په استرلیا کې د ماشوم زیانول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د استرلیا په ټول هېواد کې د ماشوم زیانول قانوني دي. د ماشوم د زیانولو په اړوند کوم فدرالي قانون نشته او د ماشوم د زیانولو عملیه په ټولو قضایي حوزو کې د غیر جرمي عمل په توګه تصویب شوې ده. د ماشوم زیانولو ته لاسرسی په اداري واحدونو کې فرق کوي:  د جراحۍ له لارې د ماشوم زیانول د تقاضا له مخې د امېندوارۍ له دوه ویشتمې تر څلور ویشتمې اونۍ پورې په ټولو حوزو کې  او د تسمانیا په سیمه کې تر شپاړلسو اونیو پورې شوني دي. له دې د لوړو میاشتو عمر لرونکوماشومانو دزیانولو شرط د دوو داکترانو منظوري ده که څه هم د استرلیا په پلازمېنه کې د یوه دا کتر منظورۍ ته اړتیا وي.  

کم له کمه له کال ۱۹۸۰ راهیسې، نظر پوښتنو ښودلې چې ډېری استرلیایان د ماشوم د زیانولو له حقوقو ملاتړ کوي او دا ملاتړ په ډېرېدو دي. په داسې حال کې چې په استرلیا کې د ماشوم زیانولو په ضد  تاوتریخوالی لږ دی ، خو د ماشوم زیانولو ضد فعالین ځینې تکتیکونه لکه د ماشوم زیانولو کلینیکونو څخه بهرښکنځل کول، تهدیدول او دې کلینیکونو ته د ننوتلومخنیوی کاروي. دې حالت ته په ځواب، ټولو قضایي حوزو داسې قوانین پلې کړي چې له مخې یې د ماشوم د زیانولو معترضینو له خوا د ماشوم د زیانولو کلینیکونو حدودو کې د مراجعینو او کارکوونکو د ځورونې مخنیوی کيږي. د دې قانون پلې کېدل په کال ۲۰۱۳ کې د تسمانیا په سیمه کې پیل شول او په کال ۲۰۲۱ کې لویدیځې استرالیا ته وغزیدل.  [۱]

د یوې ښځې جنسې ملګری اړتیا نه لري چې د ماشوم له زیانولو خبر شی او استرالیايي محکمې د ماشوم د زیانولو د پروسې د مخنیوي لپاره کوم حکم نه صادروي  که څه هم غوښتونکی د ماشوم غیر قانوني پلار وي. د ماشوم د زیان لپاره د انتظار هېڅ ډول دوره نه تحمیلیږي یو صغیر اړتیا نه لري چې د وړاندیز شوي ماشوم زیانولو په هکله والدین خبر کړي او نه د والدینو رضایت اړین دی. په داسې حال کې چې د ماشوم زیانول د ایالتونو او قلمرونو له خوا تنظیمیږي، کړنلاره یې تر یوه حده د فدرالي حکومت د روغتیا د برنامې، طبي څارنې برخې او یا د شخصي روغتیایي پاملرنې بیمه کوونکو له خوا تمویلیږي. [۲]

تاریخ[سمول]

له استعمار راهیسې، د ماشوم زیانول تل د ایالتي قانون ( پخوا استعماري قانون) له خوا اداره کېږي. د نولسمې پېړۍ له پاي څخه دمخه، هر استعماری دولت د کال ۱۸۶۱  شخص په ضد  د توهین شاهي قانون چې د کال ۱۸۳۷، ۱۸۲۸ انګلیسي قانونونو څخه اخیستل شوی و قبول کړی و چې دې قانون  په هر ډول شرایطو کې د ماشوم زیانول غیر قانونې بللي و. له هغه وخت راهیسې، په هر ایالت کې د ماشوم د زیانولو قانون د قضيې او په تقنین کې د بدلونونو له امله د تحول په حال کې دی. [۳]

په کال ۱۹۶۹ کې په استرلیا کې د ماشوم د زیانولو د قانوني کولو په اړوند یوه قضايي رویه د مینهنیت  دحکم  په واسطه د ویکتوریا په محکمه کې د آر وي دویدسون د قضیې په نامه وړاندې شوه چې په هغې کې د ماشوم زیانول که چېرې د اړونده ښځې فزیکي او دماغي ساتنه ضرور وی او او په دې شرط چې هغه خطر چې د ماشوم د زیانولو له امله  وي د هغه خطر په پرتله ډېر نه وي چې د ماشوم زیانول یې د مخنیوي لپاره په پام کې نیول شوی وي، د قانون له نظره توجیه شول. له هغه وروسته د محکمي حکمونو اوتقنیني سمونونو په استرلیا کې د ماشوم د زیانولو لپاره د یوه طبې چوکات د برابرولو سره مرسته وکړه، د مینهنیت حکم وروسته په پراخه کچه د محکمو له لورې په نیو سوت ویلز او کوینزلند کې ومنل شول او په  ځينو نورو ایلتونو کې یې هم نفوذ وموند. د وخت په تېرېدو، دا حالت په بشپړه توګه د ښځې د رواني روغتیا  کې شاملیږي چې په پایله کې ناغوښتل شوې امېندواري له کلینیکي اړخه زیان رسوونکې تعبیریږي. [۴][۵][۶]

د کال ۱۹۹۰ په نیمایي کې، د استرلیا قدرت هوارد محافظه کار حکومت لاس کې و، چې په سنا کې دقدرت موازنه د تسمانیایي ( تسمانیا د استرلیا یو ایلت دی) خپلواک محافظه کار سناتور براین هارادین په لاس کې وه. هوارد له براین سره یوه معامله وکړه تر څو د هغه له خوا د ملي تېلې کمونیکشن  خدمت جمتو کوونکی تېلې کام خصوصي کولو په ګډون د ځينو قوانینو څخه ملاتړ وکړي. په مقابل کې، هارادین د ماشوم د زیانولو لپاره د یو شمېر محدودیتونو لګولو لپاره د هوارد ملاتړ ترلاسه کړ. په پایله کې،  د نورو دواوو برعکس ماشوم زیانونکو دواوو پلور مخکې له دې چې د معالجوي توکو د ادارې له خوا وارزول شي باید د روغتیا د وزارت منظورې ولري. د معالجوي توکو د ادارې ارزونه په استرلیا کې د دواګانو د پلور لپاره یو شرط و، او د وزیرانو له خوا رد کېدلای شو. د RU-486 په نامه د ماشوم زیانولو  په دوا چې په بهر کې په پراخه توګه کارېده په استرلیا کې بندیز ولګېد. د روغتیا د وزیر توني ابات له خوا استرلیا ته ماشوم زیانونکي دوا د راوړلو په وړاندې  دوامداره مخالفت د دې لامل شو چې د کال ۲۰۰۵ په پای کې د خصوصي اعضاوو لایحه ( دا لایحه د پارلمان د خصوصي غړیو له خوا پېشنهادېږي او د حکومتي تقنین برخه نه ده) معرفي شوه چې دا منظوري بیرته د معالجوي توکو ادارې ته وسپارل شی. دا لایحه په کال ۲۰۰۶ کې قانون شو. له کال ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۲ پورې دا دوا لاهم د معالجوي توکو په اداره کې ثبت شوې نه وه او روغتیایي کارکوونکو د معالجوي توکو ادارې څخه یوې قانوني حل لارې ته اړتیا درلوده ترڅو دا دوا تجویز کړي، د دې دوا له ثبت څخه وروسته هم د دي دوا کارونه ځانګړي شرایط او محدودیتونه در لودل . په استرلیا کې د طبی ماهرینو تر منځ داسې نظرونه شته چې د ماشوم زیانوونکې دواوې په استرلیا کې له حد نه ډېرې تنظیم شوې دي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په کال ۲۰۰۶ کې د ماشوم زیانونکې دوا په اړوند د وېتو قدرت له لاسه ورکولو وروسته ، د روغتیا وزیر توني ابات امېندوارو ښځو ته د کلیسا  دملاتړ شوو ډلو  له لارې د بدیلو مشورو ورکولو د تمویل لپاره  بې بریالیتوبه تبلیغات وکړل تر څو په هیواد کې د ماشوم زیانولو کچه را ټيټه کړي. په کال ۲۰۱۰ کې چې ابات د لېبرال د ګوند د مشر په توګه  د ټاکل کېدو هڅه کوله هغه وعده وکړه چې د ماشوم زیانولو په قوانینو کې به کوم بدلون نه راوړي.   [۱۴][۱۵]

په کال ۲۰۱۷ کې، سناتور کوري برناردي د ماشوم انتخابي زیانولو د مخنیوي لپاره یو وړاندیز وړاندې کړ. وړاندیز له ۳۶ رایو څخه ۱۰ رایي یوړې. داسې شواهد نشته چې په استرلیا کې د ماشوم انتخابې زیانول د معمول وي، که څه هم د بشرې حقونو د قانون د مرکز د بیان له مخې، د ماشوم زیانولو د کړنلارې په وړاندې د تحریمونو لګولو هڅه د هغو کسانو یو پېژندل شوی تکتیک دی چې د ماشوم زیانولو مخالف دي تر څو وکولای شي د ښځو لاس رسی ماشوم زیانولو ته محدود کړي.  [۱۶][۱۷]

له کال ۲۰۲۰ تر ۲۰۳۰ پورې د ښځو د روغتیا ملي ستراتيژي چې په کال ۲۰۱۹ کې د روغتیا د دپارتمنت له خوا خپره شوې ده (( د امیندوارۍ د ختمولو خدماتو ته د مساوي لاس رسی)) د مور، جنسي او امیندوارۍ برخو کې د روغتیا لاس ته راوړلو کې د بریالیتوب لپاره یو مهم ګام دی. [۱۸][۱۹]

د کال ۲۰۱۹ له فدرالي ټاکنو د مخه، د استرا لیا د کار ګر ګوند د ۲۰۱۹ فدارالي ټاکنو لپاره د ماشوم زیانولو یوه ملي پالیسي ښکاره کړه. د دې ګوند په پالیسۍ کې د همګټو هېوادونو له خوا د تمویل د نویو هوکړه لیکونولاندې عامه روغتونونو ته اړتیا چې په دومداره توګه د ماشوم زیانولو کړنلارې وړاندې کړي، د نوي جنوبي ویلز تشویقول چې د ماشوم زیانول د جرمي قوانینو څخه لري کړي او په تسمانیا کې د ماشوم د زیانولو د یوه کلینیک جوړول شامل و. د دې په ځواب کې د لېبرال د ګوند مشر سکات موریسون وويل چې دا موضوع جدال پیدا کوونکې اوحساسه  ده او تصمیم باید ایالتونو ته پرېښودل شي. د موریسون د ائتلاف ملګري په پراخه کچه غلي و، په داسې حال کې چې د د استرلیايي کریستین لابي او چریش لایف په ګډون د ماشوم زیانولو ضد ډلو په موضوع کې د کارګر کوند ضد کمپاین وکړ. چریش لایف ډلې په په ناسمه توګه ادعا کوله چې کار ګر ګوند د ماشوم د زیانولو نهایتا زړه اجندا لري او که دوي ټاکل شوي وای نو ډېر ماشومان به مړه شوي و. د کار ګر له ګوند څخه لومړي وزیر اد هوسیک چې په ټاکنو کې یې خپله څوکۍ ساتلې وه وویل چې د ګوند له خوا د ماشوم د زیانولو د پالیسۍ غلطه ښودنه هغه لامل و چې د ده د رایو د کموالي سبب شو. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د ماشوم د زیانولو په ضد تاوتریخوالی او اعتراضونه[سمول]

په استرلیا کې د ماشوم په زیانولو اړوند تاوتریخوالی نادر ده. لومړی جدي یرغل او وژنه په کال ۲۰۰۱ کې د ماشوم د زیانولو ضد فعال پیتر نایت له خوا تر سره شوه. هغه په زور سره په ملبورن کې یوه کلینیک ته په داسې حال کې ننوت چې د کریسون ټوپک او د کلینیک د دروازو د قلفولو لپاره یې له ځان سره سامان آلات لېږدول. هغه قصد درلود چې ټول ناروغان او کارکوونکي ووژني خو د یوه امنیتی ساتونکې له وژلو وروسته له پښو وغورځول شو. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. Penovic, Tania (15 June 2018). "Explainer: what are abortion clinic safe-access zones and where do they exist in Australia?". The Conversation. مؤرشف من الأصل في ۰۳ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Abortion Law in Australia". Parliament of Australia. 31 August 1998. مؤرشف من الأصل في ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Baird, Barbara (January 2015). "Medical abortion in Australia: a short history". Reproductive Health Matters. 23 (46): 169–176. doi:10.1016/j.rhm.2015.10.002. PMID 26719008. S2CID 6820335. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Baird, Barbara (January 2015). "Medical abortion in Australia: a short history". Reproductive Health Matters. 23 (46): 169–176. doi:10.1016/j.rhm.2015.10.002. PMID 26719008. S2CID 6820335. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. R v Bayliss & Cullen (1986) 9 Queensland Lawyer Reports 8.
  6. کينډۍ:Cite AustLII.
  7. "Tony Abbott, the new drug watchdog". The Age. 16 November 2015. مؤرشف من الأصل في ۱۸ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Petersen, Kerry A. (2010). "Early medical abortion: legal and medical developments in Australia". Med. J. Aust. 193 (1): 26–29. doi:10.5694/j.1326-5377.2010.tb03736.x. PMID 20618110. S2CID 12758718. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The facts of Tony's life". ABC News. 1 December 2009. مؤرشف من الأصل في ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Albury, Rebecca (2007). "Too Many, Too Late and the Adoption Alternative: Shame and Recent Abortion Debates". University of Wollongong. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 2019 باندې). RU486: time to lift restrictions on medical abortion. Med. J. Aust..
  12. O'Rourke, Anne; Belton, Suzanne; Mulligan, Ea (2016). "Medical Abortion in Australia: What Are the Clinical and Legal Risks? Is Medical Abortion Over-regulated?". Journal of Law and Medicine. 24 (1): 221–238. ISSN 1320-159X. PMID 30136784. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Keane, Bernard (24 April 2014). "The lethal legacy of Brian Harradine: his long war on women's rights". Crikey. مؤرشف من الأصل في ۲۳ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Abbott pushes abortion counselling plan". ABC News. 21 February 2006. مؤرشف من الأصل في ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Nicola Berkovic (9 August 2010). "Tony Abbott pledges to make no changes to abortion law". The Australian. د اصلي آرشيف څخه پر August 11, 2010 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Motions - Abortion - Gender grounds". They Vote For You. 16 November 2017. مؤرشف من الأصل في ۲۲ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Yaxley, Louise (16 November 2017). "From croissants to communism: Bernardi uses Senate motions to make ideological points". ABC News. مؤرشف من الأصل في ۰۱ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Explainer: Responding to abortion and sex selection claims". Human Rights Law Centre. 15 August 2019. مؤرشف من الأصل في ۱۰ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 30 April 2019 باندې). National Women's Health Strategy 2020-2030. Department of Health
  20. Greenbank, Amy (6 March 2019). "Labor promises free abortions, pushes to decriminalise procedure in federal election pitch". ABC News. مؤرشف من الأصل في ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Tovey, Josephine (7 March 2019). "Labor's abortion policy: all the issues explained". The Guardian. مؤرشف من الأصل في ۰۸ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 14 March 2019 باندې). Why conservatives are not making a fuss over Labor's abortion policy. ABC News.
  23. Martin, Sarah (10 May 2019). "Christian lobby targets key conservative seats in test of US-style campaign activism". The Guardian. مؤرشف من الأصل في ۰۴ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Karp, Paul (9 May 2019). "Labor condemns anti-abortion group's claims 'babies will die under Shorten government'". The Guardian. مؤرشف من الأصل في ۰۸ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 30 May 2019 باندې). Husic points to misrepresentation of abortion policy for Labor vote loss. Daily Telegraph.
  26. کينډۍ:Cite AustLII.
  27. "Australian abortion clinic guard killed". BBC News. 16 July 2001. مؤرشف من الأصل في ۰۴ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Arsonists attack mosman park clinic". ABC News. 16 July 2001. مؤرشف من الأصل في ۰۶ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  29. Sapienza, Joseph (January 7, 2009). "'Baby Killers' graffiti, bomb found at medical centre". WAtoday. مؤرشف من الأصل في ۰۲ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)