ټوپک موډل ٥٨
| د ټوپک ماډل۵۷ Samopal vzor 58 |
|
|---|---|
| هېواد | |
| جوړونکی | Česká zbrojovka Uherský Brod |
| وزن | ۲۹۱۰ ګرامه |
| د توپک اوړدوالی | ۸۴۵ م.م. |
| د مرمی کالیبر | ۳۹×۷،۶۲ |
د ټوپک ماډل۵۷ ( په چکی: Samopal vzor 58) یو ډول د بریدکونکي اوټوماټیک ټوپک دی چی د چکوسلواکیا په جمهوریت کښې د ۱۹۵۸ کال څخه تر ۱۹۸۸ کال پورې جوړېده. په اوس وخت کښې دغه برید کونکي ټوپک د چېک او د سلواک د پوځونو لخوا استعمالېږی. د ۲۰۱۰ کال څخه د چېک په جمهوریت کښې نوي عضری توپک چی CZ-805 په نوم یادېږی، جوړېږی. دغه نوي توپک په ځانګړي ډول په افغانستان کې د چېک د عسکرانو لخوا کار شوي دی.
تاریخ
د سړی جګړه په دوره کښې یوازې د چکوسلواک جمهوریت او شوروی اتحاد د شرق بلوک هېوادونه ول چه خپلې یی وسلې د پوځ لپاره جوړول. د برید ټوپک ماډل ۵۸ په ۱۹۵۷ کال کښې د جوړونکی یږی چرماک لخوا طرح شو. په چکوسلواک کښې د ۱۹۵۸ کال څخه تر ۱۹۸۸ کال پورې ۹ میلیونه ټوپکونه جوړ شول. په ۲۰۰۸ کال کې د چېک حکومت افغانی پوځ ته تقریبًا ۱۰۰۰ توپکونه ورکړ.
د ټوپک توصیف
د ټوپک ماډل ۵۸ یو د شخصی وسله ده چه د لرګی او پولاد څخه جوړېږی. د ټوپک لوله څلور د راسته پېچ کرښې لری. د لوله داخلی سطح د کرومین پواسطه پوښل کېږی. د ټوپک ماډل ۵۸ د ګاز د فشار په مرسته چه باروت تر چاودنو وروسته رانځته کېږی، ویشتل کيږی.د ګلنګدان سیستم یی یو خاص خوځوونکی مکانیزم لری. هغه د خوځوونکی مکانیزم ګلنګدان د ګولی د ډز په دوره کښې د ګاز اخیستلو د سیستم لخوا بندېږی. د مرمی کالیبر یی ۷،۶۲ م.م. دی. هغه ټوپک کولای سی په جاغور کښې ۳۰ یا ۳۲ ګولی ولری. د ټوپک چه ثابت قنداغ لری د ټوپک ماډل ۵۸/پ په نوم یادېږی . ټوپک چه د کت کېدونکی قنداغ ولری د ټوپک ماډل ۵۸/وې په نوم یادیږی. هغه ماډل د چتربازانو لخوا استعمالېږی. هغه ټوپک کېدلای سی تر عصری کولو وروسته بم انداز، لیزر انداز او څراغ نصب وکړی.