړنۍ روغتياپاله وه، په خپل مسلک کې متخصصه وه، دې خپله کېږدۍ درلوده، دا کېږدۍ په اسلامي تاریخ کې لومړنۍ ګرځنده روغتون و، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسجد کې به يې کېږدۍ لګولې وه او د ټپيانو درملنه به يې کوله، کله چې د خندق په غزا کې سعد بن معاذ رضي الله عنه ټپي شو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ((اجعلوه فی خیمه رفيده التي فی المسجد حتی اعوده من قریب))، سعد د رفيدې هغې کېږدۍ ته یوسئ چې مسجد کې لګول شوې ده، له نیږدې به يې ګورم.

رفيده رضی الله عنها هغه وخت راڅرګنده شوه چې کله د بدر له غزا نه ځينې ټپیان راوستل شول، د ځينو درملنه یې کورنیو وکړه او ځينو چې کور او پیسې نه لرلې، نو رفيدې رضي الله عنها يې تداوۍ ته مټې راونغښتې، په مسجد کې بې کیږدۍ ولګوله، خپلې طبې توکي او دوا يې واخیسته، دوی يې د خپلې درملنې لاندې تر هغې ونیول چې روغ شول.

د خیبر غزا د بشریت په تاریخ کې لومړنۍ غزا وه چې د ټپيانو د درملنې لپاره بشپړ ښځينه ټيم روان شو، د دې ټيم مشري رفېدې رضې الله عنها کوله.

رسول الله علیه السلام د خیبر لپاره چمتوالی نیوه چې رفيده له هغو مېرمنو سره راغله چې دې د طبابت په برخه کې روزلې وې، له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه يې اجازه واخیسته ويې ویل: (( یا رسول الله اردنا ان نخرج معک.. فنداوي الجرحی و نعین المسلمین ما استطعنا)) ای د الله رسوله موږ نېت کړی چې له تاسره په دې غزا کې ووځو.. د ټپيانو درملنه به کوو او د خپل وس سره سم به د مسلمانانو مرسته کوو.

رسول الله علیه السلام ورته وویل: (( علی برکه الله)) د الله په برکت لاړئ شئ. په دې غزا کې دې صحابیاتو ډېر ښه امتحان ورکړ، تر دې چې رفېدې ته يې  د غنیمت له مال څخه د یوه جنګیالي برخه وټاکله او ځينو ته یې د شرف تمغه(غاړکۍ) ورکړه، امیمه رضی الله عنها وايي: فلما فتح الله خیبر رضخ لنا من الفئ واخذ هذه القلاده التی ترین فی عنقي، فاعطانیها بیده فی عنقی، فوالله لا تفارقنی ابدا، وکانت فی عنقها حتی ماتت. ثم اوصت ان تدفن معها) کله چې الله تعالی خیبر فتح کړ، نو زموږ لپاره يې د فئ له مالونو څخه راکړل او دا کومه غاړکۍ چې زما په غاړه وینئ ، په خپل لاس يې زما په غاړه کې واچوله، په خدای هيڅکله يې له غاړې نه وباسم، کله چې مړه شوه، وصیت يې وکړ چې ورسره دې خښه شي. (کیدای شي دا يې خپلوانه وي).

عائشه بنت سعد بن ابي وقاص

دا د سعد بن وقاص رضي الله عنه لور وه، سعد د رسول الله صلی الله علیه وسلم ماما و، تابعۍ وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له شپږو مېرمنو سره يې ژوند کړی، له هغوی نه یې زده کړه کړې وه، زرکلي په خپل کتاب «الاعلام» کې د هغې په اړه وايي، فقیه او عالمه وه،  د مالکي مذهب موسس امام مالک ترې زده کړه کړې، له هغې نه یې روایتونه کړي، امام مالک يې ډېره ستاینه کړې ده، د هغې په لاس باندې ډېرو عالمان او فقهاء روزل شوي دي بخاري، ابوداود، ترمذي، او نسائي يې حدیثونه روایت کړي دي

هجمیه بنت حیی الاوصابیه

دا  په ام الدرداء الدمشقيه باندې هم یادېدله، په اومه پېړۍ کې  يې ژوند کاوه، په مسجد کې یې حدیث او فقه تدریسوله، د قران کریم د تدریس حلقه يې هم لرله، په شاګردانو کې یې د وخت خلیفه عبدالملک بن مروان هم و، شمس الدین الذهبی په خپل کتاب ((سیر اعلام النبلاء)) وايي، عبدالملک بن مروان به يې درس ته په دمشق کې د مسجد په