يوسېف شکوورېسکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Josef Škvorecký

يوسېف شکوورېسکي (په چېکي: Josef Škvoreckýچېک جمهوریت اړوند لیکوال، ژباړن اېډېټر و. نوموړى چکي ليکوال، ژباړن او خپرندوى دى. تر دويمې نړيوالې جگړې وروسته يې پوهنتون پيل کړ، په انگرېزۍ او فلسفه کې يې زده کړې وکړی. دغه راز يې د ښوونکي او اډېټر په توگه هم کار وکړ، چې په ١٩٦٣م کال کې د يوه مسلکي ليکوال په توگه مشهور شو.

په ١٩٦٩م کال نوموړى امريکا ته لاړ او په کورنل پوهنتون کې يې د لکچرر په توگه دنده پيل کړه. کله چې د چکسلواکيا رژيم د نوموړى د کتاب (د بدلمنو جمهوريت) پر خپرېدو بنديز ولگاوه، د نوموړي مېرمن په تبعيد کې ژوند غوره وباله. دوى په ټورنټو کې مېشت شول، هلته يې د جلا وطنو لپاره يو خپرندوى ارگان ايجاد کړ، دلته د چک ٦٨ خپرندويانو خپل کتابونه چاپ کړل، اکثره يې هغه کتابونه وو، چې په چکسلواکيا کې ورباندې بنديز لگېدلى و. په ١٩٩٣م کال کې دوى ٢٢٧کتابونه چاپ کړل، د شکوفريسکي ډېر مشهور کتابونه دا دي: (ډارنان ١٩٤٩)، د بدلمنو جمهوريت)، (د غرور موسم ١٩٧٥) او (د امريکا ږغ ١٩٩٠). (د نوموړي نوم Josef دى، په چک جمهوريت کې د ځينو نورو اروپايي هېوادونو په څېر J د i په توگه تلفظېږي- ژباړن)