پل وېبپاڼه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پل وېبپاڼه په پښتو ژبه د کوشنیانو لپاره ډیزان او سکښتل شوې ځانگړې وېبپاڼه ده چې یواځې او یواځې د کوشنیانو او کورنیو لپاره یې ادبي، ساینسي، تاریخي، جغرافیایي، کیمیایي، فزیکي او نورو اړوندو علومو په اړه گټورې لیکنې پر لیکه کوي. دا وېبپاڼه تازه تازه د تاند وېبپاڼې د چلوونکو له خوا تیاره شوې چې د پښتو برېښنایي ادب په لمن کې یوه نوې زیاتونه گڼل کېږي. په دې وېبپاڼه کې د کوشنیانو له خوا لیکل شوې لیکنې یا هغه لیکنې او ژباړې چې د کوشنیانو او کورنیو پورې تړاوو ولري، خپرېږي. پښتو ويب پاڼې هم يو څه وخت کيږي چې جوړې شوي دي، خو کم ساري افغانان او پښتانه به و چې دغه ويب پاڼې به يې څارلې ځکه چې مخکې نه چا انټرنټ پېژانده او نه چا لاس رسی ورته کولی سو.

هغه ويب پاڼې چې په پښتو ژبه بېلابېل مطالب خپروي ښايي شمېر يې اوس زرگونه وي، خو ځينې يې داسې دي چې ډېرې کتل کيږي او په خپلو کره خبرونو، ښو ښو مطالبو، علمي او ادبي ليکنو يې ډېر مينه وال پيدا کړي دي.

د دغه ويب پاڼو له ډلې يوه هم د تاند په نوم ويب پاڼه ده چې د کره خبرونو ترڅنگ يې همېشه اسلامي، عملي، ادبي، ټولنيزې او نورې بېلابېلې ليکنې خپرې کړي دي.

تاند ويب پاڼه چې د نړۍ په لر او بر کې يې پښتانه گوري، مطالب يې لولي په دې وروستيو کې يې يوې کمسارې هڅې ته ورپام سوی دی او له نيکمرغه د «پل» په نوم يې په پښتو ژبه د ماشومانو لپاره يوه ويب پاڼه جوړه کړې چې فقط ماشومانو ته ليکل سوي مطالب، د ماشومانو ليکنې او دوی ته ځانگړي سوي ليکل سوي مطالب، کيسې او ژباړې خپروي.

تر ټولو لومړی خو بايد په دې خبرې وسي چې زموږ ادب تر ډېره غوړېدلی دی، په هره برخه کې تر يوه بريده کار سوی دی او هر چا د خپل قلم پهلواني ازمايلې ده، خو له بده مرغه ماشوم زموږ په ټولنه کې يوازې د ادب په برخه کې نه بلکې په هره برخه کې له پام غورځېدلی دی او د ماشوم د هرې برخې پيکه توب هم ښايي له دې امله وي چې په ادب کې د ليکوالو لخوا ماشومانو ته کار کول په نشت شمېره کيږي، ځکه د ژوند ټولې خواوې په ادب پورې تړلي دي او همدا ادبيات دي چې د ټولنې وگړيو ته لارښوونې کوي، سمې لارې ته يې رهنمايي کوي، د ژوند کولو چل ورښيې.

څو محدود ليکوال سته چې پښتو ادب کې يې ماشوم ته کار کړی دی، يا يې کيسې ورته ليکلي دي، يا يې کتابونه ورته ژباړلي دي او هغه يې هم له خپله شوقه، مينې او علاقې کړي دي.

دا تشه يو ليکوال ته هغه وخت ښه مالوميږي چې د ماشومانو لپاره يوه کوچنۍ مقاله ليکي، نو د ماشوم په اړه به پرته له يو څو کتابونو نور هيڅ په خپله ژبه کې په گوتو ورنه سي.

سره له دې چې په دې وروستيو کې ږغيزې، انځوريږي او چاپي رسنيو هم د ماشومانو لپاره ځينې ځانگړي مطالب خپروي، چې ډېری يې په سيمه ييزو تلويزيونونو کې ځينې خپرونې دي، خو زموږ داسې يوه ټولنه ده چې هر ماشوم مو ښايي تلويزيون ته لاس رسی ونه ولري او يا هم ونه سي کولی چې ويې گوري.

او بله دا چې لکه مخکې مو چې يادونه وکړه اوس د انلاين رسنيو زمانه ده، دا چې پښتو ژبه باندې موږ سلگونه ويب پاڼې لرو، نو د ماشومانو لپاره مو هم يوې ويب پاڼې ته ستره اړتيا وه چې هم يې له مطالبو د ماشوم د ادب ليکوال، استادان گټه واخلي او هم يې ماشومان وگوري نو دغه نوښت تاند ويب پاڼې وکړ او دغه تشه يې ډکه کړه.

د ماشوم د ادبياتو هغه ليکوال چې ماشومانو ته کيسې ليکي او يا هم ژباړې کوي په دغه ويب پاڼه کې يې مطالب خپريږي، چې دا يو لوی او با ارزښته کار دی.

په وروستيو کې لومړی د تاند ويب پاڼې له مسؤلينو مننه کووم چې د ماشومانو لپاره يې د «پل» په نوم ويب پاڼه پر ليکه کړه.

په دويم قدم کې د ماشوم د ادبياتو له ټولو ليکوالو هېله کووم چې لږ تر لږه دې په دوه ورځو کې يو کوچنی مطلب ماشومانو ته وليکي او په پل ويب پاڼه کې دې په دې خاطر خپور کړي چې ليکوال، والدين، ښوونکي او خپله ماشومان گټه ترې واخلي.

دغه راز درنو ښوونکو ته مې وړانديز دی چې لومړی ماشومان کيسو لوستلو ته وهڅوي او که ممکنه وي يا دې ښوونکي خپله او يا دې د دوی والدينو او کورنۍ غړيو ته سپارښتنه وکړي چې هغه مطالب، لارښوونې او مشورې ماشومانو ته ولولي او خپله يې هم عملي کړي چې په پل ويب پاڼه او يا نورو ويب پاڼو کې خپريږي.

پل ويب پاڼه چې تاند ويب پاڼه کې يې هم لېنک خپريږي په لاندې درک يې هم پرانيستلی سئ!

بهرنۍ تړنه[سمول]

سرچینې[سمول]

    • http://taand.com/pal د کوشنیانو او کورنیو لپاره ځانگړې پښتو وېبپاڼه