پشتو ژبه کی اپلیکیشنونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مطالعې پواسطه انسان زده کړه کولای شي، مطالعه د ویلو، لیدلو، اوریدلو او لیکلو پواسطه کیدای شي. ځینې وکړي د کتاب په ویلو سره مطالعه کوي او زده کړه حاصلوي، ځینې بیا په لیدلو، وریدلو او لیکلو پواسطه زده کړه حاصلوي. مطالعه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په لویانو او کوچنیانو خپل تاثیرات لري. د نړۍ ټول عالمانو د کتاب او مطالعې پواسطه ځان او ټولنې ته خدمت وکړ او نومونه یې په نړۍ کې تلپاتې دي. د انسان یو جسمي قوت دی او بل فکري قوت او ذهني قوت دی، په جسماني کارونو او د سپورت پواسطه د انسان جسم جوړیږي او قوي کیږي، خو د مطالعې او ډېر کتاب لوستلو باندې د انسان فکر پیاوړی کېږي. د نړۍ د ټول عالمانو فکري قوت او پوهه ، نسبتا جسمي قوت ته زیاته وه. یعنې فکري ځواکمنتیا له جسمي ځواکمنتیا بهتره ده. د نوي ساینس پرمختګ او هره ورځ پرمختللې څېړنې دا څرګندوي، چې نړۍ د مطالعې پواسطه نوي نوي تحقیقات کوي. له لویانو سربیره په ماشومانو هم مطالعه، کتابونه او په کور کې کتابتون خپل مثبت تاثیرات لري.د ارواپوهنې عالمانو ثابته کړې ده، چې د والدینو کتاب لوستنه او مطالعه په ماشوم باندې په رحم کې خپلې اغیزې لري، د میندې ټول کړه وړه په ماشومانو باندې په رحم کې مثبت او منفي تاثیرات درلودلای شي. په کور کې کتابونه او يا شخصي کتابتون هم د ماشومانوپه روان او روح باندې خپل تاثیرات لري. استاد غضنفر وایي: که مور او پلار بيسواده وي، د مطالعې او کتاب سره مینه ونه لري، د خپلو اولادونو د اینده لپاره دې، خپلو ماشومانو ته کتابونه واخلي، تر څو چې د ماشومانو مطالعې او کتاب سره مینه پیدا شي. په هغه کور کې چې کتابونه وي، ماشومان یې نسبتا د هغه کور له ماشومانو ژر او څو کاله زیات مکتب او تحصیل کوي، چې کتابونه پکې نه وي. په یو ځای کې مې ولوسته، یو لیکوال او فرهنګي خپلې لور ته د واده سامان (جیز)په اخیستلو کې د نورو توکو سربیره کتابونه هم اخیستي وو.، چې زما په پوهه دا کارد ټولنې د وګړو لپاره لوی پیغام لري. کتاب د پوهې خزانه او د فکر کولو لپاره زمینه برابروي.

ليکوال: سید اصغر هاشمي ليکوال: سید اصغر هاشمي

د کتاب تحفه د پوهې او فکر پیلامه ده. د کتاب هدیي ورکولو دود باید ژوندی شي، تر څو مو عام لوستي ولس سره د کتاب مینه پیدا شي.په افغانستان کې دود دی، چې په واده کې د واده خاوند ته تحفې وړل کیږي، که چیرې هر کس شاه ته د نورو ټولو شیانو پرځای کتابونه واخلي، نو د هر ډول تحفې نه یې ارزښت زیات دی او په اینده کې به په کور کې کوچنی کتابتون لري، چې دغه کتابونه د ده د کورنۍ نسل نسل ته ګټه رسوي. هغه کور چې ډېر کتابونه لري، د کورنۍ غړي یې پوه او تحصیل کوونکي وي او حتما به د پوهې او علم پر ګاڼه سمباله کورنۍ ټولنې ته وړاندې کوي. ځینې ځوانانو مو له سلاح سره عکسونه اخلي او په دې ویاړ کوي، چې ډول ډول وژونکي توکو سره انځورونه واخلي، دلیل د عکسونو اخیستلو یې دا دی، چې د داسې اشخاصو په کورونو کې سلاوې وي او هر وخت یې د خپلو مشرانو سره لیدلي وي.دوی فکر کوي، چې سلاح دځان سره ګرځول ښه کار دی، که همدا کورنۍ دکتاب، قلم او مطالعې سره مینه ولري او په کور کې یې موجود وي، نو هیڅکله به داسې انځورونه پیدا نه کړو چې د نفرت، کرکې او وژنې پیغام ولري. په مکتبونو، پوهنتونونو او نورو علمي ځایونو کې باید پوهه، تحصیل او مطالعه د مادیاتو د لاسته راوړلو په موخه نه وي، هر انسان باید پوهه د دې لپاره تر لاسه کړي چې فکر او نظر کې یې مثبت تغیرات راشي. استاد الفت وایي: (زما ارمان به هغه وخت پوره شي، چې دپوهې قیمت کم شي او هر څوک یې اخیستلای وشي.) د استاد د خبرې په تایید هر انسان باید پوهه تر لاسه کړي، دا مهم نه دی، چې هر یو دې په لوړ پوست کار وکړي او یا دې دنده ولري. پوهه، علم او مطالعه د انسان په فکر او عقل کې تغیرات راوړي، دغه ګټه یې له هر شي زیاته ده. یو عالم د کتاب په هکله وایي: هر انسان باید کتابتونه ولري او که داسې یو کس پیدا شي چې کتابونه نه لري، نو دوستي دې د داسې یو عالم سره وکړي چې ډېر کتابونه ولري او هر وخت په مطالعې بوخت وي.

(0)